احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
د کتاب نوم: په افغانستان کې ټولنه او حکومت (د امیر عبدالرحمن خان واکمني)
لیکوال: پوهاند محمد حسن کاکړ
ارزونکی: احمدالله ارچیوال
موږ زیاتره اورو چې حکومت د اړونده ولس هېنداره ده. ټولنه، دولت او حکومت یو له بل سره نه بېلېدونکې اړيکې لري. د دولت د مطالعې لپاره د اړوندې ټولنې پر سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او نورو اړخونو پوهېدل اړین دي. دا کتاب هم د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د یادو موضوعاتو پر محور راڅرخېږي.
د پوهاند حسن کاکړ په وینا، امیر عبدالرحمن خان لومړنی افغان واکمن و چې د مدرن دولت د رامنځته کولو لپاره یې ارادي هڅې کړې وې. سره له دې چې د عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې د افغانستان پولې تعریف شوې، خو افغانستان په دې چاره کې زیاتې ځمکې له لاسه ورکړې. دویم دا چې امیر په خپله جغرافیه کې ځینې خپلواکې سیمې هم په افغان دولت کې شاملې کړې. پرته له دې چې په خپله د دولت جوړونې د مفهوم پر تیوریکي اړخ بحث وکړي، په دې کتاب کې ګډ مذهب، ګډ وطن او د بېلا بېلو قومونو ترمنځ ودونه کول د امیر له خوا د ملت جوړونې د بنسټیزو توکو په توګه یاد شوي دي.
د کتاب په بېلا بېلو فصلونو کې د امیر د پېر د مرکزي حکومت، سیمه ییز حکومت، مالي سیستم، پوځ، ټولنیز جوړښت، اقتصادي جوړښت، بیوروکراسي او نورو موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.
عبدالرحمن خان د خپل واک په ټوله موده کې د دولت د پیاوړي کولو هڅو ته دوام ورکړ. د کاکړ په وینا، امیر واک ته د رسېدو له هڅو، د مالیې راټولولو او د دولت د واک غځولو په غبرګون کې له رامنځته شویو درې ډوله پاڅونونو سره مخ و. همدا لامل و چې د نوموړي د واکمنۍ زیاتره موده په کورني اړو دوړ کې تېره شوه.
د دولت د بنسټونو د جوړولو په ترڅ کې، عبدالرحمن خان په لومړي سر کې د پخوانیو قومي مخورو او قبیلو له مشرانو ځان خلاص کړ او مخامخ یې له خلکو سره اړیکه ټینګه کړه.
له مذهب څخه یې د دولت جوړونې د یوې وسیلې په توګه ګټه واخیسته. سره له دې چې د جرګو له دودیز سیستم څخه ګټه اخیستل کېده، امیر عبدالرحمن خان لومړنی افغان واکمن و چې له مذهب څخه یې د خپل واک د مشروعیت لپاره ګټه واخیسته (۸).
سره له دې چې د دینی عالمانو دریځ یې کمزوری کړ، خو هغوی یې په رسمي چارو کې ورګډ کړل (کاکړ، ۱۹۷۹)، سني مذهب یې لا پسې پیاوړی کړ او د نورستان خلک یې د اسلام منلو ته اړ کړل. ملایان یې پر پاچا، چې د خدای استازی دی، له نیوکو کولو څخه منع کول. د هغوی لپاره یې داسې مقررات وټاکل چې د امیر د خوښې اسلام پلی کړي.
د دولت جوړونې په ترڅ کې یوه مهمه چاره د امیر له خوا د افغانستان د کورنیو عوایدو راټولولو ته پاملرنه وه. امیر پر پلور (سېلز ټېکس) او عاید (انکم ټېکس) مالیه نافذه کړه. پر کورونو مالیه، له افغانستان څخه بهر ته د حکومتي لارو له لارې پر پیسو لېږدولو درې سلنه مالیه، له مرکزي اسیا څخه د افغانستان له لارې حج ته تلونکو کسانو څخه مالیه اخیستل او د ځمکو مالیه راټولول د امیر د پېر مهمې مالي سرچینې وې. خو دغو مالیو ځینې وخت دومره ملاماتوونکې بڼه خپلوله چې زیاتره وخت خلکو نه شوای ورکولای، او د افغانستان د بېلا بېلو سیمو لکه لغمان، کندهار، کامې او د شمال د ځینو ولایتونو خلک د خپلو سیمو پرېښودلو او ان د خپلو لوڼو پلورلو ته اړ شول (۶۰).
د افغانستان د امیر له خوا انګریزانو ته د وړاندې شوي یوه راپور له مخې، په ۱۸۸۵ کال کې د افغانستان عواید لس میلیونه او لګښت یې څه د پاسه دولس میلیونه هندي روپۍ ښودل شوی و. ازادې سرچینې د بودیجې دغه کسر ته د شک په سترګه ګوري. د دغو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان عواید له لګښت څخه ډېر و. خو وروسته د افغانستان په مالي بیوروکراسۍ کې د وړتیا د کچې د ټیټوالي او ګډوډیو له امله، ځینې وخت امیر په خپله لاس په کار کېده او د مستوفي رول لوبولو ته به اړ کېده. داسې وخت هم را تللو چې امیر د افغانستان د لګښتونو او عایداتو له انډول څخه ناخبره و. یعنی امیر پرته له دې چې پوه شي لګښتونه او عواید یې څومره دي، پر افغانستان یې حکومت کاوه (۹۰).
امیر عبدالرحمن خان د دولت جوړونې په بهیر کې د افغانستان پر دفاع تمرکز وکړ. د افغانستان لپاره د اردو جوړول بل مهم اقدام و. امیر په کور دننه د امنیت خوندي کولو او د افغانستان له پولې څخه د دفاع لپاره منظم پوځ، له دودیزو قبایلي او فیوډالي لښکرو (لیویانو) ترڅنګ، د وسلو او مهماتو د جوړولو فابریکې جوړې کړې. په ټوله کې د امیر پوځ له پلي، سپاره او توپخانې څخه جوړ و. د امیر د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د افغانستان پوځ تر سلو زرو کسانو اټکل کېده. په دې پوځ کې له څوارلسو څخه تر پنځوسو کلونو پورې عمر لرونکي کسان شامل و. هغوی په باقاعده توګه روزل کېدل او له سرتېري تر جنرال پورې رتبې یې درلودې. د امیر په پوځ کې د مکافاتو او مجازاتو د سیستم ترڅنګ د تقاعد یو لومړنی سیستم هم موجود و. د ځینو پخوانیو افغان واکمنانو برعکس، عبدالرحمن خان بهرنیان (اجیر جنګیالي) په خپل پوځ کې استخدام نه کړل، بلکې په دې کار کې یې پر افغان قومونو تکیه وکړه. نوموړي د وزیرو، خټکو او اپریدو په ګډون د ډیورنډ د پورې غاړې قومونو خلک هم د خپل پوځ په لیکو کې ګمارلي و. د افغانستان د کورنیو عوایدو له اویا تر اتیا سلنې پورې پر پوځ مصرفېدې (۲۸۰).
خان د منظم پوځ سربېره یو لوی شمیر غیر منظم پوځ هم درلود.
د امیر عبدالرحمن په واکمنۍ کې نه یوازې په کور دننه د وسلو او مهماتو جوړولو ته زیاته پاملرنه وشوه، بلکې په ۱۸۹۵ کال کې افغانستان د وسلو او جنګي وسایلو د جوړولو له اړخه له اروپايي هېوادونو سره برابر و (۱۰۳). د عبدالرحمن خان په وخت کې افغانستان په کور دننه د وسلو جوړولو په ډګر کې بې مخینې پرمختګ وکړ. د یوه اټکل له مخې، تر ۱۹۰۰ کال پورې په کابل کې جوړې شوې وسلې په افغانستان کې د پوځي خدمت پر شرایطو برابر د خلکو له شمېر څخه دوه برابره زیاتې وې. نه یوازې دا، بلکې له نورو هېوادونو څخه یې هم وسلې اخیستلې؛ امیر په کمه اندازه له روسیې او په زیاته اندازه له بریتانیې څخه وسلې واردولې.
عبدالرحمن خان پیاوړی مرکزي نظام رامنځته کړ. په مرکزي نظام کې دربار او شورا مهم رول درلود. دربار کابینې ته او شورا پارلمان ته ورته وه. په دربار کې به زیاتره وخت د بېلا بېلو ادارو مشرانو ګډون کاوه، خو ځینې وخت پکې له مسوولینو پرته نورو کسانو هم ګډون کاوه. د دربار د غړو د واک نه درلودل او د هغوی په شمېر کې بدلون، د امیر دربار له دودیزو کابینو څخه جلا کاوه. له دربار سره خوا کې شورا له شاهي دربار او خوانین الملک څخه جوړه وه. شاهي دربار سنا مجلس ته او خوانین الملک د استازو جرګې ته ورته والی درلود. د امیر د دیکتاتوري خوی له امله، شورا بې واکه وه.
په مرکزي حکومت کې د امیر کورنۍ هم مهم جوړښت و. له دې برخې سره مربوط «پیشخدمتان» او «غلامبچهګان» و. امیر غوښتل له هغوی څخه نظام او شاهۍ ته وفاداره ملکي او پوځي بیوروکراسي رامنځته کړي. دا غلامبچهګان د چترال، کافرستان او بدخشان له غلامانو او د اغېزمنو کورنیو له غړو څخه استخدامېدل. د اغېزمنو کورنیو دغه غړي د شاهي کورنۍ د یرغملو (بندیانو) په توګه ساتل کېدل.
امیر په خپله واکمنۍ کې حکومتولۍ ته هم پاملرنه وکړه. د افغانستان د ځینو پخوانیو نظامونو برعکس، نوموړي پوځي او د قانون پلي کوونکې برخې له یو بل څخه جلا کړې. د نوموړي په واکمنۍ کې والیانو پوځي ځواک نه درلود او خپل زامن یې د والیانو په توګه نه مقررول. نوموړي په ښارونو او په ځانګړي ډول د کابل په ښار کې د قانون او نظم لپاره پولیسي ځواک جوړ کړی و. کوټوال (د کورنیو چارو وزیر/مسوول) د نظم مسوولیت درلود. د ښارونو د پرمختیایي چارو لپاره کلانتران وو چې د ټاکنو له لارې غوره کېدل.
امیر عبدالرحمن خان له مواصلاتي اړیکو (اتصال) څخه د دولت جوړونې د یوې وسیلې په توګه کار واخیست. په دې لړ کې نوموړي د افغانستان ټول ښارونه د سړکونو له لارې یو له بل سره نښلولو ترڅنګ، پر لویو لارو کاروانسراوې او امنیتي پوستې جوړې کړې. دې کار په افغانستان کې د سوداګریزو فعالیتونو له چټکتیا او د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مرسته وکړه.
د دولت جوړونې په برخه کې، په دې کتاب کې شمال ته د بېلا بېلو سیمو د خلکو استولو چارې ته د پوهاند محمد حسن کاکړ له خوا هم اشاره شوې ده. د لیکوال په وینا، امیر د افغانستان له نورو سیمو څخه نه یوازې د افغانستان شمال، بلکې لوېدیځ ته هم له ختیځ، سویل او ان له کابل څخه د بېلا بېلو قومونو خلک واستول. د لیکوال په اند، د دې کډوالیو اصلي لامل د افغانستان د شمالي او ختیځو پولو او سیمو خوندي کول و. له بلې خوا، په شمال او لوېدیځو ایالتونو کې ورکړل شوې ځمکې شخصي نه، بلکې دولتي وې چې د حکومت له خوا د یو لړ شرایطو منلو په بدل کې خلکو ته ورکول کېدې.
د دې کتاب یوه مهمه ځانګړتیا په دولت جوړونه کې د عبدالرحمن خان د شخصیت ډول او اغېزه ده. د نوموړي شخصیت د هغه د واکمنۍ له ډول څخه نه شي جلا کېدای.
د هغه وخت شرایطو ته په کتو، امیر عبدالرحمن خان یا کېدای شوای چې په تدریجي ډول بدلون راوستونکی زړه سواندی مشر (Benevolent gradualist) او یا هم استبدادي دیکتاتور (Despotic dictator) نقش ولوبوي، خو د پوهاند کاکړ په وینا، نوموړي دویم ډول غوره کړ.
په کورني ژوند کې عبدالرحمن خان سختګېره او د اصولو پابند و. د شاهي کورنۍ د زیاترو غړو برعکس، د امیر مور بنګښه (بنګشه) پښتنه وه، او یوه مېرمن یې د باجوړ د نواګۍ سیمې وه. خپل زامن یې په کابل کې تر خپل نظر لاندې ساتل. زامنو یې ځانونه شهزادګان نه بلکې غلامان ګڼل. له امیر سره د مخامخ کېدو پر مهال به یې زامن ورته ټیټېدل او د عبدالرحمن خان لاسونه به یې ښکلول. نوموړي خپل مشر زوی امیر حبیب الله خان یو وار بندي کړ. د خپلو مېرمنو پر وړاندې یې هم چلند شاهانه نه و؛ د کور غړي یې تر سخت کنټرول لاندې و. اړینه ده چې دا حالات د نورو شاهي کورنیو له حالاتو سره پرتله کړو.
سواپنا لیډلي (۲۰۲۲) په خپل اثر (سکریپټ: د ختیځ هند شرکت لاندې ډیلي او د مغلو د واکمنۍ پای) کې دغه ډول یو حالت تشریح کوي. د وروستي مغل پاچا بهادر شاه ظفر د کور دننه د نوموړي د مېرمنو او زامنو ترمنځ په بېواکۍ کې د واک د سیالۍ او کورني سیاست پر مهال، د مغل پاچا یوه مېرمن د خپل زوی د پاچا د ځایناستي په توګه د ټاکلو لپاره له انګریزانو څخه مرسته غواړي. دا چاره په دربار کې شته درز لا پسې پراخوي او شاهي واکمني نوره هم کمزورې کوي.
د دې برعکس، عبدالرحمن خان له انګلیس سره د خپلې کورنۍ د غړو د اړیکو له ټینګولو نه یوازې توند مخالفت کاوه، بلکې مخه یې هم نیوله. د بي بي حلیمې په نوم مېرمن یې، چې هڅه یې کوله خپل زوی (سردار محمد عمر) د امیر حبیب الله پر ځای د امیر ځایناستی وټاکي او د دغه کار لپاره له انګلیس سره اړیکه ونیسي، د امیر له سخت غبرګون سره مخ شوه. د امیر دا کار نه یوازې د نوموړي وړتیا او پر حالاتو کنټرول، بلکې دا چې حبیب الله خان له سردار محمد عمر څخه مشر و، ښايي د نوموړي اصولپرستي هم منعکسوي. په دې اړه ما ته په هند کې د وروستي مغل د مېرمنو له خوا ورته هڅې او د دغه دربار لپاره د هغو منفي پایلې را په زړه کېږي.
سره له دې چې دولت جوړونه له دولتي مشروعیت سره پیاوړې او نه بېلېدونکې اړیکې لري، زما په اند په دې کتاب کې د عبدالرحمن خان له خوا ترسره شوې زیاتره چارې د ملت جوړونې نه، بلکې پر مشروعیت ولاړې دولت جوړونې ته ځانګړې شوې دي. په سیاسي علومو کې د دولت په اړه دوه یو له بل څخه متفاوت، خو په ورته وخت کې سره تړلي فکرونه موجود دي.
ویبر په یوه اړونده جغرافیه کې د زور پر مشروع کارولو بشپړ کنټرول لرونکی جوړښت د دولت په نوم یادوي (لېمې هربرټ، ۲۰۰۹). دا نظر د دولت پر وړتیا تمرکز کوي. د دې برعکس، دورخیم د دولت پر مشروعیت تمرکز کاوه او یوازې پر زور کارولو کنټرول یې د دولت د تعریفولو لپاره کافي نه ګڼلو (لېمې هربرټ، ۲۰۰۹). پر ویبري فکر ولاړ لیدلوری دولتي جوړښتي چوکاټ مني. د دې مانا دا ده چې د قانون حاکمیت، د امنیت ساتل او د عامه خدماتو وړاندې کول د دولت مسوولیت دی. د دې برعکس، دورخیم دولت د زور له لارې د خلکو د ایل کولو یوه وسیله نه ګڼي، بلکې دولت یوه داسې اداره ګڼي چې د ټولنې جمعي فکر تنظیم او منعکس کړي (لېمې هربرټ، ۲۰۰۹).
که دغو تعریفونو ته ځیر شو، د خپلې واکمنۍ پر مهال د عبدالرحمن خان له خوا ترسره شوې کړنې د دولت د مشروعیت پر اړخ تمرکز کوي. پوهاند حسن کاکړ دې موضوع ته په صراحت اشاره کړې ده. نوموړی وايي، د عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې افغانستان د یوه واحد اقتصادي او سیاسي واحد په توګه رامنځته شو؛ د افغانستان د جغرافیې اوسېدونکو هم دا فکر کاوه چې دوې د لوی افغانستان برخه ده، چې دې کار یوه لسیزه وروسته د امان الله خان پر مټ د مدرن افغانستان رامنځته کېدو ته لاره هواره کړه.
د میتودولوژۍ له اړخه، په کتاب کې نه یوازې دا چې له ډېرو زیاتو تاریخي (کورنیو او بهرنیو) علمي سرچینو ګټه اخیستل شوې، بلکې د تاریخي پېښو پر کرونولوژۍ د تمرکز پر ځای پر یوه ځانګړې موضوع تمرکز د دې کتاب یوه مهمه میتودولوژیکي ځانګړنه ده.
لکه څنګه چې ما پورته ورته اشاره وکړه، په دې کتاب کې د دولت جوړونې پر تیوریکي اړخ بحث نه دی شوی؛ د دې لامل ښايي دا وي چې پوهاند حسن کاکړ په دې کتاب کې پېسټ پوزیټېویست اېپیسټمولوژي (Post-positivist epistemology) کارولې ده.
د زیاترو افغان تاریخپوهانو د دودیزو تاریخي څېړنو برعکس، د پوهاند کاکړ کتاب د تاریخي کرونولوژۍ پر ځای پر یوې ځانګړې موضوع (د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال دولت/ملت جوړونه) تمرکز کړی دی. په کتاب کې آرشیفي مواد هم د سرچینو په توګه کارول شوي دي. دا چاره د «په افغانستان کې ټولنه او حکومت: د امیر عبدالرحمن خان واکمني» کتاب د بډایه میتودولوژۍ روښانه ثبوت دی.
References:
Kakar, H. K. (1979). Government and Society in Afghanistan: The Reign of Amir ‘Abd al-Rahman Khan. University of Texas Press.
Lemay-Hébert, N. (2009). State-building without Nation-building? Legitimacy, State Failure, and the Limits of the Institutionalist Approach. Journal of Intervention and State Building, 3(1), 21–45.
Weber, M. (1978). Economy and Society: An Outline of Interpretive Sociology. University of California Press.


