څه شی فلسطینیان له اسراییلو ژغورلی شي؟ – جان میرشایمر
لیکنه: جان میرشایمر
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
ریالیزم ټینګار کوي چې په نړیوال سیستم کې د دولتونو له پاسه کوم بل دولت نشته، چې ستاسو مرستې ته مټې رابډ وهي (په هغه وخت کې چې تاسو له جدي ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ). تاسو نه شئ کولی پر نورو هېوادونو باور وکړئ، چې هغوی به په سخت وخت کې له تاسو سره مرسته وکړي. برعکس، کېدای شي همدا هېوادونه یوه ورځ د خپلو ټوپکو شپیلۍ ستاسو خوا ته ونیسي. همدا لامل دی چې هېڅوک د نورو هېوادونو د نیتونو په تړاو نه پوهېږي. په داسې شرایطو کې، نه نړیوال قانون او نه د عادلانه جګړې تیورۍ تاسو ژغورلی شي.
په یوه داسې نړۍ کې د بقاء تر ټولو غوره لاره دا ده، چې تاسو د یو داسې خپلواک دولت درلودونکي واوسئ، چې ډېر نظامي ځواک ولري. همدا هغه څه دي چې مونږ ریالیستان یې د ځان بسیاینې په توګه پېژنو.
که موږ د غزې فلسطینیانو ته راشو، نو په دې کې هېڅ شک نشته، چې اسراییلو د هغوی بقاء له ګواښ سره مخ کړې. دلته روښانه ده، چې د دولتونو له پاسه هېڅ کوم بل دولت نشته، چې د فلسطینیانو مرستې ته ودانګي. اسراییلیان د نړیوالو محکمو، په تېره بیا د جزا نړیوالې محکمې، د عدالت نړیوالې محکمې او ان د ملګرو ملتونو خبره هم نه اوري.
یو چا ممکن تمه درلوده چې “لیبراله” امریکا به د فلسطینیانو مرسته وکړي، ځکه امریکا د دیموکرات ګوند لهخوا اداره کېده او دا همغه ګوند دی چې تل یې د قانون حاکمیت، بشري حقونو او اخلاقي سیاستونو په تړاو خبرې کړي دي.
خو حقیقت دا دی چې د بایډن اداره په غزه کې د اسراییلو په حملو کې برابره شریکه وه. لکه څرنګه چې د نیشن مجلې لیکنه روښانه کوي، د دیموکرات ګوند مشرانو تر خپلو وسې هڅه کړې وه، چې د فلسطین موضوع د ګوند له اجنډا څخه لرې وساتي او پر ځای یې دوی هغه کسان (جو بایډن او کاملا هاریس) ستایلي، چې په غزه کې یې د اسراییلو له خوا نسلوژنې ته لاره پرانیستې.
که یو قدم نور هم وړاندې ولاړ شو، نو یهودانو هم د تاریخ په اوږدو کې ډېر کړاوونه ګاللي دي. د دې یو لامل دا هم وه چې یهودو خپل دولت نه درلود. صهیونیزم، چې د یو قوي یهودي دولت جوړولو او ساتلو نظریه ده، د همدې ستونزې حل کول غوښتل. یو څوک شاید فکر وکړي چې هغه خلک، چې ځانونه ابدي قربانیان ګڼي، له فلسطینیانو سره به یو څه خواخوږي ولري او یا هم د هولوکاسټ په پام کې نیولو سره به شاید د دوی په نوم د نسل وژنې له ترسره کیدو هم ویره ولري. خو نه داسې هېڅ هم و نه شول.
هغو وحشتونو ته په پام چې فلسطینیان ورسره مخامخ شوي، زه د یو ریالیست په توګه فکر کوم چې د فلسطینیانو به هم یوازینۍ هیله همدا وي، چې یو باثباته دولت ترلاسه کړي او د امکان تر حده یې ځواکمن هم کړي.
خو دا چې دا کار به دوی وکولای شي او که نه، دا نو بیا بېله خبره ده.