پاکستان، نادره منرالونه او د سترو ځواکونو لوبه – مایکل کوګلمن

پاکستان، نادره منرالونه او د سترو ځواکونو لوبه – مایکل کوګلمن

لیکوال: مایکل کوګلمن

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د ژباړې ټیم

سرچینه: فارن پالیسي

ارېک مایر، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا د چارو یو لوړپوړی چارواکی دی، تېره اوونۍ يې د یو پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته سفر وکړ، څو د کانونو د پانګونې په یو فورم کې ګډون وکړي.‌ ده د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د کتنې پر مهال وویل، چې د امریکا شرکتونه د پاکستان په منرالي زېرمو کې د پانګونې لېوالتیا لري.‌ 

کېدای شي دا د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټیم له پراخې علاقې سره تړاو ولري. دا خبرې له هغه دوه ورځې وروسته وشوې، کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وویل، چې امریکا غواړي له پاکستان سره د نادرو منرالونو په برخه کې همکاري ‌وکړي.‌ 

همداراز، د امریکا کانګرس هم په دې برخه کې لیوالتیا ښودلې ده. جک برګمن، چې د امریکا د کانګرس غړی دی، په دې وروستیو کې يې منرالونه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په برخه کې د مهم سکتور په توګه یاد کړ. برګمن هم تېره اوونۍ اسلام اباد ته تللی و، چې دا له ۲۰۲۳ کال وروسته پاکستان ته د امریکا د کانګرس د غړو له لوري لومړنی سفر و.‌ 

د پاکستان منرالونه چې د مسو او سرو زرو د لویو زیرمو تر څنګ نادر منرالونه لکه لیتیم هم لري، په ۲۳۰ زره مربع میله مساحت کې پراته دي، چې دا د برتانيې له مساحته دوه ځلې زیات دي.

اسلام‌اباد له ډېرې مودې راهیسې خپله معدني شتمنی ستايي، چې اوس‌مهال یې ارزښت ۸ ټریلیونه ډالر دی، خو دوی تل د باوري پانګوالو په موندلو کې ستونزې لرلي دي. همدا لامل دی چې د ټرمپ ادارې لیوالتیا مهمه ګڼل کېږي. خو د امریکا او پاکستان تر منځ د منرالونو په برخه کې همکاري باید مبالغه نه شي، ځکه د جدي امنیتي ګواښونو له امله دا ډول همکاري یو خطرناک قمار هم بلل کېدای شي.‌ 

منرالونه ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د یوه نوي فرصت بڼه ولري. د نادرو منرالانو په تړاو د ټرمپ ادارې لیوالتیا ټولو ته معلومه ده.‌ په دې وروستیو کې د چین له خوا امریکا ته د نادرو موادو د صادرات بندولو امریکا دې ته اړ کړه، چې په پاکستان کې د فرصتونو په لټه کې شي. 

له بلې خوا، پاکستان هم دا یو فرصت ګڼي چې خپلې معدني شتمنۍ د ټرمپ ادارې ته وروښيي. په دې تړاو شهباز شریف وایي، چې په معدنونو کې پانګونه کولای شي پاکستان د نړیوالو مالي ادارو له تکیې وژغوري او د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لامل شي.

خو امنیت به یوه ډېره لویه ننګونه وي. که څه هم د کانونو استخراج کوونکي شرکتونه معمولاً لوړ خطرونه په ځان مني، خو د پاکستان وضعیت په تېره بیا د منرالونو د پانګوالو له پاره ډېر خطرناک دی. د پاکستان د سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ (PIPS) د معلوماتو له مخې، یوازې تېر کال په پاکستان کې ۵۲۱ ترهګریز بریدونه شوي وو، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.‌

له دغو ۵۲۱ بریدونو څخه ۹۵ سلنه یې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې شوي وو. دا هغه سیمې دي چې د رسمي معلوماتو له مخې د پاکستان تر ټولو ډېر منرالونه په کې موندل کېږي.‌ دا لړۍ په ۲۰۲۵ کال کې هم روانه ده: د فبرورۍ په میاشت کې ۵۴ ترهګریز بریدونه ثبت شوي، چې له دې څخه ۵۳ بریدونه په همدغو دوو ولایتونو کې شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ غوښتنې پوځ (BLA) د پاکستان له هغو قوي وسله‌والو ډلو څخه ده، چې تر ټولو ډېر بریدونه ترسره کوي. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ د دې او نورو ډلو له خوا د بریدونو کچه ۱۱۹ سلنه زیات شوه.

په عمومي توګه، د ترهګرۍ ضد عملیات، د دولت له‌لوري سخت اخیستل شوي ګامونه او په دغو دوو ولایتونو کې لویو زیربنایي پروژو د خلکو غوسه راپارولې ده. په ځانګړي ډول د منابعو استثمار د بلوچستان د ازادۍ غوښتنې پوځ د ډېرو بریدونو تر شا یو اساسي لامل ګڼل کېږي. 

له همدې امله، د پاکستان په منرالونو کې پانګونه د باروتو له پاسه قدم وهل دي. د پاکستان لوی درستیز ژمنه کړې چې د پانګوالو امنیت به تضمینوي. خو لا هم پاکستان په دې نه دی توانیدلی چې ان خپل تر ټولو نږدې ملګري (چین) پانګوال هم په دې اړه قانع کړي.‌ هغه هم په داسې حال کې چې پاکستان خپل زرګونه سرتیري د چینايي پروژو ساتنې ته ځانګړي کړي دي. 

که امریکایي او یا نور بهرني پانګوال هڅه وکړي، چې له ځانونو سره خپل امنیتي ځواکونه راولي، نو دا کار په پاکستان کې غیر قانوني دی. خو که اسلام‌ اباد په دې اړه دوی ته استثنا هم ورکړي، نو دا به وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.

سربېره پر دې، د پاکستان د زیربناوو او انرژۍ محدودیتونه هم د منرال پانګونې پر وړاندې خنډونه جوړوي. د بېلګې په توګه، شهباز شریف وایي پانګوال باید د هېواد دننه منرالونه تصفیه او پروسس کړي. خو د کاناډا د Barrick Gold شرکت مشران – چې دا مهال له پاکستان سره په بلوچستان کې د سرو زرو او مسو یوه پروژه پرمخ بیایي – وايي په پاکستان کې ارزانه او باوري برېښنا نشته.

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د منابعو له لعنت سره مخ دی – یعنې هغه هېوادونه سره له دې چې د معدنیاتو په برخه کې شتمن وي،‌ په اقتصادي توګه له ستونزو سره لاس و ګریوان وي.‌ د اوسنیو امنیتي ګواښونو او نورو خنډونو په رڼا کې ستونزمنه ده چې دا څرخ دې مات شي.‌ 


ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!