ریالیزم او لېبرالیزم ولې د نړیوالو اړیکو برلاسې تېورۍ دي؟ – احمد بلال خلیل
لیکوال: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
دا چې غوره ده او که نه؛ خو د نورو مکتبونو په پرتله د نړیوالو اړیکو پر اکاډمیک ډګر د ریالیزم او لېبرالیزم مکتبونو سیوری ډېر غوړېدلی او له همدې امله یادو مکتبونو د دې رشتې پر ډېرو مفاهیمو ژور اغېز هم کړی دی. دا دواړه مکتبونه په لویدیځ کې سرلاري مکتبونه ګڼل کېږي او نور مکتبونه چې دغه دوه دود شوي مکتبونه یې ننګولي، تر ډېره په علمي ډګر کې څنډې ته شوي او یوازې د «انتقادي نظریو» (Critical Theories) تر کټګوریو لاندې بسته بندي کېږي. دا چې ولې داسې شوي او د ریالیزم او لېبرالیزم په څېر نورو مکتبونو د پام وړ پرمختګ نه دی کړی او لا هم د پراخو منل شوو خبرو اترو (دیسکورس) برخه نه دي، ښایي لاندې شپږ اساسي لاملونه به لري:
لومړی؛ په عمومي توګه ټولنیز علوم او په ځانګړې توګه نړیوالې اړیکې (ریالیزم او لېبرالیزم) تر ډېره د لویدیځ د محدودو جغرافیاوي تجربو له امله رامنځته شوې دي. دا بیا له نورې نړۍ سره د لویدیځ اړیکې او چلنونه که له یوې خوا توضیح کوي، نو له بلې خوا تیوریکي بڼه هم ورکوي. اروپايي تاریخ د ښکار او خوړو ټولونې، ښاري دولتونو، امپراتوریو، مذهبي واکمنۍ، فیوډالیزم، صنعتي انقلاب، روښانتیا پړاو، ملت-دولت حکومتي بڼو او کمونیستي انقلاب، د نني نړۍ نړیوالتوب (ګلوبلایزیشن) او سیمهییز الحاق څخه په تېرېدو د ډيګلوبلایزیشن تر کچې رارسېدلی دی. که څه هم، نورو ټولنو او تمدنونو هم تر ډېره د تاریخ د تکامل دا مسیر تجربه کړی؛ خو په یو شمېر برخو کې، په تېره بیا صنعتي انقلاب، کمونیزم، سیمهییز الحاق او نور، تر ډېره د اروپايي تجربې ځانګړنه وه او یا هم لکه د کلیسا جګړې، د اروپا اوږدې جګړې او وروسته بیا لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې د اروپا په جغرافیه کې واقع شوې. له همدې ځایه ده، چې د جرمني وتلی فلسفي هیګل وايي، که څه هم د نړۍ تاریخ له آسیا پېلېږي؛ خو اروپا بیا د تاریخ د بلوغ تر مرحلې رسېدلې ده. په همدې اساس یو شمېر څېړونکي نړیوالې اړیکې یوازې لویدیځ محوره او ان امریکايي نړیوالې اړیکې هم ګڼي. له دې توکهمیز محوره استدلال ورهاخوا، لویدیځ نه یوازې دا چې په تېرو دوو پېړیو کې پر نړېوال سیاست خپل راج چلولی او نور یې تر خپلې فزیکي او فکري سینې لاندې کړي وو، بلکې په علمي ډګر کې هم تر نورو ډېر مخکې و. له همدې ځایه وه، چې په دې برخه کې، د افکارو او نظریو د رامنځته کوونکي لویدیځ؛ فکري مکتبونه د وخت اساسي پېراډایمونه شول.
دویم؛ د ریالیزم او لېبرالیزم نظریې د لویدیځ په فلسفي بحثونو کې اوږده مخینه لري. د نړیوالو اړیکو د ریالیزم اوسنۍ نظریه د توسیدیس، ماکیاولي او هابس له نظریو خړوبېږي. په بل اړخ کې، لېبرالیزم بیا د جان لاک، ایمانویل کانټ او اډم سمېت له نظریاتو سرچینه اخلي. په منځ-منځ کې یو شمېر نور ډېر علماء او فلسفیان هم تېر شوي چې په دغو بحثونو کې یې خپله ونډه درلودلې ده. له همدې ځایه ده چې دا دوه لوی مکتبونه د پرېمانه تاریخي پېښو، سیرونو او د سیاسي فلسفي بحثونو د یوې اوږدې سابقې له کبله پر دې وتوانېدل، چې دا دوه مکتبونه د نړیوالو اړیکو په نظریو کې اجاره داري ولري او یا هم د بلوغ تر کچې ورسېږي. نورې نظریې یا ډېرې وروسته رامنځته شوې، لکه: د فیمنیزم نظریه، اقلیمي بدلون او چاپیریال ساتنې څخه اغېزمنې نظریې او ان ساختاري یا جوړښتي نظریې او یا هم تر ډېره د بلوغ تر کچې نه دي رسېدلي.
درېیم؛ دا دوه نظریې قوي تیوریکي چارچوبونه لري. په علمي ډګر کې تر ډېره د مروجو اصولو په تېره بیا د تیورایزېشن له کبله په اسانۍ منل کېږي. له تېرو څو پېړیو راهیسې، د ټولنیزو علومو په پنځوونکي او غوړوونکي لویدیځ کې، د ټولنیزو علومو په تړاو ډېرو مفکرینو بحثونه کړي. د ځینو په وینا، که ټولنیز علوم هم د څېړنې ساینسي چلنونه خپل کړي، د ساینسي علومو په څېر پرمختګ کولای شي. دوی د ساینسي علومو په پرتله د ټولنیزو علومو محدودیتونه هم درک کوي؛ خو بیا هم، د دوی په وینا دا علوم باید له (نارميټيف) او دودشوو روشونو تېر شي او پر ځای یې ساینسي روشونه یا پوزیتیویزم خپل کړي. د ساینس دې فلسفې، د نړیوالو اړیکو پر علم هم اغېزه کړې او له همدې ځایه د نړیوالو اړیکو له څلورو سترو بحثونو؛ دویم بحث همدا مسله ارزولې وه. دا بحث تر ډېره پوزیتیویزم پلوو وګاټه او اوس د نړیوالو اړیکو علومو تر ډېره دغه روش خپل کړی او نور مکتبونه او نظریې بیا د نورمیټیف مېتودولوژۍ پر بنسټ مخته روانې دي.
که څه هم په دې وروستیو کې، د الیګزینډر وینډټ کتاب، «د نړیوالو اړیکو د ټولنیزې جوړښتي نظریه»، په نړیوالو اړیکو کې ورځ تر بلې وده کوي؛ خو د دې باوجود، پوزیتویستانو دا علم اوس هم اجاره کړی دی.
نور خلک تر ډېره د علمي مېتود زاړه روشونه خپلوي. له همدې ځایه ده چې د دوی نظریات په نړیوال مارکېټ کې د منلو وړ نه ګڼل کېږي او ډېر ژر څنډې ته ښوېیږي. ښایي د دې لامل دا وي چې د دوی نظریې له ساینسي مېتود سره برابرې نه وي او یا هم د دوی نظریې د ملي دولتونو له جوړښتونو سره، چې اوسمهال یو ځمکنی حقیقت ګڼل کېږي، برابرې نه دي. دلته بحث تر ډېره دا نه دی چې نالویدیځه؛ د نظریاتو وړاندې کولو وړتیا نه لري. نور هم د لویدیځ په څېر فکر کولای شي او هم د خپلو عملي تجربو په رڼا کې د نړیوالو اړیکو په علم کې اضافه والی راوستلای شي. د بېلګې په توګه، د هندوستان او پاکستان یو شمېر څېړونکو، په پاکستان او هند کې له اتومي تجربو وروسته، د «ډيټرینس» په هغه تیورۍ کې چې د سړې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اتومي ځواک له جوړېدو وروسته وړاندې شوې وه، نیوکې وکړې. دوی له ۱۹۹۸ کال وروسته، د پاکستان او هند ترمنځ د کارګل جګړې او نورو کړکیچونو له کبله په دې تیورۍ کې بدلون او اضافه والی راوست. د دوی په اند، که څه هم د اتومي وسلو لرل دواړه په جګړه کې له دننه کېدو څخه ژغوري؛ خو همدا تضمین دوی ته له یو بل سره پر پولو په وړو جګړو کې د ښکېلتیا شین څراغ هم ورکوي. ځکه دواړه د اتومي وسلو د درلودلو له کبله له یو بل سره په یوه بشپړه جګړه کې له دننه کېدو منع کوي. همدا راز، د لاتیني امریکا یو شمېر څېړونکو د لویدیځ د پرمختګ د نظریو په تقابل کې د اتکا نظریه وړاندې کړه. د دوی په وینا لا هم پخواني مستعمره هېوادونه بې وزلي دي او د ټکنالوژۍ، تولیداتو، مارکېټ او سرمایې په برخو کې پر لویدیځ اتکا لري. دوی د پخوا په څېر لا هم د خامو موادو صادرونکو په توګه پېژندل کېږي. دا چې له استعمارختمونې وروسته هم، دوی بې وزله پاتې دي او د دې کرغېړنې کړۍ په ماتولو نه دي توانېدلي، لامل یې د استعمار د جوړښت په چاینلونو کې بدلون دی. اوس هم په پخوانیو مستعمره سیمو کې یو شمېر محدود محلي لوبغاړي په لویدیځ کې له استعمار سره په اړیکه کې دي. دا نظریه د سړې جګړې په پېل کې ډېره توده وه؛ خو وروسته، د سویلي کوریا، جاپان، چین، برازیل، هند، مالیزیا او اندونیزیا د پرمختګونو له کبله تر ډېره خپل بازار او اواز بایلود. ځینې دغه نظریه ان د نظریو تولید او په تړاو یې د خامو موادو راټولونې ته هم غځوي. د دوی په اند لویدیځ تر ډېره نظریې یا تیورۍ تولیدوي او نور بیا د دوی نظریو او تیوریو ته خام مواد ورکوي. یعنې د کار وېش دلته هم غځېدلی دی.
خو په نړیوالو اړیکو کې له لویدیځه پرته، د نورو لهخوا له دغو وړو نظریو باوجود، په سویلي آسیا، منځنۍ آسیا او منځني ختیځ کې لا هم د نړیوالو اړیکو او تاریخ-سیاسي علومو ترمنځ ډېر توپير نه تر سترګو کېږي. د دې یو عمده لامل دا دی، چې لا هم، نړیوالې اړیکې د یوې جلا رشتې په توګه د بلوغ تر کچې نه دي رسېدلې او د نړیوالو اړیکو په څېړنو کې تر ډېره کارېدونکي علمي روشونه د تاریخ د رشتې پخواني روشونه دي.
دغه راز د ریالیزم او لېبرالیزم نظریې، د جګړو او همکارۍ پرته، تر ډېره نورې بېلابېلې پېښې/ستونزې او قضایاوې هم مخاطبوي. په ټوله کې دا دوه نظریې د یوې چترۍ په څېر دي چې تر لاندې يې د ډېرو قضیو په تړاو نظریې وړاندې کېږي. د بېلګې په توګه، د ځواک د توازن انډول، د وسلو پر سر سیالي، د کړکیچ او شخړو حل، سوله، ډیټرینس او نور. همدا لامل دی، چې په ډېری هېوادونو کې څېړونکي تر ډېره دا دوې تیورۍ کاروي.
څلورم؛ که څه هم د ریالیزم او لېبرالیزم تیورۍ د اروپايي تجربې خاصه، د اوږدو فلسفي سابقې نچوړ، او پياوړو تیوریکي چارچوبونو درلودونکې ده؛ خو له دې هاخوا، دا دوه نظریې خپل اساسات په انساني فطرت او خاصه کې لټوي. ریالیستان تر ډېره د انساني خاصې او طبیعت په تړاو منفي نظر لري. د دوی په وینا انسانان خودغرضه او حریص دي. دوی تل د ځواک، امنیت او بقا لپاره مبارزه کوي. همدا خاصه بیا د انسانانو ترمنځ پر سیالۍ او پای پر شخړې بدلون مومي. د همدې خاصې له کبله دوی له یو بله وېره لري او له همدې ځایه پر یو بل ډېر باور نه کوي. ریالیستان په همدې منطق استدلال کوي، چې په نړیوال سیاست کې د دولتونو د پاڅه داسې جوړښت نه شته چې په ټولو هېوادونو یو ډول قانون پلي کړي او یا یو هېواد پر نورو له بریدونو راوګرځوي. همدا لامل دی چې دوی دولتونه هڅوي چې د خپل امنیت په لټه کې شي. په بل اړخ کې، د لېبرالانو په آند انسان د ښو او بدو پرته لوڅ لپړ زیږي. انساني کرکټر او اخلاق د تجربو او زده کړو له مخې وده مومي. ترڅنګ یې دوی انسان یو عاقل وجود ګڼي چې اخلاقي مسؤلیت لري. ترڅنګ یې دوی انسانان د ژوند، آزادۍ او ملکیت له طبیعي حقونو سره زېږېدلي ګڼي. له همدې ځایه دوی باوري دي چې انسانان د شخړو پر ځای همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي. ترڅنګ یې دوی په دې باور هم دي چې د دولتونو داخلي ځانګړتیاوې د دوی پر چلنونو اغېزه کوي. د دوی په ګمان ډیموکراسۍ له دکتاتورۍ غوره دي؛ ځکه دیموکراسۍ له یو بل سره جګړې نه کوي. د همدې انساني خاصې او ځانګړتیاوو له کبله شونې ده چې د ریالیزم او لیبرالیزم
پنځم؛ منزوي شوي انتقادي نظریې تر ډېره د فوکو په اصطلاح د ځواک له ملاتړه بې برخې پاتې شوې دي. هر کله چې ځواک د علم (دلته ترې فکري مکتبونه مراد دي) ملاتړ کړی او یا یې تر شا درېدلی دی، نو په علمي نړۍ کې یې رشد کړی دی. د بېلګې په توګه، په خپله د لویدیځ ډېری مکتبونو، چې د ځواک له ملاتړه برخمن وي، پرمختګ کړی او په علمي نړۍ کې يې ځان په نورو په اسانۍ منلی دی. د دې ساده ثبوت پخپله د ریالیزم او لېبرالیزم مکتبونه دي. دغه کار له ۱۹۱۹ کال راهیسې په روسیه کې له کمونیستي افکارو سره هم وشو او داسې د کمونیزم نظریې او مکتب په علمي ډګر کې، تر څه حده د سړې جګړې تر پای پورې، د ریالیزم او لېبرالیزم مکتبونو د یو متبادل په توګه د سر راپورته کولو هڅه کوله او په دې طریقه یې د ریالیزم او لېبرالیزم اساسات ننګول. له دې ورهاخوا نورې نظریې لکه «زرغونې نظریې» هم په دې وروستیو کې، د اقلیمي بدلون د جدي ننګونې له کبله د ځواک یو څه ملاتړ خپل کړی دی او په مرسته یې په یو شمېر نړیوالو کنوانسیونونو، نړیوالو قوانینو او اعلامیو کې ځای موندلی دی.
شپږم؛ ځینې تیورۍ هغه مهال له منځه ځي چې خپل ارزښت وبایلي، د قضیوو توضیح ونه شي کړای او یا هم هېوادونه نور د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره نورې لارې او یا چارچوبونه ولټوي. همدا لامل دی، چې د نړیوالو اړیکو یو وتلی مفکر، رابرټ کاکس، وايي: تیوري تل د یو چا او یوې موخې لپاره وړاندې کېږي. د کاکس په ګمان، تیورۍ ناپېیلې نه وي. دا په یو ټولنیز او تاریخي کانټکس کې وده مومي، نه یوازې دا چې د یوې ځانګړې ډلې او یا هم ټولګې لیدلوری پرمخ بیايي، بلکې ګټې یې هم خوندي کوي. داسې ریالیزم او لېبرالیزم هم، تر ډېره د لویدیځ د ګټو خونديتوب کوي. له تېرو دوو پېړیو راهیسې، د نړۍ د واکمنۍ قمچینه له لویدیځ سره ده. دوی د زور په ژبه دا حق ځان ته ورکړی، چې په نړۍ کې څه هم کوي، ښه یې کوي. ځکه دا ډول کړنې له زورورو سره ښايي. د دې ترڅنګ، د امنیت او سولې په موخه په نالویدیځه نړۍ کې د غربي ډيموکراسۍ ترویج ته هم لستوڼي بډ وهي؛ ځکه د دوی په وینا سمې او روغې ډیموکراسۍ له یو بل سره هېڅمهال هم جګړې نه کوي. دا مستبد او ناډیموکراتیک دولتونه دي، چې له یو بل سره په جګړو کې ښکېل وي. دوی د همدې استدلال پرمټ وايي، څومره چې په نړۍ کې ډيموکراسۍ زیاتې وي، هومره به په نړۍ کې امن او سوله وي (د سولې ډیموکراتیکه تیوري).
که څه هم لویدیځوال او نور اکاډمیک دا دوه نظریې د خپلې ځواکمنې تشریحي وړتیاوو له برکته سرلارې ګڼي؛ خو دا چې راپورته کېدونکی ختیځ؛ له لویدیځه د نړیوالې واکمنۍ قمچینه بېرته واخلي او نور ریالیزم او لېبرالیزم د لویدیځ د ګټو خوندي کولو یوه وسیله پاتې نه شي (او له همدې ځایه دا دوه نظریې د ځواک له ملاتړه بې برخې شي) یا د تهامس کوهن په اصطلاح نوي انامولیز (داسې بېلګې رامنځته شي چې دا دوه تیورۍ یې له توضیح او تشریح کولو عاجزې پاتې شي) رامنځته شي، نو آیا بیا به هم دغه دوه نظریې د پراخو خبرو اترو برخې وي او که یو نوي پراډایم شیفټ ته به ځای پرېږدي؟ دا هغه څه دي چې وخت به یې ځواب کړي.
پای