د چین د «نهمداخلې» اصل؛ تیوریکي تحلیل – داوود محمدي
لیکوال: داوود محمدي
په نړیوالو اړیکو کې د نهمداخلې اصل (Non-Interference Principle) ډېر کله د ویسټفالین حاکمیت مترادف بلل کیږي، چې اساس یې د نړیوالو قوانین هغه اصل دی چې هیوادونو ته یې پر خپلو قلمرو د ځانګړي او بشپړ حاکمیت حق ورکړی. همدې اصل ته د پیروی په پار هیوادونه باید اصولاٙ د نورو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
د چین په بهرنۍ پالیسۍ کې د نهمداخلې اصل د ۱۹۵۰م کال د چین ـ شوروي د دوستۍ د تړون له لاسلیکېدو وروسته، د ۱۹۵۳م کال د ژو انلاي له لوري د سولهييزې همزیستۍ د پنځو اصولو له وخته یوه مهمه برخه وګرځېد، چې وروسته بیا د ۱۹۵۵م کال د بانډونګ د کنفرانس اعلامیې ته هم داخل شو.
د دغه اصل ابتدايي موخه دا وه چې د لويو قدرتونو د مداخلې مخه ونیسي او د چین د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت څخه دفاع وکړي. د نهمداخلې اصل ته د چین ژمنتیا د هغو تاریخي ترخو خاطرو او بدمرغیو له امله زیاته شوې ده چې اساس یې د یوې پېړۍ له سپکاوي (۱۸۳۹–۱۹۴۹) سره تړاو لري. دا هغه دوره وه کله چې لویدیځو قدرتونو او جاپان د چین په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړه او د مداخلې او استعماري فشار له امله یې چین خپل حاکمیت له خطر سره مخامخ ولید.
ځینې څېړونکي استدلال کوي چې چین دغه اصل د استعمار او امپریالیزم ضد د یوې وسیلې په توګه کارولی دی. د نهمداخلې اصل یو نورماتي اصولي اصل دی، چې د نړیوالو حقوقو تر چتر لاندې تعریفېږي او د دولتونو تر منځ د داخلي چارو د نهلاسوهنې غوښتنه کوي. د یو هیواد په چارو کې د مداخلې د توجیه پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا واک دی، چې د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل له مخې ترسره کېږي. د مداخلې په اړه درک او فهم له یو دولته تر بله توپیر لري او د هرې پیښې منل هم د سیاسي شرایطو او حالاتو پورې تړاو لري. مداخله هغه کړنه ده چې د بل دولت د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي وضعیتونو د اغېز لپاره د مشروع حکومت له رضایت پرته ترسره کېږي، لکه: دپیلوماتیکه لاسوهنه، سیاسي توطیې، پټ فعالیتونه او حتا نظامي مداخلې.
که څه هم د ۱۹۶۰مو کلونو په استثنایي حالت کې، د کلتوري انقلاب پر مهال، چین په افریقا او سوېل ختیځه اسیا کې د ازادۍ د غورځنګونو ملاتړ وکړ، خو دا د کمونیست نظام د لومړیو دوه لسیزو پر مهال د نهمداخلې اصل له حدودو سرغړونه وه. له ۱۹۸۹م کال د «تیانانمین څلور لارې» له پېښې وروسته، چین نسبتاً دغه اصل ته ژمن پاتې شوی او د لوېدیځ لهخوا د «بشري مداخلې» پر وړاندې یې جدي مخالفت کړی دی. دا اصل د چین لپاره یو بنسټیز اصل او د بهرنۍ پالیسۍ یوه تبلیغاتي وسیله ګرځېدلې، که څه هم تل ورته انعطاف موجود پاتې شوی.
د چین اقتصادي پراختیا، د چینایي وګړو بهرنی حضور، د نړیوالو اړیکو ژوریدل، د چینایي پانګونو موجودیت په ناامنه او متنازع سیمو کې، د بهرنیو ګټو د خوندي کولو اړتیا، د یو «مسوول قدرت» په توګه د چین ظهور او د نړیوال سیاست ارزشي پرمختګونه، دا ټول هغه عوامل دي چې د چین د نهمداخلې پر اصل باندې د فشار سبب ګرځېدلي دي.
د نهمداخلې د اصل دوامداري او د چین د بهرنیو ګټو پراخوالی، دا دواړه د چینایي څېړونکو او سیاستوالو تر منځ یوه مهمه څېړنیزه موضوع ګرځېدلې ده. لاندې برخې د چین د دې اصل پر وړاندې د مختلفو څېړونکو نظریات څېړي.
د «نهمداخلې» اصل ګټې
چین د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نهلاسوهنې اصل ته ژمنتیا، په نړیوالو شخړو، کړکېچونو او د حللارو په پروسو کې د بیجینګ برخهاخیستنه محدوده کړې ده. چین د دغه اصل له لارې هڅه کوي چې د لویدیځو هېوادونو مداخله د خپلو کورنیو چارو په وړاندې دفع کړي. له همدې امله، د «low profile» او نهمداخلې تګلارې د چین لپاره دا زمینه برابره کړې چې د طبیعي منابعو بډایه، خو کمزورو هېوادونو ته لاسرسی ولري. دا تګلاره چین ته د یوه بېطرفه هېواد بڼه ورکړې. یو داسې هېواد چې د لویدیځو قدرتونو برخلاف، د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه نهکوي.
د نهمداخلې اصل له امله چین په اسانۍ د درېیمې نړۍ له طبیعي منابعو څخه ګټه پورته کړې، تر څو په کور دننه د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي او ورسره یې د «یو چین» سیاست ته هم دیپلوماتیک ملاتړ تر لاسه کړی دی. دا اصل د چین لپاره یوه پلمه ګرځېدلې، تر څو د نورو هېوادونو له داخلي کړکېچونو ځان خلاص وساتي او نړیوالو مکلفیتونو ته ځان متعهد نه کړي. دا تګلاره بیجینګ ته دا فرصت ورکوي چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د لویو قدرتونو له مداخلې پرته تنظیم کړي او له هغو هېوادونو سره اتحاد وکړي چې د لویدیځو ارزښتونو، د رژیم د بدلون سیاستونو او مداخلې څخه وېره لري.
دا اصل د چین د اصلي ګټو لکه د دولت حاکمیت، ارضي تمامیت او سوسیالیستي نظام ساتنه کوي. که چین له دې اصله لاس واخلي، نو دا به د هغه لپاره ناوړه عواقب ولري . نهمداخله چین ته دا فرصت برابروي چې له پرمختیايي هېوادونو سره اړیکې وساتي او له نړیوال سیستم سره د مخالفت لپاره دفاعي وسیله ولري. دغه اصل له استعماري تجربو راوتلي چین او د هغه پرمختیايي ملګرو لپاره د یوه اخلاقي اصول په توګه کار کوي.
دغه اصل د چین د نظام د بقا، د داخلي کنټرول او د پرمختګ د دوام وسیله ده. د نهمداخلې اصل د نړیوالو انتقادونو پر وړاندې یو قانوني سپر بلل کېږي، ځکه دا ډول انتقادونه د کورنیو چارو مداخله بلل کېږي او غیرقانوني ګڼل کېږي.
د «نهمداخلې» اصل محدودیتونه
که څه هم د نهمداخلې اصل د چین لپاره مهمې ګټې لري، خو دا اصل له ګڼو محدودیتونو او ننګونو سره هم مخ دی. د چین د پانګونو او اتباعو زیاتوالی په نړيواله کچه او د نړیوالو بحرانونو او شخړو زیاتېدنه، چین دې ته اړ باسي چې خپل دریځونه بیا وارزوي. د مثال په ډول، په لیبیا، سوریه، سودان او میانمار کې سیاسي شخړې له یو خوا د چین د پانګونو او اتباعو ژوند ته ګواښونه متوجه کوي، او له بلې خوا، د نړیوالې ټولنې له لوري د مداخلې غوښتنه زیاتوي.
په داسې حالاتو کې، د نهمداخلې سخت دریځ چین له ستونزو سره مخ کوي، ځکه دا دریځ د نړیوالې ټولنې له انتقاد سره مخ کېږي او د چین د «مسوول قدرت» د تصویر زیانمنېدو سبب ګرځي. که څه هم چین د بشري بحرانونو په وړاندې له نظامي مداخلې سره مخالفت ښيي، خو هغه وخت چې د چین وګړي یا پانګې له خطر سره مخ شي، نو دا اصل نرموي او کله کله له دې اصله سرغړونه هم کوي. د ۲۰۱۱م کال د لیبیا له کړکېچه وروسته، چین په لومړي ځل له دغې سیمې څخه شاوخوا ۳۶ زره چینایي وګړي تخلیه کړل او دا یو مثال دی چې څنګه چین د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره د نهمداخلې اصل ته انعطاف ورکړ.
د اقتصادي ګټو پراخېدو، د نړیوال سیاست تحولاتو او د بشري حقونو او نړیوال امنیت ارزښتونو پراخېدو د چین پر بهرنۍ پالیسۍ فشارونه زیات کړي دي. چین اوس دې ته اړ شوی چې د یوه مسوول نړیوال لوبغاړي په توګه ځینې وختونه فعال دریځ ونیسي. همداراز، دا فشارونه چین ته دا واقعیت ورښيي چې نهمداخله یو مطلق اصل نهشي پاتې کېدای او د حالاتو او شرایطو له مخې باید انعطاف وښودل شي.
د «نهمداخلې» اصل د بیا تعریف هڅې
د چین د نهمداخلې پالیسۍ له اوږدمهاله دوام سربېره وروستيو تحولاتو دا اصل تر سوال لاندې راوستی او چین د دې اصل د بیا تعریف هڅې پیل کړې دي. دا بیا تعریف له دوه اړخونو کېږي: یو دا چې چین هڅه کوي دغه اصل له عصري نړیوالو ارزښتونو سره همغږی کړي؛ بل دا چې چین غواړي د خپلو ملي ګټو ساتنه هم یقیني کړي.
ځینې چینایي څېړونکي وړاندیز کوي چې نهمداخله باید د «غیرمداخله خو مسوولانه ښکیلتیا» (non-interference with responsible engagement) په مفهوم بدله شي. دې ته ورته مفاهیم لکه «مشروطه نهمداخله» (conditional non-interference) او «انعطافمنه نهمداخله» (flexible non-interference) هم مطرح شوي دي. د دغو نظریو له مخې، چین باید د نهمداخلې اصل ته وفادار پاتې شي، خو له شرایطو سره سم باید د مداخلې ځینې بڼې لکه د سولې خبرو درېیمګړیتوب، تخنیکي مرستې، د اتباعو خوندي کول او اقتصادي یا سیاسي مشورې په استثنایي ډول ومنل شي.
چین اوس د شخړو د حل او سولې د ټینګښت په برخه کې هم پیاوړې ونډه اخلي. دا د یو مسوول قدرت رول ته د چین ژمنتیا ښيي. د مثال په ډول، چین د افریقا په ګڼو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو له سوله ساتو ځواکونو سره مرستې کوي او په منځني ختیځ کې د سولې خبرو د وساطت هڅې کوي. دا ټول د نهمداخلې اصل د تدریجي بدلون نښې دي.
که څه هم د چین رسمي دریځ لا هم د نهمداخلې اصل ته وفادار پاتې دی، خو په عملي میدان کې دغه اصل د بیا تعریف، انعطاف او عملي تطبیق له نویو لارو سره مخ شوی دی.
راتلونکې برخه: د بیجینګ افغان تګلاره؛ د نهمداخلې اصل تر سیوري لاندې