توماس هېګامر د ناروې د جیوپولیټیک او امنیتي چارو څېړونکی، لیکوال او د سیاسي علومو پوه دی، چې په ځانګړې توګه د اسلامي ډلو، جهادي خوځښتونو او د هغوی د تاریخ په اړه د ژورو او مستندو څېړنو له امله پېژندل کېږي.
نوموړی د ناروې د دفاعي څېړنو په اداره (FFI) کې د جګپوړي څېړونکي په توګه دنده ترسره کړې او د اکسفورډ، هاروارډ او سټانفورډ په څېر د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې علمي کار کړی دی. د هېګامر څېړنې تر ډېره په مرکو، لومړنیو اسنادو او ارشیفونو ولاړې دي او د هغه مشهور کتاب د عبدالله عزام په اړه د کاروان کتاب دی.
ژباړه: جیوافغانیکا
په ۱۹۸۰ لسیزه کې، د افغانستان په جهاد کې د عربو ښکېلتیا د وسلهوال اسلامیزم په تاریخ کې د یوې خورا مهمې مرحلې په توګه پېژندل کېږي. دغه چاره د جګړه ځپلو او بېوطنه “عربي افغانانو” د یوې شبکې د رامنځته کېدو لامل شوه چې القاعده او نورې ډلې ترې وزیږېدې. دې کار بوسنیا، چیچنیا، عراق او نورو ځایونو ته د ورته بسیج کېدو یوه مخینه هم جوړ کړه. موږ د عربو د ښکېلتیا د پایلو په اړه ډېر پوهېږو، خو د هغې د لاملونو په اړه بیا ډېر لږ معلومات لرو. پوښتنه پيدا کېږي، عربان په لومړي سر کې ولې افغانستان ته لاړل؟
شته توجیهات
په شته ادبیاتو (سندونو) کې درې ډوله توجیهات وړاندې کېږي:
-
- “د عربانو بسیج کېدنه د حکومتونو په غاړه وه.” خو هېوادونو یا حکومتونو یوازې د افغانانو ملاتړ کاوه، نه د عربانو. له عربو جنګیالیو د هېوادونو د مستقیم مالي یا لوژستیکي ملاتړ په اړه نږدې هېڅ ډول ثبوت شتون نه لري. سربېره پر دې، عربي رضاکاران له نظامي پلوه په بشپړه توګه بېاهمیته وو، نو هېوادونو به ولې له دوی څخه ملاتړ کاوه؟
- “دا بسیج کېدنه د ایډیالوژۍ پر بنسټ وه.” خو که داسې وای، نو ولې په فلسطین، کشمیر، فیلیپین یا سومالیا کې د پخوانیو شخړو لپاره داسې بسیج کېدنه رامنځته نه شوه؟ پر دې سربېره، په ۱۹۸۰ کال کې، په مسلمه امت کې هېڅ داسې ناڅاپي او خودجوشه پاڅون هم شتون نه درلود؛ د عربي رضاکارانو شمېر تر ۱۹۸۵ کال پورې له ۱۰۰ کسانو څخه زیات نه شو.
- “دا بسیج کېدنه د اسلامپالي خوځښت د عروج منعکس کونکې وه.” خو اسلامپالي خوځښت په ۵۰مو، ۶۰مو او ۷۰مو لسیزو کې هم متحرک و، خو بیا یې هم خورا لږ فعالان په بهرنیو شخړو کې ښکېل پاتې شول. سربېره پر دې، په بهر کې چریکي جګړه د پخوانیو اسلامپالو د کورني سیاسي پروژې طبعي تمدید (ادامه) نه وه. د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې یو نوی شی پېښ شو.
عبدالله عزام
د دې بسیج کېدو کافي لامل د فلسطیني شېخ، عبدالله عزام تشبث او هڅې وې. نږدې ټولو لومړنیو رضاکارانو یا له عزام سره لیدلي وو او یا یې د هغه لیکنې لوستې وې. پخپله عزام ځکه د افغانستان په جهاد کې ښکېل شو چې هغه یو بېوطنه او بېځایه شوی کس و، چې د ۱۹۸۱ کال په لومړیو کې له خپل غوره کړي هېواد اردن څخه سعودي عربستان ته وشړل شو. د ۱۹۸۱ کال په وروستیو کې، په مکه کې له یو مصري ملګري سره د یوې ناڅاپي لیدنې وروسته، چې عزام یې تګ ته قانع کړ، نو دی پاکستان ته ولاړ. هغه تر ۱۹۸۹ کال تر خپلې ترور کېدو پورې پېښور ته د عربانو د راوستلو لپاره بېدریغه کار کاوه.
عزام د دریو اصلي لاملونو له امله په خپلو هڅو کې بریالی شو:
-
- هغه بې سارې سرچینې لرلې: د الازهر د دوکتورا درلودونکي او د اخوان المسلمین د یو پخواني غړي په توګه، عزام مذهبي اعتبار، سیاسي باور او د اړیکو یوه پراخه نړیواله شبکه لرله. هېڅ بل افغان عرب د داسې ځانګړتیاوو څښتن نه و.
- هغه د ټولنیز خوځښت د رهبرۍ عالي مدیریت ترسره کړ: عزام ویناوې کولې، لیکنې یې کولې، لابي یې کوله، تنظیمات یې جوړول او د رسنیو په اهمیت ښه پوهېده.
- هغه یو نوی ایډیالوژیک دکتورین او وینا رامنځته کړه: عزام به ویل چې ټول مسلمانان بې له کوم شرطه دا دنده لري چې د نورو مسلمانانو د ملي ازادۍ په مبارزو کې په نظامي توګه ښکېل شي. هغه د خپل وخت له ډېرو وسلهوالو اسلامپالو سره توپیر درلود چې د عربي واکمنانو نسکورول یې خورا مهم ګڼل؛ او د رسمي دیني عالمانو سره یې هم توپیر درلود، چې ویل یې یوازې تر ټولو ډېر اړوند خلک (په دې قضیه کې افغانان) د اشغال پر وړاندې د جګړې مسؤلیت لري. خو د عزام د بریا لپاره یو بل ژور او لازمي لامل هم شتون درلود او هغه نرم پان اسلامیزم و.
د پان-اسلامیزم عروج
د عزام پېغام ځکه ډېر اغېز وکړ چې دا په اسلامي نړۍ کې د هغه مخ پر ودې احساس سره یوځای پېښ شو چې مسلمانان یو واحد ملت دی او د بهرنیو ګواښونو لخوا ننګول کېږي. دغه پېغام د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې د تاوتریخوالي ضد نړیوالو اسلامي سازمانونو، تر ټولو وړاندې د “رابطه عالم اسلامي” (مسلم ورلډ لیګ) لخوا په ډېره فعاله او جدي توګه ترویج شوی و.
د پان-اسلامیسټي ویښتابه (رنسانس) د ۱۹۷۰ لسیزې په نیمایي کې په حجاز کې د دریو لاملونو له امله پیل شوه: لومړی، په دې سیمه کې لوی بنسټونه (رابطه عالم اسلامي، د اسلامي همکاریو سازمان OIC، د مدینې پوهنتون) شتون درلود چې له ملي پولو وراخوا فعالیتونو ماموریت یې درلود. دویم، په دې سازمانونو کې سیاسي فعالان ( جلاوطنه اخوانیان) په دندو ګومارل شوي وو چې په خپله یې کوم ملي سیاسي ډګر نه درلود. په پای کې، د ۱۹۷۳ کال څخه وروسته د دوی بودیجې په بې ساري ډول زیاتې شوې.
د دې سازمانونو لخوا ترویج شوی پان-اسلامیزم د پان اسلامیزم نرم ډول و؛ هغه د جګړې پر ځای له خیریه کارونو ننګه کوله. مګر هغه نړیوال لیدلوری چې له دې سره مل و، ډارونکی، ځان قرباني ښودونکی او تر یو بریده له بهرنیانو کرکه کوونکی هم (Xenophobic) و. د جهاد په اړه د عزام دوکتورین د رابطه عالم اسلامي د پان-اسلامیزم یو افراطي، خو په بشپړه توګه یو منطقي تسلسل و.
تر یو حده او له همدې امله، عربي جنګیالي او “نرم پان-اسلامیسټان” په ټولنیزه او سازماني توګه له یو بل سره نښلول شوي وو. په افغانستان کې ډېری لومړني عربي جنګیالي یا له اخوان المسلمین او یا له رابطه عالم اسلامي سره تړلي وو. پخپله عزام هم د حجاز د پان-اسلامیزم محصول و. هغه په ۱۹۸۱ کال کې له اردن څخه له شړل کېدو وروسته په جده کې پناه واخیستله. هغه په حجاز کې د خپلو اړیکو له لارې په پاکستان کې دنده پیدا کړه. او له ۱۹۸۱ کال څخه تر ۱۹۸۶کال پورې په اسلام اباد کې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د هغه معاش د رابطه عالم اسلامي لخوا ورکول کېده.
پایلې
د نړیوال جهاد اصلي زانګو حجاز دی (نه افغانستان)، بنسټ اېښودونکی ایډیالوګ یا مفکر یې عزام دی (نه سید قطب)، او هڅوونکی ایډیالوژۍ یې پان-اسلامیزم دی (نه وهابیت).
پان-اسلامیزم ځکه د بسیج کولو ځواک درلود چې دا د مسلمه امت پر محور ولاړ یوه ماکرو یا لویه ملتپالنه (macro-nationalism) وه. عربان له دې امله افغانستان ته رانغلل چې هغوی بېکچې مذهبیان وو، بلکې هغوی له دې امله راغلل چې هغوی د امت په استازیتوب په کلکه ملتپالان وو.
بنیادي او ساختاري توجیې هر څه نشي تشریح کولی. د کوچنیو افراطي فعالانو د تکامل لپاره تصادف، اراده (بشري عامل) او رهبري تر هغه ډېر مهم دي چې ډېر کله پرې اعتراف کېږي. د عربو بسیج کېدل عزام پورې تړلي وو، او د عزام ښکېلتیا د ۱۹۸۱ کال په سپتمبر کې د یوې تصادفي لیدنې پایله وه.

