د دولتونو په بریا او ناکامۍ کې د ټاکنځواک (Deep State) ونډه – مشتاق رحیم
لیکوال: مشتاق رحیم
ټاکنځواک (Deep State) د هېوادونو په سیاسي جوړښت کې هغې غیرانتخابي ډلې ته ویل کېږي، چې د یوه دولت د سیاسي صحنې دننه په پټه فعالیت کوي. دا ډله چې په دولت کې دننه دولت (state within a state) یې هم بولي د هېواد په حساسو پرېکړو، پالیسیو او سترو سیاسي لیدلورو باندې ژور اغېز لري او پرېکړې ډیری وخت د عام ولس د غوښتنو پرځای په خپله خوښه را څرخوي. د ټاکنځواک دنده په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېلې ډلې، ادارې او یا هم غیر رسمي جوړښتونه مخته وړي او په عصري نړۍ کې د پخوا په څېر پټ هم نه دي پاتې.
د نړۍ تر ټولو ستر ټاکنځواک دا مهال په امریکا کې فعالیت کوي. امریکا چې د نړۍ نظامي او اقتصادي زبرځواک دی، سره له دې چې پیاوړی سیاسي نظام، فعاله ډیموکراسي او باخبره ټولنه لري؛ خو ټولې پرېکړې هغسې چې باید یوه آیډیاله، ډیموکراټیکه اداره یې وکړي، نشي کولی. د دغه هېواد په پرېکړو کې دولت دننه دولت په حساسو او مهمو پرېکړو کې مخکښ او پرېکنده رول لري. په عمومي توګه په توافق سره داسې یو فکر شته، چې ستر شرکتونه او کمپنۍ د امریکا ټاکنځواک دی. د امریکا په سیاستونو کې ډیری وخت د وال سټرېټ (Wall Street) ـ چې د امریکا د سوداګریزو اسهامو بازار دی ـ یا سلیکون ویلي ـ چې د معلوماتي ټیکنالوجۍ مرکز دی ـ د دولت پر پرېکړو ژور اغېز لري. یو شمېر بیا په دې نظر دي چې دا د امریکا استخباراتي اداره (CIA) ده چې د ټاکنځواک رول لوبوي او آن په ازاد بازار هم ژور اغېز لري؛ خو که ځیر شو، دا جوتیږي چې د امریکا د ټاکنځواک دنده د دې دواړو کتلو یا لوبغاړو په لاس کې ده او د دې شراکت مشري د آزاد بازار ستر سوداګر کوي. همدوی دي، چې کور دننه او په نړیواله کچه د امریکا د سیاستونو لید ټاکي.
که د سیمې په کچه وکتل شي نو پاکستان هغه هېواد دی، چې د ټاکنځواک فعالیت خورا پکې څرګند دی. د پاکستان ټاکنځواک پرته له شک او شبهې د دغه هېواد استخباراتي اداره (ISI) ده. سره له دې چې په دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ پوره تمثیل کیږي، خو سترې پرېکړې او حساس مسایل د دغه ادارې په خوښه مدیریت کېږي.
دا راز د هندوستان بیوروکراسي د دغه هېواد چارې له پردې تر شا مدیریت کوي او اجازه نه ورکوي چې حکومتونه دې د حکومتولۍ په بڼه کې راډیکال یا بنسټیز بدلونونه راولي. د ټاکنځواک دنده په ایران کې اخندان یا د مذهبي مشرانو ډله ـ چې شورای نګهبان یې بولي ـ مخته وړي او په چین کې دا کار د چین کمونیست حزب ترسره کوي. د ایران او چین ټاکنځواک بیا د دولت برخه ګرځېدلی او اړتیا نه لري چې د امریکا په شان په دولت کې دننه دولت رول په پټه ولوبوي او یا هم لکه د پاکستان، چې آی ایس آی د سیاسیونو وجود د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره کاروي.
په نړیواله کچه د سیاست د علماوو ترمنځ یو دا بحث مطرح دی، چې ټاکنځواک ښه دی که بد؟ او دا مناسبه ده چې یوه ځانګړې کتله د یوه هېواد د وګړو د غوښتنو خلاف په خپله خوښه د هېوادونو چارې را وڅرخوي؟ په دې اړه یو شمېر آیډیال پال په دې نظر دي، چې ټاکنځواک د یوه هېواد د ولس د غوښتنو خلاف د یوې ځانګړې ډلې د غوښتنو او ګټو په خوندي کولو کار کوي او په دې دلیل یې مخالفت کوي؛ خو بله ډله بیا په دې نظر ده چې د دولت دننه باید داسې یوه ډله وي، چې د هېواد بنسټونه وساتي، د هېواد د شتون او پایښت د پیاوړتیا په برخه کې فعاله و اوسي او که کله د سیاسیونو څخه ـ چې د عوامو په خوښه فعالیت کوي ـ ناسمې چارې ترسره کیږي، نو یو څوک باید وي چې د دغه چارو یا پرېکړو د جبران ځواک ولري. په ډیموکراټیکو ټولنو کې چې ډیری وخت سیاسیون د خپلو ملاتړو د خوښ ساتلو په تکل کې وي او د دغه ملاتړ د راجلبولو لپاره د هېواد په کچه ستراتيژیکو تاوانونو ته هم چمتو وي، اړینه ده چې ټاکنځواک موجود وي او د دغه ډول کړنو مخه ډب کړي، ترڅو د سیاسي ګټې له کبله ستر ملي تاوان رامنځته نشي. په دې لړ کې امریکايي سیاستپوه فرانسس فوکویاما د وال سټرېټ ژورنال لپاره لیکل شوې یوه مقاله کې کاږي چې د امریکا د ډیموکراسۍ بقا د دغه هېواد د بیوروکراسۍ لخوا د ټاکنځواک رول لوبولو کې ده. فوکویاما استدلال کوي چې پیاوړې او د سیاسي فشارونو څخه خوندي بیوروکراسي کولای شي چې د وخت د حکومتونو او ولسمشرانو د هغو پرېکړو مخه ډب کړي، چې د هېواد په زیان تمامیږي.
د هېوادونو د سیاسي ثبات، پرمختګ او کورنيو او باندنیو ننګونو په مقابل کې د بري یا ناکامۍ انحصار تر ډېره د هېوادونو د ټاکنځواک په کړو وړو پورې اړه لري. که د یوه هېواد ځانګړې ډله چې دولت کې دننه دولت دنده یې په غاړه ده، خپلو شخصي او ډلهییزو ګټو ته د هېوادنیو او ملي ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړي، نو بیا هېواد له جدي ستونزو سره مخ کوي. په دې لړ کې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره یې یوه ښه بېلګه ده چې هېواد یې له جوړېدو را په دېخوا له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ کړی او د همدوی د ناسمو کړنو له امله دغه هېواد په ۱۹۷۱ کال کې دوه ټوټې شو؛ خو بله خوا بیا د چین کمونیست حزب دی، چې هېواد یې د نړۍ په کچه په زبرځواک بدل کړ او لا هم په چټکۍ سره پر مخ روان دی.
افغانستان هم د خپل تاریخ په اوږدو کې دولت کې دننه دولت درلودلی او یوه ځانګړې ډله چې په دې برخه کې ډيره بارزه او پیاوړې را څرګندیږي هغه د مذهبي علماوو او روحاني مشرانو ډله ده. د تاریخ په اوږدو کې دوی د افغانستان په چارو باندې ژور اغېز درلودلی او د هېواد کړنلارې او تګلارې د دوی په خوښه چمتو شوې دي او که کله د هېواد چارې د دوی له لید سره سمې نه دي برابرې شوې نو آن نظامونه یې چپه کړي دي. همدا لامل و چې عبدالرحمان خان، سره له دې چې مذهبي سړی نه و، خو خپلو کړنلارو او پالیسیانو ته یې مذهبي رنګ ورکاوه، دې چارې له نوموړي سره د واک په غځولو او چلولو کې مرسته وکړه. بله خوا امیر امان الله خان وه، چې د وخت ټاکنځواک یې د ځان سره ونه شو ساتلی او په پای کې یې واک وبایللو.
په اوسني افغانستان کې جنګسالارانو او جګړهزېږو رهبرانو ځان د مذهب په جامه پوښلی او په دولت کې دننه په دولت بدل شوي دي. په افغانستان کې د پرېکنده رول درلودونکې ډله تر ډېره مذهبي نه ده، خو دا چې په افغانستان کې اوس هم مذهبي ډلې د واک سرچینه ده، دا کتله د دغه سرچینې د استازي په توګه د هېواد چارې په خپله خوښه څرخوي او عیاروي.
که دا بحث یوې خوا ته پرېږدو چې د ټاکنځواک درلودل ښه دي او که بد؟ او دا ومنو چې په هر حال کې د دغه ډول یو ځواک شتون د یوه هېواد د ثبات لپاره اړین او مهم دي، نو بیا اړینه ده چې وکتل شي هغه کوم جوړښت دی چې په یوه هېواد کې برلاسی دی او د یوه ملت د پیاوړي کولو او له ننګونو څخه ژغورلو دنده په څه ډول مخته بیايي. د دغه جوړښتونو له پېژندلو وروسته، د ملت نخبه ګان او تیوریسنان باید په دې کار وکړي چې څنګه کولای شي نامعقوله او ځان خوښې ډلې او کتلې کمزورې کړي او د دوی مناسب ځای ناستي پیدا کړي.
د افغانستان په قضیه کې له بده مرغه نه حکومت، نه علمي سټو او ځوانو کدرونو او نه هم ملي شخصیتونو هڅه کړې چې د افغانستان د ټاکنځواک د ځواک ارزونه وکړي، یا هم که چېرې دغه کتله د افغانستان په خیر نه وي نو د دوی د کمزوري کولو لپاره کار وکړي او یو مناسب بدیل ورته پیدا کړي. د اوس لپاره دا خورا څرګنده ده چې د افغانستان په چارو حاکمه ډلګۍ ـ چې د کورنیو جګړو زېږنده ده ـ د هېواد د خیر پرځای د خپلو شخصي او د ډلو د ګټو د خوندي کولو په تکل کې ده. په همدې دلیل، اړینه ده چې په افغانستان کې د هېواد د پیاوړتیا او سیاسي نظام د تقویې لپاره په یوه مناسب بدیل کار پېل شي. دا یو اسانه مزل نه دی، اوږد واټن، اغزنه لار او له ننګونو څخه ډک بهیر دی؛ خو د افغانستان د راتلونکي د ژغورلو لپاره اړین حرکت دی.
یادونه: دا مقاله په ۲۰۱۸ کال د افغانستان چارو مرکز لهخوا خپره شوې وه، دا چې د یاد مرکز وېبپاڼه اوس په کرښه نشته، لیکنه بیا ځلې دلته لوستونکو ته وړاندې کیږي.
پای