په نړیوال سیاست کې د نرم ځواک اهمیت او افغانستان – مشتاق رحیم

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم د جګړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و.
ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمهییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.
لیکوال: مشتاق رحیم
د نړۍ په سیاسي ادبیاتو کې د ځواک بحث خورا مطرح دی او د هېوادونو د نړیوال حیثیت درجهبندي د هغوی د ځواک په رڼا کې کېږي. کله چې د ځواک بحث کوو نو د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کې پیاوړی پوځ او پرمختللي جنګي وسایل ذهن ته راځي. داسې انګېرل کېږي چې هر هغه هېواد چې د جګړې ډېره وړتیا لري، هماغه پیاوړی دی؛ خو په عصري نړیوالو اړیکو کې د ځواک تعریف او شرحې ډېر بدلون کړی او د نظامي وړتیا ترڅنګ نور عناصر هم دي چې د یو هېواد د ځواک کچه ټاکي.
د هارورډ پوهنتون د استاد جوزف نای (Joseph Naye) په اند، ځواک هغه وړتیا ده چې په مټ یې د نورو کړه وړه په داسې بڼه عیار شي چې ستاسو د موخو په ترلاسي کې ګټور ثابت شي. د دې تعریف په رڼا کې جوزف نای په خپل کتاب «نرم ځواک؛ د نړۍ په سیاست کې د بري طریقه» کې ځواک پر دوو برخو وېشي چې یو یې هماغه د جګړې وړتیا ده او د کلک ځواک نوم یې ورته ورکړی او بل هم نرم ځواک دی.
نرم ځواک په حقیقت کې د یوه هېواد د جذابیت (Attraction) قوه ده چې نور هېوادونه او یا هم د نړۍ وګړي هڅېږي چې له دغه هېواده اغېزمن شي او د چارو په اړه يې دريځ هغسې شي چې د نرم ځواک خاوند یې غواړي. د چارو په اړه د یوه هېواد جذابیت یا راښکون د دې لامل کېږي چې د نورو ملاتړ را خپل کړي او له دې لارې خپلې موخې په آسانۍ او بې له کومې شخړې ترلاسه کړي. یو هېواد چې څومره د نورو خواخوږي، ملاتړ او فکري میلان له خپلو موخو سره عیاروي، همغومره د نرم ځواک له اړخه پیاوړی ګڼل کېږي. په نړۍ کې د نرم ځواک د کچې ټاکلو لپاره یوه نړیواله درجهبندي (Soft Power Index) هم جوړه شوې ده چې په ۲۰۱۹ کال پکې فرانسه تر ټولو پیاوړی هېواد ګڼل شوی دی.
د نرم ځواک بنسټیزې سرچینې د یوه هېواد کلتور، سیاسي لید، کړنلارې، سیاسي ارزښتونه، او علمي، مطبوعاتي او ټکنالوژیکي پرمختګونه ګڼل کېږي. د یوه هېواد بډایه کلتور کېدای شي د نورو د ښه نیت د را خپلولو لامل شي او د دغه ښه نیت په مټ د بډایه کلتور خاوند هېواد خپلې موخې پرې ترلاسه کړي. د بېلګې په ډول، د هندوستان فلمي نړۍ د دې لامل شوې چې له دغه هېواد سره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ولسونو مینه او کلتوري اړیکه جوړه شي او له دې لارې هندوستان د ځان لپاره خواخوږي او مینهوال پيدا کړي. دا هم شونې ده چې د یوه هېواد سیاسي ارزښتونه د نورو لپاره زړه راښکونکي وي. یا هم د نورو په مقابل کې د ترحم احساس د پردیو د ملاتړ د ترلاسه کولو لامل شي او همداسې د یوه هېواد مظلومیت بیا کولای شي چې د ملګرو او خواخوږو په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي. د بېلګې په ډول پاکستان تر ۲۰۰۱ کال وروسته په قبایلي سیمو کې د طالب جنګیالیو په راڅرګندېدلو او دوی ته د ورپېښو ننګونو په مټ نړۍ ته ځان د ترورېزم قرباني معرفي کړ. په دې چارې سره پاکستان د افغانستان هغه داعیه کمزورې کړه چې ګواکي پاکستان د دغه هېواد په چارو کې مداخله کوي. پاکستان په همدې پلمه له ناټو او امریکا څخه خورا ډېرې مالي مرستې هم ترلاسه کړې.
د نرم ځواک اغېزه تر ډېره د متقابلو هېوادونو له سیاسي پوخوالي، کلتوري حیثیت، اقتصادي حالت، تعلیمي کچې او داسې نورو وړتیاوو سره تړاو لري. د بېلګې په ډول د امریکا د نرم ځواک اغېز ښايي په هغه کچه په انګلستان کې نه وي چې په افغانستان، هندوستان یا بنګله دیش کې دی. د بیلګې په ډول، کېدای شي د امریکايي ټولنې معیارونه په انګلستان کې دومره لوړ ونهګنل شي، لېکن همدا معیارونه بیا د سویلي آسیا د هېوادونو وګړي په بېلګو کې کاروي. په بله وينا، امریکايي معیارونه په یوه ټولنه کې د زړه راښکون لامل دي او د نرم ځواک په توګه یې یو شمیر هېوادونه تر خپل اغېز او سحر لاندې نیولي، خو په یوه بله ټولنه کې بیا همدا معیارونه تر پوښتنې لاندې راځي او ممکن نیوکې هم ورباندې وشي. تر کلک ځواکه، چې په هر ځای او هر حال کې یو ډول کارېږي، نرم ځواک ځکه له بېلوبېلو محدودیتونو سره مخامخ کېږي چې پر يوه ځای يې اغېز ډېر خپرېږي خو په بله ټولنه کې هېڅ اهمیت نه ورکول کېږي.
د ځواکونو د توپیر په بحث کې یوه جالبه خبره دا ده چې کله کله کلک ځواک نرم ځواک ته محتاج وي خو نرم ځواک تر ډېره د کلک ځواک له انحصاره خلاص دی. د یوه هېواد د کلک ځواک کارولو لپاره ډېر وخت د نرم ځواک ملتیا ته اړتيا وي. ګورو چې د ۲۰۰۱ د سېپټمبر تر بریدونو وروسته امریکا ځان نړۍ ته مظلوم وښود او په مټ يې په افغانستان کې د طالبانو پرضد خپل نظامي ځواک وکاراوه. بلې خوا ته چې ګورو، په عراق او افغانستان کې د چریکي جګړهمارو ډلو دا موخه چې غواړي امریکا له سیمې وباسي، د سیمې د هېوادونو لپاره د زړه راښکون لامل شوې ده او همدا لامل دی چې د سیمې هېوادونه د دغو ډلو په اړه نرم دریځ پالي.
که څه هم د نړۍ په سیاست کې کلک ځواک خپل ځانګړی اهمیت او ځای لري، او ځکه خو هېوادونه د پخوا په څېر اوس هم هڅه کوي چې خپلې پوځي وړتیاوې لا پسې پیاوړې کړي، خو د نرم ځواک اهمیت پر خپل ځای پاتې دی. نرم ځواک په کم لګښت د سترې موخې په ترلاسي کې مرسته کوي او ډېر وخت ځواکمن هېوادونه اړ کوي چې له کمزورو هېوادونو سره د برابرۍ چلن تمثیل کړي. دلته ګورو چې د هندوستان او چین ترمنځ د سیالۍ له امله امریکا له هند سره خپلې ستراتیژيکې اړیکې پیاوړې کړې. امریکا کتل چې په سیمه کې د خپلو موخو د خوندي ساتلو لپاره د چین په مقابل کې د یو پیاوړي ځواک شتون ته اړتیا لري او د امریکا دا موخه هندوستان په ښه ډول پاللی شي نو ځکه د هند جغرافیوي او اقتصادي حیثیت په دې قضیه کې ورته نرم ځواک ګرځیدلی دی. ځکه خو امریکا له هند سره په تېره یوه لسیزه کې خپله ستراتيژیکه ملګرتیا ډېره ټينګه کړې ده. همدا راز د افغانستان جغرافیه او له پاکستان سره د هند خرابې شوې جیو–ستراتيژیکې اړیکې د دې لامل شوې دي چې هند له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي مرستې وکړي.
د نرم ځواک کارول د افغانستان په څېر کمزوريو او بېوزلو هېوادونو لپاره خورا مهم او اړین دي. تر ټولو څرګند اهمیت یې دا دی چې بېوزله هېوادونه له مالي اړخه دا وړتیا نه لري چې خپل کلک ځواک یعني پوځي ځواک پیاوړی کړي، نو اړینه ده چې د کممصرفه ځواک د پیاوړي کولو هڅه وکړي او له دې لارې د ورپېښو ګواښونو سره د مقابلې وړتیا پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې د نرم ځواک پیاوړيکول هم مصرف لري او داسې هم نه ده چې ګواکي د دغه ځواک پیاوړيکول هېڅ ډول مصرف نهلري؛ بلکې د نړیوالې درجهبندۍ له معیارونو سره سم، د نرم ځواک پیاوړيکول ډیر مالي لګښت غواړي. خو تر کلک ځواکه نرم ځواک دا یوه ښېګڼه لري چې یو هېواد کولې شي د خپلو مالي سرچینو وړتیاوو ته په کتو یوازې هغه عناصر ورته په نظر کې ونیسي چې مصرف یې ګاللی شي. نو، افغانستان د خپل نرم ځواک لپاره یو داسې چارچوب جوړولای شي، د دغه ځواک د پیداکولو لپاره پر هغو عناصرو کار وکړي چې وسه یې ورته رسېږي.
پورته یادونه وشوه، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د نرم ځواک د درلودلو لپاره اړینه ده چې د هغو هېوادونو پوره څېړنه وشي او بیا هغه ټکي پیدا شي چې د ټولنې په راخپلولو کې رول لوبولای شي. د بېلګې په ډول، که افغانستان غواړي د چین په مقابل کې خپل نرم ځواک پیاوړی کړي، نو باید دغه هېواد ته په افغانستان کې د شته اقتصادي سرچینو له اړخه زړه راښکون پیدا کړي. دغه راز، افغانستان د منځنۍ آسیا پر وړاندې شته خطرونه او ګواښونه نوموړو هېوادونو ته په پوره توګه واضح کولای شي، چې له دی لارې هغوی خپل ملاتړي کولای شي. اړینه ده چې لومړی د بېلابېلو هېوادونو، چې ملتیا او ملګرتیا یې د افغانستان په امنیت، ټیکاو او پرمختګ کې رول درلودای شي، وړتيا وپېژندل شي. بیا پر دغو ټولنو په څېړنو کې هغه عوامل او توکي معلوم کړي چې چې د دوي د زړه په را خپلولو کې مرسته کوي او ورپسې د دغو هېوادونو په وجود کې د نرم ځواک د پیاوړي کولو لپاره یوه عملي ستراتيژي پلې کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه یوازې خپل مظلومیت، بېوزلي او د ولس مجبوري د نرم ځواک د وسیلې په توګه کارولې ده. همدا راز په افغانستان کې د پاکستان ناوړه لاسوهنه هغه دویم توکی دی چې په مټ یې د نورو هېوادونو د زړونو د راخپلولو هڅه شوې ده. ګورو چې په سر کې دغې وسیلې په ډېره بریا د افغانستان قضیه د نړۍ مخ ته کېښوده او افغانستان ته یې ډېر خواخوږي، ملګري او ملاتړي راجلب کړل. خو له بده مرغه د نرم ځواک د ساتلو او لا پیاوړيکولو لپاره د تنوع او ابتکار پرځای پر همدې دوو موضوعاتو تکیه وشوه چې د وخت په تېرېدو سره دا دوې سوژې خورا وسولېدلې او خپل اغېز یې له لاسه ورکړ. افغانستان چې د نړۍ سیاسي اواقتصادي ملګرتیا او ملاتړ ته اړتیا لري، او په سیمه کې د پیاوړو هېوادونو له خوا سترې ننګونې ورپېښې دي او هم افغانستان د کلک ځواک د زیاتولو وړتیا نه لري، نو اړینه ده چې د خپل نرم ځواک د پیاوړتیا لپاره پر یوه ژوره ستراتېژي باندې فکر وکړي. په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان بقا د نرم ځواک په پیاوړيکولو کې نغښتې ده.
یادونه: دا مقاله په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان چارو مرکز لهخوا خپره شوې وه، اوس چې د یاد مرکز وېبپاڼه پر کرښه نشته، نو لیکنه بیاځلي دلته لوستونکو ته وړاندې کېږي.