LOADING CLOSE

له هراته تر واخانه: د افغانستان له لارې د چین او ایران نښلون – زاهد خلیلي

زاهد خلیلي

زاهد خلیلي کابل مېشتی لیکوال او څېړونکی دی. په تاریخ او سیاسي علومو کې دوه ماسترۍ لري. په تېرو لسو کلونو کې یې په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کړي دي، چې په مختلفو انلاین او چاپي افغان رسنیو کې خپرې شوې دي. خلیلي په پښتو ژبه د دغو دوه کتابونو لیکوال هم دی: «د افغانستان او پاکستان اړیکې ۱۹۴۷–۲۰۱۹» او «د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ ۱۹۱۹–۲۰۲۰».

منبع: یوریشیا ریویو

ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله

ځينو ایراني او افغان رسنیو د ایران د ریل پټلۍ د یو لوړ پوړي چارواکي جبار علي ذاکري له قوله لیکلي چې هغه د افغانستان له لارې د ایران او چین ترمنځ د یوې نوې تېرېدونکې ریل پټلۍ په اړه څرګندونې کړې دي. د رسنیو راپورونو کې ویل شوي چې ایران غواړي د افغانستان له هرات ولایته تر بلخ ولایت پورې او بیا له هغه ځایه د بدخشان تر واخانه پورې یوه نوې ریل پټلۍ تېره کړي، چې له امله به یې ایران د افغانستان له لارې له چین سره ونښلي.

سره له دې چې د ایراني چارواکي خبرې تر اوسه د کاغذ پرمخ او د بحثونو تر کچې دي، خو که چېرته دغه نقشه راتلونکي کې عملي شي، نو د سیمې، بیا په ځانګړي ډول د افغانستان، ایران او چین ترمنځ به سوداګریزو اړیکو کې به ډېر نږدېوالی راولي.

اوس مهال د ایران او چین ترمنځ سوداګري د اوبو له لارې کېږي، چې له ستونزو خالي نه ده، وخت نیسي او فاصله هم ډېره ده. دواړه د سوداګرۍ مهم شریکان دي. سره له دې چې دواړه له یو بل سره غېر تېلي سوداګري هم لري، خو د چین له لوري د ایران د تېلو واردات هغه څه دي چې دواړه هېوادونه یې سره نږدې کړي. چین چې د نړۍ لوی تولیدوونکی هېواد دی، له همدې امله د امریکا د بندیزونو سربېره چین د ایران د تېلو تر ټولو لوی پېردونکی دی.

سره له دې چې امریکا په ایران بندیزونه لګولي دي، خو چین بیا هم له ایران سره سوداګري کوي او د امریکا بندیزونه یو اړخیز ګڼي. ایران د وچې له لارې د خپلو صادراتو د زیاتوالي له پاره په وروستیو کې له ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره د اړیکو د پراختیا له پاره هڅې کړي دي. دغه راز، له افغانستان سره یې هم سوداګرۍ پراختیا موندلې دی.

داسې ښکاري چې ایران اوس د افغانستان له لارې د یوې بلې لارې د جوړولو فکر لري، څو له خپل لوی سوداګریز شریک (چین) سره ورته د سوداګرۍ له پاره تر ټولو لنډه لار وي. ایران اوسمهال د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې له افغانستان سره نښتی دی، چې ټول اوږدوالی یې ۲۲۵ کیلومتره دی. د نوي پلان له مخې به ایران همدې ریل پټلۍ ته پراختیا ورکوي.

د ایراني چارواکي له خبرو ثابتېږي چې افغانستان د سیمې د مختلفو هېوادونو ترمنځ اوس هم د یوه پُل په توګه د نښلوونکي حیثیت لري او کولی شي چې د سیمې په اقتصادي وده او نښلون کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د جغرافيوي موقعیت ارزښت بیا څرګندېږي

افغانستان د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او ایران ترمنځ په یوه داسې موقعیت کې پروت دی، چې په دغه سیمه کې پراته هېوادونه یې د خپلې سوداګرۍ او ترانزیټ له پاره له پامه نه شي غورځولی.

اوسمهال د افغانستان له خاورې د سیمه ییز اتصال ګڼې پروژې تر کار لاندې دي. د ټاپي (د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژه)، د کاسا زر (د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د منځنۍ اسیا د برېښنا د لېږد پروژه)، د افغان-ټرانس په اړه جدي بحثونه او ځینې نورې پروژې، چې افغانستان په کې مرکزي رول لري، د سیمې په اقتصادي نښلون کې د افغانستان مرکزي رول ښه څرګندوي.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سیمه ییز اتصال مرکزي لوبغاړی پاتې شوی. یو مهال یې د وریښمو تاریخي لارې په واسطه د اسیا او اروپا ترمنځ سوداګریزو او کلتوري اړیکو ټينګولو کې مهم رول لوبوه.

له لسیزو بې ثباتیو وروسته، چې د افغانستان د ناامنۍ له امله د سیمې ځینې هېوادونه ناامنه او وېرې او ګواښونه موجود و، اوس هغه وضعیت بدلون کړی او ښکاري چې افغانستان یو ځل بیا د سیمې د توجه وړ ګرځېدلی او غواړي د افغانستان له ستراتېژيک موقعیته استفاده وکړي.

ایران، چې د افغانستان مهم ګاونډی دی، له چین سره د دغې نوې نښلوونکې لارې له طریقه یې د نښلېدو چانس ډېر دی او که ایران په دې اړه له افغانستان او چین سره جدي بحثونه وکړي، نو مثبتې پایلې لرلی شي.

د ایران او چین له پاره د دې نوې لارې ګټې تر ډېره څرګندې دي، خو د جګړه ځپلي او کمزوري اقتصاد او تر ځمکې لاندې د نااستخراج شوې شتمنۍ درلودونکي هېواد افغانستان له پاره کومې ګټې لرلی شي؟

له دې پروژې یوه مهمه ګټه چې افغانستان يې له عملي کېدو وروسته ترلاسه کولی شي هغه ترانزیټي عواید دي چې د افغانستان ملي خزانې ته به جمع کېږي او بیا به په نورو پراختیايي کارونو مصرفېږي.

بله مهمه ګټه یې په افغانستان کې د ګڼو کاري فرصتونو ایجاد دی. دغه ریل پټلۍ سره به په افغانستان ډېرو افغانانو ته په مختلفو برخو کې کاري فرصتونه ایجاد شي، چې د عامو وګړو ژوند کې به لوی بدلون راولي او دسترخوان به ډک شي.

یوه بله مهمه ګټه یې له چین سره د افغانستان مستقیم نښلېدل دي. اوس د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري د پاکستان له لارې کېږي، چې له ستونزو او خنډونو خالي نه ده. بله لاره د منځنۍ اسیا له لارې ده چې وخت نیسي او فاصله ډېره ده، خو که چېرته دغه نوې پروژه عملي شي، نو افغانستان به په مستقیم ډول له چین سره ونښلي او د وارداتو لګښتونه او وخت به بې حده راکم شي، چې دا به د افغانستان په بازار کې د چینايي او ایراني توکو د بیو د ټيټيدو لامل وګرځي.

دغه راز، چین چې د خپلو تولیداتو له پاره خامو موادو ته اړتیا لري. وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې پانګونه کړې او په همدې موخه یې له افغان حکومت سره یې ښې اړیکې جوړې کړي دي. دغه نوې لاره به په افغانستان کې د چینانو د پانګونې د زیاتېدو لامل شي. افغانستان د چین له پاره اقتصادي ارزښت لرونکی او ستراتېژيک هېواد دی. چین د افغانستان په کانونو کې د پانګونې له پاره ډېره لېوالتیا لري او د مس عینک لوی کان ترڅنګ یې په وروستیو کې په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې قراردادونه لاسلیک کړي دي.

خو د دې نوې پروژې پېل به ساده او اسانه کار نه وي. له چین او افغانستان سره همغږي او یو عملي تړون ته ننوتل او د نقشې جوړول یوه مرحله ده او له هراته تر بدخشانه په شاړو دښتو او غریزه سیمو پوښلي افغانستان کې د ریل پټلۍ غځول به بله سخته مرحله وي. که څه هم په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت ښه دی، خو چین ممکن د شرقي چین د امنیت په اړه ځینې امنیتي اندېښنې ولري. دغه راز، د دې پروژې لګښت به هم دومره زیات وي چې ممکن یو هېواد یې په غاړه وانخلي، خو که چین د خپلې یو کمر بند یوې لارې سره دغه پروژه همغږې کړي، نو پلي کېدل یې ممکن ډېر سخت نه شي. 

د پایلې په ډول که ووایو، د ایران له لوري د دې نوې پروژې په اړه خبرې د ایران-افغانستان او چین ترمنځ د نښلون یو مهم باب پرانېزي. که چېرې دغه پروژه د افغانستان په مرکزیت عملي کېږي، نو ګټې به یې د افغانستان له پاره ډېرې وي.

 له ایران سره د دغه موضوع تعقیبول به د افغانستان خلکو ته لوی اقتصادي فرصتونه برابر کړي. سره له دې چې، لکه د هرې بلې پروژې په مخ کې چې ستونزې او ننګونې وي، دا پروژه هم استثنی نه ده، خو دا د درېواړو هېوادونو له پاره په سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې نوي او مثبت فرصتونه لري.

Visited 25 times, 1 visit(s) today

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!