یوردي یاسمي (Yurdi Yasmi) د کرنې او نړیوالې پرمختیا په برخه کې یو پېژندل شوی متخصص دی، چې اوسمهال په کمبوډیا کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د استازي په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی په ارشد مدیریت او پالیسۍ جوړولو کې له شلو کلونو څخه د ډېرې تجربې په لرلو سره، د کرنې سکتور د عصري کولو، د خوړو د خوندیتوب او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د کرنیز مقاومت د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
ژباړه: عبدالله خلیلي
تمه کېږي چې د روانې پېړۍ تر نیمایي پورې به د نړۍ نفوس لس میلیاردو ته ورسېږي، نو اړینه ده چې د کرنې سکتور هم په هر فصل او هر ځای کې په لږو امکاناتو ډېر تولید وکړي. د خوړو د ناامنۍ د ختمولو او مخنیوي لپاره پوهه او وسایل لا له وړاندې د بشر په لاس کې دي، خو تر اوسه په سمه توګه او په پراخه کچه نه دي کارول شوي.
په داسې حال کې چې نن ورځ نړۍ د اتو میلیاردو انسانانو په مړولو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، نو په ۲۰۵۰ کال کې به څرنګه وکولای شو لس میلیاردو خلکو ته ډوډۍ پیدا کړو؟ د مخ پر ودې نفوس د غذایي اړتیاوو پوره کول نه یوازې د خوراکي توکو (چې نږدې ټول یې پر نباتاتو ولاړ دي) بېساري زیاتوالي ته اړتیا لري، بلکې یو عادلانه وېش ته هم اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅوک د خوړو له ناامنۍ سره مخ نه دي.
دا یو ستونزمن او اوږد کار دی؛ ځکه اوسنی غذایي سیستم له وړاندې د نړېدو له ګواښ سره مخ دی. نږدې ۶۷۳ میلیونه انسانان هره شپه په لوږه تېروياو په ۲۰۲۵ کال کې موږ د دوو لویو قحطیو (غزه او سوډان) شاهدان وو، چې دواړه د جګړې، اقلیمي ټکان او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله رامنځته شوې وو. په ورته وخت کې، ۱.۶۶ میلیارد هکټاره ځمکه – چې ۶۰ سلنه یې کرنیزه ده – د هغو ناوړه چارو له امله تخریب شوې چې موږ یې د نړۍ د مړولو لپاره کاروو.
د نړیوال غذایي کمښت د ستونزې ریښه د خوراکي توکو د تولید د ظرفیت د کموالي له امله نه ده، بلکې یوه برخه یې په مؤثر ډول د خوراکي توکو د تولید او په مساویانه ډول د نه ویشلو له امله ده.. جګړې اود غذايي مصونیت نشتون په شلو هېوادونو کې د لوږې دوه بارز او اساسي علتونه دي، چې له امله یې نږدې ۱۴۰ میلیونه خلک د شدید غذايي مصونیت د نشتون لامل شوی دی. طبیعي افتونو په تېرو ۳۳ کلونو کې د نړۍ کرنې ته شاوخوا ۳.۲۶ ټریلیونه ډالره زیان اړولی، چې په اوسط ډول په کال کې ۹۹ میلیارد ډالره یا د نړۍ د ټولیز کرنیز تولید ۴ سلنه کېږي. همدارنګه، د عرضې د کمښت له امله د بیو ناڅاپي لوړوالي په میلیونونو خلک په یوه شپه کې له لوږې سره مخ کړل. تر ټولو بده دا چې دا ټکانونه یو ځلني نه دي، بلکې دا اوس پر یو دایمي او عادي حالت بدل شوي دي.
د لسیزو په اوږدو کې، د کرنې سکتور د ډېر حاصل لرونکو فصلونو د کرلو، او د کیمیاوي سرو (کودونو)، افت وژونکو درملو او د زیاتو اوبو په استعمال سره د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه. خو دغه بهیر د بې ځایه ضایعاتو، د سیندونو د ککړتیا، د خاورې د تخریب او د شنو خونو د ګازونو(GHGs) د لا تولید لامل شوی. موږ باید یوه غوره حللاره غوره کړو، او ساینس موږ ته دا لاره ښودلای شي. موږ لا له وړاندې پوهه او وسایل لرو ترڅو یې په غوره توګه استعمال کړو او هغه څه چې مونږ ورته وده ورکوو متفاوت کړو.
لومړی لومړیتوب د مؤثریت لوړول دي. د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ، د سرو کارول ۴۶ سلنه زیات شول او د افت وژونکو درملو کارول دوه چنده شول. خو حقیقت دا دی چې له ۳۰ تر ۶۰ سلنه پورې سرې (کودونو) او له ۲۰ تر ۷۰ سلنه پورې د آفت وژونکو درملو استعمال په مؤثر ډول جذب شوی وه. پاتې نور یې د سیندونو ککړتیا، تخریب شوې خاورې او د شنو خونو د غازونو د خارجولو لامل شوی و. څېړنې ښیي چې د نایتروجن د کارولو سم مدیریت کولای شي حاصلات تر ۱۹ سلنې پورې لوړ کړي او د سرې مصرف له ۱۵ تر ۱۹ سلنې پورې راکم کړي. د افت وژونکو درملو د مدیریت پرمختللی سېستم – دقیقه دواپاشي، بیولوژیکي درملو او د پاتې شونو د څارنې له لارې – کیمیاوي ضایعات کموي او بیولوژیکي تنوع ساتي. د کرنې ایکولوژیکي لارې چارې، لکه د څو فصلونو یو ځای کښت (Intercropping)، د فصلونو بدلون (Crop rotation) او په کرونده کې د ونو کيښنول، د خاورې روغتیا ښه کوي، په بهرنیو توکو اتکا کموي او د کرنې اوږدمهاله مقاومت پیاوړی کوي.
بل لومړیتوب باید د غذایي سیستم متنوع کول وي. د لسیزو راهیسې د تولید پر یوه بڼه تمرکز موږ یوازې په دریو فصلونو پورې تړلي یو. غنم، وریجې او جوار اوس په نړیواله کچه په زیاته اندازه کالوري پوره کوي. په یو ډول فصلونو (Monocultures) باندې دا ډول تکیه موږ د افتونو، ناروغیو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې خورا زیانمنوي. حل لاره په هغو فصلونو کې ده چې موږ ورته پام نه دی کړی. دودیز او کم کارول شوي ډولونه – لکه کلک ږدن (Millets)، مغذي موادو څخه ډکې دانې (Legumes)، سیمه ییزې مېوې او قوي کچالو (Yams) – د لوړ ارزښت لرونکي غذایي مواد لري او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې ډېر مقاومت لري. د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت سازمان نوښتونه لکه: په اسیا کې هوښیاره غذا او د ا فریقا لپاره سل فصلونه پروګرامونه د دې ښودنه کوي، چې څنګه دا له پامه غورځول شوي فصلونه په دوامداره توګه د خوراکي توکو د زیاتوالي، د فارمونو د عوایدو د زیاتوالي او د تخریب شوې خاورې د بیاترمیم لامل کېږي.
په پای کې، موږ باید د مؤثرو ټکنالوژیو کارول پراخ کړو. د معلوماتو تحلیل (Data analytics) او د دقیقې کرنې (Precision-agriculture) وسایل لا له وړاندې د کرنې بڼه بدلوي. ډرونونه کولای شي تخمونه وپاشي او مواد په پوره دقت سره ځمکې ته ورسوي. د مصنوعي ځیرکتیا پلیټفورمونه د سټلایټ تصویرونو څخه په استفادې کولای شي، چې بزګرانو ته ځانګړې او په حقایقو ولاړې لارښوونې وکړي. روبوټونه کولای شي هرزه واښه تشخیص کړي ترڅو په نښه شوې دواپاشي وشي او د ټولو بوټو وژونکو د بې ځایه کارولو مخه ونیول شي. د خاورې ډیجیټلي ازموینې او د هوا پېژندنې سټیشنونه په ورځني تصمیم نیونه کې بزګرانو ته لارښوونه کوي، او د بلاکچین سیسټمونه کولای شي کوچني بزګران له شفافو او د باور وړ بازارونو سره وصل کړي.
د دې وسایلو د کارولو پراخول په کرنیزو خدماتو کې پام وړ پانګونې، په ساینس ولاړو پالیسیو او د پوهې د شریکولو پلېټ فارمونو ته اړتیا لري. دغه راز، نوښتونه باید په سیمه ییزو کړنو کې شامل کړل شي، چې دا کار د حکومتونو، پانګوالو، خصوصي سکتور او بزګرانو ترمنځ لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري.
هدف دا دی، چې کرنه باید په کمو امکاناتو ډېر تولید وکړي – د اوبو له هرې څاڅکي څخه ډېر حاصل، د هر کیلوګرام سرې څخه ډېره کالوري، او د هر هکټار څخه ډېره غني غذا. دا کار د زړو صنعتي کڅوړو پر ځای د داسې انعطاف منونکو سیسټمونو رامنځته کول غواړي چې د هرې سیمې له خاورې، اوبو، فصل او اقلیم سره سم تنظیم شوي وي. په هغو برخو کې چې مارکېټ کمزوری دی، دولتي څېړنې باید مخکښې شي ترڅو دقیقې کرنې ته عادلانه لاسرسی یقیني شي، په داسې حال کې چې خصوصي سکټور خپل ګټور نوښتونه جاري ساتي. پوهه او علم نور زموږ خنډ نه دی؛ بلکې سیاسي اراده او د ګټو نه همغږي د کار مخه نیسي.
ان د پرله پسې جګړو، وچکالۍ او د بازار د ګډوډۍ په حالت کې هم ثابت تولید او د مناسبو بیو ساتل ممکن دي. د دې کار راز د خاورې په ژوندي کولو، د فصلونو په متنوع کولو او دقیق مدیریت کې دی. د هغې نړۍ تصور، چېرته چې هر شخص ښه غذا ولري، دهقاني په ښه کېدو وي، ځمکه حاصلخېزه وي او پاکې اوبه وي، نو بیولوژیکي تنوع رغېږي او زراعتي غذایي سیستم چې د شنو خونو غازات کم خپروي، ناممکن نه دی. مخکې له دې چې ځوړ سیستم له سقوط سره مخ شي، باید په شته سیستم کې ستونزې ومنل شي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا موږ دا شته علم، پوهه او ازمویل شوي وسایل کاروو که نه؟ راتلونکي نسلونه به دا پوښتنه ونه کړي چې ایا حل لارې شتون درلود که نه؛ بلکې هغوی به دا پوښتنه وکړي چې د دې حل لارو په پلي کولو کې ولې دومره ډېر ځنډ وشو؟ پرېکړه زموږ په لاس کې ده، او دا کار له ساینس څخه په عملي ډګر کې د استفادې له لارې پیلېږي.

