ایمانویل مکرون له ۲۰۱۷ کال راهیسې، د فرانسې ولسمشر دی.
ټیډروس اډانوم ګیبریسوس د ایتوپیا مشهور ډیپلوماټ، د عامې روغتیا متخصص او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عمومي رییس هم دی.
ژباړه: جیوافغانیکا
له ټولنیزو رسنیو او انلاین لوبو څخه نیولې د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا (Generative AI) تر سیسټمونو پورې ډیجیټل چاپیریالونه د خلکو روغتیا اغېزمنوي. په ځانګړې توګه دا خبره د ماشومانو او ځوانانو په برخه کې ډېر صدق کوي. په ټوله نړۍ کې د ماشومتوب دوره د ډیجیټل ټیکنالوژیو لخوا له سره برنامه کېږي او د ځوانانو د زده کړې، لوبې او اړیکو بڼه بدلوي.
زموږ دنده د ټیکنالوژۍ ستاینه یا غندنه نه ده. بلکې له یوه ساده حقیقت سره مخامخ کېدل دياو هغه دا چې زموږ ډیجیټل چاپیریال نه یوازې دا چې په پراخه کچه د ګټو راوړلو ژمنه کوي،بلکې دا زموږ د ماشومانو د روغتیا او پرمختګ لپاره هم جدي خطرونه رامنځته کوي. دلته زموږ مسؤلیت دا دی چې د لومړني حالت ګټې خورا ډېرې کړو او د دویم حالت د ګواښونومخه ونیسو. په دې تړاو د ګامونو پورته کولو لپاره لا هم ناوخته نه دی، خو د تدریجي او وړو بدلونونو وخت بیا تېر دی.
ډیجیټل وسایل کولای شي د زده کړې، اړیکو او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي فرصتونه پراخ کړي. په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو لپاره چې په لرې پرتو یا بحران ځپلو سیمو کې ژوند کوي. د ډېریو ځوانانو لپاره انلاین نړۍ خلاقیت، د ټولنې او د تړاو احساس هم وړاندې کوي. په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره، چې په حقیقي ژوند کې له تجرید او محرومیت سره مخ دي. خو بیا هم دا ګټې تضمین شوې نه دي. دا په لویه کچه پر دې هم اړه لري چېدې ټېکنالوژۍ ته څوک لاسرسی لري، دا څرنګه ډیزاین شوې دي او د چا ګټې خوندي کوي؟
حکومتونو په زیاتیدونکې توګه دا درک کړې چې په انلاین نړۍ کې د ماشومانو ساتنه د عامه روغتیا له مخې یوه اړتیا ده. اسټرالیا په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې د ټولنیزو رسنیو پلټفورمونه باید له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو د اکاونټونو درلودلو مخه ونیسي.په داسې حال کې چې فرانسه داسې قوانین وړاندې کوي چې تر ۱۵ کلونو کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی منع کوي. اندونیزیا له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی بند کړی، هسپانیې په دې تړاو د پلان جوړولو اعلان کړی او ایرلنډ د اروپایي اتحادیې له شریکانو سره په ګډه په دې کار کوي چې د عمر محدودیتونه او د عمر د تایید سیسټمونه رامنځته کړي، څو تر ۱۶ کلونو د کم عمره کسانو پر ساتنه تمرکز وشي.
بریتانیا هم په دې وروستیو کې داسې پلانونه اعلان کړي چې د ټولنیزو رسنیو پلټفورمونه تر ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو ته د خدماتو له وړاندې کولو راوګرځوي. په دې اقداماتو کې د اضافي محافظتي اقداماتو ترڅنګ پر ژوندۍ بڼه خپرونو (livestreaming) او د ناپېژندل شویو کسانو لخوا د اړیکو پر جوړولو محدودیتونه هم شامل دي. کاناډا داسې قوانین معرفي کړي چې تر ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی محدود کړي. په داسې حال کې چې دا قوانین د ډیزاین له لارې د قوي خوندیتوب او له پلټفورمونو څخه د حساب ورکوونې غوښتونکي دي.
د دغو هېوادونو دا اقدامات په شریکه د یوې مخ پر ودې نړیوالې اجماع ته اشاره کوي، چې ډیجیټل چاپیریال؛ اغېزناکې حکومتولۍ او له عمر سره د مناسب ډیزاین او د ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره قوي محافظتي اقداماتو ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د هغو څیړنو په پیاوړي کولو سره له دې کاره ملاتړ کوي، چې د نن او سبا د ټیکنالوژیو د اغیزو په اړه د لا روښانه پوهاوي د رامنځته کولو لپاره اړینې دي، هېوادونو ته تخنیکي مشورې ورکوي او د خوندي، عادلانه ډیجیټل روغتیا چاپیریالونو ته وده ورکوي.
حل لارې ځکه پکار دي چې ډیجیټل چاپیریالونه بې طرفه نه دي. دا چې هغوی څرنګه ډیزاینو اداره کېږي او ترڅنګ یې د عاید د ترلاسه کولو وسیله ګرځي، زموږ د ژوند ډېرو اړخونو ته، په ځانګړې توګه، زموږ پر روغتیا اغېزه کوي.
د بېلګې په توګه، په مکرر ډول د کلیشهیي، جنسي، له تاوتریخوالي ډک، یا تبعیضي محتوا سره مخامخ کېدل د دې لامل کېږي چې ماشومان د ځان او شاوخوا نړۍ په اړه خپل ځانګړیپوهاوی رامنځته کړي. الګوریتمونه په زیاتیدونکي توګه روغتیایي معلومات د دقت پر ځای د پاملرنې د جلبولو لپاره فېلټروي، چې دا کار بیا د ګمراه کوونکو ادعاوو د خپرېدو لپاره مخه پرانیزي. د شخصي معلوماتو راټولول او کارول، په ځانګړې توګه، د پروفایل جوړولو او هدفمندې بازارموندنې لپاره، د محرمیت، لاسوهنې (manipulation) او هوساینې په اړه اندېښنې راپورته کوي.
اوسنۍ څېړنې؛ د ډیجیټل وسایلو ډېر کارول له یو شمېر ستونزو سره نښلوي لکه اضطراب، خپګان، بد خوبۍ، د تیري زیاتوالی او په یو شمېر کې د ځان وژنې هڅې، په ځانګړې توګه،د زیان منونکو تنکیو ځوانانو ترمنځ. په پلټفورمونو کې ډیجیټل بازارموندنه ممکن خلک د زیان رسوونکو محصولاتو لکه تمباکو، الکول او د قمار د پلټفورمونو له تبلیغاتو سره مخ کړي.
د ټولنیزو رسنیو، لوبو او د مصنوعي ځیرکتیا کارول کولای شي یوازیتوب لا پسې ژور کړي او د حقیقي ژوند اړیکې له منځه یوسي. په اوږده موده کې د ټولنیزو رسنیو کارول د ناستي چلند (بې تحرکۍ) او د خوب د کمښت لامل ګرځي، چې دا بیا د غیر ساري ناروغیو لپاره پیژندل شوي فکتورونه دي.
انلاین جنسي ګټه اخیستنه او ناوړه ګټه اخیستنه هم په نړیواله کچه مخ په ډیریدو ده. د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د موادو، د مصنوعي ځیرکتیا لخوا د ناوړه ګټې اخیستنې تولید شويو انځورونو او د ډیپ فیک جنسي یا ځورونې محتوا د زیاتوالي ترڅنګ دا مسلې د رواني روغتیا، باور او خوندیتوب لپاره ژورې او تلپاتې پایلې لري.
سوداګریز فعالیتونه بیا دا ټول خطرونه زیاتوي. ډیری پلټفورمونه د کاروونکو د ښکېلتیا د زیاتولو لپاره ډیزاین شوي، پرته له دې چې له زیان رسوونکې محتوا سره د مخامخ کېدو پروړاندې کافي محافظت شتون ولري یا د ماشومانو د فزیکي او رواني روغتیا د ساتنې لپاره ځانګړتیاوې ولري.
د غیرقانوني یا سختې او ګرافیکي محتوا سره د مخامخ کېدو کمول اړین دي. خو د ماشومانو هوساینه د زیان له نشتوالي څخه ډېره جدي ده. دا په باثباته اړیکو، مناسبو حدودو، فزیکي فعالیت او په حقیقي نړۍ کې د ټولنیزو اړیکو په فرصتونو پورې اړه لري. خطرونه هغه وخت څو چنده کېږي، کله چې ډیجیټل چاپیریال د سالم پرمختګ د ملاتړ پرځای هغه ګډوډ کړي.
تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د ماشومانو د هوساینې لپاره هم د خطرونو او هم د فرصتونو په برخه کې یو لوی متحرکوونکی دی. که په مسؤلانه ډول وکارول شي، د ځانګړو موخو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوي وسایل ممکن له زده کړې، لاسرسي او روغتیا ملاتړ وکړي. مګر د خواخوږۍ او پر ځان کنټرول لپاره په ماشومانو د مصنوعي ځیرکتیا اوږدمهاله اغېزې لا روښانه نه دي. تر هغه چې دا خبره سمه وي، یو محتاطانه چلند د نوښت ضد نه دی؛ بلکې دا د ماشومانو په ګټه ده.
ډیجیټل تعادل د حل لارې یوه برخه ده. که څه هم ډیجیټل چاپیریالونه مقرراتو، روڼتیا، له عمر سره مناسب ډیزاین، قوي خوندیتوب او باور لرونکو ځانګړتیاوو او حساب ورکوونې ته اړتیا لري، شواهد باید د ټیکنالوژۍ سره هممهاله وي، کوم چې په مختلفو عاید لرونکو هېوادونو کې خپلواکو او اوږدمهاله څیړنو ته اړتیا لري.
تر هر څه لومړی، موږ باید د نن ورځې د ځوانانو غږ واورو. د ټیکنالوژۍ د فعالو کاروونکو په توګه دوی کولای شي د ډیجیټل چاپیریال په وده کې مرسته وکړي. انلاین او افلاین نړۍ اوس یوه واحده نړۍ ده، چیرې چې ډیجیټل وسایل کولای شي له سالم پرمختګ ملاتړ وکړي – یا د هغې ځای ونیسي. ځوانان باید خپلې تجربې د مناسبو محافظتي دیوالونو په جوړولو کې وکاروي. میندې او پلرونه، پالونکي، ښوونځي او ټولنې هم باید د دې خبرو اترو برخه وي.
دا پروسه د حکومتونو، صنعت، مدني ټولنو او د عامه روغتیا د بنسټونو ترمنځ دوامدارېهمکارۍ ته اړتیا لري، چې د ګټو د زیاتولو او د زیانونو د کمولو لپاره پر یوې ګډې ژمنې ولاړه وي. لا زیاته روڼتیا، د معلوماتو شریکول، د روغتیایي ډیزاینونو انتخاب او د اغېزناکهخوندیتوب لرونکو معیارونو لپاره د شرکتونو ملاتړ، په ځانګړې توګه، د نابالغو کسانو لپارهحیاتي دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) کولای شي د دغو غونډو د جوړولو او د نورمونو او معیارونو په ټاکلو کې خپل رول ولوبوي.
زموږ ماشومان او ځوانان د تجربو توکي او یا هم کوم سوداګریز مالونه نه دي. موږ په ګډه کولای شو او باید داسې ډیجیټل چاپیریالونه رامنځته کړو چې د دوی د سالمې روغتیا ساتنه او ملاتړ وکړي. هغه انتخابونه چې موږ یې اوس غوره کوو به تر نسلونو پورې پر موږ د پام وړ اغېزې ولري.

