د ځواک او وېرې نړۍ؛ د (ریالېزم) منتقدین کومې تېروتنې کوي؟ – پال پوسټ
لیکوال: پال پوسټ
د فارن افیرز مجله
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانېکا د آی آر مرکز)
د اوکراین جګړې له فرعي زیانونو څخه یو هم د ریالیزم فکري مکتب دی. دا فکري مکتب ټینګار کوي چې ازاد تجارت ته تر ژمنتیا، د نړیوال قانون تر سپېڅلتیا او د دیموکراسۍ فضیلتونو په څېر د لوړو هیلو په پرتله د ملي ګټو تعقیبول معتبر دي. ریالیستان پر دې تمرکز کوي چې دولتونه، په تېره بیا ستر ځواکونه، څرنګه په نړیوال سیاست کې خپله بقا او نفوذ ساتي. له همدې امله ریالیزم د روسیې د یرغل شاته محرکاتو او منطق د توضیح لپاره مناسب مکتب بلل کېده، خو برعکس دا مکتب په خپله تر نیوکو لاندې راغی. کله چې د ریالیستانو دلایلو داسې وښوده چې ګواکې د کرېملین کړنې توجیه کوي، نو په اروپا او شمالي امریکا کې منتقدینو دا مکتب او ان هغه کسان چې ورسره تړلي وو، بېربطه، کلک زړي او ان له اخلاقي پلوه د غندلو وړ وبلل.
سیاسي عالم جان میرشایمر د ډېرو نیوکو هدف وګرځېد، ځکه ده په کراتو د اوکراین د جګړې د لاملونو په اړه خپلې څرګندونې کړې وې. میرشایمر، چې د ریالیزم یو بېباکه مدافع دی، ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې ملامت دي، ځکه چې دوی د ناټو او اروپایي اتحادیې د پراخېدو هڅې وکړې. له همدې امله دا د کرېملین د نفوذ سیمې ته یو ګواښ وګرځېدړاو له همدې ځایه یې د روسیې یرغل ته لاره هواره کړه. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د میرشایمر نظریات د یرغل له پیل وروسته وکارول او دې بیا د میرشایمر پر لور نیوکې نورې هم توندې کړې. د یو بل ریالیست، د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینري کیسینجر لهخوا دا مشوره چې اوکراین دې د پوتین د رضایت په خاطر له خپلو ځینو سیمو تېر شي، هم د ریالیزم پر اصولو سختې نیوکې راوپارولې.
خو د ریالیزم منتقدین باید د یوې سپږې له پاره ټول پوستین اور ته وانچوي. پر دې مکتب لګېدلي تورونه یو ډېر مهم څه له پامه غورځوي او هغه دا چې ریالیزم نه یوازې یو تحلیلي فکري مکتب دی، بلکې د پالیسۍ موضوع هم ده. وروستۍ تېروتنې دا معنی نه لري چې لومړنی (فکري مکتب) دې بې ارزښته وبلل شي. ریالیزم لکه د نورو مکتبونو او نظریاتو په څېر د اوکراین جګړې د توضیح له پاره نه ښه دی او نه بد. خو که ان نسخې یې ناسمې هم وبرېښي، لا هم د دې ارزښت لري، چې له مخې یې شنونکي کولای شي د دولتونو محرکات او کړنې، چې په نړۍ کې تل پیچلې وي، درک کړي.
د ریالیزم تیوري
له ۱۹۶۰مو کلونو څخه تر ۱۹۹۰مو کلونو پورې د نړیوالو اړیکو علومو ډېری وخت د “پارادایم په جګړو” کې تېر شو. پوهانو د دې پر سر شخړه درلوده چې د نړیوال سیاست د شننې او مطالعې تر ټولو غوره لاره کومه ده؟. دا بحثونه ظریف وو، خو بیا هم اساساً دا بحثونه د نړیوال سیاست په تړاو د ریالیزم د پلویانو او مخالفینو تر منځ وو .
ریالیزم بېلابېلې بڼې لري. ځینې ریالیستان د انفرادي مشرانو رول مهم ګڼي. ځینې د داخلي بنسټونو اغېز ته پام کوي او ځینې بیا د هېوادونو تر منځ د ځواک وېش محوري ګڼي. په دې کې کلاسیک ریالیزم (چې انساني طبیعت دولتونه امنیت ته سوقوي)، ساختاري ریالیزم (د نړیوال حکومت نشتوالی هېوادونه اړ کوي چې امنیت پسې شي) او نیوکلاسیک ریالیزم (داخلي او بهرني فکتورونه هېوادونه اړ کوي چې امنیت ترلاسه کړي) شامل دي. دا تیورۍ نورې هم سره وېشل شوې دي. د بېلګې په توګه، ساختاري ریالیزم په دفاعي او بریدګرو کمپونو وېشلی دی. ځینې ریالیستان ان د ریالیزم د نوم له کارولو هم ډډه کوي لکه نومیالی برتانوي تاریخپوه اي.ایچ. کار. که څه هم هغه د ریالیزم مفکوره درلوده، خو په خپله یې هېڅمهال هم دا نوم نه و کارولی.
د ریالیزم ځانګړنه دا نه ده چې څه وړاندیزوي، بلکې ځانګړنه یې دا ده چې څه یې ناشوني ګڼلي دي. دا د نړیوالو اړیکو د فکر تر ټولو “ناهیلی” کوونکی مکتب دی. د ریالیزم لومړنی مدرن اثر د ۱۹۱۶ کال لنډکی کتاب اروپایي انارشي وه، چې د برتانیې د سیاسي علومو عالم جي. لویز ډیکینسن لیکلی و. په دې کتاب کې ویل شوي وو چې دولتونه د وېرې له امله هڅه کوي پر نورو تسلط ومومي. ریالیستانو په ۱۹۲۰مو او ۱۹۳۰مو کلونو کې د وسلو د کنټرول او بې وسلې کولو تړونونه هم بېګټې بللي وو.
په ۱۹۴۲ کال کې، امریکایي عالم مرزه ټیټ د بې وسلو کولو سراب په نامه کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې لیکوال استدلال کړی و چې دولتونه به تل وسلې وساتي او دا بیا هماغه نظر دی چې وروسته هانس مورګنتاو او کېنېت والتز هم وړاندې کړ. په ۱۹۴۰مو او ۱۹۵۰مو کلونو کې کیسینجر او مورګنتاو وویل چې د یو واحد نړیوال حکومت او د هېوادونو تر منځ د سوله يیزې اوسېدنې هیلې ناسمې دي. په ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو کلونو کې ریالیستان له دې امله هم پېژندل کېدل چې دوی د نړیوالو ستونزو د حل کولو په موخه د ملګرو ملتونو په څېر د نړیوالو رژیمونو رول ته هم ناهیلي وو. په ۱۹۹۰مه لسیزه کې ریالیستانو پر هغه فکر هم نیوکې وکړې چې د دیموکراسۍ خپرېدا به د نړیوالې سولې یو نوی عصر رامنځته کړي.
د ۱۹۹۰مو کلونو یوه بله مطرحه تیوري د سمویل هنټنګټن “د تمدنونو ټکر” و. د هنټنګټن نظریه د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته لیکل شوې وه، ځکه تحلیلګرانو او پوهانو هغه مهال هڅې کولې څو د دوه قطبه نظام پای ته رسېدا او پر نړۍ یې اغېزې وڅېړي. په داسې حال کې چې میرشایمر د سترو ځواکونو د سیاسي رقابت پر بېرته ستنېدو تمرکز کاوه، هنټنګټن ادعا کوله چې راتلونکې شخړې به فرهنګي، په تېره بیا د مذهبي توپیرونو له امله د تمدنونو تر منځ رامنځته شي. هنټنګټن په حقیقت کې د میرشایمر نظریه ردوله. د ریالیزم له دولتمحوره تیورۍ سره په ټکر کې، د هنټنګټن د کلتور/تمدن پر بنسټ ولاړې تیورۍ وړاندوینه کوله چې اوکراین او روسیه به له یو بل سره سولهییزې اړیکې ولري، ځکه چې دواړه هېوادونه د یو لوی تمدن برخه دي. خو دا وړاندوینه یې ډېره ژر ناسمه وختله.
په پای کې د ریالیزم د نږدې ټولو څانګو ګډه نقطه دا ده چې پر وسلو سمبال دولتونه د نړۍ یو له تریخو حقیقتونو څخه دي او دا چې نړیواله همکاري نه یوازې دا چې سخته ده، بلکې په اصل کې بېګټې هم ده. په بله وینا، دا به ډېر حماقت وي چې په دې هیله کینو، چې همکاري به پای د هېوادونو تر منځ شخړو او رقابت ته دایمي حللارې وړاندې کړي.
دا هغه حقیقت او چوکاټ دی چې میرشایمر او نور ریالیستان یې بیانوي. ریالیزم نړیوال سیاست ته د یوې تراژيدۍ په توګه ګوري چې جګړې په کې دوام کوي او دولتونه په کې خپلو ملي امنیتونو ته لومړیتوب ورکوي. ان تر دې که دا د ازادیو او سوکالیو په بیه هم وي. مرزه ټيټ دا مفهوم په خپل کتاب کې په ښه توګه څرګند کړی دی: “خوابدي ځواکونه به کېدای شي په حقیقت کې جګړه و نه غواړي، ان ترې ویره به هم ولري او ښايي د راضي دولتونو په څېر د جګړې خطر ته ځان و نه سپاري، خو له دې سره بیا هم، خوابدي ځواکونه به هېڅمهال هم په داوطلبانه ډول په خپل ځان ټولې هغه ممکنه لارې و نه تړي، چې له مخې يې دوی کولای شي د اوسني وضعیت په پرتله د غوره شرایطو د رامنځته کولو له پاره کوم څرک ومومي.”
ریالیزم د پالیسۍ په توګه
ریالیزم د یوې تیورۍ په توګه د هغو میکانیزمونو په روښانه کولو سره ځواکمنېږي چې انساني Agency محدودي. که دا د انسان فطري طبیعت نه وي (لکه څنګه چې مورګینتاو پرې ټینګار کوي) او یا هم د نړیوال قدرت وېش ( لکه والټز چې پرې تمرکز کوي). ریالیزم تل د جاذبې له ځواک سره تشبیه کېږي، چې د انسان د الوت هڅې شنډوي. ریالیزم د ځانګړو هېوادونو د بهرنيو سیاستونو انتخابونه تشریح یا یې توضیح کوي، چې ولې یوه ځانګړې پېښه لکه جګړه رامنځته کېږي. د یوې تیورۍ په توګه، ریالیزم کولای شي د دولتونو تر منځ اړیکې ښې روښانه کړي. خو کله چې ریالیزم د توضیح له مرحلې د نسخې لیکلو یا سپارښتنو مرحلې ته داخلېږي، نو یو بل څه ترې جوړېږي او کله چې دا د پالیسۍ برخه شي، نو د ریالپولیتیک بڼه خپلوي. ریالپولیتیک په دې ټينګار کوي چې دولتونه باید د خپلو سیالانو پر وړاندې تعادل وساتي او په نړیوالو چارو کې د فرا ملي نړیوالو ادارو او تړونونو له خوا د محدودیتونو منلو پر ځای باید خپلې نسبي ګټې تعقیب کړي.
د ریالیزم د تیورۍ او تګلارې تر منځ توپیر د اتومي وسلو د خپراوي په تاریخي بحثونو کې هم ښه څرګندېږي. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې والټز استدلال وکړ چې د اتومي وسلو له خپرېدو سره به نړۍ ډېره باثباته شي. دا استدلال له هغه دودیز فکر سره په ټکر کې و، چې یوازې یې د اتومي وسلو محدودول د نړۍ له خوندي کېدو سره غوټه شوی باله. دا نو بیا همغه منطق و، چې د ۱۹۷۰یمې لسیزې پر مهال د اتومي وسلو د نه خپراوي تړون (Nuclear Nonproliferation Treaty)د جوړېدو تر شا و. وروسته د والټز دا ادعا د هغو کسانو له خوا وننګول شوه چې په ساده ډول یې دا ټینګار کاوه چې د اتومي وسلو زیاتوالی به نړۍ نوره هم ګواښونکې کړي، نه دا چې د کوم ثبات پر لور یې بوځي.
د والټز استدلال تر ډېره د ده له توضیحي او تیوریکي مشاهدې خړوبېده. د ده په وینا د جګړو امکان د مخنیوي له رامنځته کېدو او د دفاعي وړتیاوو له زیاتېدو سره کمېږي. دا منطق یې پر اتومي وسلو هم پلی کړ، ځکه اتومي وسلې د یو هېواد دفاعي وړتیاوې لوړوي او غوره مخنیوي رامنځته کوي او بیا یې له همدې څخه د اتومي وسلو د خپراوي په تړاو پالیسي جوړونکو ته یوه نسخه وړاندې کړه: دا چې د اتومي وسلو خپراوی باید د وېرې پر ځای د هرکلي وړ وي.
په همدې وروستي ګام کې والټز د نړیوال سیاست له توضیحي حالته (دولتونه ولې د اتومي وسلو په لټه کې وي) د نړیوال سیاست توصیوي حالت (دولتونه ولې باید اتومي وسلې ترلاسه کړي) ته ولاړ. یو توضیح کوي او بل توجیه. دواړه معتبر فکري دریځونه دي، خو باید له یو بل سره مشتبه و نه ګڼل شي. د نړۍ د پېښو په تړاو یو ځانګړی پوهاوی تل د یوې ځانګړې پالیسۍ غبرګون ته لاره نه هواروي. د بیلګې په توګه، هماغه عوامل چې والټز د اتومي وسلو د خپرېدو توجیه کولو ته کارول، کولای یې شول برعکس استدلال هم وکړي چې دولتونه کولای شي خپلې امنیتي موخې بې له اتومي وسلو هم ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه، د یو ستر ځواک د اتومي چتر لاندې پناه اخیستل. د ریالیزم تیوري د نړۍ په تشریح کولو کې مرسته کوي، نسخې نه وړاندې کوي، خو که وړاندې يې هم کړي، نو دا ډول نسخې د افرادو خپل تعبیرونه دي، نه د ریالیزم د تیورۍ.
ریالیزم د پالیسۍ په توګه د امریکا د بهرني سیاست په بحثونو کې هم راڅرګندېږي. د امریکا د محدود سیاست پلویان هڅه کوي د نړیوال لېبرالېزم مخه ونیسي. نړیوال لېبرالېزم استدلال کوي چې امریکا باید د قوانینو پر بنسټ ولاړ نړیوال نظم د ساتنې او ودې په موخه، ان که اړتیا وي نو په نظامي توګه دې په بهرنیو هېوادونو کې ښکېل پاتې شي. برعکس، د محدود سیاست پلویان استدلال کوي چې امریکا باید خپل نړیوال حضور کم کړي او له هغو مسایلو ځان لرې وساتي چې د امریکا ملي ګټو ته په مستقیم ډول زیان نه رسوي. لکه څرنګه چې د اتومي وسلو خپراوي په بحث کې موږ وکتل، د پالیسۍ ریالیزم او هغه ریالیزم تر منځ باید تفکیک وشي چې د متحده ایالاتو بهرنی سیاست توضیح کوي. ریالیزم کولای شي دا تشریح کړي چې امریکا ولې په یو ځانګړي جیوپولیټیکي وضعیت کې ده، خو په دې اړه یو څرګند ځواب نه وړاندې کوي چې متحده ایالات باید په دې حالت کې څرنګه چلند وکړي.
ریالیزم او د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه د ریالیزم د تیورۍ یوه مهمه موضوع ده. په ۱۹۹۳ کال کې میرشایمر د فارن افیرز په مجله کې ولیکل چې اوکراین باید هغه اتومي وسلې ساتلې وای، چې د شوروي اتحاد له سقوط وروسته ورپاتې وې، ځکه روسیه کېدای شي یو وخت هڅه وکړي چې اوکراین بېرته ونیسي. شل کاله وروسته، میرشایمر په یوه بله لیکنه کې استدلال وکړ، چې د ناټو پراخېدل او په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب ژمنې ورکول د روسیې د ۲۰۱۴ کال تهاجم ته لاره هواره کړه. دواړو مقالو د پالیسۍ پر توصیو تمرکز کاوه. میرشایمر په دې لیکنو کې دا و نه لیکل چې متحده ایالات، اوکراین، ناټو، روسیه او اروپايي ټولنه څه کوي، بلکې دې مقالو تر ډېره پر دې بحث وکړ چې دوی ته څه کول په کار دي.
که څه هم یو څوک به د میرشایمر له دې استدلال سره ستونزه ولري، خو دا باید روښانه شي چې د میرشایمر دا دوه لیکنې د پالیسۍ ریالیزم ښيي، نه دا چې تیوریکي ریالیزم. که ریالیزم یوازې د تیورۍ په توګه پاتې وای، نو دا به یوازې تر دې محدود و چې ولې دا بحران رامنځته شو. ښايي په دې يې هم تمرکز کړی وای چې څرنګه ستر ځواکونه په خپلو سیمو کې د تسلط غوښتونکي دي او دا چې روسیه به بالاخره هڅه وکړي چې خپل ګاونډیان د نظامي فشار او ان د اشغال له لارې مجبور کړي. یا دا چې د پخوانۍ امپراتورۍ له پاره شرایط برابر شوي وو چې د خپلې احیاء له پاره یو ځل بیا مټې رابډ وهي او یا دا چې دولتونه د امنیت د لټون پر مهال داسې ګامونه هم اخلي چې د نورو له خوا د تېري کوونکو ګامونو په توګه هم تعبیرېدلای شي.
دا د دې معنی نه لري چې ریالیزم او یا هم کومه بله تیوري، د اوکراین جګړې د توضیح له پاره تر ټولو غوره ده. نورې تیورۍ هم شته لکه د نشنلیزم ځواک، د حکومتي رژیمونو تفاوتونه او د مشرانو ځانګړي خصلتونه. خو د دې سربېره هم، ریالیزم د روانې جګړې د پوهاوي په تړاو یو ګټور چوکاټ برابروي. په حقیقت کې د ریالیزم تلپاتې ځواک وړتیا د یو روښانه اساس په وړاندې کولو سره دا پوښتنه ځوابوي چې ولې زموږ نړۍ داسې له درده او ناهیلۍ ډکه نړۍ ده او ولې به همداسې پاتې شي؟
پای