LOADING CLOSE

د منځني ختیځ لپاره نوې جګړه؛ د سعودي عربستان او ایران د لرلیدونو ټکر – کریم سجادپور

د منځني ختیځ لپاره نوې جګړه؛ د سعودي عربستان او ایران د لرلیدونو ټکر – کریم سجادپور

لیکوال: کریم سجادپور (د فارن آفیرز مجله)

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)

متني سمون: ضیاءالاسلام شېرانی

د منځني ختیځ ډېری شخړې د نړیوال سیاسي نظم د بدلون وړتیا لري؛ خو هغه شخړه چې دا ډول کړنه تر ټولو ډېره ترسره کولای شي، د سیمې د دوو برلاسو قدرتونو (د سعودي عربستان پادشاهي او د ایران اسلامي جمهوریت) ترمنځ روانه جګړه ګڼل کېږي. که څه هم دا سیالي یو مهال د سعودي د عربو سُنیانو او د ایران د عجمي شيعه ګانو ترمنځ یوازې یوه قومي او مذهبي شخړه ګڼل کېده، خو دمګړی د دې سیالۍ مهمه کرښه ایډیولوژیکي ده. دا جګړه د دوی د ستراتیژیکو لرلیدونو ترمنځ ده — د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ کال لرلید او د ایران د ۱۹۷۹ کال لرلید. هر لرلید د خپل هېواد داخلي تګلارې ټاکي او له نورو سره د اړیکو پر چلنونه اغېز کوي.

ایران او سعودي عربستان دوه اتوکرات انرژي تولیدوونکي هېوادونه دي. دا دوه هېوادونه سره له دې چې د نړۍ د نفتو د زېرمو نږدې درېیمه برخه او د طبیعي غازو پینځمه برخه کنټرولوي، خو بیا هم د بېلابېلو خلکو له‌خوا رهبري کېږي او دواړه هېوادونه خورا مختلف پلانونه لري. د سعودي عربستان نارسمي مشر، ۳۹ کلن ولیعهد محمد بن سلمان، چې د MBS په نامه هم پېژندل کېږي، غواړي چې سعودي په چټکۍ عصري کړي او د تېلو پر تولید د دغه هېواد تکیه کمه کړي. نوموړي د دې موخې لپاره د ۲۰۳۰ کال لرلید جوړ کړی دی. بل لور ته د ایران اوږدمهاله مشر، ۸۵ کلن علي خامنه‌اي دی، چې د ایران اسلامي انقلاب ایډیالوژیکي اصولو ته ژمن دی. که څه هم خامنه‌اي خپل پلان د ۱۹۷۹ کال انقلاب نه بولي، خو دغه نوم لا هم ځکه مناسب دی چې د ده ټول لرلید د ایران د اسلامي انقلاب پر ساتنه او خوندي کولو تمرکز کوي.

دا دواړه هېوادونه په تاریخي توګه د یو بل سیالان دي او له یو بل سره ناهمغږې موخې لري. د ۲۰۳۰ کال لرلید ملي هیلو ته وده ورکوي، په داسې حال کې چې د ۱۹۷۹ کال لرلید ملي ستونزو ته اشاره کوي. د ۲۰۳۰ کال لرلید له متحده ایالاتو سره د امنیتي اتحاد غوښتنه کوي او له اسراییلو سره د عادي اړیکو تمه لري؛ خو د ۱۹۷۹کال لرلید بیا د امریکا پر وړاندې مقاومت او د اسراییل د له منځه وړلو پر بنسټ جوړ شوی دی. د ۲۰۳۰ کال لرلید د ټولنیزې آزادۍ لپاره هڅه کوي؛ په داسې حال کې چې د ۱۹۷۹ کال لرلید پر ټولنیزې ځورونې ټینګار کوي.

که څه هم ایران او سعودي عربستان پر یو بل ډېر بې باوره دي، خو ترمنځ یې مخامخ جګړه ممکنه نه ده. تهران او ریاض په ۲۰۲۳ کال کې د اړیکو د عادي کولو تړون لاسلیک کړ، دې تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د فشارونو کمولو ته زمینه برابره کړه. د دواړو هېوادونو تر ټولو ستره ننګونه له یو بل سره ټکر نه، بلکې پر خپلو داخلي شخړو تمرکز دی او همدلته، دواړه هېوادونه بیا ډیرې ستونزې لري، چې باید مبارزه ورسره وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت ستونزې څرګندې دي. دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد وروستیو ورځو ته ورته دی. په اقتصادي او ایډیولوژیکي توګه تالا شوی او د خپلې بقا لپاره پر وحشت تکیه کوي. تهران دا مهال له خپلو پولو بهر د خپل معاصر تاریخ په پرتله تر بل هر وخت زیات ځواک لري. د ایران ملاتړي ځواکونه او ملېشې په څلورو ناکامو عربي هېوادونو ـ عراق، لبنان، سوریه، او یمن ـ همدارنګه په غزه کې حاکمیت لري. تهران په بې شمېره نړیوالو امنیتي مسایلو کې اغېزمن دی، په دې کې د هستوي وسلو خپرېدا، په اوکراین کې د روسیې جګړه، سایبیري امنیت، د معلوماتو غلط خپرول او د انرژۍ د سرچینو وسله‌وال کول شامل دي.

په بل اړخ کې، د سعودي عربستان ستونزې بیا ډېرې بربنډې نه دي. اوس مهال، MBS د ټولنیزو بندیزونو له لرې کولو او د هېواد د قوي اقتصاد له امله پراخ ملاتړ لري. د ۲۰۳۰ کال د لرلید بریا به په نهایت کې د لویو پروژو پر اقتصادي وړتیا تکیه ولري او دا به د لوړو ولسي هیلو، د تېلو بیو بدلونونو، فساد او ځورونې سره مخ شي. دغه لید به د شاتګ پالو قوتونو له‌خوا هم وازمایل شي. په سعودي کې لا هم د اسلامپالو یوه لویه ټولګه شته، چې د MBS له پرېکړو راضي نه دي او کولای شي چې د نوموړي د حکومت پر وړاندې لویې ستونزې رامنځته کړي. دې هرڅه ته په کتو سره ویلی شو، چې د ۲۰۳۰ کال لید له ځان سره لوی خطر او دا راز لوی انعام هم لري. 

لا په دې نه پوهیږو چې په اوږدمهال کې به له دغو هېوادونو څخه کوم یو بریالی شي او که نه؛ خو سره له دې دا روښانه ده چې د دې دوو لیدونو تقدیر — یو لید د بدلون په موخه او بل د مقاومت له مخې تعریف شوی — به داسې پایلې ولري، چې له دغو دواړو هېوادونو څخه بیرون به هم پراخې اغېزې ولري. دا لیدونه به نه یوازې دا چې د منځني ختیځ بلکې د نړۍ د ثبات برخلیک هم وټاکي.

د ۱۹۷۹ کال میراث

د سعودي چارواکي د خپل هېواد او ایران په تړاو یوه کیسه کوي: د ۱۹۶۰مو کلونو په وروستېو کې شاه محمد رضا پهلوي، د ایران د عصري کولو واکمن، د سعودي عربستان پاچا ملک فیصل ته لیک ولیکه. شاه لیکلي و، چې فیصل باید سعودي عربستان آزاد کړي، که نه نو کېدای شي له واکه لرې شي.

د سعودي پاچا سخت مخالفت وکړ. فیصل په خپل ځواب کې وویل چې په حقیقت کې دا پخپله سیکولار او د اروپايي لیدلوري درلودونکی پهلوي دی چې واک یې له ګواښ سره مخ دی، نه فیصل. فیصل ولیکل:”جلالتمآب، زه یادونه کوم، تاسو د فرانسې پاچا نه یاست، ستاسو ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان دي. مهرباني وکړئ هغوی مه هېروئ.”

فیصل ثابته کړه چې هغه سم و. لاریون کوونکو د ایران د ۱۹۷۹ کال په انقلاب کې د پهلوي واک له منځه یووړ او هېواد یې د امریکا له اېتلافي شاهي هېواد څخه پر یوه امریکا ضد تیوکراسۍ بدلون وموند. که څه هم د شاه پر ضد یو متنوع اېتلاف رامنځته شوی و؛ خو هغه کس چې د انقلاب مشري یې وکړه، ۷۶ کلن آیت الله روح الله خمینی و. خمیني په دې باوري و، چې د لویدیځ سیاسي او کلتوري اغېزې د ایران او اسلامي تمدن لپاره جدي ګواښ دی. د خمیني په وینا “ټول هغه شیان چې زموږ ځوانان یې بې لارې کړل، د لویدیځ له‌خوا ډالۍ وې. دوی پلان درلود چې داسې لارې چارې جوړې کړي چې زموږ سړي او ښځې بې لارې او فاسد کړي او په دې ډول د دوی د انساني پرمختګ مخه ونیسي.” خمینی یوه لسیزه وروسته وفات شو، خو د هغه ځای ناستي خامنه‌اي د هغه لیدلوری لا ژوندی ساتلی دی.

۱۹۷۹ کال د سعودي عربستان لپاره هم یو مهم کال و. ځکه دا مهال راډیکال اسلامپالو د مکې مکرمې ستر جومات ونیوه، دوی باور درلود چې د سعودي شاهي کورنۍ له حقیقي اسلامه منحرفه شوې ده. دې حالت د سعودي شاهي کورنۍ د بقا له بحران سره مخ کړه. دوی د پهلوي په څېر له واکه د لرې کېدو وېره درلوده او له همدې امله یې د عصري کولو هڅې پرېښودې او خپلې ډېرې منابع یې د هېواد په داخل او بهر کې د ارتجاعي قوتونو پر لوري خلاصې کړي. شاهي کورنۍ بنسټپالو ته واک ورکړ چې پر زده کړو او قضايي سیستم کنټرول ولري، امر باالمعروف یې پراخ کړ، د سینماګانو دروازې یې وتړلې، په ښوونځیو او عامه ځایونو کې يې جنسیتي تفکیک رامنځته کړ. دا راز تر څه کچې یې د امریکا په تشویق، په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې مبارزه وکړه، سعودي د دا ډول تګلارو د صادرلو له لارې د نړۍ په ډېری برخو کې د زرګونو جوماتونو جوړولو او له داسې جهادي ډلو څخه د ملاتړ په موخه لسګونه میلیارده ډالر ولګول، چې وروسته بیا ترې د طالبانو او القاعده په څېر بنسټپالې ډلې جوړې شوې.

دې پالیسۍ ۲۰ کاله دوام وکړ؛ خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ بریدونو، چې له ۱۹ کسانو څخه پکې یوازې ۱۵ د سعودي تبعه وو او د ۲۰۰۳ کال په ریاض کې د القاعدې خونړيو بریدونو د یوه سمون غوښتنه رامنځته کړه. دواړو بریدونو یو تریخ واقعیت ته اشاره کوله: اسلامي بنسټپالنه چې یو وخت د سعودي لپاره شتمني ګڼل کېده، نوره د شاهي نظام د ثبات لپاره پر جدي ګواښ اووښتې ده. له همدې امله، د سعودي حکومت هڅه وکړه چې پر بهرنیو افراطي ډلو خپل مالي ملاتړ بند کړي او د هېواد دننه راډیکال ضد کمپاین پر مخ بوځي. په ۲۰۰۷ کال کې د سعودي د ترهګرۍ پر وړاندې د ستراتيژۍ له مهمو جوړونکو له ډلې څخه د شهزاده محمد بن نایف په وینا:”موږ هڅه کوو چې هر هغه ځوان بندي چې د مرګ غوښتونکی و، په یو ژوند غوښتونکي ځوان بدل کړو.” 

پر دې به لا لسیزه پوره نه وه، چې کله محمد بن سلمان (MBS) پر واک منګولې خښې کړې، نو سعودي عربستان خپل پراخ او نړیوال بدلونونه پیل کړل. د محمد بن سلمان د لیدلوري له مخې، د سعودي عمرخوړلې رهبرۍ تر ډېره پر تېلو تکیه درلوده او له خپلې ځوانې ټولنې څخه هم پرې وه. هغه اندېښنه درلوده چې هېواد به یې د قطر او متحده عربي اماراتو په پرتله شاته پاتې شي. ځکه قطر او متحده عربي امارات غواړي د سوداګرۍ، تفریح، لوبو او رسنیو د پراخ نفوذ پر مټ د ټرانسپورټ او سوداګرۍ په مرکزونه بدل شي. MBS یې په غبرګون کې خپله اجندا پیل کړه، چې د ۲۰۳۰ کال لید په نامه پېژندل کېږي. د دې لید موخه په اقتصادي توګه پرانېستیا، اسلامي محدودیتونه څنډې ته کول، له تېلو څخه ماورا د عایداتو متنوع کول او د ملي هویت جوړول وو.

دا لید پر دریو بنسټیزو موضوعاتو تمرکز کوي: ” ژوندۍ ټولنه، پرمختللی اقتصاد او یو لېوال ملت” او تر اوسه یې پر تګلارو ژوره اغېزه کړې. سعودي په ۲۰۱۸ کال کې ښځو ته د موټر چلولو او له محرمه پرته د سفر کولو حق ورکړ. د هېواد په کاري ځواک کې د مېرمنو شتون د زیاتېدو پر لوري روان دی؛ ان په لوړو حکومتي پوستونو کې هم دوی ګمارل شوې دي. حکومت د ارقامو په مرکزونو، مصنوعي ځیرکتیا او نورو ټیکنالوژیو باندې لسګونه میلیارده ډالره پانګونه کړې. په داسې حال کې چې د سعودي دوه پر درې برخې خلک له ۳۰ کلونو کم عمر درلودونکي دي، سعودي د ځوانانو لپاره د تفریحي برنامو فعالیتونه پراخ کړي. په دې کې د فورمولا ۱ موټر ځغلونه، د پهلوانۍ سیالۍ او د کریستیانو رونالډو په څېر د فوټبال ستورو استخدامول شامل دي. دا راز نوي سیاحتي قوانین جوړ شول څو سیلانیان جذب او حکومت ته د عاید راټولولو یوه وسیله شي.

یادو هڅو تر دې دمه مختلفې پایلې درلودلې دي. سعودي عربستان په تېرو څو کلونو کې، د نړۍ یو له تر ټولو ګړندیو اقتصادي وده لرونکو هېوادونو څخه دی، چې په غیرو تېل لرونکو سکتورونو کې یې د پام وړ وده لیدل کېږي؛ خو له دې سره، د اقتصادي ودې کچه بیا هم تر ډېره د تېلو پر بیه باندې تړل شوې ده. همدانګه د سعودي د پانګونې وزارت اټکل کوي چې بهرنۍ مستقیمه پانګونه به له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۳ پورې، ۱۵۰ سلنه زیاته شي. په بل اړخ کې، یو سعودي سوداګر، چې له ما سره یې خبرې وکړې، وویل چې له تېلو پرته په نورو سکتورونو کې د بهرنیانو مستقیمه پانګونه هېڅ ځای ته هم نه ده تللې. 

دوه سړي او دوه لیدونه

د ۱۹۷۹ کال لید او د ۲۰۳۰ کال لید د خامنه اي او MBS د شخصیتونه انعکاس دی. دواړه شخصیتونه د نني منځني ختیځ تر ټولو ځواکمن وګړي دي؛ خو دوی بیا مختلف لیدونه او د رهبرۍ سټایلونه لري. د خامنه اي نظریات پر تاریخي شکایتونو او MBS نظریات بیا پر عصري هیلو ولاړ دي. د دوی ترمنځ دا ډول توپیرونه د یو بل پر وړاندې د دوی په دښمنۍ کې واضح دي. MBS خامنه اي د “منځنۍ ختیځ نوی هټلر” ګڼي او خامنه اي بیا MBS “جنایتکار” بولي چې “بې تجربه توب” به یې د سعودي عربستان د سقوط لامل شي.

دوی دواړه ځانګړې کیسې لري. خامنه اي په یوه متواضع مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی، په شیعه مدرسه کې یې زده کړې کړي او لومړني کلونه یې د یوه انقلابي لمسوونکي په توګه تېر کړي دي (په دې کې څو کلونه د سیاسي بندي په توګه هم شامل دي). که چیرې د ایران انقلاب نه وای شوی، نو خامنه اي به د یوه متواضع روحاني په څېر ژوند کړی وای؛ خو په عوض کې، دی واک ته ورسېد، په ۱۹۸۱ کال کې د ایران ولسمشر او په ۱۹۸۹ کال کې د ایران ستر لارښود شو. د هغه له حده ډېره هوښیاري د ژورې بې امنیتۍ له کبله ده چې له مخې يې دی تر ډېره په واک کې پاتې شوی دی. سره له دې چې پراخه عامه نارضایتي شته او بهرني بحرانونه تقریباً دایمي دي، خو بیا هم خامنه اي هېڅ مهال هم د خپل لارښود خمیني له انقلابي ارزښتونو څخه په شا شوی نه دی. د ایران د ۱۹۷۹ کال لید ایډیالوژيکي ستنې لا هماغسې پاتې دي: “مرګ پر امریکا، مرګ پر اسراییل”، لکه څنګه چې د خامنه اي یو شمېر ملاتړ کوونکي دا شعار زمزمه کوي او همدا راز د ښځو جبري حجاب چې خمیني ورته یو مهال د “اسلامي انقلاب بیرغ” ویلی و.

د دې برعکس، MBS د نړۍ د یو له تر ټولو شتمنو خلکو په کور کې زیږیدلی. که څه هم MBS له ۱۹۷۹ کال وروسته زېږېدلی و، خو د ده په وینا په دغه کال توندلارو اسلام د مذهب په توګه یرغمل کړی و. دی د خپلو خلکو لپاره د شهادت پر ځای عصري کېدا یا موډرنیته غواړي. ده یو مهال وویل: “موږ به خپل ۳۰ کلونه ژوند له توندلارو نظریاتو سره په معامله کې ضایع نه کړو. موږ به یې نن ورځ له منځه یوسو.” دا ډول قاطعیت ځینې مهال د جدي تېروتنو لامل هم شوی، په تېره بیا په ۲۰۱۸ کال کې د جمال خاشقجي په څېرخبریال وژنه او په یمن کې روانه جګړه شامله ده. خو له دې سره سره، د سعودي ځوان شهزاده لا هم د سعودي د ځوانې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري او د ۲۰۳۰ کال لید مزل هم نه دی تم شوی. 

د سعودي او ایران د لیدونو ترمنځ یو مهم توپیر د ټولنیزو آزادیو دی. ایرانیان تل خپلو خلیجي عربو ګاونډیانو ته په کمه ګوري. خمیني یو ځل د سعود کورنۍ ته “د ریاض د اوښانو څروونکو او د نجد د وحشیانو پیروان، چې د بشري کورنۍ تر ټولو بدنام او وحشي غړي دي” خطاب کړی و. دا راز په خپله وصیتنامه کې يې هم غندلي وو. د ایران رژيم چې څومره هم ارتجاعي و، ښایي چې  هغه مهال ایرانیانو په کې د یو شمېر ټولنیزو آزادیو له مخې د سعودیانو په پرتله یو څه د آرامتیا احساس کړی وي؛ خو اوس وضعیت بدل دی. د نړۍ نومیالي سندرغاړي د ایران د مشهورو سندرغاړو په شمول چې په خپل هېواد کې پرې بندیز دی، په سعودي کې کنسرتونه ورکوي. د ایران لسګونه میلیونه وګړي خبرونه له ایران انترنیشنال څخه ترلاسه کوي، چې د سعودي به ملاتړ په فارسي ژبه خپرونې کوي. د ۳۵ کلونو له بندیزه وروسته، سعودي عربستان به ۲۰۱۸ کال کې سینماګانې پرانیستې. په پراخه کچه ټولنیزې رسنۍ شته دي. سعودي د تېر په پرتله د ډېرو سیلانیانو هرکلی وکړ، خو برعکس ایران د بهرنیانو د یرغملولو هڅې چټکې کړې دي. 

د دواړو پلانونو توپیر، په تېره بیا د ښځو پر وړاندې په چلند کې نور هم څرګنديږي؛ د سعودي مېرمنې، چې یو وخت له عامه ژوند څخه پناه وې، اوس هم د برابرۍ په معیارونو کې شاته دي؛ خو بیا هم هغه پرمختګونه چې د MBS په دوره کې ترلاسه شوي، ریښتیني او اساسي دي. ایراني مېرمنې د نارینه وو په پرتله ډېرې تعلیم یافته دي او ډیری یې په خپلو مسلکونو کې لوړو مقامونو ته هم رسیدلي؛ خو له دې سره سره دوی د نړۍ د هغو لږو کسانو څخه دي چې نن ورځ د خپلو اناګانو په پرتله له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي. دا حالت د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو پر مهال په ایران کې د ښځه، ژوند او آزادي په نامه  پراخو لاریونونو کې منفجر شوی دی.

د تېلو ځواک

 د ۲۰۳۰ او ۱۹۷۹ لیدونو ترمنځ به تر ټولو ډراماتیک توپیر د دواړو هېوادونو پر اقتصاد د دې لیدونو اغېزه وي. سعودي عربستان د تېلو استخراج د خپل ستراتیژیک لید لپاره کارولی دی. له همدې امله، سعودیان د ایران په پرتله تقریباً په هره برخه کې بډایه دي. د سعودي عربستان ناخالص داخلي پیداوار د ایران دوه برابره دی. په داسې حال کې چې سعودي د ایران نیمايي نفوس هم نه لري. د ایران د کلني انفلاسیون کچه په دوامداره توګه د نړۍ له تر ټولو زیات انفلاسیون لرونکو هېوادونو کې راځي؛ خو د سعودي عربستان د انفلاسیون کچه بیا شاوخوا دوه سلنه ده. ریاض د ۴۵۰ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتو بهرنيو اسعارو ذخیرې لري، چې دا بیا د تهران له ذخایرو څخه شاوخوا ۲۰ چنده زیات دي.

د ایران د خراب اقتصادي وضعیت لاملونه ډېر دي او دا ټول د ۱۹۷۹ کال سره تړاو مومي. د لویدیز پر وړاندې د ایران د دښمنۍ له امله، ایران تر سختو بندیزونو لاندې دی، دې بندیزونو له یوه اړخه په ایران کې د بهرنیو اسعارو ذخیرې کمزورې کړې دي او له بله اړخه یې د ایران د دوو اصلي محصولاتو (نفت او ګاز) پلورل ستونزمن کړی دی. د ایران له انقلابه یو کال مخکې، په ۱۹۷۸ کال ایران په ورځني ډول شاوخوا شپږ میلیون بیرله تېل تولیدول، چې له دې څخه شاوخوا پینځه میلیونه یې بیا یوازې بهر ته صادریدل. له انقلابه راهیسې، د ایران د تېلو تولید او صادرات نږدې نیمایي شوي. که څه هم ایران له روسیې وروسته، په نړۍ کې د طبیعي غازو تر ټولو ډېر ذخایر لري، خو بیا هم په نړۍ کې د طبیعي غازو په لومړیو ۱۵ صادروونکو هېوادونو کې هم نه راځي. تهران هڅه کوي چې د انرژۍ سرچینې د یوې وسلې په توګه هم وکاروي. د روسیې د اوکراین له جګړې وروسته، د ایران چارواکو بار بار د انرژۍ کمښت لرونکې اروپا ته یادونه کوله چې “ژمی راروان دی” څو د اروپا مشران وهڅوي د تهران اتومي غوښتنو ته غاړه کېږدي.

ایران ته د ۱۹۷۹کال لید تر ټولو لویه تراژیدي د طبیعي منابعو ضیاع نه، بلکې د انساني منابعو ضایع کول دي. په ۲۰۱۴ کال کې، د ایران د ساینس او ټيکنالوژۍ وزیر وویل، چې هر کال نږدې ۱۵۰ زره کسه له ایرانه وځي او دا بیا ایران ته هر کال په ۱۵۰ ملیاردو ډالرو تاوان تمامېږي. دا ضیاع بیا په ۲۰۲۳ کال کې له تېلو څخه د ترلاسه شوو عایداتو څخه څلور برابره ډېره ده. خو برعکس د اټکل شویو شمېرو پر اساس د سعودي نږدې ۷۰ زره محصلین چې په بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي، د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ګرځي. د ۱۹۷۹ کال لید ډېری مهال خپل لوستي خلک د ځان لپاره ګواښ بولي؛ خو برعکس د ۲۰۳۰ کال لید بیا خپل لوستي ځوانان د ځان لپاره شتمني ګڼي.

سعودي عربستان د خپل اقتصاد د عصري کولو په تړاو په ډېرو لویو پلانونو کې ډېرې پیسې لګوي، لکه سمارټ ښارونه. په دې کې د نیوم په نوم پروژه هم شامله ده، چې په دښته کې به د یوې لویې ښاري ساحې په رامنځته کولو سعودي په نړیواله کچه د ټیکنالوژۍ پر یو مرکز بدل کړي. دا ډول به اقتصادي تنوع هم رامنځته کړي چې تر ډېره پر تېلو ولاړ دی. که څه هم دواړو حکومتونو قوي څارنیز دولتونه جوړ کړي، خو د تهران ټيکنالوژيک نوښتونه او پانګونې تر ډېره د خپلو خلکو پر ځپلو، د ملاتړو وسله والو ډلو پر تقویه او پر خپلو دښمنانو د برید په موخه کارول کېږي.

نظم او بې‌نظمي

د سعودي د ۲۰۳۰ کال لرلید په ښکاره توګه په اقتصادي او د وګړو د رضایت په برخو کې  د ایران د ۱۹۷۹ کال له لرلیده مخکې دی؛ خو کله چې خبره نړیوالو اغېزو ته شي، کیسه متفاوته ده. د منځني ختیځ د سیمه‌ییز ځواک تشه او دوامداره بې ثباتي د ۲۰۳۰ کال لرلید لپاره ننګونې ګڼل کېږي او دا بیا د ۱۹۷۹کال لرلید لپاره ګټورې ثابتې شوې دي.

دا ډول توپیر ډېر منطقي دی. د ۲۰۳۰ کال لرلید پر آبادۍ تکیه دی او د ۱۹۷۹ کال لرلید پر تخریب ولاړ دی. د لبنان کورنۍ جګړې، د عراق جګړې او د ۲۰۱۱ کال د عربي پسرلي له امله رامنځته شوې د ځواک تشه او بې ثباتي د ایران له برترۍ غوښتنې سره مرستندویه دي. په عربي نړۍ کې د ایران نفوذ په سیمه کې روانه ګډوډي او بې نظمي لا پسې ژوره کړې ده. که څه هم سروې ګانې ښیي چې په عربي نړۍ کې سعودي عربستان د ایران په پرتله ډېر ولسي محبوبیت لري او ان په هغو هېوادونو کې هم، چې ایران په کې تر ټولو ډېرې اغېزې لري؛ خو بیا هم، د تهران د لویو هڅو پر وړاندې د ریاض هڅې، چې پر سخت ځواک، نرم ځواک او مالي ملاتړ ولاړې دي، تر ډېره بریده ناکامې شوې دي. 

په تېرو شلو کلونو کې، ایران او سعودي عربستان د منځني ختیځ په خونړیو جګړو کې د یو بل په مخالفو لیکو کې ولاړ وو. دواړو په عراق، سوریه او یمن کې له مخالفو ډلو ملاتړ وکړ، همدارنګه په لبنان او فلسطین کې هم. په دې ټولو ډګرونو کې، ایران‌پلوه او ایران‌ملاتړی سخت ځواک بریالی شو. سعودي عربستان یا په دې جګړو کې انزوا ته ولاړ او یا هم مات شو. په دې کې تر ټولو توهینوونکې ماته د یمن وه. له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې، ریاض د ایران د ملاتړو حوثیانو د واک نیولو پر وړاندې د خپلې نظامي لاسوهنې لپاره له ۲۰۰ میلیاردو ډالرو څخه ډېر مصرف وکړ. دا لاسوهنه د زرګونو ملکي تلفاتو په بیه تمام شوه؛ خو بیا هم د حوثیانو ډله لا کمزورې نه ده. اوسمهال، حوثیان چې د “مرګ پر امریکا او مرګ پر اسراییل” شعارونه ورکوي، نه یوازې دا چې په واک کې پاتې دي، بلکې نړیوال اقتصاد یې هم له ستوني نیولی دی. د یو اټکل له مخې، پر غزې د اسراییلي برید په غبرګون کې، د ایران ملاتړو حوثیانو په سره سمندرګي کې تقریباً د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو سوداګري منحرفه کړې ده. 

ایران، اسلامپاله راډیکالیزم د منځني ختیځ د یواځینۍ تیوکراسۍ په توګه، خپله شتمني ګڼي. له لبنانه تر پاکستانه، نږدې ټولې شيعه افراطي ډلې، د ایران لپاره جګړو ته تیارې دي. په بل اړخ کې، د سنيانو ډېری افراطي ډلې، د القاعدې او داعش په شمول، چې په عراق او سوریه کې فعالیت کوي، هڅه کوي چې د سعودي عربستان حکومت، سره له دې چې سنيان دي، چپه کړي. په حقیقت کې، تهران ثابته کړې چې له هغو سني افراطي ډلو سره هم ګډ کار کولای شي چې له اسراییل او امریکا سره مخالفت لري. د القاعدې اوسنی مشر، سیف العادل، د تېرو شلو کلونو په موده کې تر ډېره په ایران کې اوسیدلی دی.

اسراییل د دواړو هېوادونو د لیدونو تر منځ یو بل اختلافي ټکی دی. د ۲۰۳۰ کال لید له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو ته  تیار دی، خو د ۱۹۷۹ کال لید آن د اسراییلو موجودیت نه مني. ایران د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه د اسراییلو پر ضد د حماس له بریده ملاتړ وکړ. که څه هم دا لا هم نه ده روښانه چې ایران به په دې عملیاتو کې څومره شامل و، خو ایران د حماس ډلې ډېری نظامي بودیجه تمویلوي. د اکتوبر ۷مې نېټې برید، د سعودي او اسراییلو تر منځ د اړیکو عادي کولو تړون د ځنډ او شاید د له منځه وړلو لامل شوی وي.

په لوړو ځایونو کې ملګري او متحدین

 هغه بهرني هېوادونه چې د دې دوو لرلیدونو په برخلیک ټاکلو کې به تر ټولو ډېر رول ولوبوي، امریکا او چین دي. د ۲۰۳۰ کال لرلید، واشنګټن ته د یو متحد په توګه اړتیا لري؛ خو د ۱۹۷۹ کال لرلید د یو دښمن په سترګه ګوري. د ۲۰۳۰ کال لرلید د امریکا پر امنیتي ملاتړ متکي دی، په داسې حال کې چې د ۱۹۷۹ کال لرلید د چین له اقتصادي ملاتړه پرته بقاء نه شي موندلی. د یو اټکل له مخې، د ایران د نفتو ۹۰ سلنه صادرات چین ته ځي.

پر چین د ایران د اقتصادي او ستراتیژیکي انحصار له مخې، د امریکا هره هغه ستراتیژي چې د تهران د اتومي پروګرام او سیمه‌ییزو لویو هڅو پر وړاندې به مقابله کوي، احتمالاً له بیجینګ سره د امریکا همکارۍ ته اړتیا لري. په دې تړاو هیلې شته، سره له دې چې چین او متحده ایالات په نړیواله سیالۍ کې له یو بل سره اخته دي، دوی په دې تړاو له یو بل سره همکاري وکړي. چین او امریکا په سیمه کې مشترکې ګټې لري. دا مشترکې ګټې سیاسي ثبات او د سوداګرۍ او انرژۍ آزاد جریان دی. ( په بل اړخ کې، روسیه له سیمه‌ییزې بې ثباتۍ او د نفتو بازار کې د نرخونو له ګډوډۍ څخه ګټه وړي.)

امریکا له سعودي عربستان سره ډېرې مشترکې ګټې لري. په تاریخي توګه امریکایي لیبرالان ممکن د سعودي په تړاو متناقصه نظر ولري، خو له چین سره د امریکا سیالي او پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال برید د واشنګټن لیدلوری بدل کړی دی. سعودي چې یومهال د ستونزې جوړوونکي شریک په توګه پېژندل کېده دمګړۍ یو مطلوب متحد دی. د امریکا او سعودي د دفاعي تړون تر چتر لاندې د اسراییلو او سعودي عربستان تر منځ د اړیکو عادي کولو د تاریخي تړون احتمال چې د امریکا د سنا له‌خوا به تصویب شي، ښايي راتلونکې امریکایي ادارې ته یوه لویه لاسته راوړنه وي، بې له دې چې دا اداره دې د ډيموکراتانو او یا هم جمهوري خواهانو په لاس کې وي.

د سعودي عربستان لپاره به په اوسني وضعیت کې له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو داخلي تاوان ممکن د امریکا د امنیتي چتر له ګټو څخه زیات وي. د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ډیسمبر په میاشتو کې یوه عامه سروې ښیي چې ۹۵ سلنه سعودیان باوري وو، چې حماس د اکتوبر پر ۷مه نېټه برید کې اسراییلي ملکيان نه دي وژلي؛ ۹۶ سلنه سعودیانو منلې وه چې “عربي هېوادونه باید سمدستي له اسراییلو سره ټول ډیپلوماټیک، سیاسي، اقتصادي او هر ډول اړیکې پرې کړي.” دا ډول احساساتو MBS اړ کړی چې د مذاکراتو په تړاو خپلې غوښتنې نورې هم مطرح کړي. ده په خپلو ​​نویو څرګندونو کې وویل،  چې ریاض به د “فلسطیني دولت له جوړېدو” وړاندې له اسراییل سره ډیپلوماټیکي اړیکې پېل نه کړي. MBS ممکن یو زورواکی وي، خو بیا هم هغه نه شي کولای چې د عامه نظریاتو پر وړاندې بې پروا واوسي. په هرصورت، د مصر ولسمشر انور سادات هم یو زورواکی و. خو بیا هم، له اسراییلو سره د اړیکو له عادي کولو وروسته، هغه خپلې زورواکۍ  له ترور څخه ونه شو ژغورلای. 

د دې هر څه باوجود، داسې دلایل شته چې له مخې یې فکر کولای شو، چې سعودیان به په پای کې له امریکا او اسراییلو سره یوې معاملې ته ورسېږي. سره له دې چې سعودي عربستان له چین سره پراخې سوداګریزې اړیکې او له روسیې سره دوستانه اړیکې لري، خو سعودیان د امنیت په برخه کې، یوازې پر امریکا تکیه کولای شي تر څو له بهرنيو دښمنانو یې خوندي وساتي او دوی یوه داسې چتر ته اړتیا هم لري. د ۲۰۱۹ کال د سېپټمبر په میاشت کې، د ایران له‌خوا د سعودي د ملي نفتو پر شرکت (آرامکو) بریدونو وښووله چې دا هېواد او لرلید یې څومره آسیب پذیره دی. که چېرې د امریکا امنیتي تضمینونه نه وي، نو سعودي عربستان به د یوې لسیزې په اوږدو کې نیمايي یو ټریلیون ډالره د نیوم ښار په جوړولو ولګوي، خو ایران او نیابتي ډلې به یې یوازې د څو ورځو په موده کې د ارزان بیه توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته ور ویجاړ کړي.

د تمو خطر

 د مدني بې نظمیو ګڼ شمېر شاخصونه ایران د نړۍ یو له بې ثباتو حکومتونو څخه ګڼي. یوازې په تېرو ۱۵ کلونو کې په ایران کې درې لوی ملي پاڅونونه شوي. دا پاڅونونه د ۲۰۰۹، ۲۰۱۹، او ۲۰۲۲ کلونو کې وشول او میلیونه وګړي پکې سړکونو ته راووتل؛ خو د دې هر څه باوجود، خامنه‌اي د نړۍ له هغو مشرانو څخه ګڼل کېږي چې تر ډېره په واک کې پاتې شوی. د ده د واک موده له ۱۹۸۹ کال راهیسې پېلېږي چې تر اوسه دوام لري. د دې ترڅنګ، د ایران رژیم د خپل زوال په تړاو نږدې ټولې وړاندوینې هم ناسمې ثابتې کړې دي. تاریخ ښیي، انقلابي استبدادي رژیمونه ډېری مهال د چټکو عصري کېدونکو شاهي حکومتونو په پرتله تر ډېره دوام کوي. لکه څنګه چې د سیاسي علومو عالم سټیفن لوویټسکي او لوکان وی په خپلو لیکنو کې وايي، هغه انقلابي رژیمونه چې د “دوامداره، ایدیالوژیکي او تاوتریخوالي مبارزې” له لارې رامنځته شوي وي، تر ډېره دوام کوي ځکه دا ډول رژیمونه د ځواک خپلواک مرکزونه له منځه وړي، منسجمې واکمنې ډلې رامنځته کوي او پر امنیتي ځواکونو ټينګ کنټرول لري. په ایران کې دغه ټول فکتورونه پلي کېږي او له امله یې د عالي رتبه چارواکو له تېښتې او پوځي کودتاوو څخه د اسلامي جمهوري ریاست خوندي ساتي. تر دې دمه، رژیم تر ډېره او په دوامداره توګه پراخه لاریونونه هم ځپلي دي. 

همدارنګه تاریخ دا هم ښیي چې بریالي ملي پاڅونونه په هغو دولتونو کې نه رامنځته کېږي چې په دوامداره توګه له محرومیت سره مخ وي، لکه څنګه چې ایران له دا ډول دولتونو څخه دی، بلکې په هغو دولتونو کې بریا ته رسېږي چې د ژوند ښه معیارونه یې د خلکو تمې لوړوي. ټولنیز تیوریست استاد ایریک هوفر وایي: “دا په حقیقت کې درد نه دی، بلکې د ښو څېزونو خوند دی چې خلک پاڅون/بغاوت ته هڅوي.” سیاسي اصلاحات هم کولای شي، د یو ناڅاپه بدلون پر لوري دروازې پرانیزي، خو دا بیا هغه څه دي چې ایران ورڅخه ډډه کوي. ماکیاویلي وايي “هېڅ څه هم د نوي نظم په څېر څېزونو له معرفي کولو څخه خطرناک نه دي.” په همدې موخه، خامنه اي چې د شوروي اتحاد سقوط شاهد و، د ۱۹۷۹ کال انقلاب ایدیالوژیکي اصولو ته په ټینګه وفادار پاتې شوی او باوري دی چې د دې اصولو پیکه والی به د اسلامي جمهوري ریاست پر سقوط تمام شي.

په بل اړخ کې، ښايي د محمد بن سلمان لپاره، له تاریخ څخه د عبرت اخیستنې تر ټولو مناسبه کیسه د  ایران د شاه تجربه وي. شاه د عصري کولو مشري کوله او د روحانیونو، بازار او روڼ‌آندو په څېر کلیدي حلقې يې څنډې ته کړې، چې وروسته بیا دغو حلقو د ده د لرې کېدا په تړاو سازش وکړ.  سره له دې، چې د شاه د سقوط لوستونه متفاوته دي. د عباس میلاني په څېر مورخ چې د شاه ژوندلیک لیکونکی دی، په دې تړاو استدلال کوي، پهلوي هغه مهال زورواکی و چې اړتیا یې نه وه، خو هغه مهال چې اړتیا یې وه، نو په کافي اندازه زورواکی نه و. 

د ډېرو سعودي نخبګانو لپاره، تر ټولو لویه ویره د ایران د ۱۹۷۹ کال په څېر د یو لوی ملي پاڅون له کبله رامنځته شوی انقلاب نه دی، بلکې د ولیعهد پر وړاندې یوه داخلي دسیسه ده. دا نو بیا هغه څه دي چې د سعودي په شاهي کورنۍ کې تاریخي ریښې لري. د ۱۹۷۵ کال په مارچ کې، شاه فیصل چې یو بل عصري کوونکی پاچا و، د خپل وراره له‌خوا ووژل شو. دا یو ډول غچ اخیستنه وه. د قاتل ورور چې یو اسلامپالی و، د فیصل له قتله یوه لسیزه وړاندې، په سعودي کې د شاه فیصل او تلویزونو ته د اجازې پرضد په یوه لاریون کې وژل شوی و.

محمد بن سلمان د هېواد مشرتابه تضمین کړی. هغه د خپل هېواد په تاریخ کې د بل هر مشر په پرتله، د سعودي له سیاسي او سوداګرو اشرافو سره ډېر مخ شوی. هغه د شاهي کورنۍ شمېر کم کړ او په ۲۰۱۷ کال کې یې د سعودي سلګونه مشهور سوداګر د رټز کارلټن په هوټل کې توقیف کړل او د راپورونو له مخې، له ۱۰۰ میلیارده ډالرو څخه ډېره شتمنۍ یې بیرته ترلاسه کړه.

خو ښایي MBS به له هغو ګواښونو بې خبره وي چې په تمه یې دي. د داخلي ننګونو د مخنیوي په موخه، زورواکان ډېری مهال چې سلاکاران ټاکي، د وړتیا پر ځای وفادارۍ ته لومړیتوب ورکوي. دا نو بیا یو داسې حالت رامنځته کوي، چې ډېری سلاکاران پکې هغه څه وايي چې د زورواکو په زړه ښه لګېږي، نه دا چې حقیقت وویل شي. دلته بیا هم د ایران د شاه بېلګه راوړو. شاه د خلکو غُصې ته ډېر ګیچ شوی و او وروسته یې ویر وکړ چې دی چاپلوسو سلاکارانو په تیاره کې ساتلی و. ښایي MBS به اوس مهال په دې دام کې لویدلی وي. د ولیعهد یو مشاور، چې د یو اروپايي دولت پخوانی رییس جمهور و، ماته په شخصي توګه وویل، څومره ډېر چې MBS په واک کې پاتې کېږي، نو هغومره به دی په خپل قضاوت کې ډاډمنیږي او لږه اړتیا به ومومي چې سالمو نیوکو ته غوږ ونیسي. 

MBS نورې ننګونې هم لري. په سعودي کې روان قضایي اصلاحات لا تر اوسه له اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو (او نړیوالو معیارونو) شاته دي. د سعودي د نوي نسل سیکولر وکیلانو او قاضیانو روزنه به د بهرنیو مشاورینو ګومارلو، چې په اقتصاد کې بدلونونه رامنځته کوي او راتلونکي ښارونه جوړوي، په پرتله ډېره سخته او وخت نیوونکې پروسه وي. د سعودي ډیری نارینه د ښځو پر وړاندې د خپل ځواک د له لاسه ورکولو سره راضي نه دي. دا ناهمغږی پرمختګ د بې نظمۍ یوه سرچینه هم کېدلای شي. سامویل هانټینګټن په خپل کتاب “په بدلیدونکو ټولنو کې سیاسي نظم” کې ګواښ کړی و،  چې معمولاً سیاسي بې ثباتي د “چټک ټولنیز بدلون، په سیاست کې د نویو ډلو چټک متحرکول او د سیاسي ادارو ورو پرمختګ” له امله رامنځته کېږي.

MBS تر اوسه ځواکمن او په ظاهره محبوب دی. که څه هم په سعودي عربستان کې د عامه نظرونو په تړاو موثقې سروې ګانې نادره دي، خو د ۲۰۲۳ کال د نومبر یوې سروې ښودلې چې د سعودي اکثریت وګړي پر خپل حکومت باور لري. په بل اړخ کې، په ایران کې یوه وروستۍ حکومتي سروې ښيي چې د هېواد ۹۰ سلنه وګړي ناراضه او ناهیلي دي. د سعودی مهم سوداګر د فساد د تورونو له مخې په نښه کول، د شاهی کورنۍ امتیازات کمول، د افراطي روحانیونو بندیانول او امرباالمعروف کمول تر څه حده د ولیعهد په ملاتړ تمام شوي. همدا راز، MBS د هغه چا پرضد هم سخت ګامونه پورته کړي چې د ده طبیعي ملاتړي کېدای شي. په دوی کې د جمال خاشقچي په ګډون د سعودي لېبرالان او د لجین الهذلول په څېر د ښځو د حقوقو فعالان شامل دي.  دا ممکن معکوسه پایله ورکړي. محمد ال یحیی، د سعودي د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو څخه دی، چې د جمال خاشقچي ملګری هم و، نوموړي د خاشقچي له وژل کېدو وروسته، ګواښ وکړ” په څومره سرعت چې ټولنیز او اقتصادي اصلاحات روان وي او په همغه سرعت او شدت که قانوني او اجرايي بدلونونه رامنځته نه شي، نو هر څه له ناکامۍ سره مخ کېدای شي.” 

د ژورنالیست وژل په سعودي عربستان کې کومه لویه خبره نه وه؛ خو دا لا هم په لویدیځ کې د MBS شهرت زیانمنوي. له هېواده بهر، د هغه تر ټولو سخت انتقاد کوونکي، لکه د ایران د شاه د منتقدینو په څېر، د لویدیځ لېبرالان دي او دی تر ډېره له عراقي دیکتاتور صدام حسین سره تشبیه کوي. په ۲۰۲۰ کال کې، د امریکا سناتور برني سېنډرز ان تر دې وویل چې د سعودي مشران “جنایتکاره قاتلین” دي او د سعودي رژیم “د ځمکې پر سر یو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی.” خو د سعودي دننه، هغه ګروپ چې ممکن نوموړی تر ډېره وننګوي، هغه لېبرالان نه دي چې دی یو ناډيموکرات ګڼي، بلکې هغه اسلامپال دي چې دی یو افراطي لېبرال ګڼي. لیکوال ډیوید رونډیل لیکي، “که چېرې یو بدیل حکومت د رایې په وسیله واک ته راشي، نو بې له شکه به دا یو اسلامپاله پاپولیستي رژیم وي. . . . که چیرې یو نوی حکومت د تاوتریخوالي له لارې واک ته راشي، نو تر ډېره ممکنه ده چې دا به د داعش او یا هم القاعدې په څېر یو جهادي سازمان وي.”

که څه هم ولیعهد هڅه کوي چې د اسلامي بنسټپالو کیسه ورټوله کړي؛ خو دی لا په دې نه دی توانېدلی چې په بشپړه توګه یې له منځه یوسي. د سعودي لیکوال علي الشهابي په وینا، MBS “وهابیت په قفس کې واچاوه.” لکه څرنګه چې طالبانو په افغانستان کې له دوو لسیزو وروسته واک ترلاسه کړ، د سعودي اسلامپالي غلي دي؛ خو لا مړه نه دي. له ایکانومیست مجلې سره په مرکه کې د سعودي یو شنونکي د MBS  مخالف اسلامپال له هغو مېږیو سره تشبیه کړل چې په تلځمکه کې خپل سلطنت جوړوي. که څه هم “شهزاده د دوی خولې ورتړلي؛ خو سلطنت یې لا پای ته نه دی رسېدلی.”

سپین فيلان او تورې قازې

منځني ختیځ په تېره نیمه پیړۍ کې تل د پوهانو وړاندوینې ناسمې ثابتې کړې دي. په دې سیمه کې بدلونونه ډېر ناڅاپي وي او په تړاو یې وړاندوینې ناممکنه وي. دا ډول ناڅاپي بدلونونه د زورواکو پرېکړو، د تېلو شتمني، مذهب او د سترو ځواکونو سیاست له کبله رامنځته کېږي چې بیا نړیوالې اغېزې هم لري.  په دې کې د بېلګې په توګه د ۱۹۷۹ کال ایران انقلاب، په ۱۹۹۰ کال کې د عراق له‌خوا پر کویت برید، په متحده ایالاتو د سېپتمر د ۱۱ام ترهګریز بریدونه، د عربو پسرلی، په عراق او سوریه کې د داعش رامنځته کېدل او د ۲۰۲۳ کال پر اسراییلو د اکتوبر د ۷مې بریدونه شامل دي. 

په دې شرایطو کې، د ۲۰۳۰ کال لرلید او د ۱۹۷۹ لرلید راتلونکی د سعودي او ایران د مشرانو له برخلیک او د انرژۍ نړیوالې تقاضا سره غوټه شوي. که د MBS  لویې پروژې سپین فیلان شي یعنې ګرانبیه او بې ګټې او یا هم د تېلو نرخونه په دوامداره توګه له کمښت سره مخ شي، نو د خلکو د نارضایت لوړوالی ممکن د سعودي ولیعهد اړ کړي چې د اصلاحاتو پر ځای د رژیم ثبات ته لومړیتوب ورکړي. که څه هم    MBS  ځوان دی، له مسلکي خطرونو باخبره دی چې ډېری مهال له زورواکۍ سره مل وي. آن له هغو ناڅاپي فشارونو هم خبر دی، چې په تېرو وختونو کې د زورواکانو د زوال باعث شوي. د شاه د سیاسي سقوط عوامل ډېر وو، خو په دې کې په جزوي توګه د هغه د سرطان تشخیص هم شامل و، چې نوموړي له خپلې کورنۍ څخه هم پټ کړی و. بې له شکه دې بیا د بحرانونو پرمهال د ده د پریکړو کولو وړتیا زیانمنه کړې وه.

په ایران کې، د اسلامي جمهوریت او د ۱۹۷۹ کال لرلید راتلونکی به د ۸۵ کلن خامنه اي له مرګه وروسته ناڅرګند وي. که څه هم د دې امکان هم شته چې واک به په سوله‌ییز ډول وفادارو علماوو او پوځي مشرانو ته ولېږدول شي چې انقلابي اصولو ته ژمن وي، خو دا هم ممکنه ده چې د انقلابي دوکترین پرځای نور د ایران ملي او اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي. د مجتی خامنه اي، د خامنه اي ۵۵ کلن زوی او د هغه ممکنه ځای ناستی، ځینې ملاتړي هڅې کوي چې دی له MBS سره پرتله کړي. دا ښيي چې د تهران ځوانو انقلابیانو ته هم د شاتګپالي لرلید پر ځای پرمختګپالی لرلید ډېر جذاب دی.

د دې متقابلو لرلیدونو بریا یا ناکامي به پراخې نړیوالې پایلې ولري. په یوه داسې نړۍ کې چې د ۲۰۳۰ کال لرلید به پکې په ډراماتیک ډول ناکام شي او د سعودي عربستان او ایران د لویو انرژۍ سرچینې به د سُني او شيعه افراطي ډلو تر کنټرول لاندې راشي، دا به منځنی ختیځ او نړیوال اقتصاد  لږ سوکالی او کم باثباته کړي. برعکس، که په ایران کې له خامنه اي وروسته رهبري، د خپلو خلکو اقتصادي رفاه او امنیت ته لومړیتوب ورکړي، ایران کولای شي یو ورځ د G-20 هېواد جوړ شي او د نړیوال ثبات یوه ستنه وګرځي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا ناکامې تجربې، چې د عربو پسرلي له ناکامۍ سره مل وې، په پراخه کچه د امریکايي چارواکو هغه خیالات له منځه یووړل چې واشنګټن کولای شي په منځني ختیځ کې سیاستونه په مثبته توګه بدل کړي. دا ځايي لوبغاړي دي چې د دغو لرلیدونو د بریا په تړاو به پریکړه کوي. خو د دې حقیقت په پام کې نیولو سره، چې د ۲۰۳۰ کال لرلید به د امریکا په مشرۍ د لېبرال نړیوال نظم د ساتلو هڅه کوي او د ۱۹۷۹کال لرلید به یې ماتول غواړي، د متحده ایالاتو  ګټې د لومړي په بریا او د وروستي په ماته کې غوټه کړي دي. دا راز په سعودي او ایران کې سوکالي حکومتونه چې له یو بل سره په سوله کې وي د نړیوال اقتصاد په ګټه هم دي. دا بیا دا مانا لري چې نړۍ به د ایران له خلکو سره مرسته کوي چې له یو مستبده ایډيالوژيک رژیم څخه په شا شي او له سعودي سره هم مرسته وکړي چې سیاسي اصلاحات پرمخ یوسي.

د متحده ایالاتو، منځني ختیځ او نړۍ لپاره تر ټولو غوره پایله دا ده، چې په دواړو هېوادونو کې دوه پایداره، استازي او پرمختلونکي لرلیدونه شتون ولري. تر ټولو بده پایله بیا دوه شاتګپالي رژیمونه دي چې له یو بل سره د تېرو شکایتونو پر سر خپړې لګوي. لومړني به ستونزمن وي چې ترلاسه شي. خو د وروستي پایلې به په بشپړه توګه له کوم ناورین څخه کمې نه وي.  

پای

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!