LOADING CLOSE

Ahmad Bilal

Entries by Ahmad Bilal

د سترو ځواکونو د سیالۍ په پېر کې اقتصادي پرمختګ – اندریو شینګ او شیاؤ ګینګ

لیکنه: اندریو شینګ او شیاؤ ګینګ (د پراجیکټ سنډیکیټ مجله)

ژباړه: احمد طارق خلیلي (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)

په یو داسې مهال کې، چې له یوې خوا لوی اقتصادي‌ هېوادونه خپلې بودیجې تر ډېره پر نویو، خو لوړو ټکنالوژیو مصرفوي او دغه راز له یو بل سره د تعرفو او سوداګرۍ په برخو کې …

دوه هېوادونه، یوه مخینه؛ په هند کې ولې د پاکستان په پرتله ډيموکراسي‌ ده؟

لیکوال: سمیت ګنګولي
ژباړه: شیرزاد خان (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه پاکستان او هند، د برتانيې له هندي امپراتورۍ څخه د ازادو او خپلواکو دولتونو په توګه را څرګند شول.

له خپلواکۍ درې کاله وروسته هند يو ازاد، لېبرال او دیموکراتيک اساسي قانون جوړ کړ. له …

د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوالې موافقې: بریاوې او ناکامۍ

لیکنه: لینډسي میزلینډ او کلارا فونګ

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
پېژندنه
له تېرو څو لسیزو راهیسې حکومتونو په ګډه ژمنې کړي چې د نړۍ تودوخه به ځنډنۍ کوي. خو سره له دې چې د اقلیم  ساتنې په موخه نړیوالې هڅې زیاتې شوي، نړۍ وار دمخه د اقلیمي بدلون له بدو عواقبو …

له امریکا وروسته د نړیوال نظم په اړه د خوشبینۍ دلایل – امیتاو اچاریه

لیکوال: امیتاو اچاریه (د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه)

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)

هغه نړیوال نظم چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د امریکا په مشرۍ مدیریت کېږي، ډېری مهال متزلزله و. خو دمګړی د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، دا نظم د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی. 

ښاغلی ټرمپ …

د منځني ختیځ لپاره نوې جګړه؛ د سعودي عربستان او ایران د لرلیدونو ټکر – کریم سجادپور

لیکوال: کریم سجادپور (د فارن آفیرز مجله)

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)

متني سمون: ضیاءالاسلام شېرانی

د منځني ختیځ ډېری شخړې د نړیوال سیاسي نظم د بدلون وړتیا لري؛ خو هغه شخړه چې دا ډول کړنه تر ټولو ډېره ترسره کولای شي، د سیمې د دوو برلاسو قدرتونو (د سعودي عربستان پادشاهي …

افغانستان ولې په یوازې ځان له اقلیمي بدلون سره مبارزه نه شي‌ کولی؟

دوکتور محمد عاصم مایار*

“موږ د هر څه له‌پاره پیسې نه لرو. مرستې تر ډېره لږې شوي، هېوادونه باید له اقلیمي بدلون سره د مبارزې له‌پاره له خپلو داخلي سرچینو، لکه د نادره منرالونو له پیسو، کار واخلي.”

دا ډول څرګندونې ما په وروستیو دوو کنفرانسونو کې د لویدیزو هېوادونو له استازو واورېدې، چې د …

مصنوعي ځیرکتیا څه شی ده؟

 

لیکوال: نوح بیرمن 

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز)

 

پېژندنه

له څو لسیزو راهیسې مصنوعي ځیرکتیا (artificial intelligence) موجوده وه، خو د اوسنیو نویو پرمختګونو له کبله دا ټکنالوژي د پام وړ وګرځېده. کارپوهان وايي، د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ به د پخوانیو ټکنالوژیکي انقلابونو په څېر وي. همدا راز، دا به نړیوال اقتصاد …

خدمات؛ د اقتصادي پرمختګ یوه نوې لار – انډرمیټ ګیل او آدیتیا مټو

لیکوالان: انډرمیټ ګیل او آدیتیا مټو

منبع: پراجېکټ سانډيکټ مجله

ژباړه: عبدالله خلیلي (د جیو‌افغانېکا د آی آر مرکز)

متني سمون: احمد بلال خلیل او شیرزاد خان (د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز)

 

په کم عاید لرونکو هېوادونو کې اقتصادي شرایط ډېر ستونزمن دي. له ۲۰۱۰ کال راهیسې، د سړي پر سر د عاید وده نږدې صفر ته …

ایا د اتومي وسلو کارول لا هم تابو (ناروا عمل) دی؟ – نینا تاننوالډ

لیکواله: نینا تاننوالډ

ژباړه: احمدبلال خلیل (د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز)

متني سمون:  ضیاءالاسلام شېراني

د ۱۹۹۰ کال په مارچ کې، نیویارکر مجلې د جیک زېګلر په لاسونو جوړ یو کارټون خپور کړ. دې کارټون د سړې جګړې د پایښت په اړه خوشبیني ښودله. په دغه انځور کې یو اجرایوي مدیر په خپل دفتر کې د …

نړیوال نظم څنګه بدلون مومي؟ – جوزیف نای

لیکوال: جوزیف نای – د پراجیکټ سانډیکیټ مجله

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز)

متني سمون: ضیاءالاسلام شیرانی

په ۱۹۸۹ کال کې د برلین دېوال له نړېدلو وروسته، د امریکا ولسمشر جورج ایچ. ډبلیو. بوش د “نوي نړیوال نظم” اعلان وکړ. په ۲۰۲۵ کال کې، د ډونالډ ټرمپ له ولسمشرېدو یوازې دوه …

error: Content is protected !!