احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
د کتاب نوم: د سترې لوبې سېوری؛ د هند د ویش نا ویلې شوې کیسه
The Shadow of the Great Game The Untold Story of the India’s Partition
لیکوال: نارېندرا سېنګ ساریلا
کره کتونکی: احمدالله ارچیوال
په دې کتاب کې د لارډ ماونټ بېټن، د هند د وروستي وایسراي، شخصي سکرتر نارېندرا سېنګ ساریلا استدلال کوي چې په ځینو مهمو پړاوونو کې د کانګرس ګوند سیاسي تېروتنو، د هند پر یوې برخې د واکمنۍ لپاره د جناح د حرص او شخصي عقدو، او تر ټولو مهم، په سیمه کې د نړیوالې لویې لوبې لپاره د محاسبو پر بنسټ، بریتانیې پاکستان جوړ کړ.
نارېندرا سېنګ ساریلا په دې کتاب کې، له پراخو ارشیفي موادو څخه په ګټې اخیستنې، استدلال کړی چې بریتانیې د بېلابېلو لارو هندوستان پر دوو برخو ووېشه، څو په راتلونکې کې له پاکستان څخه د شوروي د پرمختګ پر وړاندې، د منځني ختیځ د تېلو زېرمو ته د لاسرسي او د هغوی د لېږد، او د اسیا او افریقا په نورو برخو کې د بریتانوي پوځي برلاسۍ د دوام او د خپل نړیوال ځواک د ساتلو لپاره کار واخلي.
انګریزانو په هره بیه په هند کې د خپل حضور د دوام هڅه وکړه. بریتانویان پوهېدل چې کانګرس او ملتپال د دغو خبرو منلو ته چمتو نه وو. همدا لامل و چې دوی پر نورو انتخابونو فکر وکړ. یو انتخاب د پاکستان جوړېدل وو. بریتانیې پر دې انتخاب هم فکر کړی و چې د هند په شمال ختیځ او شمال لویدیځ کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي او د هند له نورو برخو ووځي. د عربي سمندر پر غاړه د یوه جلا هېواد پر جوړولو هم فکر شوی و.
د ۱۸۵۷ کال د هند د ازادۍ تر جګړې وړاندې، د هندوانو او د هند د انګلیسي واکمنانو ترمنځ دوستانه اړیکې له دغه پاڅون وروسته پر دښمنۍ بدلې شوې. انګریزانو د هندوانو پر وړاندې د خصومت سیاست غوره کړ او فکر یې کاوه چې په هند کې له هندیانو او یا ملتپالو سره په ټکر کې دي، چې هندوان او مسلمانان دواړه پکې شامل وو. د هند مسلمانو علماوو هم له کانګرسه ملاتړ کاوه.
بریتانیې ته داسې یو څوک په کار و، چې په هند کې د بریتانیې له تګلارو ملاتړ وکړي. د دې چارې لپاره جناح یو غوره انتخاب و. جناح بیا یو نوی دولت غوښت، چې دی پکې واکمن وي. واک ته د رسېدو لپاره جناح هرې لوبې ته چمتو و. جناح یو ځل ماونټ بېټن ته په خبرو کې ویلي وو: «زما لپاره مهمه نه ده چې د خاورې هر څومره کوچنۍ ټوټه راکوي، خو مهمه دا ده چې یوازې ما ته به یې راکوې» (۲۸۸). ښايي همدا لامل و چې جناح له دوو ټوټو څخه جوړ داسې پاکستان ومانه، چې یوه برخه یې له بلې زر میله لرې وه.
خو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره نوموړي د بریتانیې ملاتړ ته اړتیا درلوده. د بریتانیې پخواني لومړي وزیر چرچل، د هند له وېش څخه یوازې څو اوونۍ وړاندې، د جناح د بېوسۍ په اړه ویلي وو: «په خدای، هغه (جناح) د بریتانیې له مرستې پرته خپلو موخو ته نه شي رسېدلای» (۲۹۶).
له دې امله، د دواړو لوریو ګټې له یو بل سره همغږې وې. سره له دې چې بریتانیې د پاکستان جوړېدل غوښتل، خو دا چاره یې په داسې ډول ترسرهکول غوښتل چې بریتانیه پرې تورنه نه شي، بلکې د هند خلک د دې چارې مسؤل وبلل شي. کانګرس؛ متحده هندوستان تر خپل کنټرول لاندې غوښت. دوی غوښتل چې له جناح پرته د کانګرس له نورو مشرانو سره جوړجاړی وکړي، خو جناح بیا د بریتانیې د خوښې لوبغاړی و.
د شلمې پېړۍ د لومړۍ، دویمې او درېیمې لسیزې پرمهال، جناح د متحده هندوستان او د هندوانو او مسلمانانو د ازادۍ پلوی و. خو د نوموړي د شخصي ژوند ستونزو او د ده پر وړاندې د کانګرس د مشرانو چلند نوموړی عقدهيي کړ. تر دې مهاله ده د سرسید احمد خان (چې په ګډ هېواد کې یې د مسلمانانو او هندوانو ګډ اوسېدل ناشوني ګڼل) او د نورو له افکارو یې ډېر ملاتړ نه کاوه.
جناح د خپل شخصي ژوند او یو لړ سیاسي پرمختګونو وروسته، د هندوانو پر وړاندې یو لړ انتقامي سیاست پیل کړ. په ۱۹۲۷ کال کې، په کلکته کې د کانګرس او مسلم لیګ په ګډ کنفرانس کې جناح د هند په ایالتي مقننه کې د مسلمانانو لپاره د ځانګړو شوو څوکیو مخالف و او متبادل پلان یې درلود. خو په ۱۹۲۷ کال کې مسلمانو مشرانو، ابوالکلام ازاد، ډاکټر انصاري او نورو مسلمانو مشرانو، د جناح د پلان پر ځای د نهرو پلان ومانه. دې پرمختګ جناح خفه کړ او په سبا یې کلکته پرېښوده. له دې سره هممهاله، د جناح شخصي ژوند هم د نوموړي پر سیاسي ژوند اغېز وکړ. نوموړی او مېرمن یې په ۱۹۲۸ کال کې له یو بل څخه جلا شول، او مېرمن یې یو کال وروسته وفات شوه. دې پېښې پر جناح سخت اغېز وکړ.
په ۱۹۲۹ کال کې د بریتانیې نوی ټاکل شوی لومړی وزیر ماکډونالډ د جناح ملګری و، او همدغه کال د هند لپاره ټاکل شوي وایسراي لېنډلي ووډ، له اوږدې مودې وروسته، له جناح سره اړیکې پیل کړې. جناح هغه مهال، د کانګرس برعکس چې د هند لپاره یې د بشپړې ازادۍ غوښتنه کوله، د هند لپاره د ډومېنېن غوښتنه کوله.

په ۱۹۳۱ کال کې، په لندن کې د هندیانو او انګریزانو ترمنځ د دویم ګردي مېز کنفرانس یو ځل بیا د جناح زړه مات کړ. په دې غونډه کې جناح له یوه اړخه د اغاخان، چې د مسلم لیګ مشري یې کوله، او له بل اړخه د ګاندي، چې د کانګرس مشري یې کوله، تر سخت اغېز لاندې راغی. بالاخره د مسلمانانو د استازي په توګه د جناح نوم د درېیم ګردي مېز کنفرانس د ګډونوالو له نوملړه وایستل شو. له همدې درېیم ګردي مېز کنفرانس وروسته، جناح په ۱۹۳۳ کال کې پرېکړه وکړه چې له هنده لرې، په لندن کې، خپل مسلک، وکالت، ته دوام ورکړي.
نوموړي د یوه مدافع وکیل په توګه له ۱۹۳۳ کال څخه تر ۱۹۳۶ کال پورې حقوقي دعوې پر مخ یووړې او خپلې سوداګرۍ ته یې مخه کړه. په همدې مهال د جناح خواخوږو، چې په سر کې یې لیاقت علي خان و، نوموړي ته بېرته هند ته د ستنېدو او په سیاست کې د ورګډېدو وړاندیزونه کول. جناح د ګاندي پر وړاندې د درېدو په تړاو پر خپلې وړتیا بېباوره و. نوموړی په دې اړه شکمن و چې د ګاندي پر وړاندې به څرنګه درېږي، چې ولس یې تر شا ولاړ و. خو لیاقت علي خان ورته د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د تاوتریخوالي له لارې د دې موخې د ترلاسه کولو نسخه وړاندې کړه. همدغه و چې جناح په لندن کې خپل جایدادونه وپلورل او هند ته ستون شو.
هند ته له ستنېدو وروسته، نوموړي د مسلم لیګ منظمولو ته ملا وتړله او ګوند یې منظم کړ. خو سره له دې هم، مسلم لیګ د ۱۹۳۷ کال په ټاکنو کې د هند په ایالتي اسمبلو کې د مسلمانانو لپاره له ځانګړو شویو ۴۸۵ څوکیو څخه یوازې ۱۰۸ څوکۍ ترلاسه کړې. په ټاکنو کې جمعیت علمای هند او د هغه وخت د صوبه سرحد پښتنو د مسلم لیګ مخالفت وکړ. دې سختې ماتې پر خپل ځان د جناح باور سخت مجروح کړ.

په ځینو صوبو کې چې کانګرس اکثریت درلود، کانګرس د خپلو مخالفو او وتلو مسلمانو څېرو، لکه په اترپردیش کې د خلیقالزمان او نورو، ملاتړ ته اړتیا نه لرله او په یوازې ځان یې حکومت جوړولای شو. همدې حالت د مسلم لیګ د مخالفو مسلمانانو او مسلم لیګ ترمنځ واټن هم راکم کړ.
له دې سره، د علامه اقبال، چې د ژوند وروستي کلونه یې وو، له جناح سره اړیکو هم له نوموړي سره د هند پر یوې برخې د واکمنېدو لپاره په بېرته راپورته کېدو کې یو څه مرسته وکړه. په دې ټاکنو کې د کانګرس بریا بریتانیه هم ووېروله. بریتانیې فکر کاوه چې که په ولایتي ټاکنو کې له بریا وروسته کانګرس په یوازې ځان د مرکزي مقننې څوکۍ وګټي، دا کار به پر هند د بریتانیې د واک ولکه سسته کړي.
د جناح د سږو د مخ پر زیاتېدونکي سرطان تشخیص، چې د نوموړي په شخصي ژوند کې یو بل پرمختګ و، هغه دې ته متوجه کړ چې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. خو له دې سره سره، جناح له انګلیسي واکمنانو سره له مخامخ ټکر څخه ډډه کوله. نوموړي یوازې له کانګرس سره د مخالفت له لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکړ.
داسې هم ویلی شو چې جناح یوازې د کانګرس او انګریزانو د اختلاف ګټې ته پروت و. جناح د لوبولو لپاره کومه پاڼه نه لرله، بلکې یوازې یې د کانګرس او انګریزانو له اختلافه ګټه اخیستله (۲۱۶).
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، په ځانګړي ډول په ۱۹۴۲ کال کې، چې هند د جاپاني برید له ګواښ سره مخ و او بریتانیې د هندیانو ملاتړ ته زیاته اړتیا لرله، جناح لاپسې پیاوړی شو. له دې وړاندې، په ۱۹۳۹ کال کې، د بریتانیې سره په نړیواله جګړه کې د همکارۍ نه کولو په موخه، د کانګرس ایالتي حکومتونو د احتجاج په توګه استعفاوې ورکړې وې. دغه مهال کانګرس له بریتانیې څخه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د سمدستي ازادۍ د ژمنې په بدل کې له بریتانیې سره په جګړه کې د مرستې شرط وړاندې کړ. د لارډ ماونټ بېټن سکرتر مېنن په یوه لیک کې د کانګرس یوه مشر پټېل ته لیکلي وو: «د بریتانیې د مخالفت عنصر ممکن هغه وخت راکم شي چې هند د بریتانیې د ډومین حیثیت ومني» (۲۵۴).
نه یوازې دا، بلکې کانګرس د وایسراي د حکومت پر وړاندې د هند په بېلابېلو سیمو کې تاوتریخوالی او ورانۍ پیل کړ. د هند بریتانوي حکومت د ګاندي او نهرو په ګډون د کانګرس مهم مشران ونیول. د دویمې نړیوالې جګړې له مخالفت سره د کانګرس د غړو د تړاو له امله، هغوی تر څلورو کلونو پورې په زندان کې پاتې شول. دې کار د دغه ګوند فعالیتونه سخت ټکني کړل او جناح ته یې میدان تش پرېښود.

د دې برعکس، جناح پرته له کوم شرطه او پرته له دې چې له بریتانیې د هند ازادي وغواړي، د بریتانیې له دریځه ملاتړ وکړ او له جګړې وروسته یې په مړه خیټه د هند د وېش غوښتنه وکړه. همدا لامل و، چې بریتانیې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر جناح مهرباني وکړه، او دې چارې جناح ته زیاته ګټه ورسوله. د جناح او بریتانیې ترمنځ د راکړې ورکړې معاملې دواړو لوریو ته ګټه ورسوله.
دا داسې مهال و چې جناح ان په مسلماناکثریتي صوبو کې هم پراخ ملاتړ نه درلود. په اوسنۍ خیبر پښتونخوا کې د کانګرس د ملاتړو، خدايي خدمتګارو حکومت و، او په پنجاب کې د یونینیسټ ګوند د سکندر حیات خان حکومت و. خو بیا هم انګریزانو جناح د مسلمانانو د غیرمتنازع مشر او استازي په توګه نه یوازې ومانه، بلکې پراخ تبلیغ یې هم ورته وکړ. سره له دې چې له ۱۹۴۰ کال وروسته جناح د مسلمانانو په نوم د یوه جلا هېواد د جوړولو چارو ته زور ورکړ، بیا هم مسلم لیګ د ۱۹۴۶ کال په ټاکنو کې اکثریت ترلاسه نه کړ. په دغه ایالت کې خدايي خدمتګارو او کانګرس دېرش څوکۍ، او مسلم لیګ یوازې اوولس څوکۍ وګټلې. په دې ډول، هلته د ۱۹۳۷ کال له ټاکنو وروسته د دویم ځل لپاره د کانګرس حکومت جوړ شو.
جناح د وایسراي سکرېپټ تعقیباوه. د بېلګې په توګه، جناح د ۱۹۴۶ کال د کانګرس او مسلم لیګ په عبوري حکومت کې برخه وانخیسته. وروسته چې د مسلم لیګ نورو مشرانو د نهرو تر مشرۍ لاندې په حکومت کې برخه واخیسته، موخه یې د نهرو د حکومت د چارو سبوتاژ کول وو. د مسلم لیګ یو مشر، لیاقت علي خان، چې وروسته د پاکستان لومړی وزیر شو، په دغه حکومت کې د مالیې وزیر وټاکل شو. نوموړي داسې مالي اقدامات پیل کړل چې د حکومت پر وړاندې د خلکو او د حکومت دننه د چارواکو غوسه راوپاروي. نه یوازې دا، بلکې مسلم لیګیانو د حکومت له دننه د عامو مسلمانانو او هندوانو ترمنځ منظم تاوتریخوالی رامنځته کړ او له دغو هڅو یې ملاتړ وکړ. دې کار د مسلم لیګ دا نعره، چې د مسلمانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره د پاکستان جوړېدل اړین دي، لاپسې پیاوړې کړه.
د کانګرس مشرانو هم د پرېکړو پر مهال تېروتنې وکړې. د بریتانیې د ځینو تاکتیکونو په اړه د هغوی خوشباورۍ هم ستونزې جوړې کړې. د کانګرس یوه مهمه ستونزه پخپله ګاندي و. ډېری وخت، سره له دې چې د نوموړي او د کانګرس د نورو مشرانو ترمنځ به د مهمو مسایلو په اړه د نظر اختلاف موجود و، خو هېچا د ګاندي پر وړاندې د دریځ نیولو هڅه نه کوله. دې چارې ډېر ځله د بریتانوي چارواکو او کانګرس ترمنځ د مهمو مسایلو په اړه د راکړې ورکړې دروازې تړلې.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال امریکا نړیوال سیاست ته داخله شوه. ولسمشر روزوېلټ د هند د ازادۍ لپاره پر بریتانوي لومړي وزیر چرچل وخت ناوخت خپلو فشارونو ته دوام ورکړ. په دې اړه د امریکا دریځ پر لیبرالو ارزښتونو، لکه ولسواکۍ او نورو، ولاړ و. امریکا فکر کاوه چې په راتلونکو نړیوالو محاسبو کې به متحده هندوستان ډېر اغېزمن وي. له چرچل وروسته هم د هند د خپلواکۍ لپاره د امریکا فشار دوام وکړ. بریتانیې په ډېرې هوښیارۍ د امریکا فشار تر ډېره بېاغېزې کړ او په هند کې یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره تر پایه خپلو هڅو ته دوام ورکړ. بریتانیې ان ځینې وختونه امریکايي چارواکو ته په دې اړه ناسم معلومات هم ورکول.
کانګرس د متحده هندوستان د خپلواکۍ لپاره د امریکا له پوتانشیاله ډېره ګټه پورته نه کړه. نهرو په خپل عبوري حکومت کې داسې کړنې ترسره کړې چې د بریتانیې دا باور یې لاپسې پیاوړی کړ چې کانګرس ښايي له ازادۍ وروسته د بریتانیې ګټې خوندي نه کړي.
د دې یوه بېلګه د نهرو د حکومت له خوا په جنوبي افریقا کې، چې د بریتانیې متحده وه، د اپارتایډ پر وړاندې په ملګرو ملتونو کې غږ پورته کړ. همدارنګه، نهرو د «اسیا؛ د اسیا لپاره» تر شعار لاندې په اسیا کې د لویدیځو مستعمرو د پای ته رسولو او ان له شوروي سره د هند د دوستۍ د تار غځولو جدي لاره ونیوله. د نهرو تر مشرۍ لاندې د هند په عبوري حکومت کې نهرو لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر و. د هند پر خپلواکې بهرنۍ تګلارې د هغه ټینګار هم د کانګرس او متحده هندوستان پر وړاندې د بریتانیې د واک په مرکزونو کې د خطر زنګونه وغږول.
بریتانوي چارواکو د پاکستان د جوړولو لپاره ډول ډول ډول توجیهات وړاندې کول. د بریتانیې یوه مهمه ستراتیژي دا وه چې نړۍ او خپلو خلکو ته وښيي چې هندوان او مسلمانان په یوه ګډ وطن کې یوځای ژوند نه شي کولای. د دې کار لپاره یې د مسلمانانو په تېر تاریخ او تمدن کې له یو بېعلاقې شخص جناح، د مسلمانانو د مشر په توګه ملاتړ وکړ.
په داسې حال کې چې د نړۍ نورو مسلمانانو جناح د انګریزانو اجنټ باله، او په خپله جناح د هند د کمو مسلمانانو استازولي کوله، انګریزانو د لږکیو د حقونو په نوم، او په دې پلمه چې دوی د منځني ختیځ مسلمانان او نور خوشحالوي، د پاکستان له جوړېدو دفاع کوله. د بریتانیې یوه وایسراي، واویل، په خپلو رسمي مکتوبونو کې لندن ته ویلي وو چې که بریتانیه له مسلم لیګ سره ناسم چلند وکړي، ښايي دا کار د منځني ختیځ د مسلمانانو ترمنځ د بریتانیې موقف زیانمن کړي. دا په داسې حال کې وه چې د منځني ختیځ مسلمانانو له جناح او د پاکستان له جوړېدو سره هېڅ ډول علاقه نه درلوده، بلکې هغوی په خپلو مبارزو کې د اسلام پر ځای پر نشنلېزم اتکا کوله.
د بریتانوي چارواکو په اند، هند د بشري او اقتصادي سرچینو له اړخه د پاکستان په پرتله پیاوړی دی، خو اسلامي نظریه د پاکستان د بقا تضمین دی.
جناح او انګریزانو د هند د متحد پاتې کېدو د هڅو د شنډولو لپاره، د مسلمانانو او هندوانو له جنګولو د یوې مهمې وسیلې په توګه ګټه اخیستله. په ۱۹۴۶کال کې، د دې لپاره چې د هند د متحد پاتې کېدو وروستۍ هیله، عبوري حکومت، کمزوری کړي او وایسراي ته دا دلیل په لاس ورکړي چې هندوان او مسلمانان په یوه وطن کې یوځای ژوند نه شي کولای، جناح په کلکته کې خپلو غړو ته پر هندوانو د بریدونو او تاوتریخوالي کولو امر وکړ. په دغه تاوتریخوالي کې پنځه زره کسان ووژل شول او شل زره نور ټپیان شول. نه یوازې دا، بلکې د دې تاوتریخوالي لړۍ ګاونډي ایالت بهار ته هم وغځېده، چې وروسته بیا ګاندي مداخله وکړه او حالات یې بېرته عادي کړل.
بریتانیې د هند د ایالتونو د وېش په اړه دوهګونې تګلاره درلوده. دوی د هند د وېش پر مهال د بلوچستان شاهي جرګې ته د دغه ایالت د راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو واک ورکړ. د دې برعکس، په صوبه سرحد کې، چې د خدايي خدمتګارو حکومت و، د منتخب حکومت پر ځای یې د ټولپوښتنې لاره غوره کړه. په ټولپوښتنه کې یې هم د خدايي خدمتګارو د غوښتنې پر خلاف، دوه انتخابونه د خلکو مخې ته کېښودل: له هند سره یوځای کېدل او که له پاکستان سره. د دې لامل دا و چې بریتانیې د راتلونکي لپاره د خپلو محاسبو پر بنسټ، په هره بیه چې وه، غوښتل سرحد په پاکستان کې ورګډ کړي.
د کشمیر په اړه هم دوی د پاکستان له دریځه ملاتړ کاوه. د کشمیر پر سر د هند او پاکستان په جنجال کې بریتانیې او د هند د هغه وخت وایسراي د پاکستان له دریځه ملاتړ وکړ. دوی په لوی لاس د ګلګت، سوات، هنزه، نګر، چترال او نورو سیمو څخه جوړه هغه تړانګه، چې د شمالي سیمو په نوم مشهوره او له کشمیر سره تړلې وه، د پاکستان له خوا د نیول کېدو ملاتړ وکړ. دوی غوښتل چې له دې لارې د پاکستان دفاع پیاوړې کړي.
سره له دې چې په کشمیر کې د مسلم کنفرانس په نوم د مسلمانانو د سیاسي ډلې مشر شیخ عبدالله او د کشمیر مهاراجه له پاکستان سره د یوځای کېدو مخالف وو، وایسراي او بریتانوي حکومت د پاکستان د پوځ تر مشرۍ لاندې کشمیر ته د قبایلو د ورلېږلو او هلته د چور او تالان پر وړاندې سترګې پټې کړې. په کشمیر کې مسلمانان اکثریت وو، خو سره له دې هم د دوی فکر د پنجاب له مسلمانانو څخه مختلف و. کشمیریانو د پاکستان له خوا د مسلمانانو د ملاتړ له نعرې ملاتړ نه کاوه. همدا لامل و چې د پاکستان له جوړېدو لږ وړاندې، د جناح تر ملاتړ لاندې د پاکستان د خواخوږو له خوا په کشمیر کې د پاڅون هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې.

د انګریزانو هغه خبره چې هند د بشري او اقتصادي سرچینو له اړخه د پاکستان په پرتله پیاوړی دی، خو اسلامي نظریه د پاکستان د بقا تضمین دی، په ۱۹۷۱ کال کې ناسمه ثابته شوه. سره له دې چې د ختیځ پاکستان، بنګلهدېش، او لویدیځ پاکستان، اوسني پاکستان، خلک د ګډې اسلامي عقیدې په تار سره تړلي وو، خو په ۱۹۷۱ کال کې ختیځ پاکستان له پاکستانه بېل شو او د بنګلهدېش په نوم یې یو بل هېواد جوړ کړ.



۱ څرگندون
Amazing