کتابښود؛ د اولیور رای د سیاسي اسلام ماته – ثاقب فکري

کتابښود؛ د اولیور رای د سیاسي اسلام ماته – ثاقب فکري

لیکوال: ثاقب فکري*

د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسې نومیالي لیکوال اولیور رای (Olivier Roy) لیکلی چې  په ۱۹۹۲ میلادي کال کې خپور شو. که څه هم دغه کتاب په فرانسوي ژبه لیکل شوی، خو د کتاب د منځپانګې د اهمیت له مخې د پښتو او دري په شمول ډېرو نورو نړیوالو ژبو ته ژباړل شوي. دا چې کتاب له فرانسوي انګلیسي ته ژباړل شوي دی، د کتاب ژبه تر یوې اندازې سخته او مشکله ده، خو د منځپانګې له مخې یو غني کتاب دی. که څه هم کتاب یوازې افغانستان نه رانغاړي،  خو رای په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې افغانستان ته سفر کړی دی او د افغاستان په ټولنیز، سیاسي او فرهنګي مسایلو سره ښه اشنا دی.

د سیاسي اسلام په اړه د رای نظریات په لوېدیځه نړۍ کې د اسلامي ډلو له خوا د ترسره شویو بریدونو له امله له مخالفت سره مخ شوي دي. تر ټولو مهم منتقد یې فرانسوي لیکوال ګیلیس کیپیل دی. د دواړو تر منځ اساسي اختلاف د «اسلامي تروریزم» د سرچینو په اړه دی. کیپیل د تروریزم سرچینه خپله اسلام ګڼي، خو رای بیا دا یوه ټولنیزه پدیده بولي چې د بې‌عدالتۍ، ټولنیزو فکتورونو او سیاسي شرایطو له امله رامنځته کیږي. همدا راز، رای د فرانسې د حکومت د سختدریځو پالیسیو په تېره بیا د حجاب ممنوعیت منتقد هم پاتې شوی او استدلال یې کړی دی چې دا ډول اقدامات به د افراطیت د لا پراخېدو سبب شي.

د کتاب د عنوان په اړه لیکوال د کتاب پیل په دې کوي چې دا کتاب په عموم کې نه د اسلام (د دین په توګه) په اړه دی او نه هم په اسلامي فرهنګ کې د سیاست د ځای په اړه دی. بلکې دا د هغو معاصرو اسلامي خوځښتونو (اسلامپالو) په اړه دی، چې په شلمې پیړۍ کې راڅرګند شول او اسلام ته د یوې سیاسي نظریې په توګه ګوري. د اسلامپالو غورځنګ په ۱۹۳۰ لسیزه کې په مصر کې د حسن البنا له خوا د اخوان المسلمین تنظیم په رامنځته کیدو سره پیل شو. وروسته په هند کې د ابو الاعلیٰ مودودي له خوا د جماعت اسلامي په رامنځته کیدو سره نور هم قوي شو. دواړه ګوندونه او بنسټ ايښودونکي ی د افغانستان او نورې نړۍ د اسلامپالو ګوندونو او شخصیتونو له پاره مهمې نمونې وې.

اسلامپال په عموم کې د مدرسو په ځای د عصري زده کړو (ښوونکي، انجینران، ژورنالیستان) څښتنان دي. د رای په اند، دوی اسلام ته د یوې سیاسي ایډیالوژۍ په سترګه ګوري، چې د معاصر دولت او ټولنې د اداره کیدو قابلیت او همدارنګه د لویدیځو نظریو لکه سوسیالزم، کمونیزم او کپیټلیزم ښه بدیل وړاندې کولی شي. د اسلامپالو د کامیابیدو یو مهم لامل د رای په نظر په ۱۹۷۰ یمو کلونو کې د سیکولر، نشنلیست او مارکسیست لرونکو نظریو او ګروپونو د نفوذ کمیدل وو. د مثال په توګه، په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د اسراییلو پر وړاندې د منځني ختیځ د اسلامي هیوادونو ماتې د عرب نشنلیزم (Arab Nationalism) منل شوي نظریه له سوال سره مخامخ کړه. په دې توګه اسلامپال د یو ښه بدیل په توګه راڅرګند شول.

رای د منل شوي نظر پر خلاف استدلال کوي چې اسلامپال د ماډرنیزم پر وړاندې د یو عکس العمل په توګه نه دي رامنځته شوي، بلکې دوی په خپله د ماډرنیزم له بطنه راټوکیدلي دي.  اسلامپالو له ماډرنو او عصري وسایلو او جوړښتونو څخه استفاده وکړه. دوی ګوندونه جوړ کړل. د رسنیو، ماډرنې بیروکراسۍ او تکنالوژۍ څخه یې په خپلو سیاسي فعالیتونو کې استفاده وکړه.

له اسلامپالو څخه مخکې دودیزه علماء (ملایان) په ټولنه او سیاست کې مطرح بلل کیدل. د رای په اند، اسلامپال په درېیو برخو کې له دودیزو ملایانو څخه توپیر لري: سیاسي انقلاب، شریعت او د ښځو مسله. اسلامپال باور لري چې د ټولنې اصلاح یوازې د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو له لارې ممکنه ده او د دې له پاره باید له مسجد څخه بهر راووځو او سیاسي قدرت په خپل لاس کې واخلو. دوی دا کافي نه بلله، چې ټولنه دې یوازې د مسلمانو افرادو جوړه وي، بلکې ټینګار کوي چې د ټولنې بنسټ باید شریعت وي. اسلامپال د “مسلمان” او “اسلامي” تر منځ توپیر کوي؛ یعنې یوازې مسلمان اوسېدل کافي نه دي، بلکې ټولنه باید د اسلامي ارزښتونو او قوانینو پر بنسټ تنظیم شي.

همداراز، اسلامپال د دودیزو ملایانو په پرتله د ښځو په اړه بدل لیدلوری لري. دوی ښځې د وسیلي په توګه نه، بلکې انساني کرامت لرونکی موجود ګڼي او د ټولنې په پرمختګ کې یې رول مهم ګڼي. اسلامپالو په خپلو ګوندونو کې ښځو ته ونډه ورکړې وه، لکه د اخوان‌المسلمین د ښځو څانګه “اخوات‌المسلمین” او د حزب اسلامي د ښځو څانګه چې د “خویندو” په نوم یادېده.

د رای په نظر، د اسلامپالو د ناکامیدو تر ټولو مهم لامل دا و چې د دوی ټوله تکیه د افرادو او په ځانګړې توګه د مشرانو په تقوا وه. اسلامپالو هڅه وکړه چې اسلامي ټولنه د متقي او مؤمنو مشرانو له لارې جوړه کړي، نه د شفافو او مؤثرو بنسټونو له لارې. د دوی دا هڅې د یو مؤثر سیاسي نظام د رامنځته کیدو پر ځای د مشرانو د شخصیت جوړونې لامل شوي. د اسلامپالو له پاره دولت یوازې یوه نمایشي بڼه لري او د دولت درې‌ګونې قواوې (مقننه، اجراییه، او قضاییه) په عملي توګه هیڅ خپلواک ځای نه لري.

همداراز، کله چې اسلامپال واک ته ورسیدل، دوی ونشوای کولی چې له دودیزو ټولنیزو جوړښتونو (لکه مذهبي، قومي او قبیلوي جوړښتونو) څخه ځان خلاص کړي. رای استدلال کوي چې د وخت په تېرېدو سره اسلامي حرکتونو خپل فکر له خپلې ایډیالوژۍ څخه د هویت سیاستونو(Identity Politics)  ته واړوه. د افغانستان او سوډان د ۱۹۸۰-۹۰ کلونو کورنۍ جګړې یې ښه بېلګي دي.

*ثاقب فکري د ننګرهار پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانی استاد دی. اوسمهال ښاغلی فکري د انګلستان په ګلوسټرشایر پوهنتون کې په نړیوالو اړیکو کې دکتورا  کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!