تامپسن ایودیلي په نایجیریا کې د عامه پالیسۍ د څېړنیز مرکز (Initiative for Public Policy Analysis) جګپوړی غړی او څېړونکی دی. ښاغلی ایودیلي د افریقا د اقتصادي پراختیا، ازاد بازار او عامه تګلارو په برخه کې پراخې لیکنې او تحلیلونه کړي دي. د نوموړي نظریات د افریقایي هېوادونو د پرمختګ او د شخړو د هواري لپاره د عملي حللارو پر موندلو تمرکز کوي.
ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله
منبع: د پراجېکټ سنډیکېټ مجله
په نایجیریا کې د سرطان تشخیص ډېر کله د مړینې د حکم په مانا وي. هر کال د نایجیریا نږدې ۱۳۰،۰۰۰ اوسېدونکي په دې ناروغۍ اخته کېږي او نږدې ۸۰،۰۰۰ تنه یې له امله مړه کېږي. په نایجیریا کې هره ورځ په اوسط ډول ۳۳ ښځې د رحم د غاړې په سرطان (cervical cancer) اخته کېږي او هره ورځ ۲۲ ښځې د همدې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي. ستونزه دا نه ده چې د مخنیوي او درملنې لارې شتون نه لري، بلکې ستونزه دا ده چې د نایجیریا خلک او په پراخه کچه د بېوزلو هېوادونو ناروغان هغوی ته لاسرسی نه لري.
د سرطان په درملنه کې پرمختګونه، په ځانګړې توګه ایمونوتراپي (Immunotherapy)، په وروستیو لسیزو کې د دې ناروغۍ د مړینې کچه تر ډېره راکمه کړې ده. یوازې یو نسل وړاندې، دا نظر چې د انسان معافیتي سیسټم د سرطان پر وړاندې د مبارزې لپاره روزل کېدی شي، د ساینسي افسانې په څېر ښکارېده. مګر نن ورځ، دا د سرطانونو د څېړنې تر ټولو هیله بښونکې جبهه ده، چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) لخوا تر اوسه له ۳۰ څخه ډېرې ایمونوتراپي درملنې د ۲۵ بېلابېلو ډوله سرطانونو لپاره تایید شوې دي.
پایلې پخپله خبرې کوي. پخوا به د پرمختللي میلانوما (د پوستکي سرطان) لرونکو ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو هیله یوازې ۱۶ اوونۍ وه. مګر اوس د ایمونوتراپي له امله، دوی له درېیو څخه یو دا چانس لري چې یوه لسیزه یا تر هغه هم ډېر ژوند وکړي. په ورته ډول، د سږو د سرطان د ځینو ناروغانو لپاره، د ژوند هغه وړاندوینې چې پخوا په میاشتو حسابېدې، اوس په کلونو حسابېږي.
مګر د نایجیریا ناروغان په ندرت سره ایمونوتراپي یا نورو نویو او پرمختللو درملنو ته لاسرسی لري. حتی دلاګوس او ابوجا کې په لویو روغتونونو کې ډاکټران په مکرر ډول ځانونه په داسې حالت کې ویني چې نه شي کولای هغه څه تجویز کړي چې له ناروغانو سره مرسته کولای شي. له همدې امله، پداسې حال کې چې په بډایه هېوادونو کې د سرطان ناروغان د پخوا په پرتله ډېر ژوند کوي، د نایجیریا خلک د ډېرو پرمختیایي هېوادونو د ناروغانو په څېر مړه کېدو ته دوام ورکوي.
ځینې خلک په دې باور دي چې د دې واټن د له منځه وړلو غوره لاره دا ده چې د طبي نوښتونو لپاره د فکري ملکیت خوندیتوب کمزوری کړای شي او درمل جوړوونکي شرکتونه مجبور کړل شي چې خپلې درملنې په لږ یا هېڅ لګښت وړاندې کړي. دوی استدلال کوي چې د پیټینټ (د اختراع د حق ثبتولو) قوانین او لوړ نرخونه د روغتیایي خدماتو پر وړاندې غیر عادلانه خنډونه رامنځته کوي. مګر دا له ښې ارادې ډک استدلال یو لازمي واقعیت له پامه غورځوي: د نوښت او ابداع لپاره له قوي هڅونو او امتیازاتو پرته، د ایمونوتراپي په څېر پرمختللې درملنې به په لومړي سر کې هېڅ شتون نه لرلای.
د سرطان د نویو درملنو پراختیا خورا لویې پانګونې ته اړتیا لري او له بوږنوونکي خطر سره مل وي. څرنګه چې ډېری نوي احتمالي درمل هېڅکله بریا ته نه رسېږي، نو هغه څو درمل چې بریالي کېږي، باید د هغو ټولو ناکامو هڅو لګښتونه جبران کړي. نایجیریا، د ډېرو پرمختیایي هېوادونو په څېر، لا تر اوسه داسې اقتصادي یا ساینسي زیربناوې نه لري چې په لویه کچه د سرطان په برخه کې خپل نوي کشفونه رامنځته کړي، له همدې امله دا هېواد د هغو کشفونو په تمه پاتې کېږي چې په پرمختللو هېوادونو لکه متحده ایالاتو کې ترسره کېږي. که موږ د چټک لاسرسي په نوم یو داسې سېسټم له منځه یوسو چې د نوښتي هڅو ستاینه او مالي ملاتړ کوي، نو پرمختګ به ټکنی شي او په پایله کې به د بډایه او غریبو هېوادونو راتلونکي ناروغان په یو شان زیانمن شي.
د پیټینټونو (د اختراع د ثبت ځانګړي حقونه) نېټې پای ته رسیږي او کله چې دا حقونه پای ته ورسیږي، د درملو ارزانه او جنریک (کاپی شوي) نسخې بازار ته راوځي. په ورته وخت کې، څو درمل جوړوونکو شرکتونو او غیر دولتي موسسو (NGOs) داسې نوښتونه پیل کړي چې په پرمختیایي هېوادونو کې درملو ته د لاسرسي د پراخولو لپاره ډیزاین شوي دي. دغه سیسټم شاید بشپړ نه وي، مګر لږ تر لږه دا شونې کوي چې نوي طبي کشفونه او بریاوې دوام ومومي.
په هر حالت کې، په پرمختیایي هېوادونو کې د سرطان د دقیق تشخیص او اغېزناکو درملنو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه په خپله پیټینټونه نه دي، بلکې بیوروکراټیک ځنډونه، کمزورې روغتیایي زیربناوې او بېوزلي ده. د نوښتونو د هڅو د له منځه وړلو پر ځای، حکومتونه باید د اداري سرو کرښو په کمولو، د وارداتي درملو د تایید په ګړندي کولو، او د روغتیایي زیربناوو او ظرفیتونو په پراخولو کار وکړي، چې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د دې شیانو خورا سخت کمښت محسوسیږي.
پالیسي جوړوونکي باید د ژوند د عمومي معیارونو د ښه کولو لپاره هم اقدامات وکړي. د سوداګرۍ پراخول او د بازارونو ازادول د پرمختیایي هېوادونو لپاره د اقتصادي ودې او تحرک د لوړولو تر ټولو اغېزناکې لارې دي. ګړندۍ اقتصادي وده په زیربناوو او روغتیایي پاملرنه کې د لا زیاتې پانګونې زمینه برابروي، په داسې حال کې چې د کار داسې فرصتونه رامنځته کوي چې د کورنیو عایدات زیاتوي.
کله چې د ژوند ژغورونکي درمل د لاسرسي وړ نه وي، د سمدستي او ګړندیو حل لارو غوښتنې د پوهېدو وړ دي. مګر یو لنډبینانه (کم نظری) چلند د دې خطر لري چې د نن ورځې غمیزه د سبا په ناورین بدله کړي. د هغو هڅونو کمزوري کول چې د طبي نوښتونو ملاتړ کوي، به د پرمختګ سرعت ورو کړي. او همدا «پرمختګ»دی چې د سرطان مرض د مرګ له سزا سره له تشبیه کېدو ژغوري.

