LOADING CLOSE

کتابښود؛ ولې جګړه؟ (د ریچارډ اووري کتاب) – احسان الله عمرخېل

کتابښود؛ ولې جګړه؟ (د ریچارډ اووري کتاب) – احسان الله عمرخېل

کتاب: ولې جګړه؟

ليکوال: ريچارډ اووري

کتنه: احسان الله عمرخېل

ولې جګړه؟ يوه ژوره او څو رشتېيزه څېړنه ده، چې د جګړې ماهيت ته کتنه کوي. د بشريت له لومړنيو ټولنو څخه تر نننيو شخړو پورې د جګړې ريښې لټوي. ريچارډ اووري د جګړې د تاريخي بهير پر بيلابېلو اړخونو رڼا اچوي، لکه بيولوژيکي، رواني، چاپېريالي او ايډيالوژيکي عوامل. دا کتاب په دوه برخو وېشل شوی دی. لومړۍ برخه د انسان د طبيعت له علمي بنسټونو سره د جګړې اړيکې څېړي، چې بيولوژي، روانپوهنه او ايکولوژي (چاپېريال) په کې شامل دي. دويمه برخه بيا سياسي، اقتصادي او ايډيالوژيکي اړخونو ته پام کوي، چې د سرچينو، عقيدوي سيستمونو، د قدرت مبارزو او امنيت موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده. هر فصل د همدې اصلي موضوعاتو پر بنسټ ترتيب شوی او دا روښانه کوي چې څنګه دغو عواملو په تاريخ کې جګړې ته لاره هواره کړې ده.

د کتاب په پيل کې، اووري د کتاب موخه روښانوي (دويم مخ): د جګړې دوامداره ماهيت سپړل او دا چيلنج کول چې ګواکې جګړه د انسان په تاريخ کې يو استثنايي حالت دی. برعکس، هغه استدلال کوي چې جګړه د انساني تمدن يو اساسي او ژور جوړښتي (ساختماني) اړخ دی، چې د بيولوژيکي او ټولنيزو جوړښتونو يوه برخه ده. د کتاب سريزه هم دا بحث پراخوي چې ولې جګړه؟ سره له دې چې د له منځه وړلو هڅې يې شوي، خو لا هم دوام لري. دا مقدماتي بحثونه د کتاب له پاره يو چوکاټ برابروي، چې د لوستونکو له پاره د کتاب د استدلال د درک له پاره اړين دي.

د جګړې بيولوژيکي او ارتقايي ريښې

اووري استدلال کوي چې په بيولوژيکي برخه کې د انسان طبيعت، چې د ارتقا له لارې جوړ شوی، د منظم تاوتريخوالي يو زيانمن ميلان لري. هغه واضح کوي چې څه ډول د سرچينو سيالي، د ځمکې د ملکيت شخړې او د تناسل ګټې په تاريخي لحاظ شخړو ته زمينه برابره کړې ده. د ارتقايي روانپوهنې له نظره، هغه روښانه کوي چې د ښکار او خوړو ټولونې ټولنو انسانانو هم د ایتلافي تاوتريخوالي له لارې جګړه کړې، لکه څنګه چې اوسني شمپانزيان هم د سيالو ډلو پر وړاندې منظم بريدونه کوي. هغه لرغوني او انتروپولوژيکي شواهد وړاندې کوي، چې ښيي، د پراخې کچې تاوتريخوالي د دولتونو له جوړېدو مخکې هم شتون درلود. خو اووري جګړه حتمن بيولوژيکي نه بولي، بلکې ټينګار کوي چې فرهنګي او ټولنيز عوامل دا تاوتريخوالی يا زياتولی او يا يې کنټرولولی شي.

روانپوهنه او د جګړې ټولنيز کول

اووري د جګړې د رواني ميکانيزمونو څېړنه هم کوي. هغه څېړي چې څنګه ټولنو جنګيالي ستايلي او ځوانان يې د فرهنګي مراسمو او کيسو له لارې جنګيالي روزلي دي. د بېلګې په توګه، منځنۍ پېړۍ کې اروپايي جنګیالیو (knights) ته د جګړې او شرافت کلتور ورښودل شوی و. په داسې حال کې چې بومي ټولنو د جسماني ځواک او جنګي زړورتيا مراسم لرل. د دې تر څنګ، هغه تشريح کوي چې څنګه عصري جګړو کې تبليغات د دښمن د غير انساني ښودلو او د ډلې وفادارۍ پياوړي کولو له پاره کارول شوي دي. دا برخه دا مهمه پوښتنه راولاړوي: ايا انسان په ذاتي ډول تاوتريخجن دی، که جګړه يو زده کړل شوی چلند دی؟ اووري وايي چې تاوتريخوالی د انساني طبيعت يوه برخه ده، خو د هغې څرګندونه د فرهنګي او ټولنيزو عواملو له خوا رهبري کېږي.

چاپېريال، سرچينې او شخړه

کتاب د چاپېريالي او اقتصادي فشارونو رول هم څېړي چې جګړې ته لاره هواروي. اووري استدلال کوي چې زياتره شخړې د حياتي سرچينو لکه د کرنيزې ځمکې، اوبو او انرژۍ پر سر رامنځته شوي دي. هغه د ويکينګانو Vikings يرغلونه د کرنيزې ځمکې د موندلو له پاره يادوي او همداراز اروپايي استعماري جګړې د سرچينو د ترلاسه کولو له پاره بل مثال راوړي. د افريقا او منځني ختيځ اوسنۍ شخړې چې د نفتو، الماسو او اوبو پر سر دي، دا موضوع نوره هم روښانه کوي. اووري دا خبرداری هم ورکوي چې د اقليمي بدلون له امله په راتلونکي کې د سرچينو پر سر شخړې زياتېدای شي.

عقيدوي سيستمونه او ايډيالوژيکې جګړې

کتاب دا هم استدلال کوي چې سره له دې چې مادي عوامل جګړې ته لمن وهي، خو عقيدې او باورونه هم د جګړو مهم محرکات دي. اووري د مذهبي جګړو تفصيلي تحليل کوي، لکه صليبي جګړې او معاصر جهادي غورځنګونه، چې څنګه دين د جګړې د توجيه له پاره کارول شوی. هغه همداراز د فاشيزم، کمونيزم او ليبرالې دموکراسۍ پر بنسټ جګړې هم څېړي، لکه د شلمې پېړۍ سړه جګړه، چې يوازې جيوپوليټيکي نه، بلکې د متضادو نړۍ ليدونو تر منځ يوه ايډيالوژيکه مقابله وه.

قدرت، امنيت او د دولت رول

اووري د قدرت او امنيت په برخه کې لیکي چې څنګه دولتونه د خپل نفوذ ساتلو او پراخولو له پاره جګړې کوي. هغه تاريخي امپراتورۍ لکه روم او مغل يادوي، چې د پوځي يرغل له لارې جوړې شوې وې. کتاب دا هم روښانه کوي چې څنګه د قدرت توازن نظريه په نړيوالو اړيکو کې جګړو ته لاره هواروي. اووري دا تحليل عصري جيوپوليټيک حالت ته هم تطبيقوي، لکه د امريکا او چين سيالي. هغه دا هم څېړي چې څنګه دولتونه د واک انتقال يا د سيال کمزوري کولو له پاره نيابتي جګړو ته مخه کوي.

عصري جګړې او د شخړو راتلونکی

کتاب په عصري جګړو پای ته رسېږي، چې په کې سايبري جګړې او اتومي مخنيوي یا ډیټرینس ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. اووري څرګندوي چې څنګه سايبري بريدونو، لکه د روسيې لخوا پر استونيا، جورجيا، اوکراين او امريکا، د جګړې بڼه بدله کړې ده. سره له دې چې اتومي وسلو د لويې کچې جګړې مخه نيولې، اووري خبرداری ورکوي چې راتلونکې کې محدود اتومي بريدونه يا داسې سايبري بريدونه کېدای شي چې د يو هېواد زيربناوي سيستم فلج کړي.

انتقادي ارزونه او وروستۍ پايله

ولې جګړه؟ يو ښه څېړل شوی او فکر پارونکی کتاب دی، چې تاريخ، انسان پېژندنه، روانپوهنه او نړيوالې اړيکي سره يو ځای کوي. د اووري څو رشتېيزه ليدلوری لوستونکو ته دا وړتيا ورکوي چې جګړه له بېلابېلو زاويو درک کړي، له لرغونو قبيلوي شخړو څخه تر نننيو سايبري جګړو پورې. دا کتاب د لوستلو له پاره اسانه خو علمي ژوروالی لري، چې هم علمي ټولنو او هم عامو لوستونکو ته ګټور دی.

خو کتاب ځينې کمزورۍ هم لري. سره له دې چې د جګړې د علتونو ژور تحليل وړاندې کوي، خو د شخړو د مخنيوي له پاره عملي تګلارې نه وړاندې کوي. زياتره تمرکز يې د جګړې پر لاملونو دی، نه پر حل لارو. برسېره پر دې، د ځينو نظري بحثونو لکه ارتقايي روانپوهنې او د قدرت انتقال مباحث، لوستونکو ته درانه ښکاري. همداراز، د جګړې رواني او عاطفي زيانونو ته هم لږه پاملرنه شوې ده.

سره له دې چې ولې جګړه؟ کتاب د جګړو او شخړو د مطالعې په برخه کې يوه مهمه اضافه ده، خو دا ساده تشرېحات چې جګړه يوه استثنا ده، ردوي او جګړه د انساني تمدن يوه ژوره برخه بولي. دا کتاب جګړه حتمي نه بولي، خو ټينګار کوي چې د هغې د علتونو پوهاوی د شخړو د کمولو له پاره مهم دی. دیپلوماسي، د شخړو حل او نړيواله همکاري د نړيوالو کړکېچونو د مديريت له پاره حياتي ارزښت لري.

پای

(1) Comments
  1. سلام او درناوی
    روغتیا او نیکمرغي مو نصیب شه
    ولي جګړه؟
    د دغه پورته کتاب pdf سافټ به څنګه ترلاسه کړو
    که مو لارښوونه وکړه منندوی به مو شم

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!