مصنوعي ځیرکتیا څه شی ده؟
لیکوال: نوح بیرمن
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
پېژندنه
له څو لسیزو راهیسې مصنوعي ځیرکتیا (artificial intelligence) موجوده وه، خو د اوسنیو نویو پرمختګونو له کبله دا ټکنالوژي د پام وړ وګرځېده. کارپوهان وايي، د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ به د پخوانیو ټکنالوژیکي انقلابونو په څېر وي. همدا راز، دا به نړیوال اقتصاد ته میلیاردونه ډالر ګټه هم ورسوي، خو دا به له ځان سره نوي ګواښونه هم ولري چې له امله به یې نړیوال سیاسي نظم او ان په خپله د ټولنې طبیعت ته هم بدلون ورکړي.
د دغو نویو ګواښونو مدیریت مهم دی او د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیمولو په تړاو نړیوال بحث راپورته شوی دی، ځکه د امریکا متحده ایالاتو، چین او اروپايي ټولنې په څېر سترو ځواکونو د دې ټکنالوژۍ د تنظیم له پاره بېلابېلې لارې غوره کړي. په همدې حال کې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ او تطبیق په ډېرې چټکۍ سره روان دی.
مصنوعي ځیرکتیا څنګه تعریفېږي؟
که څه هم مصنوعي ځیرکتیا ټولمنلی تعریف نه لري، خو دا اصطلاح په عمومي توګه د هغو کمپیوټري سیستمونو وړتیاوو ته اشاره کوي چې په بنسټي توګه به یې هغه کارونه تر سره کول چې یو مهال له انساني وړتیاوو سره تړل کېدل. د دې اصطلاح ریښې د ۱۹۵۰ لسیزې ته رسېږي، چې د سټنفورډ پوهنتون کمپیوټر پوه جان مک کارتي د مصنوعي ځیرکتیا اصطلاح تعریف د “ځیرکو ماشین جوړونې ساینس او انجینرۍ” په توګه وکړ. د مک کارتي له نظره، د ماشینونو د ځیرکتیا معیار دا دی، چې په یو دایمي بدلېدونکي چاپيریال کې د ستونزو د حل کولو وړتیا ولري.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ChatGPT په څېر د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا (Generative AI) وسایلو عامه شتون د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ ارزښت لا پسې زیات کړ. د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه (نمونې) د پراخو روزنیزو معلوماتو/ډاټا پر بنسټ کار کوي او د ورکړل شویو پوښتنو پر بنسټ اټکلي پایلې تولیدوي. هغه وسایل چې په دا ډول ماډلونو اتکاء لري، د انسانانو په څېر لیکل شوي متنونه، انځورونه، غږونه او نور شیان تولیدوي.
عمومي مصنوعي ځیرکتیا (AGI) د مصنوعي ځیرکتیا یو بل ډول دی، چې “قوي” مصنوعي ځیرکتیا هم ورته ویل کېږي. دا ډول سیستمونه د انسانانو په څېر زده کړه کوي او بیا خپله پوهه هم د انسانو په څېر تطبیقوي. خو لا تر اوسه دا ډول سیستمونه نه دي رامنځته شوي او کارپوهان د دا ډول سیستمونو د څرنګوالي په تړاو مختلف نظرونه لري.
مصنوعي ځیرکتیا څه ډول رامنځته شوه؟
له ۸۰ کلونو راهیسې څېړونکو د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو څېړنې کولې. د دې برخې بنسټ ایښودونکي دوه ریاضيپوهان ایلن تورینګ (Alan Turing) او جان وان نیومن (John von Neumann) وو. دوی تر لسیزو د ابتدايي کمپيوټرونو د کوډ ژبه تدریسوله او له دوی وروسته د سافټویر جوړوونکو کمپنیو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته خپل وسایل تقویه کړل. د بېلګې په توګه، په کمپیوټر کې د شطرنج لوبه او انلاین ژباړې.
هغو هېوادونو چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې ډېرې پانګونې وکړې، تر ډېره يې پر دولتي مالي ملاتړ تکیه درلودله. په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا څېړنه تر ډېره د حکومت له خوا تمویلېږي، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو تر لسیزو خپلې څېړنې د دفاعي پرمختللو څېړنو ادارې (DARPA) او نورو فدرالي ادارو په مرسته ترسره کړي. خو په دې وروستیو کلونو کې د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ تر ډېره خصوصي سکتور ته انتقال شوی. په دې سکتور کې تر اوسه سلګونه میلیارده ډالر پانګونه شوې ده.
په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د CHIPS and Science Act لاسلیک کړ، چې د امریکا حکومتي مالي سرچینې ټکنالوژۍ ته ځانګړې کوي. دې قانون د فدرالي بودیجې له لارې ۲۸۰ میلیارد ډالر د سیمي کانډکټرونو (semiconductors) پراختیا ته ځانګړي کړي. سیمي کانډکټرونه هغه پرمختللي چېپونه دي چې د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتو د پروسس او ذخیره کولو له پاره اړین ګڼل کېږي. د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې ChatGPT تر ټولو چټک وده کوونکی اپلیکیشن (کاریال) وګرځېد.
د Eurasia Group رییس ایان برېمر او د Inflection AI اجراییوي رییس مصطفی سلیمان د فارن افیرز په مجله کې په دې تړاو لیکي: “د مصنوعي ځیرکتیا راتګ د بیګ بانګ په څېر یو ستر تحول دی، دا د نړۍ بدلوونکي ټکنالوژيک انقلاب پېلامه ده او دا به بیا سیاست، اقتصاد او ټولنې ته یوه نوې بڼه ورکړي.”
مصنوعي ځیرکتیا به پر نړیوال اقتصاد څه اغېزې وکړي؟
د نړۍ شرکتونو او سازمانونو وار دمخه د مصنوعي ځیرکتیا وسایل د خپلو خدماتو برخه ګرځولي. د بېلګې په توګه، د بې ډریوره موټر جوړوونکو شرکتونه لکه Tesla له کلونو راهیسې مصنوعي ځیرکتیا کاروي. همدا راز، د پانګونې بانکونه د الوګاریتمي ماډلونو پر بنسټ سوداګریز عملیات تر سره کوي. دغه راز، د ټکنالوژۍ شرکتونه هم د سوداګریزو اعلانونو له پاره له الوګاریتمونو څخه ګټه اخلي، خو د ChatGPT له راتګ وروسته ان هغه شرکتونه چې پر ټکنالوژۍ يې کمه تکیه درلوده، د مصنوعي ځیرکتیا تولیدي وسایل د خپلو مراجعینو د خدماتو له پاره کاروي. د McKinsey مشورتي شرکت د ۲۰۲۳ کال د یوې سروې له مخې، یوه پر درېیمه برخه نړیوالو شرکتونو ادعا کړې وه، چې په یو نه یو ډول له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخلي.
د مصنوعي ځیرکتیا پراخ تطبیق کولی شي د ټکنالوژۍ نوښتونه لا پسې چټک کړي. د سیمي کانډکټرونه (semiconductors) وار دمخه د ودې په حال کې دي. د Nvidia شرکت، چې د مصنوعي ځیرکتیا له پاره چېپونه جوړوي، د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې یې سهم درې وارې زیاتوالی ولید، چې ټول ارزښت یې بیا له ۱ تریلیون ډالرو څخه اوړي.
یو شمېر کارپوهان وړاندوینه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت وده به نړیوال اقتصاد ته ګټه ورسوي. تمه ده چې د نړۍ ناخالص کورني تولیدات (GDP) به په راتلونکې لسیزه کې په اوسط ډول هر کال ۷ تریلیونه ډالر زیات شي. د CFR سازمان کارپوه Sebastian Mallaby وایي: “هغه څوک به وروسته پاتې کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا تطبیق ته زړه نه ښه کوي. له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، طبي ننګونو او ان د اتومي فیوژن د فعالولو له پاره هره تخنیکي ننګونه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته اسانه کېدای شي.”
آیا مصنوعي ځیرکتیا به د خلکو دندې له منځه یوسي؟
لکه څرنګه چې د ټکنالوژيکي پرمختګونو په تاریخ کې لیدل شوي، مصنوعي ځیرکتیا به هم د تولید زیاتوالی او د کار له لاسه ورکولو تر منځ یوه معامله رامنځته کړي. خو د پخوانیو اختراعاتو برعکس، چې په عمومي توګه یې ټیټ مهارت لرونکي کارونه له منځه وړي، تولیدي مصنوعي ځیرکتیا به ښايي دفتري کارونه هم له ګواښ سره مخ کړي. د OECD سازمان د یو راپور له مخې، د نړۍ یو پر څلورمه برخه دندې د مصنوعي ځیرکتیا له لوري د ماشیني کېدو له جدي خطر سره مخ دي. د Pew Research Center د یوې څېړنې له مخې، دا دندې تر ډېره هغه کارونه دي چې مصنوعي ځیرکتیا یې دمګړۍ د انسان په څېر اجراء کولای شي. لکه د معلوماتو راټولونه او تحلیل. هغه کاریګر چې د مصنوعي ځیرکتیا له خوا د عوضېدو له تر ټولو ډېر ګواښ سره مخ دي په دا ډول دي: محاسبین، ویبډیویلیپران، د بازارموندنې متخصصین او تخنیکي لیکوالان.
په ورته مهال کې، تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د نابرابرۍ په تړاو اندېښنې هم زیاتې کړي، ځکه د OECD د راپور له مخې، تر ټولو لوړ مهارت لرونکي کارونه به د مصنوعي ځیرکتیا له بدلونونو څخه تر ټولو ډېر خوندي وي. خو ځینې څېړنې ښیي چې ټیټ مهارت لرونکي کارکوونکي کولی شي د مصنوعي ځیرکتیا د وسایلو له لارې خپله تولیدي وړتیا لوړه کړي. د MIT او Stanford University د ۲۰۲۳ کال څېړنه ښیي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د کم تجربه کارکوونکو تولیدي وده د تجربه لرونکو همکارانو په پرتله دوه برابره شوې.
مصنوعي ځیرکتیا به پر اقلیمي بدلون څه اغېزه وکړي؟
د مصنوعي ځیرکتیا او چاپېریال تر منځ اړیکه هم ګټیالۍ ده او هم زیانمنه. ځینې کارپوهان باور لري، چې تولیدي مصنوعي ځیرکتیا کولی شي، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې لوی پرمختګونه رامنځته کړي، خو په بل اړخ کې، نور بیا د ټکنالوژۍ د کاربن د استخراج د پاتې شونو په تړاو د خطر زنګ وهي. مصنوعي ځیرکتیا خپلو پیاوړو پروسس کولو ځواک ته د ډېرې انرژۍ اړتیا لري. د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتو د پروسس کولو مرکزونو وار دمخه د هوانوردۍ صنعت په اندازه د شنو خونو ګاز (Greenhouse Gases) استخراج کړی او تمه کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا انرژۍ مصرف به په راتلونکو وختونو کې نور هم زیات شي.
د مصنوعي ځیرکتیا پلویان استدلال کوي چې د تجدید وړ انرژۍ استعمال به په دې تړاو تر یو حده د هوا ککړتیا مخنیوی وکړي. ځینې شرکتونه، لکه Apple, Google او Meta د خپلو معلوماتو مرکزونه د تجدید وړ انرژۍ پر مټ چلوي.
سربېره پر دې، مصنوعي ځیرکتیا کولی شي په نورو صنعتونو کې د کاربن د استخراج له کمولو سره هم مرسته وکړي. دغه راز، مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د اقلیمي ناورینونو په تړاو هم له موږ سره کومک وکړي. د بېلګې په توګه، په موزمبیک کې ساینسپوهان د ټکنالوژۍ په کارولو سره د سیلابونو رجحانونه په غوره توګه اټکلوي.
مصنوعي ځیرکتیا له ملي امنیت سره څه تړاو لري؟
ډېری کارپوهان د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ د متحده ایالاتو او چین تر منځ د ټکنالوژۍ د واکمنۍ له پاره یوه سیالي بولي. دوی وايي، د دې سیالۍ ګټونکی به اقتصادي او جیوپولیټیکي برلاسي ترلاسه کړي. تر اوسه داسې برېښي چې د امریکا پالیسي جوړونکي د همدې منطق او چارچوب له مخې ګامونه پورته کوي. په ۲۰۲۲ کال کې ولسمشر بایډن چین ته د پیاوړو سیميکنډکټرونو صادرات بند کړل او د امریکا متحدین یې وهڅول چې پر چین ورته بندیزونه ولګوي، څو د ملي امنیت اندېښنې حل شي. په ۲۰۲۳ کې بایډن د چین په مصنوعي ځیرکتیا سکتور کې د پانګې اچونې پر ځینو برخو بشپړ بندیز وړاندیز کړ او له همدې مخې د سوداګرۍ وزارت په دې تړاو نوي محدودیتونه اعلان کړل، څو د چین د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګونو سرعت ورو کړي. ډېری کارپوهان باور لري، چې امریکا دا مهال د مصنوعي ځیرکتیا په پرمختګ کې له چین څخه مخکې ده، خو تر څنګ یې داسې اټکل هم کېږي چې چین به ژر دا واټن راکم کړي.
مصنوعي ځیرکتیا به د امریکا پر ملي امنیت مستقیمه اغېزه وښندي. د امریکا دفاع وزارت تمه لري چې دا به په خپل ذات کې د خپلسره وسلو او ستراتيژيکو تحلیلونو د پیاوړي کولو له لارې په خپله د جنګ بڼه وربدله کړي. (ځینې کارپوهان د خپلسره وژونکو وسلو د بندیز غوښتنه هم کوي.) په اوکراین کې د روسیې پر ضد جګړه کې کییف د مصنوعي ځیرکتیا له خوا مدیریت شوي ځواکمن ډرونونه هم کاروي. دا لومړی ځل دی چې داسې وسلې په یوه لویه جګړه کې کارول کېږي. د جګړې لوري ښايي ډېر ژر د مصنوعي ځیرکتیا سېستمونو له لارې د جګړې په ډګر کې چټکې پریکړې وکړي او یا هم په اتومات ډول د دښمن پر زیربناوو بریدونه وکړي. همدا لامل دی چې ځینې متخصصین وېرېږي، چې هسې نه دا ډول پرمختګونه د اتومي وسلو کارونې احتمال زیات نه کړي.
سربېره پر دې، مصنوعي ځیرکتیا به د ناسمو معلوماتو او پروپاګند ګواښ څو چنده لوړ کړي. د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا وسایل د جعلي ویډیوګانو (Deepfakes) جوړول اسانه کړي او دا ډول ټکنالوژي وار دمخه د نړۍ په ډېرو ټاکنیزو سیالیو کې کارول کېږي. کارپوهان د دې امکان هم ښيي چې یو شمېر وګړي شاید د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د درغلیزو بریدونو (Phishing) پېچلې هڅې وکړي، څو د ټاکنو سیستمونو ته لاسرسی ومومي. د امریکا د عدلیې وزارت له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې روسیې د همدغو طریقو له لارې د امریکا په ټاکنو کې مداخله کړې وه.
که چېرې دا حالت دوام وکړي، نو د حقیقي معلوماتو اعتبار ته سخت زیان رسېدلای شي او له امله به یې دا کار د دیموکراسۍ له پاره لوی ګواښ وي.
ایا عمومي مصنوعي ځیرکتیا (AGI) به رامنځته شي؟
ځینې کارپوهان باور لري، چې اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا لا تر اوسه ځیرکه نه ده، ځکه دوی د انسان په څېر استدلال نه لري. د دوی په وینا، مصنوعي ځیرکتیا نوی علم نه رامنځته کوي، بلکې پر ځای یې یوازې شته معلومات سره یو ځای کوي او لږ یې په سمه توګه وړاندې کوي.
خو ښايي دا حالت بدل شي. OpenAI، چې ChatGPT یې جوړ کړی، د عمومي مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا له پاره کار کوي، څو ګټې یې ټول انسانیت ته ورسېږي. د دې ادارې مشر سام الټمن استدلال وکړ چې نه دا ممکنه ده او نه هم مطلوبه چې د عمومي مصنوعي ځیرکتیا مخه ونیول شي. په ۲۰۲۳ کال کې د Google DeepMind مشر Demis Hassabis وویل، چې عمومي مصنوعي ځیرکتیا ښايي په ۵ کلونو کې رامنځته شي. ځینې کارپوهان، لکه د CFR کارپوه Sebastian Mallaby وايي، چې مصنوعي ځیرکتیا لا دمخه په ځینو برخو کې د انساني ځیرکتیا له کچې څخه وړاندې تللې. په ۲۰۲۰ کې، DeepMind د مصنوعي ځیرکتیا په کارونه د پروټین فولډینګ (Protein Folding) ستونزه حل کړه، چې دا د بیولوژۍ له لویو معماوو څخه وه.
ایا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانیت د نابودۍ لامل شي؟
د مصنوعي ځیرکتیا ډېری کارپوهان دا احتمال ریښتیا بولي. د ۲۰۲۳ کال په مۍ میاشت کې د Anthropic, Google DeepMind, OpenAI مشرانو په ګډون د مصنوعي ځیرکتیا کمپنیو سلګونو مشرانو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. په دې اعلامیه کې راغلي وو: “د مصنوعي ځیرکتیا له امله د انسانیت د نابودۍ خطر باید د نړۍ تر ټولو مهمو ګواښونو لکه وباګانو او اتومي جګړو سره یو شان و ارزول شي.”
د مصنوعي ځیرکتیا له لوري د انسانانو د نابودۍ په تړاو یوه نظریه دا هم ده چې مصنوعي ځیرکتیا ته یوه ورسپارل شوې کړنه شاید مصنوعي ځیرکتیا په خپله خوښه ترسره کړي او له امله به یې مصنوعي ځیرکتیا له هغو ځایونو څخه وسایل بل لوري ته ولېږدوي. د بېلګې په توګه، که مصنوعي ځیرکتیا ته دا هدف ورکړل شي چې د سمندر له اوبو څخه مضره الګي (Algae) ختم کړي، نو کېدای شي مصنوعي ځیرکتیا په هوا کې د اکسیجن ذخیرو ته زیان ورسوي او پای انسانان د اکسیجن د کمښت (Asphyxiation) له کبله مړه شي. ځینې متخصصین دا ډول نظریات “وېروونکي” بولي، خو نور بیا وايي، چې دا ډول نظریې په سمه توګه هغو ناڅاپي ګواښونو ته اشاره کوي چې شاید د ځواکمنو مصنوعي سیستمونو له خوا رامنځته شي.
د مصنوعي ځیرکتیا یو شمېر کارپوهان د انسان د له نابودۍ پر ځای نږدې ګواښونو ته ګوتڅنډنه کوي لکه د زورواکانو څار او مغرضه ارقام. په نړۍ کې د حکومتونو او کمپنیو له خوا د مخ پېژندنې ټکنالوژي د زیاتېدو پر لور روانه ده او له همدې ځایه یو شمېر شنونکي اندېښمن دي چې چین به مصنوعي ځیرکتیا د خلکو په ځپلو کې هم وکاروي. یو بل خطر چې له مصنوعي ځیرکتیا سره تړل شوی، هغه د ناسمو یا غیر متوازنو معلوماتو پر اساس د مصنوعي ځیرکتیا روزنه ده، چې له مخې به يې مصنوعي ځیرکتیا بې طرفه پاتې نه شي. د بېلګې په توګه، مصنوعي ځیرکتیا به خلکو ته د کرايي کورونو په ورکړه کې د کرایه دارانو په چاڼ کې له الوګاریتم ګټه واخلي او دا به بیا د یو شمېر خلکو پر وړاندې بې انصافه پرېکړې وکړي. د دې ترڅنګ د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا وسایل کولی شي، چې د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره یوه لویه عامه ستونزه هم رامنځته کړي.
حکومتونه د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو څه کوي؟
تقریباً ټول پالیسي جوړوونکي، د مدني ټولنو مشران، پوهان، خپلواکه کارپوهان او د دې صنعت مشران په دې موافق دي، چې مصنوعي ځیرکتیا باید تنظیم شي، خو دوی ټول د دې تنظیم د څرنګوالي پر سر له یو بل سره اختلافات لري. په نړیواله کچه، حکومتونو بیلابیلې تګلارې خپلې کړي دي.
متحده ایالاتو په ۲۰۲۳ کال کې د مصنوعي ځیرکتیا تنظیم ته ځانګړې پاملرنه وکړه. د بایډن ادارې د ۲۰۲۲ کال د مصنوعي ځیرکتیا د حقونو منشور په دوام، د مصنوعي ځیرکتیا له ۱۵ مخکښو شرکتونو ژمنه ترلاسه کړه چې د مصنوعي ځیرکتیا خونديتوب له پاره به نه یوازې په داوطلبانه ډول ګډ معیارونه خپلوي، بلکې خپل ماډلونه به حکومتي ارزیابۍ ته هم سپاري. د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې بایډن یو اجراییه فرمان صادر کړ، چې موخه یې د مصنوعي ځیرکتیا د مصونیت له پاره د یو واحد چوکاټ رامنځته کول وو. یوه میاشت وروسته د دواړو ګوندونو سناتورانو، د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم لپاره قانوني طرحه هم وړاندې کړه.
د اروپايي اتحادیې قانون جوړوونکي د مصنوعي ځیرکتیا له پاره نوي قوانين تصویبوي چې له مخې به یې د شفافیت شرایط او د څارلو په موخه د دوی د کارولو پر وړاندې محدودیتونه وضع شي. خو ځینې مشران دا اندېښنه هم لري، چې دا ډول قوانین به په اروپا کې نوښت ته زیان ورسوي او دا چې هغه څرنګه پلي کړای شي. په همدې حال کې، په چین کې د کمونیست ګوند د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو نوي قوانین معرفي کړي، چې د تبعیض ضد شرایطو تر څنګ دا شرط هم تړل شوی چې مصنوعي ځیرکتیا باید “سوسیالیستي ارزښتونه” هم منعکس کړي.
ځینې حکومتونو په نړیواله کچه د مصنوعي ځیرکتیا تنظیمولو په تړاو ګډې هڅې کوي. اووه لویو (G7) هیوادونو د ۲۰۲۳ کال په مۍ کې د هیروشیما پروسه پیل کړه، څو د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم له پاره یو نړیوال معیار جوړ کړي. د هماغه کال په اکتوبر کې ملګرو ملتونو د مصنوعي ځیرکتیا مشورتي بورډ جوړ کړ، چې امریکا او چین یې هم غړي دي. ملګرو ملتونو دا مشورتي بورډ د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم په برخه کې د نړیوالو هڅو د منسجمولو په موخه جوړ کړ. ورپسې په بله میاشت کې په لومړي ځل ۲۸ حکومتونه د مصنوعي ځیرکتیا خوندیتوب په تړاو غونډه کې سره راټول شول. د امریکا او چین د استازو په ګډون راغلو پلاوو هوکړه لیک لاسلیک کړ. په دې کې ویل شوي وو، چې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي “ویجاړوونکي زیانونه” هم ورسوي او ټولو ژمنه وکړه، چې د انسان محوره، باوري او مسوولیت پذیره مصنوعي ځیرکتیا له پاره له یو بل سره په ګډه کار وکړي. چین هم د کمربند او سړک نوښت تر چتر لاندې د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال تنظیم هڅې کوي.
مصنوعي ځیرکتیا باید څه ډول تنظیم شي؟
د CFR د کارپوه Kat Duffy په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا پیچلتیا ته په کتو دا تر ډېره ناشونې برېښي چې ټکنالوژي دې د یو شمېر اصولو په مرسته اداره کړای شي.
ځینې کارپوهان مني چې د مصنوعي ځیرکتیا ګواښونه به بې ثباته کوونکې پایلې ولري، خو تر څنګ یې استدلال کوي چې د ټکنالوژۍ پرمختګ باید همداسې روان پاتې شي. د دوی په وینا، قوانین باید محاسبو او یا محاسبوي ځواک ته حدود وټاکي، چې په تېره یوه لسیزه کې نږدې پینځه ملیارد ځله زیات شوی دی. نور بیا وايي چې تمرکز باید د عامو خلکو د مصنوعي ځیرکتیا پوهاوي او د مصنوعي ځیرکتیا اخلاقي سیستمونو جوړونې ته وشي چې له مخې يې د تبعیض، ناسمو معلوماتو او څار پر ضد تدابیر ونیولی شي.
ځینې کارپوهان غواړي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر open-source ماډلونو دې محدودیت وضع شي، ځکه دا به تر ډېره د هر ډول خلکو د لاسرسيوړ وي. د ملي امنیت یو شمېر کارپوهان او د مصنوعي ځیرکتیا مخکښې کمپنۍ له دا ډول قوانینو سره همغږي دي. خو په بل اړخ کې، یو شمېر کارپوهان ګواښ کوي چې ډېر محدودیتونه به سیالي او نوښتونه متضرره کړي او یوازې د مصنوعي ځیرکتیا لویو شرکتونو ته به ګټه ورسوي. په همدې حال کې، یو شمېر داسې طرحې هم شته چې د مصنوعي ځیرکتیا نظامي استعمال په تړاو نړیوال چارچوبونه په نښه کوي. یوه بېلګه يې دا هم کېدای شي چې د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې په څېر دې کومه اداره جوړه شي.
د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی څه دی؟
د مصنوعي ځیرکتیا پر تنظیمولو د امریکا او چین سیالۍ سیوری غوړېدلی دی. چین د خپلې ملي ستراتيژۍ له مخې غواړي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په نړیواله کچه د مصنوعي ځیرکتیا تیوریو، ټکنالوژیو او اپلیکیشنونو په برخه کې مشري وکړي. خو په امریکا کې پالیسي جوړوونکي هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا تنظیمولو چوکاټ برابر کړي، پرته له دې چې د امریکا ټکنالوژيکه برلاسي زیانمنه کړي.
په ورته حال کې، مصنوعي ځیرکتیا په ډېر سرعت سره پر مخ روانه دی. له ۲۰۱۲ کال راهیسې، په هرو ۳.۴ میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا د محاسبې ځواک دوه برابره کېږي او تر ۲۰۲۵ کال پورې د مصنوعي ځیرکتیا پوهان تمه لري چې دوی به ۱۰۰ برابره زیات د محاسبې ځواک ولري.
د برېیمر او سلیمان په وینا، د نړیوالو قوانینو د نشتوالي له امله هغه شرکتونه چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختیا کنټرولوي، د ملتونو په څېر د قدرت څښتنان دي او له همدې مخې یو ټکنوقطبه نړیوال نظم د رامنځته کېدو پرمهال دی. دوی استدلال کوي چې دغو شرکتونو په خپله پر “جیوپولیټیکي لوبغاړو” بدلون موندلی دی او له همدې ځایه دوی باید د نړیوالو قوانینو په جوړونه کې برخوال وي.
د مصنوعي ځیرکتیا د بدلون وړتیا ښيي چې د لوبې شرایط سخت دي. د مالابي په وینا، موږ د لویو ستونزو د حل کولو له پاره یو لوی فرصت لرو. که چېرې سم تدابیر ونیولی شو، نو د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونه نه یوازې وژونکو ناروغیو ته درمل پیدا کولی شي، بلکې د اقلیمي بدلون د ناوړو اغېزو مخنیوی هم کولی شي او په دې ډول به د نړیوالې اقتصادي سوکالۍ یوه نوې دوره پېل شي.
پای