سټیفن والټ یو امریکایی سیاسي عالم دی چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ځانګړې پوهې خاوند دی. ښاغلی والټ دا مهال د هارورډ په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی. والټ د نړیوالو اړیکو د ریالیزم مکتب له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي، او په تېره بیا د «ګواښ د توازن» نظریې له امله نومیالی دی. د والټ مشهوره کتابونه په دا ډول دي: د ائتلافونو سرچینې (Origins of Alliances)، انقلاب او جګړه (Revolution and War)، او د اسرایلو لابي او د امریکا بهرنی سیاست (The Israel Lobby and U.S. Foreign Policy).
ژباړه: د جیوافغانیکا اداره
دمګړۍ د «نفوذ د ساحو» په اړه ډېر بحثونه کېږي. دا بحثونه د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت له وروستۍ ستراتیژۍ، په وینزویلا کې د ټرمپ له وروستیو ګامونو او د ګرینلنډ د نیولو لپاره د ټرمپ د نویو هڅو په غبرګون کې راپورته شوي دي. دا فکر، چې ستر ځواکونه باید په خپله سیمه یا «چاپیریال» کې له ننګونې پرته واک او نفوذ ولري، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې باور سره سمون خوري چې د ځواکمنو هېوادونو ځواکمن مشران باید نړۍ اداره کړي او په دې تړاو له یو بل سره معاملې وکړي، بې له دې چې دوی د نړیوال قانون، نړیوالو اخلاقي اصولو، یا نورو ایډیالیستي مفکورو په اړه اندېښنه ولري.
له بده مرغه، هغه کسان چې د نفوذ له ساحو ملاتړ کوي او هغه کسان چې ورسره مخالف دي، ښايي له دې مفهومه سم خبر نه وي. په یوې واقعي نړۍ کې د نفوذ ساحې نه کومه داسې لرغونې کړنه ده چې په آسانۍ له منځه یوړل شي او نه هم بیا د لویو قدرتونو د سیالۍ د کمولو لپاره کومه اغېزناکه لاره ده. برعکس، د نفوذ ساحې د نړیوالې انارشۍ یوه ناگزیره پایله ده او ترڅنګ یې د هغو رقابتي هڅونو ته یوه نیمګړې حللاره هم ده چې انارشي یې رامنځته کړې.
د سترو ځواکونو د نفوذ پر ساحو نیوکې زیاتره ارزښتي یا نورمېټیفي دي. منتقدین استدلال کوي چې دا ډول ترتیبات په خپل ذات کې ناعادلانه دي. د خپلواکو دولتونو په نړۍ کې هر دولت د نړیوال قانون له مخې له یو بل سره برابر دی. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې له مخې، دا په بنسټیزه توګه ناسمه ده چې ځواکمن دولتونه د اقتصادي یا پوځي فشار له لارې پر خپلو کمزورو ګاونډیانو د پام وړ کنټرول ولري. ان هغه کسان، چې دا مني ښايي روسیه اوکراین ته د ناټو د نږدې کېدا په اړه د اندېښنې دلایل ولري، ځکه په راتلونکي کې به دا ډول نږدېوالی د ناټو پر غړیتوب هم بدل شي؛ خو دوی ټینګار کوي چې په ناټو کې د غړیتوب پرېکړه باید یوازې د ناټو او کییف وي، نه دا چې د روسیې د ویټو تابع شي. د همدې نظر په منطق، دا به نامشروع وي چې چین پر آسیایي هېوادونو فشار راوړي څو له متحده ایالاتو یا تایوانه ځانونه لرې کړي، یا دا چې واشنګټن اعلان وکړي، لکه څنګه چې د ملي امنیت په وروستۍ ستراتیژۍ کې یې هم اعلان کړې ده، چې «نورو سیالانو ته به اجازه ور نه کړي چې زموږ په نیمهکره کې ځواکونه یا نور ګواښونکي ظرفیتونه ځای پر ځای کړي، یا زموږ په نیمهکره کې ستراتیژیکې حیاتي شتمنۍ ولري یا یېکنټرول کړي.» د منتقدینو له مخې، ټول دولتونه باید آزاد وي چې د خپلې خوښې له مخې ځانونه عیار کړي او ځواکمن ګاونډیان دا حق نه لري چې چا ته ووايي له چا سره سوداګري وکړي، له چا پانګونه ترلاسه کړي او یا له چا سره پوځي همکاري وکړي؟
پر نورمونو ولاړه نړۍ کې به ژوند کول ښه وي، خو دا لیدلوری له واقعي نړۍ سره هېڅ تړاو نه لري. د نفوذ ساحې د نړیوال سیاست تکرارېدونکې ځانګړنه ده او په بشپړه توګه یې د له منځه وړلو امکان هم ډېر کم دی. یو څوک اړ نه دی چې د سپینې ماڼۍ همکار سټیفن میلر پر ناپوهۍ ولاړې مبالغې د نړیوال سیاست د «اوسپنیزو قوانینو» په توګه ومني، څو دا حقیقت درک کړي چې ځواکمن دولتونه تل د خپلې خاورې نږدې پېښو ته حساس وي او له خپل واکه کار اخلي، څو خپل چاپېریال په داسې بڼه جوړ کړي چې د دوی په ګومان یې امنیت پیاوړی کوي.
د نفوذ ساحې د درېیو څرګندو لاملونو له مخې رامنځته کېږي:
لومړی، لوی قدرتونه عموماً د لرې پرتو قدرتونو په پرتله په خپل چاپیریال او ګاونډ کې ډېره لېوالتیا او ګټه لري او د کور تر څنګ، د ناوړه بهیرونو د پیاوړي کېدو د مخنیوي لپاره د خطر منلو او لګښت پرې کولو ته چمتو وي. لکه څنګه چې په لاندې برخه کې به هم پرې بحث وشي، که څه هم لرې پراته قدرتونه ښايي د بل لوی قدرت په چاپیریال یا سیمه کې مهمې ګټې ولري، خو دا ډول ګټې په عمومي توګه کوچنۍ وي او د هغوی د دفاع او خوندیتوب لپاره د پام وړ سرچینو قرباني کولو ته هم تیار نه وي. ما په ۲۰۱۵ کال کې استدلال کړی و، چې ولې اوکراین د ناټو د برخه کولو هڅې ګواښونکې وې؛ روسیې زموږ په پرتله دې موضوع ته ډېره پاملرنه کوله او له همدې امله چمتو وه چې جګړه په داسې شدت پیل کړي چې موږ ورته چمتووالی نه درلود. همدا روښانه کوي چې ولې د لاتیني امریکا له دولتونو د روسیې، چین یا ایران ملاتړ هغه مهال لږه مرسته کولی شي چې متحده ایالات په رښتیا هم راپارېدلی وي. دا حقیقت د لویو قدرتونو مداخله مشروع یا اخلاقي کوي نه، خو له دې سربېره درسره مرسته کوي څو تاسو پوه شئ چې ولې داسې پېښېږي؟
دویم، ان د نړیوال کېدو په دوره کې هم سوداګري لا تر ډېره سیمهییزه ده، لکه څنګه یې چې اروپایي ټولنه، د متحده ایالاتو ـ مکسیکو ـ کاناډا سوداګریز ترتیبات او په ختیځه آسیا کې د چین اقتصادي حضور ښيي. د پایلې په توګه، په یوه سیمه کې تر ټولو لوی اقتصادي قدرت عموماً د خپلو ګاونډیانو پر انتخابونو د پام وړ نفوذ لري، که څه هم نامحدود نه وي؛ ځکه هغوی باید د هغو ګامونو اقتصادي پایلې په پام کې ونیسي چې ښايي واکمن قدرت دې ته وهڅوي چې خپلو بازارونو ته د هغوی لاسرسی بند کړي یا یو مهم صادراتي توکی محدود کړي.
درېیم، ځکه چې کور ته نږدې د پوځي ځواک کارول اسانه دي او د لرې قدرتونو لپاره ستونزمنه ده چې د یوه لرې هېواد مرستې ته ورسېږي، لوی قدرتونه کولی شي د خپلو سرغړوونکو ګاونډیانو پر ضد د پوځي اقدام ګواښ په ډېر باورمن ډول وکړي. د بېلګې په توګه، د روسیې لپاره به نږدې ناممکنه وي چې په لاتینه امریکا، منځني ختیځ یا افریقا کې له نیم میلیون څخه ډېر عسکر ولېږدوي او وساتي، خو په ګاونډي اوکراین کې یې دومره ځواک ځای پر ځای کړی او ساتلی دی، که څه هم له ستونزو پرته نه دی.
دا پوهاوی چې د نفوذ ساحې په نړیوال سیاست کې ډېرې لیدل کېږي، ځینې څارونکي یېدې ته هڅولي چې هغوی د نړۍ د تنظیم او د لویو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ د کمولو لپاره یوهممکنه ګټوره لاره وګڼي. که لوی قدرتونه د یو بل اړوندې ساحې ومني او پر درناوي یې هوکړه وکړي، نو ګواکې د ګټو احتمالي ټکرونه به کم شي او هر لوی قدرت به ډېر خوندي شي. په تیورۍ کې، کله چې لوی قدرتونه د سرحدونو پر ځای هوکړه وکړي او ژمن شي چې په خپلو اړوندو ساحو کې د «ژوند وکړه او بل ته هم د ژوند اجازه ورکړه» اصل ومني، نو هر یو به آزاد وي چې خپله سیمه د خپلې خوښې له مخې اداره کړي او د اصطکاک احتمالي ټکي به راکم شي.
تاریخ وړاندیز کوي چې دې نسخې ته باید په شک وکتل شي. یو ملاتړی ښايي د سړې جګړې پر مهال د اروپا وېش د دې تګلارې د بریالۍ بېلګې په توګه وړاندې کړي: له پېړیو پرلهپسې جګړو وروسته، اروپا ځکه ارامه شوه چې متحده ایالاتو او شوروي اتحاد هر یوه د وچې پر نیمایي برخه واک درلود، یو بل یې مهار کړي وو او خپل پیروان یې تر کنټرول لاندې ساتل. ځکه هر څوک پوهېدل چې د ناټو او وارسا تړون ترمنځ مستقیمه جګړه به بېحسابه ویجاړوونکې وي، نو دواړه لوري د یو بل په ساحه کې له ډېرې مداخلې محتاط وو.
خو دا مثال هغومره قانع کوونکی نه دی لکه په لومړي نظر کې چې ښکاري. نه یوازې دا چې اروپا په ۱۹۵۰ لسیزه کې د پرلهپسې بحرانونو ځای وه، په ځانګړي ډول د برلین دیوال تر جوړېدو مخکې، بلکې سوله تر ډېره پر دې حقیقت ولاړه وه چې دوه اټومي وسلهوال زبرځواکونه د اوسپنې پردې پر دواړو غاړو یو بل ته مخامخ ولاړ وو. د اروپا وېش په دوو سیالو ساحو کې ښايي ښکاره جګړه لږه ممکنه کړې وي، خو د سړې جګړې سیالي شدیده پاتې شوه او هېڅ لوري په بشپړ ډول د بل «حق» ونه مانه چې په خپله ساحه کې غالب نفوذ ولري. که امریکایانو دا منلې وای، ولسمشر رونالډ ریګن به هېڅکله په برلین کې هغه وینا نه وای کړې چې شوروي مشرانو ته یې وویل: «دا دیوال ونړوئ.»
سربېره پر دې، د لویو قدرتونو د امپراتوریو پخوانی تاریخ دا ستونزه څرګندوي چې د بېلابېلو سیمو پر سر د غالب نفوذ د وېش د متقابلې هوکړې له لارې سوله خوندي کول څومره ستونزمن دي. که څه هم بېلابېلو استعماري قدرتونو د سمندرونو هاخوا د امپراتوریو جوړولو حق منلی و او کله ناکله یې لنډمهالې هوکړې کولې چې د نړۍ کومې برخې د چا دي، خو دا ترتیبات تل بدلېدونکي وو او کله ناکله پرې تودې شخړې کېدې. بریتانیا او فرانسې پر دې جګړه وکړه چې په شمالي امریکا کې به څوک غالب نفوذ ولري، چې په اوږد مهال کې هېڅ یو هم نه و او په افریقا، منځني ختیځ، سویلي آسیا او آرام سمندر کې یې د خپلو استعماري دعوو پر سر بیا بیا ټکرونه وکړل. که تاریخ لارښود وي، نو د هر لوی قدرت اړوندې ساحې د نقشې پر سر د څو کرښو په ایستلو سره د ډېر وخت لپاره مسئله نه حلوي.
د نن ورځې په اړه څه؟ له یوې خوا، لوی قدرتونه ګټې لري، په ځانګړي ډول خپلې خاورې ته نږدې، او دا به ناپوهي وي چې د خپلې ستراتیژۍ د جوړولو پر مهال دغه حقیقت له پامه وغورځول شي. د وروسته کتنې له مخې، د متحده ایالاتو مشرانو باید د هغو ډېرو غږونو خبرداریو ته غوږ نیولی وای چې ویل یې د پخواني شوروي اتحاد له پولو سره نږدې سیمو کې د سیاسي همغږیو د بیا جوړولو هڅه به بېرته منفي پایله ورکړي. هغوی باید له ځان څخه پوښتنه کړې وای چې که کوم لرې لوی قدرت د متحده ایالاتو د اصلي خاورې ترڅنګ ورته کار کوي، دوی به څنګه غبرګون ښيي؟ د نورو حساسیتونو ته حساس اوسېدل اخلاقي تسلیمېدل نه دي؛ دا یوازې مدبرانه دولتچلونه ده.
خو له بلې خوا، د نفوذ د ساحو د ماډل په منلو سره به د نړیوال سیاست ارامول د لویو قدرتونو سیالي پای ته ونه رسوي. دلیلونه یې دا دي:
لومړی، که څه هم لوی قدرتونه په خپلو سیمو کې د پام وړ اقتصادي نفوذ لري، د نن ورځې نړیوال اقتصاد ژور او ښايي په نه بېرته ګرځېدونکي ډول نړیوال شوی دی او په ټوله نړۍ کې د ژوند معیارونه د تولیدي توکو پر پېچلو اکمالاتي ځنځیرونو او له ټولې نړۍ څخه پر خامو موادو او خوراکي سرچینو پورې تړلي دي. له همدې امله، بېلابېلې سیمې نه شي کولی د بهرنیو اقتصادي ځواکونو پر وړاندې په بشپړ ډول بندې شي، لکه څنګه چې سټالیني روسیه یو وخت وه، بې له دې چې هر څوک په څرګند ډول بېوزله شي. که متحده ایالات فکر کوي چې کولی شي لاتینه امریکا د چینایي توکو له پېرلو، چین ته د خامو موادو او سویا لوبیا له صادرولو او د چین له اړینې پانګونې منلو څخه وساتي، نو باید یا ورته ارزښت لرونکي بدیلونه وړاندې کړي او یا به په ټوله سیمه کې له مخ په زیاتېدونکې غوسه لرونکو خلکو سره مخ شي. همدا اصل د چین پر هغه هڅه هم تطبیقېږي چې غواړي په ختیځه آسیا کې داسې اقتصادي نظم تحمیل کړي چې بهرني قدرتونه ترې وایستل شي. دا دا معنا لري چې د سیالو لویو قدرتونو نفوذ له خپلې ساحې څخه د ډېر جدي لګښت له تحمیل پرته نه شي ایستل کېدای.
سربېره پر دې، حتی که ټول لوی قدرتونه په یو ډول رسمي بڼه د یو بل د نفوذ ساحې ومني، دوی به بیا هم یو بل ته په شک ګوري او د ځواک او برلاسۍ لپاره به له یو بل سره سیالي کوي. دوی به حتمي دې ته هڅېږي چې په بېلابېلو طریقو د نورو د نفوذ په ساحو کې مداخله وکړي، که بل هېڅ نه وي، یوازې د دې لپاره چې احتمالي سیالان دې ته اړ کړي چې ډېر پام او سرچینې کور ته نږدې ولګوي. دا د امریکا د هغو تکراري هڅو مرکزي منطق دی چې په اروپا یا آسیا کې او تر لږې کچې په فارس خلیج کې، د سیمهییزو هژمونونو د راڅرګندېدو مخه ونیسي؛ هغه هڅې چې کله ناکله یې د متحده ایالاتو فعاله مداخله غوښتله. د متحده ایالاتو مشران پوهېدل چې په اروپا یا آسیا کې یو هژمون به په خپله ساحه کې بېننګونې وي او په نړۍ کې د مداخلې لپاره به ډېر آزاد وي، په شمول د لوېدیځې نیمهکرې. دا امکان به هغه «وړیا امنیت» کم کړي چې متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې ترې ګټه اخیستې وه. کله چې سیال لوی قدرتونه د یو بل په ساحو کې لاسوهنه پیل کړي، حتی که په محدودو بڼو هم وي، هر یو به احتمالاً اندېښمن شي او غبرګون به وښيي. له همدې امله، د «ژوند وکړه او بل ته هم د ژوند اجازه ورکړه» او د سیالانو د نفوذ ساحو پرېښودلو هوکړې ښايي ډېرې نازکې ثابتې شي، په ځانګړي ډول کله چې د ځواک توازن بدلېږي او نوې وسوسهانګېز فرصتونه رامنځته کوي.
پر دې سربېره، لکه څنګه چې په ختیځه اروپا کې د شوروي تجربه او له لاتینې امریکا سره د متحده ایالاتو د اړیکو تاریخ ښيي، د یوه لوی قدرت د نفوذ په ساحه کې ځینې کمزوري دولتونه به د هغه له واکمنۍ ناراضه وي او د کمولو لارې به یې لټوي. دا حالت به لرې سیالو لویو قدرتونو ته نور فرصتونه ورکړي چې مداخله وکړي او واکمن قدرت په بده بڼه وښيي. د بېلګې په توګه، متحده ایالاتو په ۱۹۵۳، ۱۹۵۶ یا ۱۹۶۸ کلونو کې د وارسا تړون له یاغي غړو سره ډېره مرسته ونه کړه، او د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له بحران پرته، شوروي اتحاد هېڅکله د فیدل کاسټرو له کیوبا یا ساندینیستانو سره د مرستې لپاره لوی خطرونه ونه منل. پر ځای یې، دواړو لورو ډېری وخت هڅه کوله چې د خپل سیال د خپلو کمزورو ګاونډیانو پر وړاندې دروند لاس لرونکې مداخلې په روښانه کولو سره تبلیغاتي امتیازات ترلاسه کړي؛ او د دې ډول هڅو بېاعتباره کول هر وخت رامنځته کېږي چې یو لوی قدرت په خپل مدار کې د مخالفو ځواکونو د ځپلو اړتیا پیدا کړي.
دا وضعیت موږ ته دا هم را یادوي چې د نفوذ ساحې هغه وخت تر ټولو ښه کار کوي چې ډېرې نه ښکاري، واکمن قدرت اړ نه وي چې خپل ګاونډیان په لیکه کې ساتلو لپاره ډېر څه وکړي، او خپل رول په بنسټیز ډول خیر غوښتونکی وښودلی شي. له همدې امله، د ټرمپ ادارې تېزې او مغرورانه خبرې چې غواړي پر «خپله» نیمهکره خپله اراده وتپي، په داسې حال کې چې په ښکاره د نورو د سرچینو او/یا خاورې د کنټرول غوښتنه کوي، ډیپلوماتیکه بېکفایتي ده. دا کار به په نیمهکره کې لا ډېره کرکه رامنځته کړي او د لویو قدرتونو سیالانو ته به پراخ مواد ورکړي څو متحده ایالات د یوه خطرناک سرکښ قدرت په توګه وښيي.
وروستی ټکی دا دی چې حتی که چین، متحده ایالات، روسیه او ښايي یو یا دوه نور قدرتونه د یو بل ساحې ومني او د درناوي ژمنه یې وکړي، افریقا او منځنی ختیځ اوس مهال د هېڅ لوی قدرت د ځانګړې ساحې برخه نه دي. له همدې امله داسې ډېر ځایونه شته چې لوی قدرتونه پکې لا هم د شتمنۍ، ځواک او نفوذ لپاره سیالي کولی شي. په یوه جغرافیایي سیمه کې سیالي عموماً نورو سیمو ته هم غځېږي، ځکه هر قدرت هڅه کوي چې شخړهییزو سیمو ته خوندي ارتباطي لارې جوړې کړي او د نورو لپاره د دې ډول لاسرسي مخه ونیسي.
تر هغې چې نړۍ په خپلواکو دولتونو وېشل شوې وي او د وړتیاوو له پلوه له یو بل سره ډېر توپیرونه ولري، د نفوذ ساحې به هم د نړیوال سیاست یوه نهپرې کېدونکې ځانګړنه وي او هم د سولې د پیاوړتیا لپاره یوه بېباوره طریقه. له همدې امله، که غواړئ یوه ارامه او سوکاله نړۍ پیاوړې کړئ، له دې پیل وکړئ چې د بل لوی قدرت د نفوذ د ساحې ننګول خطرناک کار دی. خو دلته مه تمېږئ: د باثباته سولې جوړول تر دې ډېر څه غواړي چې څو نړیوال مشران نقشې راوباسي او پرېکړه وکړي چې څوک څه، چېرته، ترلاسه کوي؟ حتی که هغوی نن یو ډول هوکړې ته هم ورسېږي، دا به په راتلونکي کې د برلاسۍ لپاره د دوی سیالي ونه دروي، په شمول د یو بل د سیمهییزې واکمنۍ د ادعاوو د ننګولو نرمو او ښکاره هڅو څخه.

