له میلاده ۴۱۶ کاله وړاندې د میلان ډایلوګ – توسیددیس

توسیددیس
توسیددس (شاوخوا ۴۶۰ – ۴۰۰ ق.م) د آتن نامتو مورخ، جنرال او مفکر و. هغه د یونان د پیلوپونیز جګړې تاریخ لیکلی. توسیددس د «علمي تاریخ» پلار هم بلل کېږي، ځکه د علت او معلول پر بنسټ یې په بېپلوه ډول تاریخ تحلیل کړی. دا راز، نوموړی د سیاسي ریالیزم د فکر بنسټګر هم ګڼل کېږي؛ دا هغه لیدلوری دی چې باور لري د دولتونو چلند او پریکړې د وېرې، شخصي ګټو او ځواک پر محور راڅرخیږي.
د میلان ډایلوګ
(له میلاده ۴۱۶ کاله وړاندې)
لیکوال: توسیددیس
ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز
په بل اوړي کې، الکیبیادس له شلو بېړیو سره آرګوس ته روان شو، او هلته یې درې سوه هغه آرګوسي وګړي ونیول چې لا هم د اسپارټا پلوي بلل کېدل. اتنیایانو دا کسان هغو ټاپوګانو ته واستول چې د آتن تر ولکې لاندې وو.
په همدې وخت کې، آتنیانو پر میلوس ټاپو هم برید وکړ. دوی له ځان سره دېرش آتني بېړۍ، له خیوس څخه شپږ، او له لیسبوس څخه دوه بېړۍ راوستې وې. د آتن له لوري ۱۲۰۰ درانه وسلهوال سرتیري (هوپلایټان)، ۳۰۰ غشيویشتونکي، او شل اسسوار غشيویشتونکي ورسره وو؛ همداراز، له نورو ټاپوګانو او متحدینو څخه شاوخوا ۱۵۰۰ نور سرتیري هم ورسره مل وو.
میلیوس د اسپارټا یوه مستعمره ټاپو وه. دوی، د نورو ټاپوګانو برعکس، د آتن امپراتورۍ برخه نه وه، او په پیل کې یې ناپېیلتوب غوره کړی و. هغوی نه د آتن ملاتړ کاوه او نه د اسپارټا، خو کله چې آتنیانو د دوی پر ځمکه یرغل وکړ، نو میلیایان یې ښکاره دښمنان شول.
جنرالان کلیومېدس، د لایکومېدس زوی، او تیسیاست، د تیسیمخوس زوی، له خپل پوځ سره د میلوس خاورې ته ورسېدل او هلته یې کمپ جوړ کړ. تر جګړې مخکې، دوی پریکړه وکړه چې لومړی له میلیایانو سره خبرې وکړي. هلته یې د خبرو اترو لپاره استازي ولېږل.
میلیایانو د آتن استازو ته اجازه ورنه کړه چې عامو خلکو ته وینا وکړي، بلکې غوښتنه یې وکړه چې یوازې له څو دولتي مشرانو سره خبرې وکړي.
آتنیان
«تاسې موږ ته اجازه نه راکوئ چې د خلکو مخې ته خبرې وکړو. ښایي دا به ځکه وي چې تاسې وېریږئ خلک به زموږ خبرې واوري، ځکه دا خبرې به قانع کوونکې وي او ذهنونه به یې ور بدل کړي. موږ درک کوو چې ستاسو هدف دا دی چې خلک زموږ له استدلال څخه لرې وساتئ. همدا وجه ده چې له موږ سره د خبرو لپاره مو یوازې محدود کسان راټول کړي دي. نو راځئ داسې وکړو: تاسو چې دلته ناست یاست، هڅه وکړئ دا خبرې شفافې او بېابهامې وي. که موږ کومه شخړهناکه خبره وکړه، انتظار مه باسئ څو موږ خپله وینا پای ته ورسوو؛ بلکې هماغه وخت په بحث کې مداخله وکړئ. اوس نو دا راته ووايئ چې آیا له دې وړاندیز سره موافق یاست؟»
میلیایان
«طبیعي ده چې هر څوک غواړي خپل نظر په ارام چاپېریال کې وړاندې کړي. همدا معقوله او منطقي هم ده. خو ستاسو لهخوا موږ ته راپېښ اوسنی ګواښ، او آن دا چې له تاسو سره جګړه حتمي ده، له دا ډول وړاندیز سره همغږی نه دی. ښکاري چې تاسې له مخکې پریکړه کړې وي، او یوازې دا غواړئ چې موږ ستاسو پرېکړه ومنو. نو دا خبرې که پای ته ورسي، که چېرې موږ تاسو ته تسلیم نه شو نو برخلیک به یې جګړه وي، او که تاسو ته غاړه کېږدو نو پایله به یې غلامي وي.»
آتنیان
«که تاسې دا ناسته یوازې د خپلو راتلونکو احتمالي اندېښنو د بیان لپاره کاروئ، او یا مو کوم بل یو هدف وي بې له دې چې ځمکنیو حقایقو ته وګورئ او د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره کوم عملي تصمیم ونه نیسئ، نو دا بحث هېڅ ارزښت نه لري. خو که زموږ وړاندیز ومنئ، موږ چمتو یو چې رښتینې خبرې درسره وکړو.»
میلیایان
«موږ هم پوهېږو چې زموږ په حالاتو کې باید خلک له هر ډول دلایلو او نظرونو کار واخلي. خو تاسو هم سمه خبره وکړه. موږ دلته د خپل وطن د ژغورنې لپاره راغونډ شوي یو، نو که تاسې غواړئ، موږ چمتو یو چې دا خبرې ستاسې له غوښتنې سره سم پر مخ یوسو.»
آتنیان
«موږ به له خپلې خوا کومې ښايسته، جذابې یا غولوونکې خبرې ونه کوو. نه به دا ووایو چې موږ ځکه د امپراتورۍ حق لرو چې فارس مو مات کړی، او نه به دا ادعا وکړو چې موږ پر تاسو له دې امله یرغل راوړی چې تاسو موږ ته زیان را اړولی وو. دا ډول اوږدې او تشې خبرې نه څوک مني او نه پرې باور کوي.
په ورته ډول، موږ له تاسو هم تمه لرو چې موږ به د خپلو خبرو او استدلال له مخې په دې نه قانع کوئ چې که څه هم تاسو د اسپارټا مستعمره وئ، خو په جګړه کې مو برخه نه ده اخیستې، یا دا چې موږ ته مو هیڅ زیان نه دی را رسولی.
بلکې، موږ تاسو ته دا مشوره درکوو چې هڅه وکړئ هغه څه ترلاسه کړئ چې واقعاً یې ترلاسه کولای شئ، او دا باید د دواړو لوریو د واقعي دریځونو او قدرتونو پر بنسټ وي. ځکه، لکه څنګه چې تاسو هم پوهېږئ، کله چې معقوله او عملي خلک د قدرت پر موضوع بحث کوي، عدالت د زور له توازن سره تړلی وي: زورور هغه کوي چې تر وسه یې وي، او کمزوری باید هماغه ومني چې له دوی تمه کېږي.»
میلیایان
«له هغه ځایه چې تاسې موږ اړ کوئ چې د عدالت خبره له بحثه وباسو او یوازې خپلو ګټو ته وګورو، نو موږ وایو: دا یو خطرناک کار دی چې تاسې باید هغه اصل له منځه بو نه ځئ چې د انسانیت د ګډې خیر ښېګڼې لپاره ډېر مهم دی. یعنې دا چې هر څوک، کله چې له خطر سره مخ وي، باید دا حق ولري چې د انصاف او عادلانه چلند تمه ولري، او دا اجازه ولري چې خپلې خبرې د داسې دلایلو پر بنسټ وکړي، که څه هم دا دلایل شاید دومره دقیق نه وي.
او دا اصل ستاسې لپاره هم مهم دی. ځکه که خدای مکړه، یوه ورځ ستاسې امپراتوري هم ړنګه شي، نو نړۍ به تر ټولو سخت انتقام له تاسې واخلي، او تاسې به نورو ته یو درس او عبرت پاتې شئ.»
آتنیان
«ان که فرض کړو زموږ امپراتوري به هم یوه ورځ پای ته ورسېږي، موږ له هغې وېرېږو نه. خلک دومره له داسې ځواکمنو حاکمانو نه وېریږي چې پر نورو حکومت کوي، لکه څرنګه چې اسپارټا یې کوي – البته، دا وخت موږ اسپارټا ته اندېښمن نه یو – بلکې دا ویره له هغه ځایه پیدا کېږي چې کله یو حاکم د خپلو تابعینو له خوا راوپرځول شي.
نو دا ډول اندېښنې موږ ته پرېږدئ. موږ دلته راغلي یو، نه د بربادۍ لپاره، بلکې د خپلې امپراتورۍ د ثبات لپاره. او که څه هم دا خبرې زموږ له ګټو سره تړلې دي، خو دا ستاسو د ښار د خوندیتوب لپاره هم دي. موږ نه غواړو تاسې ته کوم تاوان در ورسوو. برعکس، موږ غواړو چې تاسو بې له جګړې زموږ د امپراتورۍ برخه شئ – دا به ستاسې او زموږ دواړو په خیر وي.»
میلیایان
«دا څنګه شوني ده چې زموږ لپاره دې غلامي همغومره ښه وي، لکه څنګه چې ستاسو لپاره باداري ده؟»
آتنیان
«که تاسې تسلیم شئ، نو ځانونه به له بربادۍ وژغورئ. او که موږ تاسو ونه ځپو، نو له تاسو به ګټه واخلو.»
میلیایان
«یعنې تاسې دا هم نه منئ چې موږ دې بېطرفه پاتې شو؟ موږ نه غواړو ستاسو دښمنان واوسو، بلکې غواړو چې له تاسو ملګرتیا ولرو او نه هم غواړو له بل چا سره په اېتلاف کې دننه شو.»
آتنیان
«نه. ځکه خبره ستاسو د دښمنۍ نه ده، بلکې دا ده چې که موږ له تاسو سره دوستانه چلند وکړو، زموږ تابعین به فکر وکړي چې موږ کمزوري شوي یو. برعکس، ستاسو کرکه زموږ د ځواک نښه بلل کېږي.»
میلیایان
«آیا همدا ستاسو د تابعینو د انصاف تصور دی چې د هغو خلکو ترمنځ چې له تاسو سره هېڅ اړیکه نه لري، او نه د هغو چې یا خو ستاسو مستعمره دي او یا هغه باغیان چې تاسو مات کړي ترمنځ دې هېڅ توپير ونه شي؟»
آتنیان
«د حق او ناحق خبره خو زموږ په نړۍ کې هېڅ توپیر نه لري. هر څوک چې لا اوس هم خپلواکي لري، دا ځکه ممکنه ده چې هغوی زور لري. او که موږ پر دوی برید نه کوو، نو دلیل یې دا دی چې ترې وېره لرو، نه دا چې هغوی په حقه دي.
نو که موږ تاسو لاندې کړو، نو دا کار به زموږ امپراتورۍ ته نه یوازې پراخوالی ورکړي، بلکې امنیت به مو هم لا زیات خوندي کړي. موږ د سمندر پاچایان یو، او تاسې یو کمزوری ټاپووال ملت یئ. له همدې امله ډېره مهمه ده چې تاسې ونه تښتئ.»
میلیایان
«خو آیا فکر نه کوئ چې زموږ وړاندیز ستاسو د امنیت لپاره هېڅ ارزښت نه لري؟ ځکه چې تاسې موږ ته د عدالت د ذکر اجازه نه راکوئ او یوازې د خپلو ګټو خبرې کوئ، نو موږ هم اړ یو څو خپلې ګټې څرګندې کړو. او که زموږ او ستاسو ګټې سره نږدې وې، نو هڅه به وکړو چې تاسو پرې قانع کړو.
آیا دا ممکنه نه ده چې هغه نور بېطرفه دولتونه، چې اوس زموږ حالت ته ځیر دي، دا پایله واخلي چې تاسې به یو وخت پر هغوی هم برید وکړئ؟ او که دا فکر عام شي، نو دا به تاسو ته نور دښمنان هم وزیږوي، ان هغه خلک به هم ستاسو مخالف شي چې نه یې اراده لري او نه زړه.»
آتنیان
«په اصل کې، موږ د وچې له دولتونو دومره نه وېرېږو. هغوی ازاد ژوند لري، او تر هغو چې زموږ پر ضد اقدام ته تیارېږي، ډېر وخت ته اړتیا ده.
موږ ډېر د هغو ټاپووالو په اړه اندېښنه لرو، لکه تاسې، چې لا مو تسلیم کړي نه یاست. همداراز زموږ هغه تابعین چې زموږ د امپراتورۍ له ولکې څخه ستړي شوي، ډېر امکان لري بېفکره اقدام وکړي او ځانونه او موږ دواړه له ښکاره خطر سره مخ کړي.»
میلیایان
«نو یقیناً، که تاسو دا ډول خطرونه د خپلې امپراتورۍ د بقا لپاره منئ، او ستاسې تابعین هم دا خطرونه د خلاصون لپاره زغمي، نو موږ چې لا هم آزاد ملت یو، که له هر ډول پېښو سره د مبارزې پر ځای غلامۍ ته غاړه کېږدو، نو دا به دا معنا ولري چې موږ ډېر بزدلان او بېغیرته خلک یو.»
آتنیان
«نه، که تاسو عاقلانه فکر وکړئ، نو دا به هېڅ د شرم خبره نه وي. دا جګړه له عزت او سپکاوي سره هېڅ تړاو نه لري. دا یوازې د ژوند ژغورنې خبره ده. د دې پر ځای چې د یوه له حده زیات قوي دښمن پر ضد مقاومت وکړئ، باید خپل ځانونه وژغورئ.»
میلیایان
«خو موږ پوهېږو چې په جګړه کې بخت کله ناکله داسې انډول راولي چې د دواړو خواوو د ځواک تفاوت بېاغېزې شي. او که موږ تسلیم شو، نو دا معنا لري چې زموږ ټولې هیلې په یوه وار له منځه ولاړې. خو تر هغه چې مقاومت کوو، لږ تر لږه دا هیله شته چې بېرته به په خپلو پښو ودرېږو.»
آتنیان
«آه! هیله – هماغه چې انسان ته د ناورین پر وخت تسل ورکوي! که څوک عملي ځواک او امکانات ولري، نو هیله کولی شي ګټه ورکړي. کیدای شي لږ زیان ور ورسوي، خو بربادوي یې نه. خو هیله پخپله یو ډېر قېمتي او خطرناک شی دی. هغوی چې هر څه په یوه احتمال قمار کوي، ارزښت یې یوازې هغه وخت درک کوي چې هر څه یې له لاسه وتلي وي.
تاسو دا اشتباه مه کوئ. تاسو کمزوري یاست، او ستاسې برخلیک یوازې پر یوه تصمیم ولاړ دی. د هغو خلکو غوندې مه کېږئ چې د ځان ژغورنې موقع له لاسه ورکوي، او بیا چې هېڅ ښکاره لاره نه وی ورپاتې، نو ړندو امیدونو، فالونو او الهاماتو ته پناه وړي – دا هماغه باطلې هیلې دي چې خلک تباهۍ ته کشوي.»
میلیایان
«هو، دا خبره سمه ده چې زموږ لپاره دا کار آسانه نه دی — او تاسو هم باوري اوسئ چې موږ پرې ډېر ښه پوهېږو — ځکه که شرایط برابر نه وي، نو له ستاسې ځواک او بخت سره مقابله کول ساده نه دي.
خو بیا هم موږ دا باور لرو چې خدایان به موږ ته هم هماغسې بخت راکړي، لکه چې تاسو ته یې درکړی، ځکه موږ په حقه یو او تاسو ناحقه. او هغه څه چې موږ یې له پلوه کمزوري یو، هغه به له اسپارټا سره د اتحاد له لارې جبران کړو. هغوی به، که د بل څه لپاره نه وي، نو د خپل عزت او د ګډ قومیت له مخې، حتماً له موږ سره مرسته وکړي. نو ځکه، زموږ باور دومره هم بېمنطقه نه دی لکه څنګه چې تاسو فکر کوئ.»
آتنیان
«تر کومه چې د خدایانو د مرستې خبره ده، موږ فکر کوو چې څومره حق تاسې پرې لرئ، هماغومره موږ هم پرې لرو. زموږ نیتونه او کړنې له هغو عقایدو سره برابرې دي چې خلک یې د خدایانو په اړه لري، او له هغو اصولو سره همغږي دي چې خلک یې په خپلو چارو کې عملي کوي.
د خدایانو او انسانانو په اړه زموږ درک موږ دې پایلې ته رسوي چې دا د طبیعت یو عام او نه بدلېدونکی قانون دی چې هر څوک، که ځواک ولري، نو د واک چلولو هڅه به کوي. نه دا قانون موږ رامنځته کړی، او نه هم موږ لومړني یو چې دا مو پلی کړی دی. موږ دا قانون له نورو موندلی، او له موږ وروسته به هم پاتې وي.
موږ یوازې له همدې قانون سره سم عمل کوو، او په دې ښه پوهېږو که زموږ پر ځای تاسو وای، او یا بل هر ځواکمن ملت، نو همدغه کار به یې کاوه.
نو تر کومه چې د خدایانو خبره ده، موږ داسې هېڅ دلیل نه وینو چې وېره ولرو چې خدایان به زموږ پر ضد وي.
خو پر اسپارټا ستاسو باور، چې ګواکي هغوی به د غیرت له مخې له تاسو سره مرسته وکړي، زموږ په نظر ډېر سادهتوب دی. موږ تاسو ته ستاسې په دې خوشبینۍ مبارکي وایو، خو ستاسو له دې سادهګۍ سره حسد نه کوو.
هو، اسپارټایان د خپلو شخصي او کورنیو چارو په تنظیم کې ښې وړتیاوې لري. خو که د نورو ملتونو سره د دوی چلند ته وګورو، نو دا یو اوږد بحث دی. خو دا خبره به لنډه وکړو: له ټولو هغو قومونو څخه چې موږ پېژنو، اسپارټایان تر ټولو زیات دا خصلت لري چې هر څه چې ورته خوند ورکوي، هغه باعزته ګڼي، او هر هغه څه چې ورته ګټه ولري، هماغه عادلانه بولي.
او دا ډول چلند، په داسې یوه حالت کې چې تاسې پکې یاست، درسره هېڅ مرسته نشي کولی.»
میلیایان
«خو همدا هغه ټکی دی چې موږ پرې تر ټولو ډېر باور لرو. موږ فکر کوو چې اسپارټایان به هېڅکله هم له موږ — یعنې له خپلو مستعمرو او قومیانو سره — خیانت ونه کړي. ځکه که داسې وکړي، نو دا به د دوی لپاره په دوو برخو کې تاواني وي: نه یوازې به د خپلو نورو یوناني متحدینو باور له لاسه ورکړي، بلکې د خپلو دښمنانو پر وړاندې به هم ضعیف او بېباوره شي.»
آتنیان
«ستاسې له خبرو داسې ښکاري، لکه تاسو دا هېره کړې وي چې هغه کسان چې خپلې ګټې تعقیبوي، اصلاً دا هڅه کوي چې خپل ځان خوندي وساتي. خو د عدالت او عزت لاره بیا سړی له خطر سره مخامخ کوي. او که د اسپارټایانو چلند ته وګورو، نو هغوی عموماً د خطر منلو جرئت نه لري — دوی تر ډېره محتاط خلک دي، نه زړور.»
میلیایان
«خو زموږ باور دا دی چې هغوی به زموږ لپاره دا خطر ومني. او دا کار به له هغوی سره ځکه هم آسانه وي، چې موږ له دوی سره نږدې یو — د پېلوپونیز سیمې ته ډېر نږدې یو، هلته عملیات کول ورته بې ستونزې دي. او پر موږ به هم ډېر باور ولري، چې له یوه قوم یو، یو ډول ژبه لرو، او احساسات مو سره شریک دي.»
آتنیان
«د هغه چا له لوري چې مرسته غواړي، ښودل شوې نېکي یا ښه نیت، هېڅکله د یو احتمالي متحد لپاره د امنیت تضمین نه شي کېدای. دا مهمه نه ده چې یو څوک څومره اخلاص ښيي، بلکه دا مهمه ده چې په عمل کې د ځواک واضحه برتري شته وي. او اسپارټایان له نورو ډېر دا موضوع جدي نیسي.
هغوی پر خپلو امکاناتو دومره باور نه لري، چې کله هم غواړي پر کوم ګاونډي برید وکړي، نو له ځان سره یو لوی شمېر متحد پوځیان بوځي. له همدې امله دا ډېره ناشونې ده چې هغوی به، په داسې حال کې چې موږ پر سمندر مطلق کنټرول لرو، د یو ټاپو مرستې ته راشي.»
میلیانان
«خو بیا هم د دې احتمال شته چې هغوی به د مرستې لپاره نور خلک راولېږي. د کریټ سمندر ډېر پراخ دی، او دا به د کنټرول کوونکي لپاره ستونزمنه وي چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې غواړي په پټه راواړوي. که هغوی په دې کې بریالي نه شي، نو ښايي د حملې تمرکز ستاسو پر خپله خاوره او متحدینو ته واوړي. نو، پر یوه داسې هېواد تمرکز مه کوئ چې له تاسو سره هېڅ تړاو نه لري — ځکه خطر به درته په تر ټولو نږدې ځای کې پیدا شي: ستاسو په متحدینو کې، او آن ستاسو په خپله خاوره کې.»
آتنیان
«هو، دا یو امکان دی — او پخوا هم دا ډول پېښې شوې دي. کېدای شي دا ځل هم همداسې څه وشي، خو تاسو ښه پوهېږئ چې اتنیایان هېڅکله د دې لپاره له محاصرې لاس نه دی اخیستی چې له بل چا ووېریږي.
خو موږ ته دا واقعاً حیرانوونکې ده چې، سره له دې چې تاسو ادعا کوئ چې موخه مو د خپلې ژغورنې لپاره خبرې کول دي، تر اوسه مو په خبرو کې هېڅ داسې دلیل نه دی وړاندې کړی چې یو عاقل انسان پرې باور وکړي چې تاسې ژغورل کېدای شئ. ستاسې ټول بحث یوازې د راتلونکو ناپېژاندو هیلو پر بنسټ ولاړ دی، حال دا چې ستاسو اوسني امکانات دومره لږ دي چې د دا مهال له موجود خطر سره د مقابلې وړتیا نه لري.
نو که چېرې تاسو، وروسته له دې چې موږ له دې مجلسه ووځو، بیا هم تر دې معقول او هوښیار تصمیم ونه نیسئ، دا به وښيي چې تاسو د عقل له مخې بېبرخې یاست. ځان د هغه دروغجن عزت په نامه مه غولوئ چې ډېری خلک، یوازې د غرور له کبله، د واضح خطر په لور بوځي. ډېر داسې کسان شته چې خطر ویني، خو د “شرم” دا کلمه دومره غولوونکې ده چې خلک مجبوروي له عقل سره د ټکر یو خیال ته تسلیم شي، او پای دا یې د بربادۍ لامل شي — داسې شرم چې تر ټولو ډېر شرموونکی دی، ځکه دا د عقل نه، بلکې د حماقت نتیجه وي.
تاسې، که رښتینی درک ولرئ، باید له دې مغرورانه دریځه لاس واخلئ. پوه شئ چې دا هېڅ شرم نه دی که د یونان تر ټولو ځواکمن ښار ته تسلیمېږئ، په داسې حال کې چې هغوی تاسو ته مناسب شرایط وړاندې کوي — لکه د خراج په بدل کې یو اېتلاف، او دا تضمین چې تاسې به له خپلو شتمنیو څخه ګټه اخلئ او خپلواکه به ژوند کوئ.
کله چې تاسې د جګړې او ژوندي پاتې کېدو ترمنځ انتخاب لرئ، نو دا مناسبه نه ده چې یوازې د کاذب غرور له مخې داسې پرېکړه وکړئ چې ستاسو د هېواد د تباهۍ لامل شي. دا غرور به نه تاسو وژغوري، نه به عزت درکړي، بلکې یوازې به ستاسو د ملت د پای سبب شي.
دا یوه خوندي او ازمایل شوې قاعده ده: له خپلو همسطحو خلکو سره باید په مېړانه او ثبات ودرېږئ، له هغو سره چې له تاسو مشران دي باید د درناوي چلند ورسره وکړئ، او له هغو کسانو سره چې تر تا کمزوري دي، باید د مهربانۍ او زغم سلوک غوره کړئ.
نو، کله چې موږ له دې غونډې ووځو، تاسې بیا له سره پر دې پرېکړه غور وکړئ، او دا خبره مو تل په ذهن کې وساتئ: تاسو د خپل هېواد د برخلیک په اړه پرېکړه کوئ. دا هېواد مو یوازېنی هېواد دی. د دې هېواد راتلونکی — که ښه وي که بد — یوازې او یوازې له دې یوه پرېکړې سره تړلی دی چې تاسې به یې اوس کوئ.»
میلیایان
«زموږ دریځ هماغه دی چې مخکې مو څرګند کړی و. موږ حاضر نه یو چې هغه ازادي، چې زموږ ښار له تاسیس راهیسې تر ۷۰۰ کلونو ساتلې، په یوه لنډه شېبه کې له لاسه ورکړو. موږ پر خپلو خدایانو باور لرو چې تر اوسه یې زموږ مرسته کړې او بخت یې راکړی، او همدارنګه پر انسانانو — یعنې پر اسپارټایانو، چې له موږ سره قومي پیوستون لري هم باور لرو. له همدې امله، موږ هڅه کوو چې خپله ازادي وساتو.
خو، موږ تاسو ته دا وړاندیز کوو چې موږ ته دا اجازه راکړئ چې بېطرفه پاتې شو، ستاسو ملګري واوسو، نه دښمنان، او نه به هم د هیڅ لوري متحد پاتې شو، بلکې یو داسې تړون به راسره وکړئ چې دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، او له دې ځایه به ووځئ.»
آتنیان
«ستاسې له دې پرېکړې ښکاري چې تاسې په بېسارې توګه دا وړتیا لرئ چې د راتلونکې احتمالي هیلې پر اوسنیو یقیني واقعیتونو غوره وګڼئ، او هغه څه چې لا روښانه نه دي، یوازې له دې کبله له هومره باور سره ریښتیني ګڼئ، ځکه چې تاسو یې په هیلهمندۍ غواړئ. څرنګه چې تاسو خپل باور پر اسپارټایانو، بخت، او هیلې ایښی دی، نو له همدې درېیو به تر ټولو ډېره دوکه وخورئ.»
د خبرو اترو تر پای وروسته، د آتن استازي بېرته خپلو خېمو او کمپ ته ولاړل.
د آتن جنرالان، چې کله پوه شول میلیایان نه تسلیمېږي، نو سملاسي یې جګړه پیل کړه.
دوی د میلوس ښار شاوخوا یو بشپړ دیوال جوړ کړ، او دا کار یې د خپلو متحدینو ترمنځ ووېشه. بیا یې د اتن یو شمېر سرتیري او متحد ځواکونه هلته ځای پرځای کړل څو ښار د وچې او سمندر له لارې محاصره کړي، او د پوځ اصلي برخه یې بېرته آتن ته ستنه کړه.
ځای پر ځای شوي پوځ د میلوس ښار کلکې محاصرې ته دوام ورکړ.
د همدغه وخت په جریان کې، میلیایانو یو ځل بیا د آتن د محاصرې هغه برخه ونیوله، چې د پوځیانو شمېر پکې لږ و. په پایله کې، اتنیانو یو نوی پوځ د فیلوکراتس، د ډیمیاس زوی، تر مشرۍ لاندې واستاوه. د محاصرې عملیات لا شدید شول، او کله چې د ښار له دننه یو څو کسانو له میلیایانو سره خیانت وکړ، نو هغوی بې قید و شرطه تسلیمۍ ته غاړه کېښودله.
آتنیانو د جګړې د پای په توګه:
- ټول هغه نارینه چې د جګړې د عمر وو، ووژل؛
- ښځې او ماشومان یې غلامان کړل؛
- او خپله یې پر میلوس واکمني پيل کړه.