د سترو ځواکونو د سیالۍ په پېر کې اقتصادي پرمختګ – اندریو شینګ او شیاؤ ګینګ

د سترو ځواکونو د سیالۍ په پېر کې اقتصادي پرمختګ – اندریو شینګ او شیاؤ ګینګ

لیکنه: اندریو شینګ او شیاؤ ګینګ (د پراجیکټ سنډیکیټ مجله)

ژباړه: احمد طارق خلیلي (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)

په یو داسې مهال کې، چې له یوې خوا لوی اقتصادي‌ هېوادونه خپلې بودیجې تر ډېره پر نویو، خو لوړو ټکنالوژیو مصرفوي او دغه راز له یو بل سره د تعرفو او سوداګرۍ په برخو کې هم په جګړو کې ښکېل دي او له بلې خوا د مخ پر ودې هیوادونو د پانګونې تمویل ظرفیت هم محدود دی. دغه راز، د دوی د سوداګرۍ پرتلیزې ګټې نړیوالو او یا هم سیمه ییزو بازارونو ته په  لاسرسۍ ولاړې دي، نو له همدې ځایه پوښتنه دا ده چې په داسې شرایطو کې دا هېوادونه څنګه کولی شي خپل سیالتوب پیاوړی کړي؟

د امریکا له لوري پر چینايي توکو د نویو تعرفو له لګولو سره داسې ښکاري، چې دا دوه لوی هېوادونه (امریکا او چین) د یوې اقتصادي جګړې لور ته روان دي. دا جګړه بې وزله هېوادونو ته هم خطرناکه تمامېدای شي.‌ که چېرې له دغو هېوادونو څخه یو هېواد هم دا فکر وکړي چې که کوم بې وزله هېواد له سیال هېواده ملاتړ کړی،‌ نو ممکن د هغه له‌لوري له بندیزونو او لوړو تعرفو سره مخ شي. دغه راز، د امریکا او چین تر منځ‌ تاوتریخوالی به د بې وزله هېوادونو پرتلیزه ګټه هم اغېزمنه کړي، په تېره بیا د ځمکې او ارزانه کاریګرو په برخو کې. دا هېوادونه باید له دې سختو ننګونکو حالاتو سره د مقابلې لپاره ځیرک او غوره اقتصادي پلانونه جوړ کړي.

پرتلیزې او سیالې ګټې د طبیعت له مخې بدلېدونکې وي. دا د وخت له تېرېدو سره ترلاسه کېږي او یا هم له منځه تللی شي. په همدې تړاو په ۱۹۹۰ کال کې د هارورډ پوهنتون پروفیسور مایکل پورټر وايي : “د یو هېواد شتمني موروثي نه ده، بلکې دا رامنځته کېږي. دا شتمني د یو هېواد د طبیعي زیرمو، د کاري ځواک، د سود د نرخونو او نه هم د اسعارو د ارزښت له امله رامنځته کېږي، لکه کلاسیک اقتصادپوهان یې چې په تړاو ادعا کوي.” بلکې، د یو اقتصاد سیالتوب له دې سره هم تړلی دی چې صنعتونه یې څومره د نوښت او پرمختګ وړتیاوې لري.

په داسې حال کې چې ډېری حکومتونه صنعتي تګلارې تعقیبوي – د بېلګې په توګه، د تعرفو لوړولو په څېر له لنډمهاله تګلارو نیولې د سبسایډي او ژورو جوړښتي‌ اصلاحاتو په څېر تر اوږدمهاله تګلارو – خو د نوښت او پرمختګ ظرفیت له بازارونو سره د دولت د ګډ کار له وړتیا سره تړلی دی، چې له کبله یې هېوادونه خپل سیالتوب زیاتولی شي. دا د پرمخ‌تللو او پرمخ‌تلونکو هېوادونو له پاره یو ډول ننګونه ده. 

راځئ اروپا ته ځیر شو. په ۲۰۲۲ کال کې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، دې اروپا اړ کړه چې خپل سوداګریز ماډل له سره وارزوي. د اروپا د سوداګرۍ ماډل تر ډېره د لوړ کیفیت لرونکو انجنیري محصولو پر پلور متکي وو. خو کله چې د عرضې زنځیرونه ګډوډ شول، د انرژۍ بیې او انفلاسیون لوړ شو  او له همدې امله د مهمو توکو له پاره د اروپا تکیه پر نورو هېوادونو زیاته شوه او دا یوه اقتصادي ستونزه وګڼل شوه. سربېره پر دې، په برېښنايي موټرو کې د چین چټکې برلاسۍ اروپا د خپل راتلونکي رقابت په اړه اندېښمنه کړې ده.

البته د دې یادونه باید وشي چې لا هم ډېری اروپایي هېوادونه د نړۍ په کچه سیال دي. اروپا د ۲۰۲۳ کال د نړیوالو رقابتونو د درجه‌بندۍ (چې د مدیریت او پراختیا نړیوال انسټیټیوټ له خوا ترسره شوې) پر لومړیو شلو درجو حاکم دی، په دوی کې ډنمارک، ایرلنډ او سویس تر ټولو مخکې دي. خو د اروپا لوی اقتصادي هېوادونه په دې درجه‌بندۍ کې ښکته روان دي. جرمني د ۲۰۲۲ نه تر ۲۰۲۳ پورې ۷ درجې ښکته شو او ۲۲م مقام ته ورسېد او فرانسه هم ۵ درجې ښکته شوه او ۳۳م نمبر ته ولاړه.

د مک‌کنزي نړیوال انسټیټیوټ په یو راپور کې لیکي، که څه هم اروپا د پایدارۍ (دوامداره پراختیا) او ټول‌شمولتیا (شمولیت) په برخو کې مخکښ دی، خو د في کس عاید په برخه کې شاته دي. په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا په پرتله دا کچه ۲۷ سلنه کمه وه، چې دا نږدې نیمايي د کلتوري تفاوتونو له کبله ده، ځکه د امریکایانو په پرتله اروپایان کم کار کوي او نیمايي‌ بیا د کاري مولدیت له کبله دی. له همدې ځایه په اروپا کې دا مهال د کاري‌مولدیت موضوع مهمه ګرځېدلې او دا به د پرمخ‌تللو تخنیکي‌ صنعتونو له لارې تر یوه بریده حل کېږي.

د بوسټن مشورتي ډلې په یو راپور کې ویل شوي، چې څېړنه او پرمختګ (R&D) د نوې ټکنالوژۍ د جوړېدو یوه مهمه برخه ده او دا د امريکا تخنيک قوي ساتي. د بېلګې په ډول، امريکا د نوې ټکنالوژۍ له امله د نيمه هادي چپسو (semiconductors) ۴۶سلنه نړيوال بازار  لري. د امريکا دغه صنعت شاوخوا ۵۹ سلنه  ګټه کوي، چې دا د نورو هېوادونو په پرتله ۱١سلنه زيات دی. په ۲۰۲۰ کال کې امريکا ۲۰۸ ميليارده ډالر د نيمه هادي چپسو له پلورلو څخه تر لاسه کړل، چې دا د دويم مخکښ هېوادونو څخه دوه چنده زيات دي.

خو هر هېواد د امريکا په څېر د ټکنالوژۍ کاميابي نشي تکرارولی، ځکه چې دا برخه د امريکا د لوی او قوي بازار له امله ده. په ۲۰۲۲ کال کې د امريکا د سټاک بازار ارزښت له اروپا نه ۲.۵چنده زيات و. د ټول هېواد اقتصاد د (GDP) په پرتله د امريکا د بازار ارزښت ۱۵۸٪ ته رسېده. دا له تایوان نه کم و(۱۹۵٪)، خو د چين (۶۵.۴٪)، جاپان (۱۲۶٪)، جرمني (۴۵.۵٪) او له هند (۱۰۳.۷٪) نه ډېر و.

امريکا ځکه توانېدلې چې پياوړی مالي بازار لري. دا بازار نه يوازې پيسې برابروي بلکې هوښیار/مهارت لرونکي خلک جذب او ساتي. نور هېوادونه لکه چين، اروپايي ټولنه، جاپان او ډېر پرمختلونکي هېوادونه له امريکا سره سيالي نشي کولی، ځکه چې د دوی بانکي سیستمونه د خطر منلو ته تيار نه وي.

چين دا درک کړه چې امريکا په لوړې ټکنالوژۍ کې تر ټولو مخکې ده، نو خپله پاملرنه يې منځنۍ ټکنالوژۍ ته واړوله. چين په توليدي انجنيرۍ او وېش برخو کې ځان پیاوړی کړ. له ۲۰۱۴ راهيسې چين د ټکنالوژۍ توکو تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی او د نړيوال بازار له ۳۰٪ نه زياته برخه لري. له ۲۰۰۰کال راهيسې چين خپل اقتصادي ارزښت درې چنده کړی دی. 

خو د پرمختلونکو هېوادونو له پاره حالت توپير لري. هغوی نه شي کولی له امريکا او چين سره په لوړه يا منځنۍ ټکنالوژۍ کې سيالي وکړي. دا هېوادونه کافي پيسې نه لري او د پانګونې له پاره یې وسایل هم محدود دي؛ خو دوی د نړيوالو بازارونو له لارې خپل اقتصاد پراخوي. همدا وجه ده چې د دوی لپاره به اقتصادي پرمختګ يوه لويه ننګونه وي.

خو ځینې لومړیتوبونه باید روښانه وي: که هېوادونه غواړي تخنیکي پرمختګ وکړي، باید تر ټولو ډېر په ډیجیټلي زیربناوو، زده کړو او د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیايي اهدافو (SDGs) اړوند پروژو کې پانګونه وکړي. د مخ پر زیاتېدو محافظت‌پالنې (protectionism) سره د مقابلې له پاره دا هېوادونه به غالباً له خپلو داخلي “اتلانو” ملاتړ وکړي، ان که دا د بازار د ټوټه کېدو لامل هم کېږي.

په عمومي توګه، داسې ښکاري چې په راتلونکو کلونو کې به د پرمختیایي ستراتیژیو په برخه کې ډېرې تجربې وشي. خو مخ پر ودې هېوادونه به یوازې یوه هیله ولري، او هغه دا چې د امریکا او چین ترمنځ‌ روانه سیالي دې د جګړې پر ځای پر یو لوی توافق بدلون ومومي.

پای‌

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!