د توسیدیس دام – ګراهام ایلیسن
لیکنه: ګراهام ایلیسن
د فارن پالیسيمجله
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانېکا د آی آر مرکز)
د اپریل په میاشت کې د مارالاګو په غونډه کې د چاکلیټو کیک له اېښودلو سره سم د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین ولسمشر شي جین پینګ ته وویل: د امریکا توغندي د سوریې د هوایي اډو پر لور وتوغول شول.
دا چې پر سوریې د امریکا برید پر شماليکوریا د برید له پاره څه پیغام ورکاوه، دا نو یوازې د شي جینپینګ تفکر ته پرېښودل شول.
ښه راغلاست! د داسې مشرانو ماښامنۍ ته چې دوی په کې دمګړۍ د نړۍ تر ټولو خطرناکې جیوپولیټیکي اړیکې اداره کوي.
دا یوه ډېره کوچنۍ کیسه ده، خو څرنګه به چې چین د امریکا برلاسي وننګوي، نو د یو بل د کړنو او نیتونو په تړاو د دوی سوء تفاهم کولای شي، چې دواړه په یو داسې وژونکي دام کې سره واچوي چې لرغوني یوناني تاریخ لیکونکي توسیدیس یې په تړاو ویلي وو: “دا د اتن ځواکمنېدل و، چې په سپارتا کې یې وېره خپره کړه او دې حالت بیا د دواړو تر منځ جګړه حتمي کړه.” په تېرو ۵۰۰ کلونو کې ۱۶ داسې قضیې ثبت شوي، چې راپورته کېدونکي ځواک په کې برحاله ځواک ننګولی او ګواښلی دی. له دې څخه یوازې ۱۲ په جګړو پای ته رسېدلي او راپورته کېدونکي ځواک په کې برحاله ځواک له نړیوالې مشرۍ په زوره لرې کړی و.
هغه قضیې چې جګړې په کې و نه شوې: د ۱۵مې پېړۍ په وروستیو کې د هسپانیې او پرتګال، د شلمې پېړۍ په پېل کې متحده ایالات او انګلستان، د ۱۹۹۰ کال راهیسې په اروپا کې جرمني او د سړې جګړې پر مهال شوروي اتحاد او متحده ایالاتو بېلګې شاملې دي. په دوی کې د شوروي اتحاد عروج و زوال زموږ د نن ورځې له پاره ځانګړي درسونه لري. سره له دې چې د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد تر منځ داسې شېبې هم راغلې، چې تاوتریخوالی په کې حتمي برېښېده، خو له دواړو هېوادونو سره د دوی ستراتیژیکو فکرونو او لیدلورو مرسته وکړه چې له ویجاړوونکو شخړو پرته له یو بل سره سیالي وکړي. په پای کې شوروي اتحاد ړنګ شو او سړه جګړه په آرامۍ سره پای ته ورسېده.
که څه هم د چین راپورته کېدل به خپلې ځانګړې ننګونې ولري، خو د واشنګټن سیاستوال باید د سړې جګړې دغو پینځو درسونو ته هم پام وکړي.
لومړی درس: د اټومي ځواکونو تر منځ جګړه لېونتوب دی
د سړې جګړې پر مهال متحده ایالاتو او شوروي اتحاد دومره ډېرې اتومي وسلې جوړې کړې، چې له لومړي احتمالي برید وروسته سناریو کې هم دوی لا د یو بل د بې وسلې کولو په تړاو په بشپړه توګه ډاډه نه و. اتومي ستراتیژیستانو دا وضعیت د “متقابل تخریب تضمین” یا MAD وباله. په حقیقت کې ټېکنالوژۍ متحده ایالات او شوروي اتحاد سره غبرګوني کړل او له امله یې هېڅ یو هم د بل د وژلو توان پيدا نه کړ.
نن ورځ چین هم قوي اتومي وسلې لري. د چین د سویل او ختیځ سمندرګيو له شخړو نیولې د کوریا تر ټاپو پورې. مشران باید په دې پوه شي چې له چین سره به جګړه د ځان وژنې په معنی وي.
دویم درس: مشران باید د هغو جګړو ګواښ ته هم تیار وي چې ګټلی یې نشي
که څه هم هېڅ ملت نه شي کولای اتومي جګړه وګټي، خو بیا هم هېوادونه باید مقابل لوري ته داسې چمتووالی هم وښيي چې دوی د اتومي جګړو ګواښ او اتومي جګړو کولو ته چمتو دي.
د دې اتومي پارادوکس هره برخه باید په پام کې ونیول شي. له یوې خوا، که جګړه وشي، دواړه هېوادونه ماتې خوري او میلیونونه خلک په کې وژل کېږي — دا نو بیا یو داسې انتخاب دی چې د هېڅ هېواد هوښیار مشر به ورته زړه ښه نه کړي. خو که له بلې خوا، یو ملت د اتومي جګړې خطر منلو ته تیار نه وي، نو مخالف هېواد کولای شي د فشار او په تېره بیا د اتومي ګواښ له لارې خپلې هر ډول موخې ترلاسه کړي. د مهمو ګټو د خوندي کولو له پاره مشران باید د داسې لارو چارو پر خپلولو هم غور وکړي چې له ځان سره د تباهۍ ګواښ هم لري. واشنګټن باید په داسې څېزونو هم فکر وکړي چې تصور یې ستونزمن وي، څو له کبله یې د چین په څېر د احتمالي مخالفینو مخنیوی وکړای شي.
درېیم درس: د اوسني وضعیت متزلزل قواعد تعریفول
د سړې جګړې سیالان په یو داسې پېچلې خپلمنځي سیالۍ کې له یو بل سره اوبدل شوي وو چې ولسمشر جان ایف کینیډي ورته د “وخت د متزلزلو قواعدو” نوم ورکړی و. د بېلګې په توګه، په دې کې د وسلو کنټرولولو تړونونه شامل وو. دا ډول ضمني لارښودونه ممکن د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د سایبیري بریدونو پر وړاندې محدودیت او یا هم څارنیز عملیات رامنځته کړي.
پر جنجالي مسایلو هوکړې ته رسېدنه به د متحده ایالاتو او چین تر منځ د نړیوالې ترهګرۍ او اقلیمي بدلون په څېر ننګونو پر وړاندې همکاري رامنځته کړي. دا له دې کبله هم مهمه ده، چې د چین او امریکا ملي ګټې په دې تړاو یو بل ته نږدې دي. په پای کې، مشران باید په دې پوه شي چې بقا له احتیاط، ارتباطاتو، محدودیتونو، جوړجاړي او همکارۍ سره تړلې ده.
څلورم درس: داخلي کارنامې پریکنده وي
هغه څه چې ملتونه یې د خپلو سرحدونو دننه کوي، د هغو کړنو په څېر مهم دي چې بهر یې کوي. د ځینو اقتصاد پوهانو د اټکل له مخې، که د ۱۹۸۰مې لسیزې تر پای پورې د شوروي اقتصاد د امریکا له اقتصاد څخه مخکې شوی وای، نو مسکو کولای شول خپله برلاسي خوندي وساتي. خو نه، پر ځای یې ازاد بازارونه او ازادې ټولنې بریالۍ شوې.
د امریکا او چین د نن ورځې سیالۍ پر وړاندې حیاتي پوښتنه دا ده چې ایا د شي جینپينګ لیننیستي-چینايي ټولواک حکومت او اقتصاد به د امریکايي کپيټلیزم او دیموکراسۍ په پرتله غوره ثابت شي او که نه؟.
د چین د اقتصادي ودې ساتنه چې د چین کمونیستي ګوند ته مشروعیت ورکوي، ورځ تر بلې به له ننګونې سره مخ شي. په ورته حال کې، په متحده ایالاتو کې ورو اقتصادي پرمختګ پر یو نوي عادي حالت بدل شوی. دغه راز، امریکایي دیموکراسي هم د اندیښنې وړ نښې څرګندوي. د بېلګې په توګه، د مدني ګډون کمښت، اداري فساد او په سیاسي پروسو کې پراخه بې باوري.
بهتره ده چې د دواړو هېوادونو مشران خپلو داخلي ننګونو ته لومړیتوب ورکړي.
پینځم درس: هیله ستراتیژي نه ده
د هغو څلورو کلونو په موده کې، چې جارج کینان په کې د خپل “اوږد ټیلیګرام” له لارې د شوروي خطر په ګوته کړ، د پاول نیتز د ملي امنیت د کمیټې تر ۶۸م سند پورې، چې د شوروي خطر د مخنیوي له پاره یې په کې حللاره وړاندې کړه، د امریکا چارواکو د سړې جګړې پر مهال یوه بریاله ستراتېژي جوړه کړې وه. دا ستراتيژي د شوروي د پراختیا مخنیوی، د امریکایي حیاتي ګټو پر وړاندې د شوروي د عمل مخنیوی او د کمونیزم د نظر او عمل دواړو کمزوري کول وو.
برعکس، نن ورځ د چین په اړه د امریکا تګلاره له داسې لویو، سیاسي پلوه جذابو هیلو څخه جوړه ده چې د جدي ستراتیژیستانو په وینا یې ترلاسه کول ناشوني دي. په داسې یو وضعیت کې چې اقتصادي توازن د چین پر لور روان دی، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکايي نظم د خوندي کولو په موخه د متحده ایالاتو ستراتېژي په اصل کې یوازې یوه هیله ده او بس.
نن ورځ په واشنګټن کې ستراتېژیک فکر درلودل ډېری وخت څنډې ته کېږي. ان د باراک اوباما په څېر هوښیارو مشرانو هم د نیویارکر مجلې ته وویل چې د نن ورځې د بدلون سرعت ته په کتلو “زه کوم جارج کینان ته اړتیا نه لرم.”
یوه همغږې ستراتېژي بریالیتوب نه شي تضمینولی، خو نشتوالی یې د ناکامۍ پر لور یوه نېغه لاره ګڼل کېږي.
د توسیدیس دام موږ ته دا را ښيي چې په تاریخي توګه، جګړه د سولهییز انتقال په پرتله ډېر احتمال لري. د ټرمپ له دې ادعاوو څخه چې چین “موږ لوټوي” او دی د چین له رییس جمهور سره عالي دوستانه اړیکې لري، د امریکا او چین تر منځ د اړیکو لوړې او ژورې په ډاګه کوي. که چېرې ولسمشر ټرمپ او د هغه د ملي امنیت ټیم هیله ولري چې له یوې خوا له چین سره له یوې ویجاړوونکې جګړې ډډه وکړي او په ورته حال کې د امریکا ملي ګټې هم خوندي کړي، نو دوی باید د سړې جګړې درسونه په دقت سره مطالعه کړي.
پای