احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
د کتاب نوم: له ستونزو د وتلو یوازینۍ لاره؛ له ۱۹۴۵ تر ۱۹۹۱ پورې دولتونه او انقلابي خوځښتونه
لیکوال: جیف ګوډوین
معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال
سړه جګړه (۱۹۴۵-۱۹۹۱) د انقلابونو پېر و. یوازې د سړې جګړې پر مهال د رامنځته شویو انقلابونو شمېر د ټول انساني تاریخ له انقلابونو څخه لوړ و (ګوډوین، ۲۰۰۳). سره له دې، په همدې پېر کې هم په ځينو هېوادونو کې انقلابونه رامنځته نه شول.
ولې په ځينو ځایونو کې انقلابونه رامنځته کېږي او په نورو کې نه؟ ولې په ځينو سیمو کې انقلابي خوځښتونو؛ خپل مخالف رژیمونه نسکور کړل، خو په نورو کې ناکام شول؟ دا هغه پوښتنې دي چې بېلابېلو پوهانو ورته بېلابېل ځوابونه ویلي دي. جیف ګوډوین هم په خپل دې کتاب کې پورته پوښتنو ته د ځواب ویلو هڅه کړې ده. یوه بله مهمه پوښتنه چې نوموړی ورته په دې کتاب کې د ځواب موندلو هڅه کوي دا ده: ولې په ځينو ځایونو کې انقلابي خوځښتونه دوام کوي؟
خو وړاندې له دې چې پر دې موضوع بحث وکړو، اړینه ده چې «انقلاب» تعریف کړو. د موډرنایزېشن (نوې کېدو) او مارکسیستي تیورۍ، له دودیزې ټولنې څخه موډرنې ټولنې ته لېږد (ټرانیزېشن) چې په خپله د نوې کېدو پروسه ده، د انقلاب په نوم یادوي.
هانټینګټن د یوې ټولنې په برلاسو ارزښتونو، اسطورو، ټولنیز جوړښت، مشرتابه او د حکومت په کړنو کې بنسټیز، تاوتریخجن او د ننه په کور کې چټک بدلون ته انقلاب وایي.
جیف ګوډوین په جزوي یا کلي ډول د وسله والو خوځښتونو، اعتصابونو او مظاهرو په ګډون د ولسي تحرکاتو له لارې، د یوې ټولنې په دولتي جوړښت، اقتصادي ادارو او کلتور کې چټک بدلون د انقلاب په نوم یادوي.
لینن بیا انقلاب د مظلومو او تر استعمار لاندې خلکو له لوري رامنځته شوی نوی ټولنیز بدلون ګڼي. په ټوله کې، ټولنیز انقلابونه د یوې ټولنې په دولت او طبقو کې هغه چټک او بنسټیز بدلونونه دي چې له لاندې څخه پورته خوا ته پر طبقو ولاړ وي، یا د هغوی له خوا رامنځته کېږي.
د کتاب موندنې
د بحث د اسانتیا لپاره د انقلابونو د رامنځته کېدو پخوانۍ تیوریانې په درېیو لویو ډلو وېشو. لومړۍ هغه تیورۍ دي چې پر دولتونو تمرکز نه کوي. مارکسېزم هغه تیوري ده چې د دولت رول له نظره غورځوي او په ټولنه کې انقلابونه د طبقو د ټکر او د تولید له بڼې (ډول) سره تړلي بولي.
د موډرنیزېشن تیوري بیا انقلابونه د دولتونو د لېږد (انتقال) له مرحلې سره تړي او په حقیقت کې انقلاب د نوې کېدو د پروسې برخه ګڼي. دا تیوري پر دې باور ده چې په دودیزو ټولنو کې چټک او ناانډوله موډرن کېدل انقلابونه زېږوي. لکه څنګه چې هانټینګټن وايي: که په یوه ټولنه کې د هممهاله اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پرته سیاسي او اقتصادي موډرن کېدل رامنځته شي، دغه چاره انقلاب ته لاره هواروي.
ټېډ ګور دا حالت د «نسبي محرومیت» په نوم یاد کړی دی. یوه بل ډله پوهان د موډرنیزېشن تیورۍ د باورونو پر اړخ تمرکز کوي. د جانسن او سمیلسر په وینا، د دې ډلې په باور موډرن کېدل ښايي د ټولنې دودیز باورونه منزوي کړي، او انقلابیان ښايي د متبادل په توګه داسې مفکورې رامنځته کړي چې د خلکو له نویو باورونو سره برابرې وي. خو بیا هم، د موډرنیزېشن تیورۍ لارویان په داسې ټولنو کې د انقلابونو رامنځته کېدل د هغوی د نخبګانو (ایلیټ) له چلند سره مشروط ګڼي. هغوی په دې باور دي که چېرې د ټولنې موډرن نخبګان انعطاف پذیر او نوښتګر وي او د ټولنې پخواني او دودیز باورونه په نوي سیسټم کې ضم کړي، د انقلاب مخه نیول کېږي. خو که دولتي مشران بدلون منونکي نه وي او پرته له دې چې د ټولنې باورونه په نظر کې ونیسي او د موډرن کېدو پروسې ته دوام ورکړي، په اړونده ټولنو کې د انقلاب را تلل حتمي دي.
ستونزه دا ده چې د انقلابونو د مارکسیستي او موډرنیزېشن تیوریو ترمنځ د وصل ټکی نشته. د موډرنیزېشن تیورۍ په ټولنه کې نه پخلا کېدونکي نخبګان د انقلابونو د رامنځته کېدو لامل بولي، خو مارکسیستي تیوریسټان بیا په وروسته پاتې ټولنو کې انقلابونه د دغو ټولنو (یا لږ تر لږه د هغوی د بزګرې طبقې) له لوري په نړیوال نظام کې د ادغام پر وړاندې یو غبرګون ګڼي.
دا تیورۍ د تمرکز او ارزونې د کچې له زاویې هم ارزول کېدای شي. که دا چاره تعقیب شي، د تیوریانو دا هره یوه ډلګۍ په بې شمېرو تیوریانو وېشل کېږي. هره ډله پر بې شمېرو نورو وړو تیوریو وېشل کېږي. د بېلګې په توګه، د موډرنیزېشن په تیورۍ کې ملر پر تعقل، ګور د افرادو پر سایکالوژۍ، وېبر د خلکو پر باورونو، او دورخېم د چټک بدلون له امله د خلکو د کار د وېش په برخه کې د رامنځته شویو اندېښنو او پر نورو تمرکز کړی. د دې تر څنګ، دویم توپیر د تحلیل پر واحد تمرکز کوي: ګور پر افرادو تمرکز کوي، وېبر پر ډلو (ګروپونو)، او مارکسیستان بیا پر طبقو تمرکز کوي.
د تحلیل پر سطحې/واحد تمرکز زموږ د موضوع په روښانولو کې مرسته کوي، له همدې امله به د موضوع پر همدې زاویې تم شو. سره له دې چې د تیوریو په دې دوو ډلو کې د دولت په اړه وخت ناوخت خبرې کېږي، خو دولت په کې د تحلیل اصلي کچه نه ده. د پخوانیو تیوریو برعکس، جیف ګوډوین په خپله تیورۍ کې «دولت» د تحلیل د محور په توګه کارولی دی. نوموړی په دې باور دی چې د دولت سازماني جوړښت، د هغې له نورو فعالیتونو سره په ګډه، د اړونده ټولنې پر سیاسي کلتور اغېز کوي او د ټولنیزو ډلو جوړېدل او د ټولیز غبرګون (جمعي عمل) رامنځته کېدل هڅوي.
جیف ګوډوین د تحلیل دا بڼه د State Constructionism په نوم نومولې ده. د تحلیل د کچې په توګه د دولت کارولو لومړنی فکر «ټوکوېلي» مطرح کړی و، چې وروسته «سکچپول» په خپلو څېړنو کې د دغې تیورۍ اډانه ووبله او ګوډوین نور هم پياوړې او پراخه کړه. د ګوډوین د تیورۍ له مخې، ځینې دولتونه د خپلو ځانګړو جوړښتونو له امله د انقلابي مخالفتونو پر وړاندې زیان منونکي (آسیب پذیره) دي او ځینې یې د ځواکمنو انقلابونو پر وړاندې د ممکنه نسکورېدو له خطر سره مخ کېږي. مستبد، منزوي کوونکي او ضعیفې زیربناوې لرونکي دولتونه په غیر ارادي توګه د انقلابونو رامنځته کېدو ته لاره هواروي. کله چې دولت کمزوری وي او د مخالفینو د بېخي له منځه وړلو وړتیا ونه لري، د ځپلو (سرکوب) د پالیسۍ له لارې د ځینو ټولنیزو ډلو منزوي کول هغوی په ناچارۍ سره انقلابي تحرکاتو ته ټېل وهي.
د دې برعکس، زیات لیبرال او ټولشموله رژیمونه هم ښايي له سختو مخالفتونو سره مخ شي، خو هغوی د داسې مخالفتونو د مدیریت لپاره له لیبرالو او مسالمت امېزه لارو چارو کار اخلي. پیاوړي دولتونه بیا د دا ډول مخالفینو د ځپلو کافي وړتیا لري. کلیدي خبره دا ده چې پاتریمونیال (شخصي/وراثتي) رژیمونه په اسانۍ نوي بهیرونه او ډلې د پرېکړې کولو پروسې (دولتي چوکاټ) ته نه شي داخلولای او نه هم د انقلاب ضد مبارزه په منطقي او مؤثره توګه پر مخ وړلای شي.
د ګوډوین له نظره، د دولتونو تر څنګ یو شمېر نور فکټورونه لکه چټک ټولنیز بدلون، د ولس شدیده نارضایتي، بېوزلي، ځانګړي طبقاتي جوړښتونه او د مخکښو ګوندونو کړنې هم د انقلاب د بریا لپاره اړین دي، خو سیاسي شرایط (دولت) تر ټولو مهم فکټور دی.
د دې کتاب موندنې ښیي چې نه یوازې د دویمې، بلکې د درېیمې نړۍ په هغو هېوادونو کې چې په نړیواله کچه پر نورو متکي وو، خو په کور دننه خپلواک وو او په بازار کې یې لاسوهنه کوله، د مخالفانو او وسله والو خوځښتونو بریا په عام ډول د اقتصادي او سیاسي ناروغیو پایله نه وه، بلکې د دولتونو (چې ځینو یې ټاکنې هم کولې) د استبدادي چلند زیږنده وه.
د سویل ختیځې اسیا په هغو هېوادونو کې چې د استعماري واکمنو واکمني منزوي کوونکې وه، انقلابونه بریالي شول؛ چې څرګنده بېلګه یې ویتنام دی. بلخوا، د اسیا په همدې برخه کې په هغو هېوادونو کې چې د واکمنو لوېدیځوالو لخوا پیاده شوی نظام ډېر پلورالېسټ (کثرت ګرا) و او کورني نخبګان یې په سیسټم کې شامل کړي وو، هلته انقلابونه ناکام شول لکه مالیزیا او فیلیپین.
د ګوډوین موندنې دا هم ښیي چې په کومو هېوادونو کې پوځ د سیاسي مخالفینو پر وړاندې بې دریغه تاوتریخوالی وکړي، هلته انقلابونه دوام کوي؛ خو په کومو هېوادونو کې چې پوځ د بې وسلې خلکو حقوقو ته درناوی وکړي، هلته انقلابونه پښې نه شي ټینګولای. پیرو (Peru) د دې حالت یوه ښه بېلګه ده؛ په پیرو کې د «فوچیموري» له لوري له الېکټورل يا «خودساخته» کودتا وروسته، پوځ پرته له توپيره مخالفین په نښه نه کړل، همدا لامل و، چې هلتهبغاوت تر اوږدمهاله پښې ټینګې نه شوای کړای.
په مرکزي امریکا کې، په نېکاراګوا کې انقلاب ځکه بریالی شو چې هلته نیو-پاتریمونیال (شخصي/وراثتي) او سلطنتي دیکتاتوران حاکمان وو. خو په ګواتیمالا، هندوراس او ایلسلواډور کې انقلابونه ځکه له ماتې سره مخ شول چې رژیمونه یې یو څه خلاص وو، ولس ته یې په واک کې د ورګډېدو فرصت ورکړی و، او تر څنګ یې داسې پوځ هم درلود چې د قدرت د انتقال پروسه یې څارله؛ همدارنګه دغو رژیمونو له نړیوالو ټولنو نه یوازې مالي مرستې بلکې مشروعیت هم ترلاسه کړی و.
د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته، ختیځه اروپا (چک او سلواکیا، ختیځ جرمني او پولینډ) هم پر همدې لاره لاړه. د ګورباچوف تګلارې په ختیځه اروپا کې د مدني ټولنې فعالیت او خلکو ته د سیاسي آزادۍ او ساه اخیستلو فرصت برابر کړ. دې چارې په پولینډ او هنګري کې پر خبرو ولاړ «ریفولوشن» (Refolution – د ولسي انقلابي فشار تر څنګ تدریجي ریفورم/اصلاحات) ته لاره هواره کړه. خو په چک او سلواکیا او ختیځ جرمني کې، چېرې چې سختدریځي کمونستان واکمن وو، د خلکو پرله پسې ولسي مبارزو (عدم تشدد) بیا نظامونه نسکور کړل. په هغو هېوادونو لکه رومانیا کې، چېرې چې نیو-پاتریمونیال رژیم واکمن و، د پوځ او رژیم د نخبګانو ترمنځ درز د نظام د سقوط اصلی لامل شو.
د کتاب میتوډولوژي
جیف ګوډوین خپلې پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره له بیلا بېلو سيمو هېوادونه غوره کړي دي. ګوډوین په دې کتاب کې د سړې جګړې پر پېر تمرکز کوي(له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شوروي تر سقوط پورې). نوموړي په دې دوره کې رامنځته شوي هغه انقلابي خوځښتونه مطالعه کړي چې ټول په شاوخوا یا حاشیوي (پیریفري) سیمو کې رامنځته شوي وو.
د دې کتاب بله ځانګړنه دا ده، چې دا کتاب د نړۍ په دریېوو جغرافیو کې په رامنځته شوو انقلابونو تمرکز کوي:
لومړی؛ سویل ختیځه اسیا (فیلیپین، مالیزیا، ویتنام او انډونیزیا)
دویم؛ مرکزي امریکا (نېکاراګوا، السالوادور، ګواتیمالا او هندوراس)
درېیم؛ ختیځه اروپا
د کتاب مهمه میتودولوژیکه موندنه/ځانګړنه دا ده چې د مطالعې قضیې (Case Studies) د د هغوی د لومړنۍ پایلې یا تکیه لرونکي متغیر(Dependent Variable) له مخې نه دي ټاکل شوې. په بل عبارت، لیکوال یوازې بریالي یا ناکام انقلابي خوځښتونه د نمونې په توګه نه دي اخیستي، بلکې دواړه بریالي او ناکام یې ارزولي دي.
د کتاب لیکوال په حقیقت کې د میتودولوژۍ د کونټرفېکچوال (Counterfactual Analysis) اصل په جدي توګه مراعات کړی دی. دې ټولو چاروکتاب له څېړنیز او تحلیلي اړخه خورا پیاوړی کړی دی او د میتودولوژۍ د علمي او منطقي استدلالونو په اړه ممکن شکونه له منځه وړي.


