کتابښود: د نازي جرمني اغېز (د جوناتن لي پر کتاب تبصره) (وروستۍ برخه) – توماس روټیک
لیکنه: توماس روټیک
ژباړه: احمد علي سباوون
منبع: د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه
د نازي جرمني اغېز
لي دې پایلې ته رسیدلی دی چې په ۱۹۳۰کې له نازي جرمني سره د افغان شاهي دولت اړیکو د دوی د پښتونپالنې تګلارې کلکې اغېزناکې کړې وې. دی وايي:
«د هټلر له جرمني او ملي سوسیالیزم سره خواخوږي دومره ژوره شوه چې په ځینو برخو کې حکومت پښتونپالنې ته وده ورکوله چې په زیاتېدونکي ډول له نژادي او کلتوري برلاسۍ او اریانیزم سره اوبدل شوې وه».
دا ریښتیا ده چې افغانستان او جرمني هغه مهال نژدې اړیکې درلودې. اړینه خبره دا ده کله چې لي د سارا کوپلیکس کتاب «د افغانستان د یهودانو سیاسي او اقتصادي تاریخ» د یوې مهمې سرچینې په توګه یادوي او وايي چې د اقتصاد وزیر عبدالمجید زابلي په تګلارو کې د یهودو ضد عناصر موجود وو. د سارا د کتاب له مخې، د زابلي شرکتونو چې د افغانستان د دولتي پانګونې سیستم بنسټ يې جوړوه، نو سکان او یهودان يې له ونډې محروم کړل. دې کار په ځانګړي ډول د بخارا یهودان چې د شوروي اتحاد له خوا د مرکزي اسیا هېوادونو د نیولو په وخت کې افغانستان ته راتښتېدلي وو، متضرره کړل. لي وايي چې دوی د قره قول اصلي سوداګر وو، ځکه نو دوی د زابلي مهم سیالان وو. لي په دې پسې لیکي چې په ۱۹۳۳ کال کې د بخارا یهودان او د افغانستان په شمال کې د یهودو ډېره پخوانۍ ټولنه د هندوکش په جنوب کې د مسکو د پینځمې ستنې په تور په زور مېشت کړل شول. له دې وروسته په ۱۹۳۵ کال کې په هرات کې د یهودو خلاف اله ګوله وشوه او ډېر افغان یهودیان فلسطین ته لاړل. بېرون (۲۸۰مخ) مني چې د اندخوی یهودان له دې ځایه هرات ته په دې موخه ولېږدول شول چې د بهرنیانو لاس له سوداګرۍ را لنډ کړي.
کتابښود: له افغانیته تر پښتونپالنې (د جوناتن لي پر کتاب تبصره) (لومړۍ برخه) – توماس روټیک
خو د لي دا خبره ناسمه ده چې محمد ظاهر شاه او لومړی وزیر يې محمد هاشم خان د نازیانو تر ولکې لاندې د برلین په اولمپیک لوبو کې برخه اخیستې وه. دې لوبو ته د محمدهاشم کشر ورور شاه محمود چې وروسته د جنګ وزیر شو تللی و. هټلر وتوانېد، څو شاه محمود په نورمبرګ کې د نازي ګوند په پياوړي کانګرس برخې اخیستلو ته وهڅوي. هغه کانګرس چې یهودو ضد جوړ شوی و. دا برخه چې یو شمیر جرمني شنونکو په جدي ډول شنلې ده، د لي په کتاب کي نشته. د هغه ماخذونه پرته له پینځلسو فارسي سرچینو ټول انګلیسي دي.
دا څرګنده نه ده، چې د نازي نظریې په اړه شاه محمود په کوم اند و، خو دا مالومه ده چې هاشم خان چې په همدې کال د درملنې له پاره جرمني ته تللی و، له نازي مفکورې سره يې خواخوږي نه درلوده او همدا خبره یې په ډاګه هم کوله. یوې جرمنۍ سرچینې د هاشم خان له خولې لیکلي چې د جرمني سفیر ته یې (داسې ښکاري چې سفیر د نازیزم پلوی نه و) په کابل کې وویل، چې هیله لري نازیان پیاوړي نه شي، ځکه چې «د هغوی پیاوړتیا به نړیوالې سولې ته د پای مانا ولري». داسې راپورونه هم شته چې هاشم خان په کابل کې د جرمني په سفارت کې د سیمه ییزې نازي ډلې د فعالیتونو په اړه هم خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.
کتابښود: د وزیر محمد ګل خان مومند رول (د جوناتن لي پر کتاب تبصره) (دویمه برخه) – توماس روټیک
لي ادعا کوي چې د ۱۹۳۶ کال په اولمپیک کې افغان لوبډلې په لوبغالي کې د لوبو پرانیست غونډه کې نازي سلامي کړې وه، خو هلته د فرانسې د لوبډلې په ګډون د نورو لوبډلو پر وړاندې هم ورته ادعاوې شوې دي. شننې ښيي چې «د هټلر سلامي ډېرو لوبډلو ته د اولمپیک د سلامۍ په نامه ورپېژندل شوې وه». دا کار هلته د مالومات ورکولو د یوې وسیلې په توګه شوی و او دا باید د نازي له سلامۍ سره اشتباه نه شي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اولمپیک کمېټې دا کار بند کړ. لي دا هم ویلي چې زابلي په ۱۹۲۹ کال کې په برلین کې د جرمني د پولیسو د یوه افسر له لور سره واده وکړ. په دې اړه هم د لي سرچینه څرګنده نه ده، خو دغه لیکوال چې د زابلي په سیاسي رول يې شننې کړې دي، موندلې چې ډېرې سرچینې وايي چې زابلي له یوې جرمنۍ – روسۍ کورنۍ د یوه سوداګر له لور سره په سنت پیترز برګ کې واده کړی و. دا شونې ده ځکه چې هغه ډېرې میرمنې درلودې او له دې امله چې د ده ملي بانک چې په ۱۹۳۲ کال کې يې بنسټ ایښودل شوی و، د افغانستان د قره قولو پياوړي صادرات هم انحصار کړي وو او د مسکو، برلین او نیویارک په ګډون يې په ټوله نړۍ کې څانګې درلودې.
لي لوستونکو ته وايي چې زابلی، چې نازي جرمني ته څو ځله تللی و، هټلر ته يې ویلي و چې «چمتو دی ظاهرشاه او هاشم خان له واکه لرې کړي او د برتانوي هند پر ضد جګړه اعلان کړي». دا خبره تر یوې کچې سمه ده. زابلي د یو شمیر نورو افغان سیاسیونو په څېر د افغانستان د ملاتړ وړاندیز کړی و چې یا به د برتانوي هند پر ضد د خرپ او ترپ جګړه کوي او یا به مخامخ جګړه کوي، خو په دې شرط که چېرې جرمنیان پر برتانویانو بریالي شي او په بدل کې به د برتانوي هند شمال لویدیځ سرحدي ولایت به ،چې یو وخت له افغانستانه بېل شوی و، بېرته کابل ته سپاري. د ظاهرشاه له واکه غورځولو او واک ته د امان الله خان د ستنولو پلان په حقیقت کې په برلین کې د صدیق خان څرخي په څېر د امان الله خان د جلا وطنه ملاتړو پلان و( امان الله خان هغه مهال د موسولیني ایټالیا کې جلاوطنه و). د جرمني مالوماتو له مخې ( دې پلان په برلین کې کار ورنه کړ، ځکه چې برلین د اسیا په دې برخه کې د موسولیني اغېز نه غوښت).
د لي دا ادعا هم ناسمه ده چې د افغان زلمیانو غورځنګ د مشروطه خواهۍ له غورځنګ سره مترادف دی. عموما په دې اړه لیکنې داسې انګېري چې د افغان زلمیانو غورځنګ د مشروطه خواهۍ د افکارو دوام دی، خو دا هېڅکله هم د مشروطه خواهانو دوام نه و. ځکه چې د مشروطه خواهانو مخکښ غړي اعدام شوي وو. لي ان په دې اند دی چې «د طرزي وراره (خوریی) چې د اعدام شویو له ډلې و، ښايي د توطیه جوړوونکو راز شیندلی وي». دا یو سخت تور دی او له شکه وراخوا ډېرو پلټنو ته اړتیا لري.
پای