کتابښود: له افغانیته تر پښتونپالنې (د جوناتن لي پر کتاب تبصره) (لومړۍ برخه) – توماس روټیک
لیکنه: توماس روټیک
ژباړه: احمد علي سباوون
منبع: د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه
له افغانیته تر پښتونپالنې
جوناتن لي د افغانستان له خپلواکۍ وروسته څپرکو کې راغلي پرمختګونو ته له تنګو نژادي عینکو ګوري. دی په ځانګړي ډول د واکمنې شاهي کورنۍ د افغان هویت پنځونې پر هڅو تمرکز کوي او دا په افغانستان کې د پښتنو نژادي او کلتوري برلاسي بولي. دی په دې موخه بېلابېلې اصطلاحګانې کاروي لکه :« پښتونیزم یا نژادي ملتپالنه یا پښتون اریاییزم»، خو تر څنګ یې دی په ځینو ځایونو کې د پښتون کلمه په نادرو یا نادودو بڼو هم لیکي، لکه پاختو.
لي دغه هڅې د پاچا امان الله خان له دورې وړاندې کلونو کې پیل شوې ګڼي. دی « د امان الله خان د خسر او سلاکار محمود طرزي د افغانیت یا افغانیه مفکوره د وروستیو ټولو ملتپالو پاچاهیو بنسټ» بولي. دی زیاتوي چې د طرزي د «جوانان افغان» پلویانو دا مفکوره د ډاروینیزم (د نژادي او اریايي برلاسۍ جرمنۍ نظریې) له مفکورې سره یو ځای پر مخ وړله. دی دغه نظریې او تګلارې له جرمني نظریو، په تېره بیا، له نازيزم او د یهودو د عام وژنې (Holocaust) له نظریو سره هم تړي. دی وايي چې ځینې راډیکال پښتونپالان ادعا کوي چې پښتون نژاد یو لوی نژاد دی. داسې برېښي چې دی په دې تړاو وزیر محمد ګل خان مومند ته اشاره کوي. لي د محمد ګل خان مومند بحث ته یو فرعي څپرکی هم ځانګړی کړی دی.
که څه هم لیکوال موږ ته ان یوه لنډه شننه او یا هم سرچینه نه راښیي چې کومو لیکوالانو او نظریو د طرزي یا مومند او یا هم وروسته د ځوانو افغانانو نظریات اغېزمن کړل، خو له دې سره د هغه خبره بېځایه هم نه ده. دی ارین پلوو یا په جرمني کې زېږېدلي مکس مولر ((۱۹۰۰-۱۸۲۳) ته اشاره کوي، چې ده څه ډول د جرمني نازي ګوند اغېزمن کړ، خو دی دا نه وايي چې ایا طرزي او نورو افغانانو دی لوستی و او که نه؟ څرګنده ده چې د برلاسۍ (ځان تر نورو لوړ ګڼلو) په مفکوره کې د فرانسې او برتانیې جوزیف ارتر، کومټي ډي ګوبینو ( ۱۸۱۶-۸۲)، یا هاسټن سټیوارټ چمبیرلین ( ۱۸۵۵-۱۹۲۷) مفکورې ګډې وې. هغه څه چې په اسیا کې په پراخه کچه لوستل شوي.
دلته د مالوماتو ناسم (غلط) تفصیل وړاندې شوی دی. داسې مالومېږي چې دا مالومات ډېر ځله د تعصب له مخې لیکل شوي دي. په ۴۳۹ مخ کې لي وايي «د افغانستان اکثریت وګړو پښتو نه ویله» یا دا چې «په ډېر سخاوتمندانه اټکل پښتانه د افغانستان د ټولو وګړو درېیمه برخه جوړوي». که ډېرو سخاوتمندانه اټکلونو ته وګورو، چې تر منځ يې ځیني د شورویانو اټکلونه هم دي، نو په افغانستان کې د پښتنو شمېر ۶۰ سلنه دی. لږ وړاندې په همدې مخ کې لیکوال موږ ته په کره ډول را په ډاګه کوي چې «د نفوسو په اړه اټکل په پاموړ ډول توپیر لري». همدا ډول د لیکوال دا ادعاوې هم معماوې دي چې «پښتو د ادب ژبه نه وه او د پښتو لومړني اصلي ویونکي ډېری نالوستي بزګران، مالدار کوچیان او د افغان – هند پولې نیم خپلواک قومونه وو». لیکوال دا هېروي چې د معارف په سیستم کې د امان الله خان د اصلاحاتو په پایله کې د پښتنو افغان روڼ اندو یوه پیاوړې ډله ډګر ته راووته، چې ډیرو يې بیا د شوروي یرغل پر مهال (۱۹۷۹) هېواد پرېښود. په ۴۴۱ مخ کې لي بیخي لکه ملنډې چې وهي، وایي: «د طرزي له خوا پښتو د افغانستان ملي ژبه ګرځول داسې وه لکه د برتانیې حکومت چې ویلشي ژبه خپله ملي ژبه کړي». (د برتانیې په ۶۶ میلیونو وګړو کې د ویلش ژبې ویونکو شمېر تر یو میلیونه ټیټ دی.)
یوه بله لویه تېروتنه یې دا ادعا ده چې وايي «پښتو په ۱۹۳۶ کال کې د افغانستان یواځینۍ ملي ژبه اعلان شوه». (مخ ۵۲۷). په حقیقت کې هغه مهال پښتو له دري ژبې وروسته، چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو تر منځ د غږېدو یوه ژبه او له وړاندې لا رسمي وه، یوه بله رسمي ژبه وګرځول شوه. دا پرمختګ په حقیقت کې د دوو ژبو د ملت جوړونې د پروژې یوه برخه وه. ځکه چې تر هغه مهاله پښتو د رسمياتو له ژبې څنډې ته غورځول شوې وه. هغه کار چې په حقیقت کې د دري په څېر پښتو ته پرمختګ ورکول و، لي په ناسم ډول د پښتو ژبې د برلاسۍ هڅه بللې ده. په حقیقت کې دا کړنه په خلکو کې محبوبه نه وه چې د حکومت کارمندان په زور د پښتو زده کړې کورسونو ته اړ ایستل کېدل. خو کله چې په کتابونو کې وایو چې نادرشاه، ورور يې او زامنو يې هم د پښتو زده کړې کورسونه لوستل، نو سړی پوهېږي چې د پښتو ژبې زده کړه دومره جبري هم نه وه. لي په ۱۹۵۹ کال کې یوې خپرې شوې برتانوۍ سرچینې ته په اشاره وايي «د پښتو ژبې د کارونې ډېروالي ان ګډوډي را مینځته کړه». خو په نورو لیکني متنونو کې ورته راپورونه نه دي موندل شوي.
دوام لري…