LOADING CLOSE

کتابښود: د وزیر محمد ګل خان مومند رول (د جوناتن لي پر کتاب تبصره) (دویمه برخه) – توماس روټیک

کتابښود: د وزیر محمد ګل خان مومند رول (د جوناتن لي پر کتاب تبصره) (دویمه برخه) – توماس روټیک

کتابښود: له افغانیته تر پښتونپالنې (د جوناتن لي پر کتاب تبصره) (لومړۍ برخه) – توماس روټیک

لیکنه: توماس روټیک
ژباړه: احمد علي سباوون

منبع: د افغانستان د تحلیلګرانو شبه

د وزیر محمد ګل خان رول

  د افغانستان د تاریخ په ډېرو لوبغاړو کې چې لي يې له تیارو راباسي، یو هم محمد ګل خان مومند دی. وروسته له هغې چې نادر شاه، حبیب الله کلکانی په  ۱۹۲۹ کال کې له پښو وغورځوه، مومند د کورنیو چارو د وزیر او ورپسې د والي په توګه، له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د افغانستان له مهمو سیاستوالو څخه و. نوموړی اصلا یو پوځي افسر و، خو له ژبپوهنې سره یې هم ډېره لېوالتیا درلوده. د هغه لېوالتیا یواځې له خپلې مورنۍ ژبې سره نه، بلکې له نورو ژبو سره هم وه.  هغه خپل سیاسي موقف د یوې محرکې قوې په توګه د پښتو ژبې د پراختیا له پاره وکاروه. جیمز اې کارټن، د مومند په اړه د یوې پراخې لوېدیځې خپرونې (د پښتون ملتپالنې کلتوري تاریخونه، د ولس ونډه او په ۱۹۵۰- ۱۹۶۰کې په شاهې افغانستان کې ټولنیزه نا انډولتیا (Culturual Historeis of Pashtun Nationalism, Public Participation and Social Inequality in Monarchic Afghanistan, 1950-1960) کې د پښتون روڼ اندي صدیق الله ریښتین له خولې لیکي چې « هغه یوه سیاسي پښتو رامنځته کړه».

لي په مومند تور پورې کړی چې ترکمن او ازبیک کډوال او د مرکزي اسیا اصلي اوسېدونکې يې له هغه ځایه په زوره د افغانستان سویل ته بېځایه کړي وو. د هغوی ځمکې يې په زور ونیولې او د ننګرهار پښتنو ته، چې ډېرو يې د مومندو له قبیلې سره تړاو درلود، ارزانه ورکړې او یا یې ورته ډالۍ کړې. لي همداراز مومند په دې تورنوي چې د مهمو ولایتي ښارونو د پرمختیايي پروګرام له پلي کولو يې موخه د اصلي کلتور د ودې له منځه وړل و، چې په پایله کې يې د شمالي افغانستان ډېرو ښاري مرکزونو خپل اصلیت او برم له لاسه ورکړ او ښارونو د هوارې ځمکې بڼه غوره کړه. د لي په ټکو، کله کله دې کار د توکم وژنې بڼه هم موندله.

په دې کې شک نشته چې له جنوب او ختیځ څخه پښتانه، چې ناقلین يې بولي، په شمال او شمال ختیځ افغانستان کې په زور میشت کړل شول. خو ډېر ځله له دې کار سره بېځایه کېدنه هم مله وه. خو د لي کتاب په دې اړه کوم وضاحت نه ورکوي. لي همدا ډول د ادعا شویو ویجاړونو څو بېلګې وړاندې کوي: له مېشت یا بیا مېشتېدنې پرته، د اقچې او امو تر منځ په سړک باندې منګلک کلا او پر دې سړک څو سوه کیلومتره مربع ځمکه او یو زیارت، چې دی یې د شاه مردان مزار بولي، په بشپړ ډول هوار شوي وو ( د دې قبر ډېر مشهور نوم د علي روضه ده. په کابل کې هم د شاه مردان په نوم یو زیارت شته).

لي د خپلو دلایلو د ملاتړ له پاره د رابرټ بېرون،( The Road to Oxiaba) د مشهور یونلیک، چې په ۱۹۳۷ کې يې لیکلی و، څخه نقل قول کوي، خو خپله رابرټ په دې یونلیک کې د پراخو ویجاړونو په اړه نه دی غږېدلی. رابرټ بېرون له مومند سره د خپلې لیدنې په برخه کې مني  چې د علي د زیارت  شاوخوا بې ارزښته ودانۍ يې له منځه وړې وه. خو د لي برعکس رابرټ وايي چې بلخ تر دې وړاندې لا په ۱۹۲۹ کال کې د شورویانو د لنډې تمېدا پر مهال، چې د امان الله خان مرستې ته راغلي وو، نړېدلی و او هغه دا د اصلي اوسېدونکو د کلتور د له منځه وړلو پروژه نه بولي. هغه ان له بیا پسولېدلي مزارشریف څخه خوند اخلي. هغه لیکلي دی:

«بازارونه نوي، په چونه سپین شوي او چتونه يې په داسې ستنو ولاړ دي چې دننه يې رڼا او هوا ورځي. په نوي ښار کې د سړکونو په څنډو کې د سوتره خښتو لښتي جوړشوي دي.  دا به سخته وي چې سړی و نه مني چې ښار د دغو کارونو له امله ښکلی دی».

بېرون په زوره د بېځایه کولو یادونه نه ده کړې، خو دا يې ویلي دي چې د جنوب افغانان، فارسي- ژبي تاجیکان، تورکمن او هزاره د بېلګې په ډول د میمنې په ښار کې لیدل کېدل. دا سمه ده چې هغه محمد ګل خان مومند یو ملتپاله بولي خو وايي چې هغه مهال دا ډول ملتپالنه په ټوله اسیا کې وه او له دې پرته بسیاینه ناشونې وه.

د هغه مهال او د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې د ډېرو بېځایه کېدنو/کَوَنو پېښې، چې لي يې د توکمونو او کلتورونو له منځه وړل بولي، په نورو سرچینو کې نه تر سترګو کېږي. دا سمه ده چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو دوه لسیزو کې امیر عبدالرحمن خان د افغانستان په شمال کې ډېرې وژنې وکړې، قحطي یې رامنځته کړه، خلک يې شکنجه او بندیان کړل او ډېر غیر پښتانه او یاغي پښتانه یې تبعید کړل، خو په شلمه پېړۍ کې پرته له هغو بېځایه کېدنو چې د زراعت د پرمختیايي پروژو له پاره يې د جنوب پښتنو او شړل شویو ته ځمکې ورکړې، د خلکو بېځایه کېدنه ډېره لږه وه.

کارن مني چې مومند د پښتنو د سیاسي ولکې د خوندي کولو په پار د پښتنو کلتوري میراث په مستند ډول خوندي کړ. هغه زیاتوي چې د پښتنو روڼ اندو په ګډون په مرکز کې لکه د ريښتین په څېر بیروکراټان د مومند هغه کړنو ناکراره کړي وو چې غوښتل يې د پښتني ملتپالنې کلتور د اشرافي دربار له بریدونو ها خوا وغځوي.

 دې ګروپ پرېکړه وکړه چې دا پروسه نوره ودروي او همداسې يې و هم کړل. مومند يې څنډې ته کړ.

کارن زیاتوي: « له ۱۹۴۶ وروسته پښتو او پښتون کلتور ته د رسمي تګلارې له مخې د دولتي خپرنیزو فعالیتونو په لړ کې په مطلق ډول او د پښتو ټولنې له خوا وده ورکول کېده. پښتو ټولنه لا هغه مهال په هېواد کې لومړنۍ کلتوري ټولنه وه.  خو بې له شکه چې په خلکو باندې د حکومت له خوا د پښتو لوستل جبري نه و. د پښتو ټولنې کار د مومند تر کار بېخي لږ و».

دا برخه د لي په کتاب کې نشته. همدا ډول د لي دا تور چې مومند د باسماچي مشرانو د بندي کولو او اعدامولو مسول و، دا نو بیا د هغو مالوماتو پراخول دي چې په نورو سرچینو کې هم شته. د نادر شاه په پاچاهۍ او د مومند د ولایت پر مهال په یقیني توګه د شوروي پر پوله له باسماچي جنګیالیو سره له زوره کار اخیستل شوی دی. هلته ځیني باسماچيان نیول شوي او اعدام شوي دي ( لکه ابراهیم بیګ په ۱۹۳۱ کې)، خو نورې سرچینې چې ویلي يې وي افغان ځواکونو د باسماچیانو په اعدامولو کې مستقیم رول لاره نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!