LOADING CLOSE

د سیندیزو هېوادونو تر منځ د اوبو اړوند تړونونو د ماتېدو، لغوه کېدو او له منځه تللو لاملونه – محمد هاشم ځیرک

د سیندیزو هېوادونو تر منځ د اوبو اړوند تړونونو د ماتېدو، لغوه کېدو او له منځه تللو لاملونه – محمد هاشم ځیرک

لیکوال: محمد هاشم ځیرک 

د یو تړون کول خامخا د شخړو او اختلافاتو د مخنیوي او همکارۍ د زیاتوالي لامل نه ګرځي. پر مشترکو سیندیزو حوزو باندې د پرتو هېوادونو تر منځ د اوبو پر سر د تړونونو سربېره لا هم شخړې روانې وي او په زیاتره مواردو کې د همدې تړونونو د ماتېدو، له منځه تللو او د سره نوي کېدو لامل ګرځي. ځینې عوامل يې لکه تړون ممکن نامناسب وي، د تطبیق وړ نه وي او کېدای شي چې هر اړخیز نه وي او یا راتلونکي ممکنه پیښې او پدیدې پکښې نه وي پيشبیني سوي.[1]  په دې ډول قضیو کې بیا تړون له سره نوی کېږي، اصلاحات پکښې راوستل کېږي او ډيزاین يې تغیرېږي.

هغه دلایل چې د یو تړون یا معاهدې د شکست یا ماتېدنې لامل ګرځي، په لاندې ډول ور څخه یادونه کوو:

الف: هایدرولوژیکي لاملونه یا د سیند د جریاناتو ناپایداري: د اوبو یو شمېر تړونونه تر هغې کچې پورې انعطاف پذیر نه وي تر څو د هایدرولوژیکي تغییراتو سره ځان برابر کړي، چې په وروسته کې د شخړو او ترینګلتیا لامل کېږي، ځکه په تړون کې د سیند په جریانونو کې بدلونونه یا نوسانات (Flow Variability) په نظر کې نه وي نیول سوې. دا ډول ستونزې تر ډېره د اقلیمي تغییراتو له امله رامنځته کېږي. سېلابونه او وچکالۍ چې د اقلیمي بدلون له لویو نښو څخه دي، د سیند اوبو ته د پر وخت لاسرسي، کیفیت، تقاضا او نورو باندې ځپونکي اغېزې لري، چې د شخړو د را پورته کېدو امکانات برابروي، دا ځکه چې په تړون کې د وچکالۍ یا طبیعي پېښو له امله د سیند د اوبو د کمښت ستونزې د هواري میکانیزمونه پکښې مطرح سوي نه وي. د بېلګې په توګه، جنوبي اسیا کې د هند او بنګله دېش تر منځ د ګنګا د ۱۹۷۷ کال د اوبو د وېش تړون، چې په اساس یې بنګله دېش ته د جنورۍ او مۍ میاشتو په ترڅ کې، چې وچ موسم بلل کېږي، د ټولو اوبو ۸۰٪ سلنه حقابه منل شوې وه. تر تړون وروسته د ګنګا د اوبو کچه کال په کال د بدلون په حال کې وه  او کمېدله، خو هند مجبور و چې په هر راز حالاتو کې یې بنګله دېش ته ۸۰٪ حقابه تامین کړې وای، نو هغه وو چې د تړون دا ماده د هند په زیان تمامه شوه، بالاخره نوموړی تړون چې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک سوی وو له منځه ولاړ او پر ځای يې بل نوی دېرش کلن تړون ترسره سو (نور جزئیات دلته ولولئ). 

له اقلیمي بدلون سره د تړونونو ناسازګاري (Resiliency) هغه لامل دی چې د ډېری تړونونو د ماتېدلو او له منځه تللو لامل ګرځېدلی. همدارنګه نور عوامل چې ولې د اوبو تړونونه تغییریږي، نوي کېږي او اصلاحات پکښې راوستل کېږي، هم شتون لري. د بېلګې په توګه، په یو تړون کې د شاملو غړو هېوادونو شمېر دی، چې ډېری وخت د ورته تغییراتو لامل کېږي. د څو عواملو له مخې، لومړی دا چې هر څومره په یوې سیندیزې حوزې کې د شاملو غړو هېوادونو شمېر ډېر وي، په هماغه کچه به د ستونزو او شخړو په هواري کې همکاري لږ وي. همدارنګه به د شخړو د هواري په موخه د خبرو اترو په برخه کې پرمختګ لږ وي او له ننګونو سره به مخ وي. خو د اوبو زیاتره تړونونه دوه  اړخیز دي او د څو اړخیزو تړونونو شمېر (چې د دوو څخه زیات هېوادونه پکښې دخیل وي) کم دی. بل مهم فکتور چې د یوې معاهدې د نوي کېدو او لغوه کېدو لامل ګرځي، هغه د تړون یا معاهدې ډيزاین دی [2].

څېړنو موندلې، هغه تړونونه چې د شخړې د هواري مېکانیزمونه لري، تر ډېره باثباته وي او د لمنځه تللو د ګواښ څخه خلاص وي. په همدې ډول هغه تړونونه چې د شخړې د هواري مېکانیزمونه (Conflict Resolution Mechanism) نه لري، د شخړو او اختلافاتو په هواري کې پاتې راغلي او په تدریجي توګه له منځه تللي او یا نوي شوي دي. نه یوازي دا چې تړونونه د خپل دنني جوړښت او سټرکچر د نامناسب جوړښت له وجې تغییریږي، بلکې نور عوامل، لکه سیاسي ملحوظات هم د دې سبب کېږي چې تړونونه تغییر او نوي شي. د سیاسي ملحوظاتو له کټګورۍ څخه لومړی د هېوادونو تر منځ سیاست یا Interstate Politics دی چې د تړونونو د ماتېدو، نوي کېدو او بدلون لامل ګرځي. د سیندیزو هېوادونو تر منځ د ځواک او زور توازون (Power Asymmetry)، که هغه په سیاسي، اقتصادي، نظامي او نورو برخو کې وي، په حوزه کې پرتو هېوادونو تر منځ پر خپل منځي اړیکو باندې خورا لوی اغېز لري .[3] د دې ډول ځواک لپاره په سیاسي متنونو کې زیات تعریفونه شتون لري. د شریکو  یا مرزي خوږو اوبو د سیستمونو په چوکاټ کې، زور او ځواک د هایدروـ هژمونۍ (hydro – hegemony) په رڼا کې څېړل کېږي. هایدروهژموني هغه حالت ته ویل کېږي چې د اوبو پر مشترکو سرچینو باندې پرتو هېوادونو کې د سیند لاندینی یا پورتنی هېواد پر مقابل اړخ (پورتني یا لاندیني هېواد) باندې د سیاسي، اقتصادي او نظامي برلاسۍ په مرسته همدغو شریکو اوبیزو سرچینو باندې ډېر واک او تسلط ولري، یعنې په مختلفو برخو کې د مشترکو اوبیزو سرچینو څخه د ګټه اخیستونکو هېوادونو د قدرت او ځواک نه توازن هایدروهژمونۍ ته لار هواروي، چې بیا د وخت په تېرېدو او د ځواک او زور د توازن څخه وروسته په ډېرو مواردو کې په بالقوه توګه د شخړو او د تړونونو د له منځه تللو او ماتېدلو لامل سوي دي .[4] د بېلګې په توګه، د هند او پاکستان تر منځ د انډس۱۹۶۰ کال تړون د یادولو وړ دی، چې دې وروستیو کې هند ګواښ کړی و، که چېرې پاکستان د ترورستي کړنو څخه لاس وا نه خلي، نو هند به د انډس د تړون څخه ووځي. (نور جزئیات دلته ولولئ). 

دویم په سیاسي ملحوظاتو کې کورني سیاستونه او فشارونه (Domestic politics and pressures) دي، چې د معاهداتو د رژیم د لمنځه تللو او نوي کېدو لامل ګرځي [5]. د بېلګې په توګه، د اوبو د تړونونو ور هاخوا کولای سو، د کورني سیاستونو (Anti-establishment politics) له امله په ۲۰۲۰ کې (Brexit) یعنې د اروپايي اتحاديې د تړون څخه د برتانیې وتنه یاده کړو، چې ټولپوښتنه يې په ۲۰۱۶ کې ترسره شوې وه.[6]. همدارنګه په ۲۰۱۶ کې د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنیز کمپاین پر مهال د ډونلډ ټرمپ هغه ژمنه، چې د ده پر بریالیتوب سره به په څو اړخیزو نړیوالو تړونونو کې د امریکا موقف بدلوي، په ځانګړې توګه د شمالي امریکا د ازاد تجارت تړون (NAFTA) کښې او دغه راز، د سیاسي اهدافو له مخې د پاریس د نړیوال اقلیمي تړون څخه د امریکا ایستنه د یادولو وړ دي.[5]

د دې تر څنګ هند او نيپال د Kosi سیند د جریاناتو د تنظیم او سېلابونو د مخنیوي په موخه په ۱۹۵۴م کال کې یو تړون لاسلیک کړی. د تړون له مخې، د هند حکومت غوښتل تر څو د نيپال دننه د دې سیند له پاسه د ګډې ګټې اخیستنې، د برېښنا د تولید، خړو او رسوباتو د کنټرول او اوبه لګونې له پاره یو بند او بېراج جوړ کړي، خو د نیپال خلکو د دوی په هېواد کې دننه، د زیاتو ځمکو د ډوبېدو او د تړون له مخې د کوم جبران د نه اداینې له کبله د دې بند مخالفت وکړ، ځکه ډېره ګټه یې هند او تاوان يې نیپال ته رسېده. د نيپال د دې مخالفت او د دواړو هېوادونو تر منځ د شته اختلافاتو د له منځه وړلو په موخه نیپال د تړون د نوي کولو غوښتنه وکړل.[7] په پایله کې نوموړی تړون په ۱۹۶۶م کال کې له اصلاحاتو سره نوی سو. د دې ځایه پوهېږو چې د نوموړي تړون د نوي کېدو لامل د نيپال دننه کورني فشارونه او سیاستونه وو.

په سیاسي ملحوظاتو کې درېیم عامل چې د معاهدو او تړونونو د له منځه تللو او نوي کېدو لامل ګرځي، هغه د هېوادونو خپلواک کېدل، د دولتونو او رژیمونو بدلون او نوي کېدل او د نویو سرحدونو ټاکل دي. د بېلګې په توګه، په مرکزي اسیا کې د اورال سیند، چې د ازبکستان او قزاقستان پر سرحدونو باندې تېرېږي، د ګډ مدیریت او د سیند څخه د ګټې اخیستو په موخه په ۱۹۹۲م کې یو تړون وکړ. خو په ۱۹۹۳م کې د چاپيریال د ساتنې او د سیمې د ټولنیز پرمختګ په موخه و ارزول سو او نور تغییرات پکښې راوستل سول، خو د دې ټولو تر شا اصلي لامل د پخواني شوروي اتحاد ټوټې کېدل او د نویو جمهوریتونو منځته راتګ و، چې ورته اصلاحاتو ته يې زمینه برابره کړه. همدارنګه، د Meuse سیند چې د فرانسې، بلجیم او هالنډ د هېوادونو څخه تېرېږي، د دې سیند د اوبو د مدیریت په موخه په ۱۹۶۱م کال کې د بلجیم او هالند تر منځ تړون لاسلیک سو. په وروسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ نوي سرحدات تعین سول، چې له کبله يې د سیند په خوا کې د بلجیم یوه اندازه ځمکې د هالنډ په خوا کې راغله او د هالنډ بیا د بلجیم په خوا کې راغله. همدا د سرحداتو ستونزه د ۱۹۶۱م کال د تړون د نوي کېدو لامل سوه.

همدارنګه نور عوامل چې د تړونونو د لغوه کېدو او له منځه تللو لامل ګرځي، هغه د اوبو د نړیوالو قوانینو په واحد تعریف او تفسیر کې د نظرونو د یووالي نشتون دی. هر هېواد د اوبو هغه نړیوال قوانین مخته کوي او په هغسې بڼه یې تفسیروي چې د دوی اوږدمهاله ګټې خوندي کوي او په بهترین شکل يې د ادعا ملاتړ کوي. د اوبو په نړیوالو قوانینو کې ابهامات هم د خوږو اوبو په تړونونو کې د بدلون لامل ګرځي. د بېلګې په توګه، د روانو سیندونو د حقوقو د تنظیم په اړه په ۱۹۹۷ کال کې د ملګرو ملتونو کنوانسیون یا میثاق د نه ضرر اصل (No significant Harm). اوس نو د نه ضرر څخه، اپسټریم او ډاونسټریم هېوادونه هر یو خپل، خپل تعبیرونه او تفسیرونه لري [8].  

پای

اخځلیکونه

  1. Zeitoun, M., Mirumachi, N., 2008. Transboundary water interaction I. Int. Environ. Agreem. 8 (4), 297–316. https://doi.org/10.1007/s10784-008-9083-5.
  2. De Bruyne, C., et al., 2020. Design and change in transboundary freshwater agreements. Climate. Change 321–341.
  3. Wolf, A. T., Yoffe, S. B. & Giordano, M. (2003). International waters: identifying basins at risk. Water Policy 5, 29–60. https:// doi.org/10.2166/wp.2003.0002.
  4. Zeitoun, M., Warner, J., 2006. Hydro-hegemony–a framework for analysis of trans-boundary water conflicts. Water policy 8 (5), 435–460.
  5. Buisseret, P., Bernhardt, D., 2018. Reelection and renegotiation: international agreements in the shadow of the polls. Am. Political Sci. Rev. 2018/09/10 edn 112 (4), 1016–1035.
  6. Williams, B., 2018. Brexit: the links between domestic and foreign policy. Political Insight 9 (2), 36–39. https://doi.org/10.1177/2041905818779334.
  7. Rai, S.P., Sharma, N., Wolf, A.T., 2019. Perceived risk of cooperation between India and Nepal on the Kosi River. J. Water Resour. Plan. Manag. 145 (9), 05019012.
  8. Mianabadi Hojjat; Mostert Eric; Van de Giesen. 2015. Trans-boundary River Basin Management: Factors Influencing the Success or Failure of International Agreements, at: Conflict Resolution in Water Resources and Environmental Management, pp: 133-143

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!