ازبکستان او افغانستان: د محدودې رسمي پېژندنې یوه نوې دوره – اسلامخان غفاروف، حمزه بولتایوف او بابر مینګیاشفرون
لیکوالان: اسلامخان غفاروف، حمزه بولتایوف او بابر مینګیاشفرون
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
سرچینه: دیپلومات مجله
د مۍ میاشتې په پېل کې د ازبکستان د کرنې مرستیال وزیر جشمېد عبدوذخروف او د افغانستان د بلخ ولایت والي د امو سیند د اوبو د ګډ مدیریت په اړه یو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، څو د دغو اوبو عادلانه او معقوله استفاده باوري کړي.
له یوې خوا، دا تړون د سرحدي اوبو د سرچینو په مدیریت کې یو نوي پړاو ته د تګ نښه ده، او له بلې خوا، دا ښيي چې د ازبکستان او افغانستان تر منځ اړیکې په تدریجي ډول رسمي او اساسي بڼه خپلوي.
که څه هم ازبکستان د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د طالبانو له خوا د ټاکل شوي سفیر عبدالغفار بحر منلو په څېر عملي ګامونه یې د یو ډول واقعي یا غیر رسمي پېژندنې سیاست ته اشاره کوي. دا موضوع د نړیوالو قوانینو او سیاست له نظره یوه مهمه پوښتنه راولاړوي: له داسې سیاسي جوړښت سره چې رسميت نه لري، تړونونه لاسلیکول تر کومه بریده توجیه او مشروع ګڼل کېږي؟
د داسې قانوني ناڅرګندتیا تر سیوري لاندې لاسلیک شوی تړون د ازبکستان د بهرني سیاست واقعبینانه چلند څرګندوي او دا ښيي چې تاشکند د افغانستان د روان وضعیت د منلو پر بنسټ سیمهییزو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. دا لارې چارې دا څرګندوي چې د اوبو سرچینو په څېر د مهمو مسایلو عملي حللارو ته له ایډیالوژیکو ملاحظاتو څخه زیات اهمیت ورکول کېږي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ازبکستان په ځلونو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید یوه ګډه او همغږې نړیواله ستراتیژي موجوده وي. تاشکند دا دریځ په ځلونو د ملګرو ملتونو، د شانګهای د همکاریو سازمان او د ترک ژبو هیوادونو د سازمان په څېر نړیوالو غونډو کې څرګند کړی دی.
ازبکستان د یو غلي نندارچي په توګه نه پاتې کېږي، ځکه چې په افغانستان کې بېثباتي د دغه هېواد پر ګټو مستقیم اغېز لري. له همدې امله، تاشکند اړ دی چې د افغانستان په اړه یوه فعاله او واقعبینانه بهرنۍ پاليسي تعقیب کړي. ان که دا پاليسي یو اړخیزه هم وي.
په عین وخت کې له افغانستان سره د اړیکو ژورول له جدي ستونزو سره مل دي. تر ټولو اساسي ننګونه امنیتي ده، ځکه چې په افغانستان کې لا هم د اسلامي دولت د خراسان څانګې او القاعده په څېر ترهګرې ډلې فعالیت کوي، چې د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي.
ازبکستان اړ دی چې د خپلو حیاتي ګټو د خوندي ساتلو له پاره خپل امنیتي لید د خپلو ګاونډیانو لور ته وغځوي. ازبکستان د بنسټپالنې پر ضد مبارزه کې ښوونه او روزنه یوه مهمه وسیله ګڼي. له همدې امله تاشکند د افغانستان په شمال کې د مدرسو په جوړولو کې مالي مرسته کوي.
د قوش تېپې کانال پروژې هم د ازبکستان دننه او هم په نړیوالو رسنیو کې جدي اندېښنې راپارولي دي. دا کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او دا مهال په افغانستان کې د جوړېدو په حال کې دی، ښايي د امو سیند شاوخوا ۲۵ سلنه اوبه واړوي، چې دا کار به د ازبکستان او ترکمنستان له پاره د اوبو تامین اغېزمن کړي. سره له دې چې د پروژې له ۸۰ سلنه ډېر کارونه بشپړ شوي بلل کېږي، خو لا هم اندېښنې شته چې دغه کانال ممکن د نړیوالو معیارونو مطابق نه وي، ځکه راپورونه ښيي چې په ځینو برخو کې د اوبو د بهېدو ستونزې موجودې دي.
د نړیوالو معیارونو او د پولې پورې غاړې د اوبو د استعمال په اړه افغانستان نه یوازې له ازبکستان سره اختلافات لري، بلکې له ایران او پاکستان سره هم شخړې لري. داسې ښکاري چې د هلمند سیند په اړه د افغانستان او ایران تر منځ شخړه د ۲۰۲۵ کال په پیل کې حل شوې، خو له پاکستان سره تر څو لسیزو خبرو اترو وروسته هم تر اوسه هېڅ رسمي تړون نه دی لاسلیک شوی.
د کونړ (ګمبري) او کابل (شاه دود، چې ښايي شاه توت وي، ژباړن) سیندونو باندې د هند په ملاتړ د نویو بندونو د جوړولو پلان په پاکستان کې اندېښنې راپارولي دي. ځکه چې دا پروژې ښايي د اوبو لېږد کې کمی راولي او د میلیونونو خلکو له پاره د کرنې او څښاک اوبه به اغېزمنې کړي.
د سیمې هېوادونو تر اوسه له افغانستان سره د اوبو د ستونزو د حل له پاره په ګډه هڅه نه ده کړې، بلکې هر هېواد په انفرادي ډول عمل کوي. د امو سیند موضوع د ازبکستان د بقاء مسله ده. تاشکند خپلواک او فعال دریځ خپل کړی او له نورو لوبغاړو پرته یې له افغانستان سره مستقیم او پرېکنده تماس نیولی دی.
د روان کال د مارچ میاشتې په پای کې د ازبکستان د اوبو منابعو وزیر شفقت حمرایف وویل: “کله چې اسناد چمتو شي، موږ به نور ګامونه واخلو، هر څه به د خبرو اترو له لارې حل شي.”
دا کار عملي شوی دی. ازبکستان پرته له دې چې د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني، له افغانستان سره يې د اوبو یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
دلته ممکن یوه منطقي پوښتنه دا راپورته شي: د ازبکستان د حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي اړیکو د نه موجودیت له امله دغه هوکړه تر کومه بریده باوري ده؟
د افغانستان په اړه د ازبکستان په چلند کې عملګرايي لومړیتوب لري. د دغه عملګرایۍ په چوکاټ کې (د هوکړو) پلي کول په عملي ډول د سیمهییزو، وزارتونو او ادارو تر منځ د همکارۍ له لارې ترسره کېږي. د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې نه موجودیت دا معنا نه ورکوي چې د ځايي او اړونده حکومتي سازمانونو تر منځ د اسنادو لاسلیک کېدل رسمي توب یا قانوني بنسټ نه لري. د ازبکستان د سرخان دریا ولایت او د افغانستان د بلخ ولایت او همداراز د ترمذ او مزارشریف ښارونو تر منځ اړیکې د دې ښکارندویي کوي. په ترمذ کې د افغان تولیداتو له پاره یو تجارتي مرکز پرانیستل شوی او په مزارشریف کې د ازبکستان د سوداګرۍ مرکز جوړولو پلان هم شته.
له همدې امله د ازبکستان او افغانستان اوسنۍ اړیکې له قانوني او ډیپلوماتیکې پېژندنې څخه ور هاخوا دي او د عملي همکارۍ پر بنسټ د «محدودې پېژندنې» یوه نمونه جوړوي. دغه چلند حتی د رسمي پېژندنې په نشتون کې هم د بېلابېلو برخو تر منځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابروي.
ازبکستان د یوې روښانه ستراتیژۍ پر بنسټ د یوې عملي همکارۍ ماډل غوره کړی دی چې په پرلهپسې توګه پرمختګ کوي. که څه هم تر اوسه رسميت پېژندنه نه ده شوې، خو تاشکند د سیمې یوازینی هېواد دی چې د افغان مسلې د خپلواک حل له پاره هڅې کوي. دا موضوع څرګندوي چې ازبکستان غیرفعاله نه دی، بلکې د خپلو ملي ګټو په اساس عمل کوي.
که نړیواله ټولنه د افغانستان رسمیت پېژندنې ته دوام ورکوي او د یو واحد دریځ په خپلولو کې ناکامیږي، د رسمیت پېژندنې اړوند د ازبکستان د خپلواک سیاسي تصمیم د نیولو احتمال زیاتېږي. په دغسې یو وضعیت کې دا کار کولی شي په سیمه کې د ډومینو (پرلپسې) اغېز رامنځته کړي. نور هغه هېوادونه به هم ورته ګامونه واخلي چې له افغان مسلې سره فعاله ښکېلتیا لري لکه قزاقستان او روسیه.
د ازبکستان ستراتیژي یوازې د بهرنۍ پالیسۍ بدلون نه دی، بلکې داسې لوری منعکسوي چې موخه یې د سیمهییز امنیت ټینګول، د اقتصادي بشپړتیا ژورول او په منځنۍ اسیا کې د خپل مخکښ مقام پیاوړي کول دي. له همدې امله، ازبکستان نه یوازې له افغانستان سره د سیاسي ښکېلتیا له پاره نوی پلیټفارم جوړوي، بلکې نړیوالې ټولنې ته د همکارۍ رامنځته کولو له پاره یو اضافي اپشن هم وړاندې کوي.