LOADING CLOSE

ټرانس-افغان رېل‌پټلۍ: ایا ازبکستان به د کندهار لارې ته پراختیا ورکړي؟ – نرګیسا عمروف

ټرانس-افغان رېل‌پټلۍ: ایا ازبکستان به د کندهار لارې ته پراختیا ورکړي؟ – نرګیسا عمروف

 

لیکنه: نرګیسا عمروف
ژباړه: احمد نشاط کلیوال
سرچینه: دیپلومات مجله 

 

د ټرانس– افغان رېل پټلۍ پروژې له مخې د کندهار لاره کولی شي پاکستان او ایران له ازبکستان سره وصل کړي، چې دا چاره  د تاشکند له پاره یو ښه خبر دی.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په اتمه، د روسیې د ترانسپورت وزارت د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ د چارو د عملي پلي کېدو اعلان وکړ. د روسیې د ترانسپورت وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو متخصصین به ډېر ژر د دې پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعات پیل کړي.

پر دوو لارو هوکړه شوې ده: لومړۍ د  مزارشریف – هرات – دلارام – کندهار – چمن لاره او دویمه د ترمذ – نایب‌اباد – لوګر – خرلاچي لاره. چې تر ډېره د ټولو لورو لخوا د دویمې لارې انتخاب تر ډېره بریده یقینې شوی دی.  دا لاره د کابل دهلېز او همدارنګه  د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور رېل‌پټلۍ په نوم هم یادیږي. دا پروژه په ۲۰۱۸ م کال کې د ازبکستان له لوري پیل شوې وه، چې له هغه وخت راهیسې په دې پروژه کې بیلا بیل پرمختګونه هم شوي دي. د هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې د ازبکستان له پولې څخه تر پاکستانه د رېل‌پټلۍ جوړول د ۲۰۲۱ م کال په مني کې پیل شي، خو کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، دا بهیر وځنډول شو.

طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته ژر تر ژره له تاشکند سره د کابل دهلېز د پيل په اړه بیا خبرې پیل کړې او په ورته وخت کې یې د مزارشریف – هرات – کندهار د رېل‌پټلۍ (۱۴۶۸ کیلومتره) د جوړولو اعلان هم وکړ، چې دا مسیر د مسکو او نوي ډیلي تر منځ تر ټولو لنډه لار بلل کېږي. دا پروژه به یو بدیل رېل‌دهلېز رامنځته کړي چې د افغانستان له لوېدیځو ولایتونو فراه، نیمروز، هلمند او کندهار څخه به تېرېږي، تر څو د هند سمندر پر غاړه د پاکستان بندرونو ته ورسېږي. د روسیې د ترانسپورت وزارت په یوه تازه راپور کې دا مسیر د مزارشریف – هرات – دلارام – کندهار – چمن په توګه یاد شوی دی.

د کندهار دهلېز نظریه د ترکمنستان او قزاقستان د ګډ ملاتړ لاندې د تور‌غونډۍ–هرات–کندهار–سپین بولدک د رېل‌پټلۍ له نظریې سره همغږي لري. د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې، عشق‌‌اباد د تورغونډۍ له سټېشن څخه تر هرات پورې د رېل‌پټلۍ د لومړۍ برخې غځول پیل کړل.

تر دې وروستیو پورې داسې ښکارېده چې د منځنۍ اسیا دوه هېوادونه (ازبکستان او ترکمنستان) هر یو په ګاونډي افغانستان کې خپلې خپلې ترانسپورتي پروژې پلې کوي. خو دلته ځينې نور د یادونې وړ مسایل هم شته، چې تر ټولو مهم یې د ټرانس-‌افغان لاره کې د روسیې زیاتېدونکی فعال حضور دی. په تېر یو کال کې، مسکو په ځلونو خپله علاقه څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د لوېدیځ (د ترکمنستان له پولې) او ختیځ (د ازبکستان له پولې) دواړو لارو رېل‌پټلۍ جوړه کړي او دا هڅه د پاکستان تر خاورې پورې د خپلې نړيوالې پروژې (د شمال–جنوب نړيوال ترانسپورتي دهلېز (INSTC)) له پاره یوه ښه موقع ګڼي.

د ۲۰۲۴ کال د دسمبر د راپورونو په اساس ویل شوي وو، چې  روسیه به د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ د پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو په چمتو کولو کې ګډون وکړي، خو دا روښانه نه شوه چې کومه لاره به د ددې پروژې له پاره وټاکل شي.

د دې ترانسپورتي پروژې په برخه کې د روسیې او ازبکستان شراکت ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي. په ځانګړي ډول، دا لا هم روښانه نه ده چې د ازبکستان او اماراتو ګډ شرکت “ADL Ulanish” به لا هم په دې پروژه کې خپله مالي ونډه وساتي که نه؟ ځکه د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۹مه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې دا اداره به د کابل دهلېز له پاره د امکان‌سنجۍ مطالعه وکړي. وروسته بیا، د مسکو په غوښتنه، د روسیې د رېل‌پټلۍ دولتي شرکت (JSCo “RZD”) هم دې مالي کنسورشیوم سره یو ځای شو.

د ۲۰۲۵ کال فبرورۍ کې، د طالبانو یو پلاوی درئیس‌الوزراء د  اقتصادي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ تاشکند ته لاړ. له دې سفر وروسته، ملا برادر  راپور ورکړ چې ازبکستان نیت لري چې له حیرتانو څخه تر هرات پورې د رېل‌پټلۍ پروژه بېرته پیل کړي (هغه پروژه چې تاشکند په ۲۰۱۷ کې ځنډولې وه) او له دې لارې د لومړنیو مطالعاتو مالي تمویل وکړي. دا پرمختګ ښيي چې ازبکستان ممکن د کابل دهلېز تر څنګ د کندهار د لارې په پراختیا کې هم برخه واخلي.

د کندهار له لارې مسیر کولی شي هم پاکستان ته ورسېږي او هم ایران ته. له ۲۰۲۰ کال راهیسې، ایران د چابهار–زاهدان د رېل‌پټلۍ پر جوړولو بوخت دی، چې غواړي دا لاره د افغانستان تر نیمروز ولایت پورې وغځوي او له هغه ځایه يې تر دلارام او کندهار پورې ورسوي. دا به ایران ته دا زمینه برابره کړي چې د خواف–هرات رېل‌پټلۍ او د ترکمنستان له لارې د ترانزیتي لارې تر څنګ بله نوې لاره د منځنۍ اسیا پر لور پرانیزي. دا پروژه د هند له پاره هم خورا مهمه ده، ځکه هند د چابهار ژور اوبه لرونکي بندر او د ایران د سړکونو د زیربناوو د عصري کولو په برخو کې فعاله ونډه لري . که ازبکستان د مزارشریف–هرات–دلارام–کندهار–چمن رېل‌پټلۍ ته مخه کړي، نو د منځنۍ اسیا پر لور به د هند مسیر لا ډېر عملي شي.

په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو زیاتوالی او د افغانستان او پاکستان د اړیکو کړکېچ ښايي تاشکند او د هغه بهرني شریکان دې ته وهڅوي، چې د ټرانس-‌افغان مسیر په اړه خپل لومړیتوبونه د کندهار دهلېز په ګټه تنظیم کړي. په دې برخه کې به دا ډېره مناسبه وي چې داسې ترانزیټي لاره وټاکل شي چې د پاکستان هغو سیمو ته ورسېږي چې سمندر ته تر ټولو نژدې دي.

ازبکستان تر اوسه پورې د هرات پر لور د حیرتان–مزارشریف رېل‌پټلۍ او له هغه ځایه د پاکستان د بلوچستان ایالت چمن ته د هغې د پراخولو په اړه له هر ډول څرګندونو ډډه کړې ده. دا هم نه ده معلومه چې کوم هېوادونه یا سازمانونه د دې نوې پروژې د ممکنه تمویلوونکو په توګه ارزول کېږي، یا دا چې د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ د کابل له لارې (د ترمذ–نایب‌اباد–لوګر–خرلاچي مسیر) د پلي کېدو په چوکاټ کې د مالي کنسورشیوم د جوړولو نظریه لا هم د پام وړ ده او که نه؟ همداراز، دا هم معلومه نه ده چې ایا متحده عربي امارات او قطر، چې تمه وه په دې مالي چوکاټ کې برخه واخلي، د کندهار رېل‌پټلۍ دهلېز د تمویل برخه وګرځي او که نه؟


ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!