ریالیستان ولې د غزې له جګړې سره مخالف دي؟ – سټیفن والټ
لیکوال: سټیفن والټ (د فارن پالیسي مجله)
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
ښايي تاسو فکر وکړئ چې ریالیستان به په غزه کې د اسراییلو د کړنو په تړاو بې تفاوته وي. هو! په غزه کې روان حالت یو بشري ناورین دی. شاید نسلوژنه هم وي، خو ایا په نړیوال سیاست کې دا ډول ظالمانه چلندونه کومه نوې خبره ده؟ ایا همدا ریالیستان نه دي، چې وايي په یوه داسې نړۍ کې چې مرکزي حکومت په کې نه وي، حکومتونه به هېڅ وخت هم له تاوتریخوالي ډډه و نه کړي (که چېرې دا ډول چلندونه یې په ګټه وي او دغه راز څوک یې مخه و نه شي نیولی). تاسو له پرل هاربر څخه او یا هم د سپتامبر له یوولسمې پېښې وروسته د امریکا غبرګون ته یو ځل ځیر شئ، یا هم په اوکراین کې د روسیې کړنو ته او یا هم په سوډان کې د جنګي ډلو چلندونو ته. ټول همدا خبره تاییدوي.
خو ډېر نومیالي ریالیستان لکه چاس فریمن، جان میرشایمر او ان زه، د اسراییلو پر کړنو او له هغوی څخه د امریکا پر ملاتړ کلکې نیوکې کوو. ایا دا عجیبه نه ده؟! هغه خلک چې د نړۍ سیاست ته په بې حسۍ او سړه سینه ګوري، اوس د اخلاقو خبرې کوي؟!
نه، دا هېڅکله هم عجیبه نه وه او نه ده.
د ریالیستانو په تړاو ډېری مغالطې تر ډېره د غلطو انګیرنو له امله دي. د خلکو په ګومان ریالیستان وايي، چې اخلاق باید هېڅ رول و نه لري. دا پر ریالیستانو یو بېمعنا تور دی. په دې تړاو هانس مورګنتاو یو بشپړ کتاب لیکلی، چې د سیاسي بریا او اخلاقي اصولو تر منځ تضاد ته په کې اشاره کوي. دی وايي چې د سیاستونو اخلاقي مسلې د «غږ په راپورته کولو سره د ځواب غوښتونکې کېږي». اي.ایچ. کار که څه هم سل په سلو کې ریالیست نه و، خو د ریالیزم په تړاو یې یو کلاسیک اثر لیکلی دی. په دې کتاب کې يې روښانه کړې وه، چې له سیاسي ژونده اخلاق جلا کېدلی نه شي. د نړیوال سیاست په اړه د کینیت والټز نږدې ټول کتابونه، تل د سولې پر ستونزو او پر هغو شرایطو یا پالیسیو تمرکز کوي، چې یا خو سوله پیاوړې کوي او یا یې هم کمزورې کوي. والټز په وار وار د ځواکمنو دولتونو پر هغو تمایلاتو نیوکه کړې، چې د ایډیالیستي موخو په تعقیب ناوړه عملونه تر سره کوي. د جورج کېنان، والټر لیپمن، مورګنتاو، والټز او نورو په څېر ریالیستان د امریکا وروستۍ جګړې نه یوازې د ستراتیژۍ له مخې، بلکې له اخلاقي پلوه هم ردوي.
د ټولو انسانانو په څېر، ریالیستان هم په انفرادي توګه اخلاقي باورونه لري او تر څنګ یې غواړي په یوه داسې نړۍ کې ژوند وکړي، چې په کې دا ډول اصول په دوامداره توګه مراعتېږي. په حقیقت کې، ریالیستان د نړیوال سیاست اخلاقي اړخونو ته دقیقه پاملرنه کوي، ځکه دوی پوهېږي چې دولتونه او نورې سیاسي ډلې په څومره اسانۍ غیر اخلاقي کړنې ترسره کولی شي. ریالیستان د هغه څه په اړه حیران نه دي چې په غزه کې پېښیږي. لکه څنګه چې پورتنۍ بېلګې ښيي، نور دولتونه هم دا ډول کړنې هغه مهال تر سره کوي چې کله خپلې ملي ګټې په خطر کې وویني، خو دا بیا د دې معنی نه ورکوي چې ریالیستان بیا هم له هغه څه سره موافق دي چې اسراییل او متحده ایالات یې تر سره کوي.
ریالیستان د غزې پر جګړې نیوکې کوي، ځکه دوی د پوځي ځواک محدودیتونه پېژني او همدا راز د ملتپالنې له ارزښته هم خبر دي. د دې تر څنګ دوی دا هم ښه درک کوي، چې معمولاً هغه بهرني یرغلګر چې د وسلهوال ځواک په کارولو سره یا نور تر خپل کنټرول لاندې راولي او یا یې هم د له منځه وړلو هڅې کوي، له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخ کېږي. له همدې ځایه ریالیستان په دې باوري دي، چې د اسرايیلو بمبار او پر غزې برید به و نه شي کولی چې د حماس ډله له منځه یوسي. دا تر ډېره څرګنده ده چې حماس به د اسراییلو له بریدونو ژوندی ووځي او ان که داسې و هم نه شي، نو تر څو چې فلسطینیان اشغال وي، له اساسي سیاسي حقونو محروم وي او په تدریجي ډول له خپلو ځمکو لاسونه مینځي، نو د مقاومت نوې ډلې به همداسې راټوکېږي.
همدا ډول ریالیستان د اسراییلو له کړنو (او په هغو کې د امریکا له ښکېلتیا) سره هم مخالف دي، ځکه دا په نړیواله کچه د امریکا دریځ کمزوری کوي. د غزې جګړې ثابته کړې چې امریکا پر قوانینو ولاړ نظم ته ژمنه نه ده. له همدې ځایه نور په دې خبرې باور کول هم ستونزمن دي، چې امریکايي چارواکي به لا اوس هم پر قوانینو ولاړ نظم ته د ژمنتیا شعار په جګو سترګو ورکوي. د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وروستۍ رایه اچونه، چې فلسطین ته نوي “حقونه او امتیازات” ورکوي، له ۱۴۳-۹ رایو سره تصویب شو، چې په دې کې ۲۵ غړي غیر حاضر وو. همدا راز، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه لیکونه هم د امریکا له لوري په تکراري ډول ویټو شول چې په غزه کې د اوربند غوښتونکې وه. دا ټول د امریکا د مخ په زیاتېدونکې انزوا نښې دي. د نړیوالې جنایي محکمې لوړ پوړي څارنوال د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یوو ګالانټ (د حماس ډلې د یحیی سنوار، اسماعیل هنیه او محمد دیاب ابراهیم المصري سره یو ځای) د جنګي او انسانیت ضد جرمونو له امله د نیولو غوښتنه کړې. واشنګټن به بې له کومه شکه دا پرېکړه هم رد کړي او دا به نوره هم روښانه کړي چې امریکا د نړۍ له هېوادونو سره په څومره واټن کې واقع ده.
د عامه نظرپوښتنو له مخې، په منځني ختیځ او اروپا کې د امریکا محبوبیت په چټکۍ سره کم شوی،. په داسې حال کې، چې په ورته مهال کې د چین، روسیې او ایران ملاتړ زیات شوی دی. د غزې جګړې به لا یوه میاشت تېره شوې نه وه، چې د نږدې ختیځ د پالیسۍ له پاره د واشنګټن انستیتیوت، چې یوه اسراییل پلوه اداره ده، په خپل یو راپور کې ګواښ وکړ :”امریکا د غزې د جګړې له امله د خپلو مخالفینو په پرتله تر ډېره بایلونکې ده.” یوازې اووه سلنه عربان په دې باوري وو، چې امریکا په روانه جګړه کې مثبت رول لري او دا شمېره بیا د اردن په څېر هېوادونو کې یوازې دوه سلنه وه، خو د دې برعکس، په مصر کې ۴۶ سلنه، په عراق کې ۳۴ سلنه او په اردن کې ۲۷ سلنه عربان په دې اند وو، چې چین په روانه جګړه کې مثبت رول لري. سربېره پر دې، داسې ښکاري چې ایران له روانې جګړې څخه تر ټولو ډېره ګټه اخیستې. په اوسط ډول، نږدې ۴۰ سلنه عربان په دې اند وو، چې ایران د غزې په جګړه کې مثبت رول لري او یوازې ۲۱ سلنه بیا په دې باور وو، چې د تهران رول تر ډېره منفي دی. خو د ایران په تړاو دا ډول تمایلات په مصر او سوریه کې نور هم زیاتېږي. په دغو هېوادونو کې ۵۰ سلنه او ۵۲ سلنه خلک باور لري چې ایران په غزه کې مثبت نفوذ لري.
دغه ډول جګړې ارزانه نه وي بلکې ډېر لګښتونه لري. د امریکا کانګرس د غزې ویجاړولو له پاره له اسراییل سره ملیاردونه ډالر اضافي مرستې تصویب کړي دي. دغه راز، امریکا باید په ۳۲۰ ملیون ډالرو په غزه کې یو موقت بندر هم جوړ کړي، ځکه امریکا چې له چا ملاتړ کوي، هغوی به بیا بشري مرسته کوونکو ادارو ته اجازه ورنکړي چې د غزې تړانګې ته خپلې مرستې ورسوي. د دې تر څنګ، د امریکا پوځي ځواکونه په یمن کې د حوثیانو پر ضد قیمتي توغندي او بمونه کاروي، ځکه دوی د اسراییلو د کړنو په غبرګون کې د سره سمندرګي دننه او شاوخوا کښتۍ په نښه کوي. زه پوهېږم چې دا پیسې به د هغه هیواد له پاره ډېرې نه وي، چې د ۲۵ ټریلیون ډالرو اقتصاد لري، خو د دې پر ځای به ښه دا وي، چې دا پیسې پر امریکایانو مصرف شي، نه دا چې په غزه کې د فلسطینیانو پر وژلو مصرف شي. که بل ځل د کانګرس د بودیجې جګړه غوښتونکي پلویان ووایي، چې یو شمېر کورني پروګرامونه باید قطع شي، نو هغوی ته وریاده کړئ چې دوی ولې له اسراییلو سره د مرستو له پاره لېواله وو؟
جګړه د لوړ پوړو چارواکو وخت، انرژي او پاملرنه هم په پراخه کچه ضایع کوي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د سي ای اې رییس ویلیم برنز سیمې ته په ځلونو سفر کولو دې مسلې ته ډېر ساعتونه ځانګړي کړي دي. د رییس جمهور په ګډون نور لوړ پوړي چارواکي هم همداسې درواخلئ. هغه وخت چې د متحده ایالاتو مشرانو د ۱۵ میلیونو خلکو تر منځ شخړې ته وقف کړی، هغه وخت دی چې له امله یې دوی نه شي کولی دا وخت په بل ځای کې، په تېره بیا، له مهمو متحدینو سره د لیدنو کتنو، د اوکراین په تړاو د یوې غوره پالیسۍ پر جوړولو، د اسیا له پاره د یوې مؤثرې اقتصادي ستراتیژۍ پر رامنځته کولو، د اقلیم بدلون سره د مبارزې له پاره د نړیوال ملاتړ راټولولو او یا هم نورو ډیرو مهمو مسلو له پاره وکاروي.
په دې وضعیت کې څوک تر ټولو ډېر ګټونکی دی؟ یقیناً چې روسیه او چین ده. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ډیرو خلکو له پاره، په تېره بیا د نړۍ د سویل له پاره، په غزه کې وژنې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ هغه تکراري تورونه تاییدوي، چې د امریکا نړیواله “مشرتابه” شخړې او کړاوونه رامنځته کوي او له همدې امله نړۍ به په څو قطبي نړۍ کې تر ډېره ښه وي، ځکه ټول به په واک کې په مساوي ډول شریک وي. تاسو به ممکن له دې دلیل سره موافق نه یاست، خو میلیونونه خلک لا دمخه له دې نظر سره موافق دي. زموږ اوسنۍ پالیسي دا خبرې نورې هم کره کوي. په ورته مهال کې، چینایي مشران خپل وخت له اسراییلو او نتن یاهو سره په کتنو کې نه ضایع کوي. دوی له یو شمېر خلکو سره په روغه جوړه، په اقتصادي اړیکو جوړولو او له روسیې سره د نامحدودې ملګرتیا پر ټینګښت بوخت دي. چینایان به هره ورځ له امریکا مننه کوي، ځکه هغوی په یوه ګرانبیه جګړه کې ښکېل دي او د چین په تړاو له خپلې اصلي موخې بې خبره شوې دي.
په پای کې، ریالیستان د اسراییلو د کړنو په اړه له دې امله هم نیوکه کوي، ځکه دا متحده ایالاتو ته کومه ستراتیژیکه ګټه نه رسوي. که څه هم د سړې جګړې پر مهال به د اسراییلو د ارزښت په تړاو ډېری مهال مبالغې کېدې، خو بیا هم یو څوک دا استدلال کولی شي، چې هغه مهال اسراییل په منځني ختیځ کې د شوروي نفوذ پر وړاندې یو ګټور ډال و. خو دا ده ۳۰ کلونه کېږي چې سړه جګړه پای ته رسېدلې او اوسمهال له اسراییلو بې له کوم قید و شرطه ملاتړ کول به امریکایان ډېر خوندي نه کړي. یو شمېر اسراییل پلوي ادعا کوي چې اسراییل د ایران او ترهګرۍ پر وړاندې یو پیاوړی دیوال او ارزښتناک ملګری دی، خو هغه څه چې دوی یې له پامه غورځوي، هغه بیا دا دي چې له همدې اسراییلو سره د امریکا د اړیکو له امله ده، چې له مخې یې له ایران سره د متحده ایالاتو اړیکې خرابې شوي، بلکې یو له هغو لاملونو هم دی چې د القاعدې په څېر ترهګرو پر متحده ایالاتو بریدونه وکړل.
ښکاره خبره ده، چې پر غزې بمباري او غزه د ډبرو دورې ته ستنول به امریکایان خوندي او یا هم ډېر سوکاله نه کړي او دا به په بشپړه توګه له هغو ارزښتونو سره په ټکر کې وي، چې امریکا یې د بازارموندنې اعلانونه خوښوي. برعکس، که چیرې دا د اسامه بن لادن په څېر د امریکا مخالفو ترهګرو نوي نسل ته الهام ورکړي، نو ممکن دا به متحده ایالات یو څه ناخوندي کړي او نه به هم دا تګلاره اسراییل خوندي پرېږدي. یوازینی څه چې اسراییل خوندي کولای شي، هغه د شخړې سیاسي حل دی.
له همدې امله، زما په څېر ریالیستان له هغه څه سره همغږي نه دي، چې دمګړی یې متحده ایالات او اسراییل کوي. په ځینو نادرو او په زړه پورې مواردو کې دولتونه کولی شي هغه تګلارې تعقیب کړي، چې له مخې یې دوی په یو وخت کې خپلې ستراتیژيکې ګټې او اخلاقي ترجیحات پر مخ یوړلی شي، خو په نورو وختونو کې دوی باید په دواړو کې یو انتخاب کړي. له همدې امله، معمولاً دوی د ستراتيژيکو ګټو په ګټه اخلاقي ترجیحات له پامه غورځوي. خو په دې بېلګه کې، متحده ایالات نه یوازې دا چې خپلې ستراتیژیکې ګټې کمزورې کوي، بلکې د بې ګناه خلکو له ډله ییزو وژنو هم ملاتړ کوي. په لویه کچه، دا له دې امله هم ده چې د متحده ایالاتو مشران د دغې شخړې په تړاو د یو زاړه لید په قفس کې بند پاتې دي او یوازې د یوې پیاوړې ډلې ګټو ته ډېر درناوی لري. د هر ښه ریالیست له پاره له ښې موخې پرته د بد کار تر سره کول تر ټولو ناوړه ګناه ده.
پای