LOADING CLOSE

د پهلګام پېښه: له امنیتي تاوتریخوالي تر اقتصادي فشارونو – بشیر صدیقي

د پهلګام پېښه: له امنیتي تاوتریخوالي تر اقتصادي فشارونو – بشیر صدیقي

 

لیکوال: بشیر صدیقي*

د هند او پاکستان اړيکې د سياسي کړکیچ، دوامداره شخړو، ناندریو او ژورو بې‌ باوريو له کبله د نړۍ له يو تر ټولو بې ثباته دوه اړخیزه اړیکو له جملې څخه ګڼل کيږي. که څه هم په تاریخي لحاظ کشمیر د دې تقابل له اصلي ټکو څخه یو دی، خو اوسمهال دا اړیکې د اوبو د وېش، ملتپالنې، جلا مذهبي شناخت، سرحدي تاوتریخوالي او د پولې دواړو غاړو کې د ترهګرۍ له کبله بدلې شوي. د پهلګام نوې پېښې چې د هند توند غبرګون یې راوپاروه، د دې اړیکو د لا ترینګلتیا وروستۍ پيښه ده. د هند په وینا، د دې ترهګریز برید په پایله کې ۲۶ ملکي وګړي ووژل شول. د دې پېښې له امله یو ځل بیا د دغو دوه اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو تر منځ کړکېچ اوج ته رسېدلی. که څه هم د اټومي ګواښ له کبله د مخامخ بشپړې جګړې احتمال کم دی، خو دا نشي تضمینولای چې هند دې د خپل پارېدلي ولس د ارامۍ له پاره چوپ پاتې شي. دلته د دغه تاریخي کړکېچ شالید، ریښو، د پهلګام پېښې او دواړو هیوادونو، سیمې او پر جنوبي اسیا یې د جیوپولیټیکي او اقتصادي اغیزې څېړو.

يو ترینګلی تاریخي شالید

د ۱۹۴۷ کال برتانوي هند وېش، چې له یوې خوا یې د هند نیمه وچه ووېشله او له بلې خوا یې دواړو هیوادونو ته داسې لانجمنه موضوع پر میراث پریښوده چې حتی د ۱۹۴۷-۴۸ کال کشمیر جګړې، د ۱۹۷۱ کال د هند او پاکستان جګړې، د ۱۹۹۹ کال کارګل جګړې او له کلونو تیریدو وروسته هم دا هیوادونه  وار په وار د کشمیر د موضوع پر سر د جګړې میدان ته کوزیږي.  لومړی ځل دواړه لوري د پاکستان له پیدایښت سمدستي وروسته یو بل سره د جګړې میدان ته کښته شول. دا جګړه چې د  کشمیر ۱۹۴۷-۴۸ جګړه بلل کیږي، پاکستان د پښتنو، په ځانګړي ډول د وزیرو ملیشو په مرسته غوښتل کشمیر تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د اوږدې جګړې او درنو تلفاتو وروسته، د ملګرو ملتونو د فیصلې پر اساس دواړو لورو هوکړه وکړه، چې پاکستان به خپل ټول مستقیم او غیر مستقیم وسله وال له سیمې کاږي، خو هند ته بیا د دې اجازه ورکړل شوې وه چې خپل محدود پوځ سیمه کې وساتي. دې جګړې کوم ګټونکی نه درلود، بلکې په اوږد مهال کې یې نورو جګړو او بې باوریو ته زمینه هواره کړه. په ۱۹۷۱ کال کې دواړه هیوادونه یو ځل بیا یوې مخامخ جګړه کې ښکیل شول. پاکستان نه یوازې دا جګړه سخته وبایلله، بلکې د خپلې خاورې نیمایي برخه (بنګله دیش)، چې تر هغه مهاله د پاکستان برخه وه له لاسه ورکړه. بنګله دیش له یادې جګړې وروسته د هند په مرسته خپله خپلواکې ترلاسه کړه. په ۱۹۹۱ کال کې پاکستاني پوځیانو بیا ځل د هند تر ولکې لاندې سیمې (کارګل) باندې برید وکړ او یاده سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته. هند یې په غبرګون کې دا سیمه تر شدیدو هوایي بریدونو لاندې ونیوله. د شدیدو تلفاتو او نړیوال فشار وروسته پاکستان ومنله چې له کارګله به په شا تګ کوي.

سره له دې چې د(  ۱۹۹۹ لاهور اعلامیې) او ( ۲۰۰۱ اګره غونډې) په څېر وخت ناوخت د دواړو هیوادونو تر منځ د دایمي سولې د ټینګېدو هڅې شوي، خو دا اړیکې له یوې کمزورې ارامۍ وروسته هر ځل د یوې نوې پېښې په رامنځته کېدا بیرته خپل کړکېچن حالت ته ګرځېدلي. له دې جملې د ممبي بریدونه وو، چې له ۱۷۰ زیات کسان په کې ووژل شول. د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ مياشت کې د هند تر ولکې لاندې پلوامه سیمه د یو ځانمرګي برید شاهده وه، چې په کې ۴۰ تنه هندي نیمه پوځي سرتېري ووژل شول. نوي ډیلي د دې برید په غبرګون کې د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو باندې پراخ هوايي بریدونه وکړل. هند ادعا کوله د هوایي حملو په کولو یې هغه ځایونه  په نښه کړل چې ګواکې د ترهګرو روزنیز مرکزونه وو. پاکستان هم د ورته ځوابي هوايي بریدونو په ترسره کولو غبرګون وښود، چې پایله کې یې پاکستان د هند یوه جنګي الوتکه راوغورځوله او پيلوټ (ابي نندن) يې د پاکستاني پوځیانو لاس ورغی او د څو ورځو له پاره بندي شو. که څه هم د واشنګټن په ګډون د نړیوالو شدیدو دیپلوماتیکو فشارونو دغه کړکېچ کابو کړ، خو نږدې و چې هند او پاکستان دې بلې مخامخ جګړې ته ودانګي.

په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي وزیر نریندرا مودي واک ته پر راتګ سره هڅه وشوه چې له پاکستان سره اړیکې ښې شي. مودي د خپلې لوړې مراسمو ته د هغه مهال پاکستانی لومړی وزیر محمد نواز شریف او د جنوبي اسیا یو شمېر نور مشران وروبلل. په ۲۰۱۵ کال کې مودي د ښه نیت ښودلو په موخه خپله د شریف کور ته ولاړ. خو دغه رامنځته شوې د باور فضا وروسته له هغې چې په پر یوه هندي پوځي مرکز په ۲۰۱۶ کال کې برید وشو بیرته خپل پخواني ترینګلي حالت ته وګرځیده. هند دا ځل بیا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر تر خپلو هوايي بریدونو لاندې راوست او ادعا یې وکړه چې هلته یې د ترهګرو مرکزونه له منځه وړي.

 د پلوامه له برید وروسته، چې نه یوازې هند د پاکستان دننه هوايي بریدونه وکړل، بلکې د همدغه کال د اګست په میاشت کې یې د جمو او کشمیر د (نیمه‌خپلواک) ځانګړی حیثیت لغوه او تر خپلې مستقیمې ولکې یې لاندې راوست. دې ګام  نه یوازې دا چې د دواړو هیوادونو اړیکې لا خرابې کړې،  بلکې د دې سیمې د مسلمان اکثریت نفوس تر منځ یې د ژورې نارضایتۍ فضا راوپاروله. له دغه الحاق وروسته اوس د هند هر وګړی کولی شي کشمیر کې دنده وکړي او یا هلته ځمکه واخلي. ځینې ځایي اوسېدونکي د هند دا عمل د سیمې د ډيموګرافیک جوړښت او کلتوري شناخت د بدلون له پاره یوه قصدي هڅه ګڼي.

د  نارضایتۍ فضا د نویو وسله والو جبهو لکه “کشمیر پړانګان”، ” فاشیزم ضد د خلکو جبهه” او ” د کشمیر د ازادۍ ګډ محاذ” ایجاد او وسله ‌والې مبارزې ته پراخه زمینه هواره کړه. خو د هند حکومت ادعا کوي چې د یادو اصلاحاتو له امله سیمه کې سوله راغلې او پرمختګ یې رامنځته کړی دی. خو ناراض کشمیریان له ۲۰۱۹ کال وروسته موده د سختیو دوره ګڼي، چیرته چې  سیاسي فعالیتونه تر ډېره بند شوي او سیمه د نوي ډیلي له لوري د ټاکل شوي نظامي والي له خوا اداره کېږي. که څه هم د ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې ټاکنې ترسره شوې، خو جمو او کشمیر لا هم د مرکز نوي ډیلي تر مستقیم کنټرول لاندې دی. هند د خپلو مخالفینو د ځپلو له پاره سیمې ته ۴۰ زرو اضافي پوځیان واستول، تر څو سیمه کې امنیت وساتي او د نوو قوانینو “عامه امنیت قانون” او د “ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي قانون” په تطبیق کې مرسته وکړي. ناراضې ډلې بیا ادعا کوي حکومت له دې قوانینو څخه د خپلو ګټو له پاره ابزاري استفاده کوي او غواړي د دې قوانینو پر مټ هر هغه څوک وځپي چې د دوی د اوسنیو پالیسیو خلاف وي.

کشمیر، چې مغلي واکمنو ورته “په ځمکه د جنت” لقب ورکړی و، د ۱۹۹۰مو کلونو د بغاوت تر پیل وړاندې یو له سترو سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کېده. خو د دوه هیوادونو پرلپسې جګړو یاده سیمه د سیلانیانو پر مخ وتړله. د هند حکومت وایي د دوی د هڅو پایله کې کشمیر اوس داسې ښکاري چې خپل پخواني حالت ته ګرځیدونکی دی. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر درې میلیونه زیاتو سیلانیانو له کشمیره لیدنه کړې وه. هند وایي دا د سیمې عادي حالت ته د بېرته ستنېدو نښه ده او د ګرځندوی زیاتوالی د تاوتریخوالي له تېر تاریخ څخه باید د بریالۍ وتنې یو سمبول وګڼل شي.

خو سره له دې اوس هم سیمه کې د مخالفو وسله والو شتون له منځه نه دی تللی. څه موده وړاندې د دوه اوونیو امنیتي عملیاتو پر مهال څلور هندي سرتېري او دوه وسله ‌وال ووژل شول. ځینې پر دې باور دي چې هند له چین سره د پولې د ترینګلتیاوو له امله خپل پوځیان لداخ سیمې ته لیږلي چې دا د دې لامل شوی تر څو سیمه کې امنیتي خلا رامنځته او وسله وال د بیا تنظیم او نفوذ فرصت تر لاسه کړي.

د پهلګام پېښه

څو ورځې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۳مه، د هند تر واک لاندې کشمیر د پهلګام په سیمه کې یو ترهګریز برید ترسره شو، چې له امله یې ۲۶ تنه ملکي کسان ووژل شول.  د کشمیر مقاومت جبهې (ټي ار اف) د دې پېښې مسوولیت ومانه، خو هندي چارواکو دا برید په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو وسله والو سره تړلی وباله. دغه برید د هند توند غبرګون راوپاروه او یو ځل بیا د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ رامنځت شو. هند له دې امله د “انډس د اوبو تړون” کې خپل ګډون وځنډاوه او پاکستان د هند غبرګون کې له هند سره سوداګري بنده او خپل فضايي حریم یې د هندي الوتکو پر مخ وتاړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، عیني شاهدانو ویلي بریدکوونکو له نږدې واټن ډزې کولې او بې ‌خبره سیلانیان یې یو یو په نښه کول. د کشمیر مقاومت جبهې (ټي ار اف) ادعا کړې چې وژل شوي کسان د هند حکومت له خوا په تنظیم شوي سفر کې امنیتي کارکوونکي وو او د دوی دا برید د هغو بهرنیانو پر ضد د غوسې نښه ده چې د دوی په وینا غواړي د سیمې ډيموګرافیک جوړښت بدل کړي. (ټي ار اف) چې نسبتا نوې ډله ده، وروسته له هغې يې خپل موجودیت څرګند کړ چې په  سرينګر کې یې د لاسي بم حمله وکړه. هندي چارواکي وایي ټي ار اف له پاکستان مېشتې ترهګرې ډلې “لشکر طیبه” سره تړاو لري او د هغوی یوه نیابتي ډله ده.

د ولسي وګړو وژنه له پوځي جګړو ډیر د خلکو پر احساساتو ژوره اغېزه کوي او د دولتونو پر غاړه د غچ اخیستو له پاره ډېر زیات سیاسي فشار واردوي. د څېړونکي فیر کرسټین په وینا :”د ولسي وګړو هدف نیول، یوه بېړنۍ اړتیا راولاړوي، چې ډېر ځله دولتونه بې‌تناسبه غبرګون ته اړ کوي.”

د پهلګام له برید وروسته دواړو لورو داسې توندې څرګندونې وکړې چې د هند او پاکستان اړیکې یې تر بل هر وخت خرابې کړې دي. هند د پهلګام برید ته ژر او پیاوړی غبرګون وښود. د دفاع وزیر راجنات سنگ ژمنه وکړه چې نه یوازې بریدکوونکي، بلکې هغه کسان به هم په نښه او وځپي چې د ده په وینا د پردې تر شا یې د دې برید پلان جوړ کړی وي. د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په داسې حال کې چې د رسمي سفر په ترڅ کې سعودي عربستان کې و، خپل سفر نیمګړی پریښود او سمدستی بېرته هند ته ستون شو. هغه د کابینې ځانګړې غونډه دایره کړه او د نورو غبرګونونو سربیره یې د انډس د اوبو تړون کې خپل ګډون وځنډاوه. دا تړون له ۶۵ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ د اندس سیند حوزې د اوبو وېش تنظیموي او د میلیونونو خلکو ژوند ورپورې تړلی دی.

د هند د بهرنیو چارو سکرتر وکرم میسري وروسته د هندوستان د حکومت او نورو غبرګونونو لیست اعلان کړ چې له جملې یې د اټاري-واګا د پولي د تړلو پرېکړه، د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتانو شمېر کمول، د پاکستاني پوځي اتشو شړل او د سارک پروګرام له مخې هند کې د موجودو پاکستاني وګړو اخراج له پاره يې ۴۸ ساعته ضرب الاجل اعلان کړ. دا اقدامات د نوي ډیلي قاطع دریځ څرګندوي، چې په مستقیم ډول یې پاکستان د دې برید مسوول ګڼلی دی.

له بل ‌لوري، پاکستان که څه هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي وښوده، اما د برید رسمي غندنه یې و نه کړه. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په دې پېښه کې د پاکستان هر ډول لاس لرل رد کړل او دا پېښه یې د نوي ډیلي د پالیسیو پر ضد په سیمه کې د مقاومت پایله وبلله. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیا په خپلو څرګندونو کې له هند څخه وغوښتل چې د پاکستان د لاس لرلو ثبوت دې وړاندې کړي. پاکستان د هند د غبرګونونو په غبرګون ګې له هند سره خپله سوداګري وځنډوله، خپل فضايي حریم یې د هندي الوتکو پر مخ وتاړه، هندي ډیپلوماتان یې وشړل او ګواښ یې وکړ چې د شملې تړون سربېره به له ټولو دوه‌اړخیزه موافقو ووځي او خبرداری یې ورکړی چې که هند هڅه وکړي د انډس سیند اوبه بندې یا منحرفې کړي، نو دا به د “جګړې اعلان” وګڼل شي.

پر هند، پاکستان او جنوبي اسیا د پهلګام د برید اقتصادي اغیزې

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پهلګام برید د هند او پاکستان او همدارنګه د جنوبي اسیا په پراخه سیمه کې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. دې برید یو ځل بیا د بې باورۍ او د دښمنۍ فضا راژوندۍ کړې، چې احتمالي اوږدمهاله اغېزې به پر سیمه‌ییزو اقتصادونو پرېباسي.

 د پهلګام برید به په مستقیمه توګه د هند د مخ پر ودې ګرځندوی صنعت په پراخه توګه زیانمن کړي. کشمیر، چې وروستیو کې د سیاحت په لوی مرکز بدل شوی و، د دې برید او احتمالي جګړو له ویرې اوس د ګرځندوی سکتور کې د پام وړ کموالی راغلی، چې له امله یې محلي کاروبارونه لکه هوټلونه، ترانسپورتي خدمات او سیاحتي ادارې په جدي توګه زیانمنې شوي دي. د مبهم امنیتي وضعیت او امنیتي تشویشونو زیاتیدل ممکن د هند په اړه د نړیوالو پانګوالو نظر کې منفي تغیر راولي، په ځانګړې توګه په هغو حساسو مواردو کې: لکه هارډ ویر او الکترونیکي وسایلو تولید چې هند یې له ډیرې مودې څخه په لټه کې دی تر څو ځان نړۍ ته د تکنالوژۍ مرکز په توګه معرفي او ثابت کړي. د پولو په اوږدو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل به هند مجبور کړي چې د بنسټیزو برخو لکه زیربنا، روغتیا او تعلیم  پر ځای خپل تمرکز پوځي برخې ته واړوي، چې دا به اوږد مهاله موخو ته د رسېدو له پاره د هند سفر لږ ټکنی کړي.

پاکستان هم د پهلګام له پېښې وروسته له ګڼو اقتصادي فشارونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه له هند سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په برخه کې. دا وضعیت دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې او همکارۍ پیچلې کوي، چې په مستقیمه توګه به د پاکستان د نساجي او کرنې په سکتورونو اغېز وکړي، هغه سکتورونه چې په ځانګړي ډول له هند سره پر سوداګرۍ متکي دي. که دا سوداګري همداسې بنده پاتې شي دا به نور سکتورونه هم له اختلال سره مخ کړي، چې په پایله کې به یې انفلاسیون رامنځته او ممکنه دندو کې به د کمښت لامل شي. اوسمهال چې وار دمخه پاکستان کې د انفلاسیون کچه له ۲۵٪ څخه پورته تللې او د بهرنیو زېرمو کچه د اندېښنې وړ کمه شوې، له امله يې پاکستان له شدیدو اقتصادي فشارونو سره مخ دی. له بل لوري، پاکستان چې تر څه مودې مخکې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور د (اف اې ټي اف)  په خړ لیست کې شامل و، د پاکستان او هند تر منځ دا نوی کړکېچ به بیا ځلې د دې ادارو پام ځانته ورواړوي چې د بیا ځل بندیزونو لګیدو احتمال زیاتوي. که چېرې پاکستان په دې نړیوالو فهرستونو کې بیا شامل شي، نو دا به د دې هیواد ځپلی اقتصادي وضعیت لا بدتر کړي. دا بندیزونه او خنډونه به نه یوازې د یاد هیواد کمزوری اقتصاد  لا زیانمن کړي، بلکې پاکستان به اړ کړي چې د محدودو منابعو په درلودلو د خپلې اقتصادي پراختیا په ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي.

د هند او پاکستان تر منځ د زیاتیدونکو کړکېچونو اقتصادي اغېزې به د جنوبي اسیا نور هیوادونه او په سیمه کې پراختیایي پروژې هم زیانمنې کړي. سوداګریز اختلالات به د نیپال، بنګله‌دېش او افغانستان له پاره ټرانزیټ ټکنی او د لګښتونو د لوړیدو لامل به شي. همدارنګه، د انرژۍ او زیربنایي پروژو (لکه کاسا۱۰۰۰ او ټاپي) چې د زیربنا جوړونې او سیمه‌ییز اتصال بنسټیزې پروژې بلل کیږي، د نامعلوم وخت له پاره وځنډوي او د جنوبې اسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ سازمان (سارک)، چې د جنوبي اسیا د اقتصادي یووالي او پراختیا له پاره کار کوي، هم متاثره کړي.

له بله پلوه، د چین او پاکستان (سي پېک) پروژه، (بي ار ای) او د چين د یو کمربند یو لار پروژه کیدای شي د شدیدو امنیتي ستونزو هدف وګرځي، چې له امله به يې د چین-پاکستان اړیکو کې د دیپلوماتیکو بدلونونو شاهدان یو.

د پهلګام برید د هند او پاکستان تر منځ موجوده جیوپولیتیکي تاوتریخوالي لا زیات کړی. که وضعیت همدا ډول وي یا له دې نور خراب شي، نو دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو له پاره جدي امنیتي او اقتصادي پایلې ولري، بلکې د جنوبي اسیا په پراخه سیمه کې به د بې ثباتۍ زیاته زمینه برابره او د سیمې اقتصاد به سخت وځپي.

*بشیر صدیقي د هند له جواهر لعل پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې ماستري‌ کړې ده. ښاغلی صدیقي په سیمه‌ییزو او نړیوالو چارو کې لېوالتیا لري او په همدې برخه کې لیکل کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!