له امریکا وروسته د نړیوال نظم په اړه د خوشبینۍ دلایل – امیتاو اچاریه
لیکوال: امیتاو اچاریه (د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه)
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
هغه نړیوال نظم چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د امریکا په مشرۍ مدیریت کېږي، ډېری مهال متزلزله و. خو دمګړی د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، دا نظم د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.
ښاغلی ټرمپ د خپلو متحدینو او دښمنانو پرضد یو ډول خو په مسلسله توګه ګوزارونه کوي. تېره اونۍ، هغه تر ډېره پر هغو توکو تعرفه اعلان کړه، چې د امریکا له نږدې متحدینو واردېږي، دې کار نړیوال بازارونه اغېزمن کړل او د نړیوالې سوداګرۍ په تړاو یې د امریکا اوږدمهاله ژمنتیا ته د پای ټکی کېښود. هغه په وار وار د ملګرو ملتونو، ناټو، او اروپايي اتحادیې په ګډون، د نړیوالو ادارو پر وړاندې خپله ناخوښي څرګنده کړې. د امریکا او اروپا ترمنځ یې یووالی زیانمن کړی. دغه راز نوموړي د امریکا نړیواله پراختیايي اداره هم تړلې او هم یې د امریکا غږ چوپ کړی دی.
که څه هم د راتلونکي په تړاو د ناهیلۍ لپاره غوره دلایل شته؛ د بېلګې په توګه، چین، روسیه او د ښاغلي ټرمپ تر مشرۍ لاندې امریکا به خپلې د نفوذ او کنټرول ساحې د فشار او وېرو له لارې پراخوي. خو دا بیا دا مانا نه لري چې له امریکا وروسته به نړۍ پر ګډوډۍ واوړي. دا د دوو لاملونو له کبله ده: لومړی، تېرې اووه لسیزې د ټولو لپاره هومره ښې نه وې لکه څومره چې د لویدیځ لپاره وې؛ دویم، د نظم رامنځته کول یوازې تر لویدیځ محدود نه دی.
همدا د خوشبینۍ دلیل دی. دا چې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال نظم نه هم یوازینی سېستم دی او نه هم دا د ډېرو هېوادونو لپاره منصفانه دی؛ نو دا موږ هیلهمن کوي، ښايي د اوسني نظم پای د یو ټولشموله نړۍ پيلامه شي.
د اوسني نظم مدافعین استدلال کوي چې دغه نظم د لویو جګړو په مخنیوي یو باثباته او سوکاله نړیوال سیستم رامنځته کړی دی. هو! خو دا بیا یوازې تر څو ځانګړو هېوادونو محدوده ده. د نړیوالو اړیکو برېتانوی څېړونکی ایوان لوارد په دې تړاو څېړنې کړي او د هغه موندنې ښيي، چې د ۱۹۴۵ او ۱۹۸۴ کلونو ترمنځ له ۱۲۰ ډېرې جګړې شوي، او له دغو څخه یوازې دوه بیا په اروپا کې شوې وې. په لنډو ټکو کې د دې معنی بیا دا ده چې د سړې جګړې پرمهال ۹۸ سلنه جګړې یوازې په نالویدیځه هېوادونو کې ترسره شوې وې.
که چېرې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوال نظم اصلي موخه سوله وي، نو ډېری هېوادونه بیا دا حق لري چې وپوښتي: سوله د چا لپاره؟ نه یوازې دا چې لویدیځ یوازې خپل غړي ( او یو شمېر نور) له ګډوډۍ، بې نظمۍ او بېعدالتۍ وساتل، بلکې ځینې وختونه یې په خپله ګډوډي او بې نظمي هم رامنځته کړه. د بېلګې په توګه پر ویتنام، عراق او افغانستان د امریکا یرغلونه.
په بل اړخ کې، د ملتونو ترمنځ د همکارۍ سوژه هم یوازې د لویدیځ اختراع نه ده. هینري کېسنجر په دې تړاو په خپل “نړیوال نظم” کتاب کې له ۱۸۱۵ کال وروسته د اروپا یادونه کوي؛ خو شاوخوا ۳۰۰۰ کلونه وړاندې، د لرغوني نیږدې ختیځ ځواکمنو هېوادونو — لکه مصر، هتي، متاني، اشور او بابل — یو داسې سېستم رامنځته کړی و چې د “امارنا ډیپلوماسۍ” په نامه یادېده. دا د برابرۍ او متقابل احترام پر اصولو ولاړ سېستم و. دا د اروپا د سېستم په پرتله شاوخوا دوه ځله ډېر دوام وکړ او په سیمه کې يې سوله وساتله.
د عدم تجاوز او عدم لاسوهنې په تړاو د نړۍ تر ټولو پخوانی لیکلی تړون په ۱۲۶۹ قبل میلاد کې د مصر او هتي ترمنځ د جګړې نه کولو تړون و. د جګړې پر مهال بشري اصول ان ۲۰۰۰ کلونه وړاندې د هند په مانو قانون کې راغلي. د دې قوانینو له مخې، کله چې یو جنګیالی په جګړه کې له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي، هغه باید هغه څوک ونه وهي “چې لاسونه یې د دعا په موخه لپه کړي وي، نه هم هغه څوک چې له جګړې تښتي، ناست وي او یا هم ځان تسلیموي. دغه راز د هغو جنګیالیو په تړاو هم اضافي مقررات لري چې خپله زغره یې له لاسه ورکړې وي او یا هم بې وسلې شوی وي. د ۱۹۴۹ کال د جینوا کنوانسیون هم په دې تړاو ډېر ورته اصول لري.
په لرغونو زمانو کې د دغو مفاهیمو ریښه موندنه موږ باوري کوي چې په یوه داسې نړۍ کې چې د امریکا تر ولکې لاندې نه وي، به بیا هم دا ډول مفاهیم ولري. نظم تل یوه ګډه هڅه وه، او د سویلي نړۍ ډیری هیوادونه دې ته ډېر لېواله دي چې په یوه داسې نړۍ کې ونډه واخلي چې دوه ګوني معیارونه په کې کم او عدالت ډېر وي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، له دغو هېوادونو څخه ډېرو خپلواکي ترلاسه کړې او په نړیوال سیاست او په هغو څو اړخیزو ادارو کې فعال ګډونوال شول چې اوسمهال یې امریکا کمزوري کوي.
او کله چې نالویدیځه ځواکونه خپله اجنډا له هغو لارو تعقیب کړي چې د لویدیځ هېوادونه پکې منزوي شوي وي، نو اړینه نه ده چې دا دې د کینې او یا هم دښمنۍ له کبله وي. د بېلګې په توګه، د برېکس ډله چې مخ پر ودې اقتصادونه پکې راټول شوي، په تېر یو کال کې یې غړیتوب پراخ شوی، خو د دې ډلې ډېری نوي او ان بنسټ ایښودونکي غړي امریکا ضدي نه دي؛ بلکې دوی غواړي دا ډله د نړیوالې همکارۍ د سمون او پراختیا په موخه وکاروي، نه دا چې له منځه یې یوسي، او یو عادلانه نړیوال سیستم رامنځته کړي.
زوړ نړیوال نظم لا د منځه نه دی تللی. امریکا اوس هم د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد دی. دا یې د بېساري پوځي ځواک، د ډالرو د برلاسۍ، او ځواکمنې ټکنالوژۍ له برکته ده. او ممکن همداسې د نړۍ یوازینی زبرځواک هم پاتې شي.خو هغه نړۍ چې امریکا جوړه کړې، ښايي د دې پېړۍ تر پای پورې دوام ونه کړي.
که څه هم یوه داسې نړۍ چې د امریکا، چین او یو شمېر لویو ځواکونو په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو له خوا جوړه شوې وي، ښايي مثالي نړۍ نه وي؛ خو دا اوسنۍ نړۍ هم چندانې مثالي نړۍ نه ده. البته د یوې عادلانه نړۍ شونتیا زیاته ده.