احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
د کتاب نوم:دولتونه او ټولنیز اوښتونونه(انقلابونه)
لیکواله: ټېډا سکچپول
ارزونکی: احمدالله ارچیوال
ټولنیز علوم له ډېر پخوا راهیسې دې پوښتنې ته د ځواب ویلو هڅه کوي چې ولې ټولنیز انقلابونه رامنځته کېږي؟
خو تر دې وړاندې چې پر دې موضوع خبرې وکړو، لومړی باید ټولنیز انقلاب وپېژنو. د انقلابونو پېژندل ځکه اړین دي چې اغېزې یې یوازې تر کوربه هېوادونو محدودې نه پاتې کېږي، بلکې نړیوال ابعاد لري. لکه څنګه چې سکچپول ورته اشاره کړې، انقلابونه نه یوازې پر هغو خلکو اغېز کوې چې تقلید یې کوي، بلکې پر هغو هم اغېز باسي چې مخالفت یې کوي.
انقلاب څه ډول پدیده ده؟
هنګټینګټن د یوې ټولنې په برلاسو ارزښتونو، میتونو، ټولنیز جوړښت، مشرتابه او د حکومت په کړنو کې یو بنسټیز، تاوتریخجن، د ننه په کور کې بېړنی بدلون د انقلاب په نوم یادوي.
لینن بیا انقلاب د مظلومو او مستعمرو خلکو له لوري رامنځته شوی نوی ټولنیز بدلون ګڼي. په ټوله کې، ټولنیز انقلابونه د یوې ټولنې په دولت او طبقاتو کې هغه چټک او بنسټیز بدلونونه دي چې له لاندې څخه پورته خوا ته پر طبقو ولاړ وي، یا د هغوی له خوا رامنځته کېږي.
دلته باید دا ټکی واضح کړو چې د ټولنیزو انقلابونو برعکس، سیاسي انقلابونه یوازې د دولت جوړښت ته تغیر ورکوي، خو ټولنیز جوړښت نه بدلوي. د بریتانیې د ۱۶۸۸ کال انقلاب د سیاسي انقلاب یوه ښه بېلګه ده؛ یاد انقلاب طبقاتي نه و، بلکې د پاچا له خوا جوړ شوي پارلمان د پاچا پر وړاندې مبارزه وکړه، د اداري بدلونونو غوښتنه یې وکړه او د پاچا واکونه یې محدود کړل. دې انقلاب سیاسي جوړښت بدل کړ، خو د ټولنیز جوړښت په بدلولو کې پاتې راغی.
په ټولنیزو انقلابونو کې نه یوازې په ټولنیز، بلکې په سیاسي جوړښت کې هم بنسټیز بدلون رامنځته کېږي. دا بدلون د سختو ټولنیزو او سیاسي لانجو پرمهال، چې طبقاتي هڅې هم پکې مهم رول لري، رامنځته کېږي.
د انقلابونو د رامنځته کېدو په اړه موجودې تیوریانې
که بېرته خپل اصلي بحث ته راوګرځو، د انقلابونو د رامنځته کېدو د لاملونو ارزونه د ټولنیزو علومو یو له مهمو بحثونو څخه ده. په دې اړه څلور واکمن لیدلوري (اپروچونه) شته چې په هغوی کې د مارکسیستانو تیوري له نورو مخکښه ده.
که څه هم د مارکسیزم انقلابي تیوري له سختو داخلي تضادونو سره مخ ده، خو په ټوله کې مارکسیزم انقلاب ته د تاوتریخوالي یا لانجو د بهیر د یوې جلا پېښې په توګه نه، بلکې د یوه داسې ټولنیز-طبقاتي خوځښت په سترګه ګوري چې په یوه تاریخي بڼه په لانجېځپلې ټولنه کې له ساختاري تضادونو راپیدا شوی وي. د دې تیورۍ له مخې، د تولید په اډانه کې د ټولنیزو ځواکونو او ټولنیزو اړیکو ترمنځ درز د انقلاب بنسټیز لامل دی، چې وروسته د طبقاتي لانجو په بڼه راڅرګندېږي.
نورې تیورۍ بیا د ټولنیزو-رواني تیوریو له ټولګې، د سیسټم او ارزښتونو د همغږۍ له تیوریو، او د سیاسي لانجو له تیوریو سره په یو نه یو ډول اړخ لګوي. د ټیډ ګور څېړنې د رواني تیوریو له ټولګې سره همغږې دي. د دې تیورۍ له مخې، په ټولنه کې کورنۍ جګړې (انقلابونه)، دسیسې او ګډوډۍ هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک له «نسبتي محرومیت» سره مخ شي. چارلس جانسن د افرادو په هغه حالت تمرکز کوي چې افراد د خپلو افکارو او عقایدو د بېاغېزتوب له امله مغشوش او منزوي شي، او د فکري او ایډیالوژیکو انقلابونو له خوا وړاندې شویو بدیلو ارزښتونو ته مخه کړي. د افرادو له لوري د دغو نویو ارزښتونو تعقیبول هغوی له واکمنو سره په ټکر کې اچوي.
ګور او جانسن دواړه پر دې باور دي چې انقلابونه یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې موجود نظامونه خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.
چارلس ټیلي د سیاسي لانجو د فکر تیوري تعقیبوي. د دې تیورۍ له مخې، انقلاب د ګډ اقدام هغه ځانګړی حالت دی چې په هغه کې مخالف لوري د نفوسو پر یوه کتله د وروستۍ (نهایي) سیاسي خپلواکۍ او برلاسۍ د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
د سکچپول په وینا، موجودې تیورۍ دولت ته د یوه غیر فعال لوبغاړي په توګه ګوري، چې یوازې پکې د بنسټیزو ټولنیزو او اقتصادي ګټو لپاره لانجې رامنځته کېږي. له دې اخوا، موجودې تیورۍ د انقلابونو په رامنځته کېدو کې نړیوال شرایط له پامه غورځوي.
د سکچپول څېړنې
سکچپول په خپل کتاب «دولتونه او ټولنیز اوښتونونه (انقلابونه)» کې د فرانسې (۱۷۸۹)، چین (۱۹۱۱–۱۹۴۹) او روسیې (۱۹۱۷) د انقلابونو د بېلګو په تشریح کولو سره، د ټولنیزو انقلابونو د رامنځته کېدو د لاملونو او د هغوی د پایلو په اړه خپله تیوري وړاندې کوي. اړینه ده چې د سکچپول د څېړنې مېتودولوژۍ ته هم پام وکړو.
نوموړې په خپله څېړنه کې مقایسوي-تاریخي تحلیلي مېتود کارولی دی. په دې مېتود کې هغې هغه هېوادونه چې انقلابونه په کې رامنځته شوي وو، له هغو هېوادونو سره پرتله کړي چې انقلابونه په کې نه وو رامنځته شوي. د کمیتي څېړنو برعکس، په دې مېتود کې د څېړل شویو پېښو (مواردو) شمېر کم وي.
نوموړې زیات شمېر متغیرونه کنټرول کړي، ساختاري حالتونه یې په دوامداره توګه د انقلاب له پایلو سره تړلي دي، او د ساختاري شرایطو شتون او نه شتون یې په ترتيب سره په هغو هېوادونو کې چې انقلاب په کې شوی او په هغو کې چې نه دی شوی، د خپلې ادعا د ثبوت په توګه وړاندې کړي دي.
د انقلابونو د پخوانیو تیوریو برعکس، سکچپول د یوه دولت کورنی او بهرنی دواړه چاپیریالونه په نظر کې نیسي. نوموړې استدلال کوي چې په یوه دولت کې د انقلاب د رامنځته کېدو لپاره اړینه ده چې د کورنیو حالاتو ترڅنګ، پر هغه دولت د نړیوالو شرایطو او اړیکو اغېزې هم په پام کې ونیول شي.
سکچپول استدلال کوي چې موډرن انقلابونه په هغو هېوادونو کې رامنځته کېږي چې کمزوری نړیوال وضعیت لري، په ځانګړي ډول له نظامي اړخه شاته پاتې وي او یا پر نورو له سیاسي اړخه متکي وي. دا نړیوال شرایط د انقلابونو په رامنځته کېدو او د هغوی د مسیر په ټاکلو کې پرېکړه کوونکی رول لوبوي.
سکچپول فرانسه، چین او روسیه (د بالشویکانو انقلاب) د خپلو درېیو مهمو بېلګو په توګه غوره کړي دي. په دې درې واړو هېوادونو کې طبقاتي او دولتي جوړښت نه تر استعماري سلطې لاندې رامنځته شوی و او نه هم له بهر څخه بدل شوی و. همدارنګه، په دې درې واړو هېوادونو کې له انقلابونو څخه دومره وخت تېر شوی و چې د انقلاب د پایلو د پیاوړتیا او انسجام لپاره یې پوره فرصت برابراوه. دا درې واړه هېوادونه په خپل وخت کې بډایه او له سیاسي اړخه فعال کرنیز دولتونه وو.
په درېواړو هېوادونو کې پخوانیو رژیمونو هر یوه په خپل وخت کې د بدلېدونکي نړیوال وضعیت له ننګونو سره د مقابلې توان نه درلود. د مطلق العنانو رژیمونو په جوړښت کې د ځمکه والو (فیوډالانو) طبقې او کرنیز اقتصاد ترمنځ بنسټیزو اړیکو له انقلابه وړاندې دولتونه له ځواب ویلو څخه عاجز کړي وو. د خپل وخت له نړیوال وضعیت او مسلطو ځواکونو ترمنځ ایسارې مطلق العنانې مرکزي ادارې او پوځونه متلاشي شول. دې چارې د ټولنې د ټیټې طبقې په مشرۍ، ټولنیزو-انقلابي بدلونونو ته لاره هواره کړه.
په اتلسمه پېړۍ کې فرانسې د نورو اروپایي هېوادونو (لکه بریتانیې) په پرتله کمې اقتصادي سرچینې درلودې او د سړي سر عاید کچه یې هم ټیټه وه. فرانسې له نورو هېوادونو سره په جګړو کې دوامداره شا تګ وکړ او د جګړې د مخته وړلو لپاره یې مالیات نه شول زیاتولی، ځکه دا کار دولت ضعیف کاوه. بلخوا نخبګانو، د پارلمان غړو او د هغوی ملاتړو د مالیو له زیاتولو سره مخالفت کاوه. د مخالفت دا لړۍ تر هټیوالو، مزدورانو او هنرمندانو پورې ورسېده. د فرانسې انقلاب له انقلابه وړاندې د شخصي سرمایې پېچلي حقونه پر فردي آزادۍ ولاړو جامع او موډرنو حقونو ته بدل کړل. د دې انقلاب همدا برخه د بورژوازي انقلاب ځانګړتیاوې لري.
همدارنګه چین د نړیوالو فشارونو او په تېره بیا له جاپان سره په اووه کلنه جګړه کې د ماتې له امله استبدادي واکمن، اصطلاحاتو او سمونونو ته اړ کړل. واکمنو هڅه کوله چې د خپلو بهرنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره په کور دننه مالیې لوړې کړي، خو دا کار د چین د منظمې نخبه طبقې له سخت مقاومت سره مخ شو. نخبګانو د هېواد په بېلابېلو ایالتونو او دولتي اډانه کې ژورې اړیکې درلودې، چې دې کار شاهي اداره او پوځ نور هم کمزوري کړل. په دې توګه استبدادي شاهي نظام له منځه لاړ او د انقلابیانو د پیاوړي کېدو ته لاره هواره شوه.
د روسیې انقلاب د خپلو پرمختللیو اروپایي ګاونډیانو پر وړاندې د ناتوانۍ او په ځانګړي ډول په ۱۸۵۴-۱۸۵۵ کلونو کې د کرایمیا په جګړه کې له ماتې څخه پیل شو. په نړیوال ډګر کې روسیه په تور سمندر کې د پوځي برلاسۍ او د مخ پر ځوړ عثماني خلافت پر مهال له ځواکمنو اروپایي دولتونو (لکه فرانسې او بریتانیې) سره ښکر په ښکر شوه. بالاخره جګړه په کرایمیا کې د روسیې د سمندري بندر «سیواستوپول» په محاصره کېدو پای ته ورسېده. د روسیې جنګي بېړۍ په هېڅ ډول د فرانسوي او بریتانوي جنګي بېړیو په پرتله د سیالۍ وړ نه وې.
د چین او فرانسې برعکس، د روسیې ځمکه واله طبقه ضعیفه وه. همدا لامل و چې روسیې د شلمې پېړۍ په پیل کې د نړیوالو فشارونو د ځوابولو لپاره په چټکۍ صنعتي کېدو ته مخه وکړه. د روسیې چټک صنعتي کېدو نوې ټولنیزې طبقې رامنځته کړې؛ د پانګوالو ترڅنګ د واک په مرکز کې یوه مسلکي طبقه او انقلابي روښانفکره قشر (محصلین) رامنځته شول. د روسیې صنعتي کېدو دا طبقې او غریب کلیوال غوسه کړل. د مډرن کېدو د بیې پرې کولو لپاره واکمنو لوړه ټولنیزه طبقه په بنسټیز ډول بېځایه کړه، د جبري صادراتو له لارې یې ځمکه وال وپوهول، پر نرخونو یې حکومتي انحصار رامنځته کړ او پر خلکو یې له توانه پورته مالیات وضع کړل. دې کار د ټولنې په ټولو برخو کې د پخوانیو اصولو د ماتېدو لامل شو.
په ۱۹۱۵ کال کې له زاره (روسي باچا) د داسې وزیرانو د ټاکلو غوښتنه وشوه چې ولسي ملاتړ ولري او د صنفي اتحادیو پر وړاندې مثبت چلند وکړي. ډېری وزیرانو، بیوروکراتانو او پوځي افسرانو له دې منځلاري دریځ څخه ملاتړ کاوه، خو د روسیې د هغه وقت واکمن «دویم نیکولاس» د دې چارې سخت مخالف و. کله چې ممتازې او نخبه طبقې ته د حالاتو مهارول ستونزمن شول، هغوی د حکومت له ملاتړه شاته شول، خو بیا هم هغوی د رژیم د بدلولو هڅه ونه کړه. مګر کله چې په ۱۹۱۷ کال کې خرابې هوا؛ ښارونو ته د توکو رسول ستونزمن کړل، په پیټروګراډ کې پوځي سرتېرو او کارګرانو د استبدادي نظام د رېښو ایستل پیل کړل. دا پاڅون د روسیې نورو برخو ته خپور شو او په پراخو لاریونونو او بېنظمیو بدل شو. په ښارونو کې پوځیانو د نظام پر وړاندې سرغړونه وکړه او له لاریونوالو سره ملګري شول. دې پراخو بېنظمیو استبدادي شاهي نظام له منځه یوړ.
سکچپول همدارنګه د روسیې د ۱۹۰۵ کال انقلاب، جاپان او پروشیا د داسې بېلګو په توګه وړاندې کوي چې درې واړه که څه هم له نړیوالو فشارونو سره مخ وو، خو بیا هم په کې ټولنیز انقلابونه رامنځته نه شول.
په ۱۹۰۵ کال کې (د ۱۹۱۷ غوندې) د ځمکه والو اعتصابونه، د کارګرانو بېنظمۍ، د روسیې ماتې، د استبدادي رژیم پر وړاندې مخالفتونه او انقلابي کړنې ټول موجود وو، خو رژیم وکړای شول د ننه په اداره کې د درز د رامنځته کېدو مخه ونیسي. همدا لامل شو چې رژیم پر ځای پاتې شي او انقلابي هڅې ماتې وخوري. په ۱۹۰۵ کې رژیم پوځ د تاوتریخوالي او بېنظمیو د کنټرول لپاره وکاراوه، خو په ۱۹۱۷ کې پوځ په لومړۍ نړیواله جګړه کې بوخت و او په کور دننه د لانجو د هوارولو لپاره یې وخت او فرصت نه درلود.
د سکچپول په اند، په جاپان او پروشیا کې له سیاسي اړخه ځواکمنه ځمکه واله طبقه نه وه او پخواني رژیمونه یې بیوروکراټیک وو. له همدې امله دغو هېوادونو وکړای شول د شته سیاسي جوړښتونو له لارې بهرني فشارونه او بېنظمۍ کنټرول کړي او د ولس له خوا د انقلابونو د راټوکېدو مخنیوی وکړي. د جاپان او پروشیا د بېلګو په وړاندې کولو سره، سکچپول د مقایسوي-تاریخي تحلیلي مېتود اړتیاوې پوره کوي.
سره له دې چې سکچپول د خپلې تیورۍ د عمومیت ادعا نه کوي، خو کله چې نوموړې دا تیوري وړاندې کړه، خورا مشهوره شوه. بیا هم د ایران د۱۹۷۹ کال انقلاب او ځینو نورو انقلابونو وښودله چې دا تیوري په هر چاپیریال کې تطبیقېدای نه شي. د سکچپول څېړنه انقلابونه د فعالو هڅو پایله بولي.


