LOADING CLOSE

د پاکستان او افغان طالبانو پرې کېدونکې اړیکې – ششي تهرور

د پاکستان او افغان طالبانو پرې کېدونکې اړیکې – ششي تهرور

لیکوال: ششي تهرور

ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز

منبع: د پراجیکټ سنډیکېټ مجله

( یادونه: دغه لیکنه د پاکستان او هند د وروستي کړکیچ څخه دوه ورځې وړاندې خپره شوې وه. )

 

د افغانستان د طالبانو حکومت له لوري په یوه اعلامیه کې د هند په پهلګام کې وروستی ترهګریز برید غندل د پام وړ وو. د بهرنیو چارو وزارت د ۲۶ وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول بریدونه د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي. په پاکستان کې د ترهګرو د ملاتړو په تړاو دا ډول څرګندونې له پامه نه شو غورځولی.‌

دا د طالبانو او د دوی د پخوانیو ملاتړو، یعنې پاکستان، تر منځ د واټن لومړۍ نښه نه ده. په حقیقت کې د تېر کال تر پایه د دواړو لورو تر منځ‌ اړیکې دومره خرابې شوې وې چې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان له طالب مشرانو سره د خبرو اترو له پاره کابل ته ولاړ، څو تاوتریخوالی راکم کړي. خو د هغه د سفر پر مهال، د دسمبر په ۲۴مه نېټه، د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان د پکتیکا ولایت دننه پر هغو ځایونو بریدونه وکړل چې ویل کېدل د پاکستاني طالبانو (TTP) پټنځایونه دي. په دغه برید کې ۴۶ کسان ووژل شول. دا برید د پاکستاني طالبانو د دسمبر ۲۱مې نېټې برید په غبرګون کې وشو چې له امله یې ۱۶ پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.

درې ورځې وروسته، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ریاست مشر ډګرمن جنرال احمد شریف چودري یو راپور وړاندې کړ: د تېر کال په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۳ افسران او سرتېري د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي. نوموړي همداراز ادعا وکړه چې شاوخوا ۹۲۵ ترهګر، چې پکې د TTP غړي هم شامل دي، د ۶۰ زرو استخباراتي عملیاتو پر مهال ووژل شول. هغه زیاته کړه چې TTP په داسې حال کې پاکستان او خلک یې په نښه کوي چې په افغانستان کې پټنځایونه لري.

د پاکستان اوږدې سابقې ته په کتو دا څرګندونې هېجانوونکی دي. ځکه دوی د پخواني افغان حکومت او امریکايي سرتېرو پر ضد له افغان طالبانو او د هغوی له اړوندو ډلو لکه حقاني شبکې سره پوځي، لوژستیکي او اخلاقي ملاتړ کاوه. ان په ۲۰۲۱ کال کې دې طالبانو ته زمینه برابره کړه چې واک ته ورسېږي. دا د ډېرې لېوالتیا ځای دی چې یوازې څو کلونه څومره ستر بدلون راولي. (دلته باید یادونه وشي‌ چې هند اوس هم د طالبانو حکومت د ټولو افغانانو په استازولۍ په رسمي توګه نه پېژني.)

د دسمبر په ۲۸مه نېټه شخړه هغه مهال لا پسې توده شوه، چې کله د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د هوايي‌ بریدونو په غبرګون کې د پاکستان په خاوره کې پر یو شمېر ځایونو کې د بریدونو مسوولیت ومانه. په زړه پورې دا ده چې د افغان حکومت په څرګندونو کې دا نه وه یاده شوې چې دا بریدونه د پاکستان پر خاوره وشول، بلکې پر ځای یې وویل شول چې دغه بریدونه د “فرضې کرښې” هاخوا ترسره شول. دغه اشاره د استعمار د دورې سرحد (ډيورند کرښې) ته وه، چې هېڅ افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه نه ده منلې.

که څه هم له هغې وروسته حالات تر یوه څه حده ارام شوي، خو اوس نوره څرګنده شوې چې پاکستان نور پر خپلو پخوانیو ملګرو (طالبانو) کنټرول نه لري. د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) تر لسیزو د پاکستان د امنیتي پراکسي (نیابتي ډلې) په توګه طالبان روزلي، پټنځایونه یې ورکړي، وسلې یې ورکړي، روزلي یې دي او ورسره یې مالي ملاتړ کړی. که څه هم د پاکستان نظامیان د طالبانو په لیکو کې د یو شمېر سرکښو غړو له موجودیت څخه خبر و، خو بیا یې هم په دوامداره توګه له دې ډلې څخه پر افغانستان د کنټرول او د هند پر وړاندې د ستراتيژیک عمق د ترلاسه کولو په موخه کار اخیست. کله چې افغان طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ونیوه، نو پاکستان دغه هر څه په ښکاره په خوښۍ سره ونمانځل. 

خو لکه څنګه چې د فرانکنسټاین بېلګه ښيي، تاسو تل نه شئ کولی هغه بلاګانې کنټرول کړئ چې تاسو یې رامنځته کوئ. د پاکستان له پاره نه زور کار ورکړی او نه هم دیپلوماسۍ. ستونزه دا ده چې پاکستانی پوځ د خپلو روزل شویو وسله والو له نظره ډېر اسلامي نه ګڼل کېږي. د پاکستان تحریک طالبان غواړي له پاکستان سره هغه څه وکړي چې افغان طالبانو له افغانستان سره وکړل: حکومت ترلاسه کول او هېواد په یوې اسلامپاله تیوکراسۍ بدلول. او له فکري اړخه د دې امکان هم شته چې افغان طالبان به له ټي ټي پي سره د دې موخې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

له افغانستان سره د پاکستان اړیکې اوسمهال هغو لمدو شګو ته ورته دي چې سړی پکې ډوبېږي. دا شخړه دومره ژوره شوې چې د پاکستاني حکومت ځینې کړۍ د زیاتېدونکي ولسي فشار له امله داسې وړاندیزونه هم کوي چې د مرستې په موخه باید امریکا ته لاسونه وغځوي او ان په افغانستان کې د اورپکو د په نښه کولو په موخه باید امریکا ته د ډرون الوتکو له پاره پوځي هډې ورکړي. دا ډول فکر ډېر بې ځایه دی چې د امریکا پرمختللې بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې به ممکن له پاکستان سره د داسې یاغي ډلو پر وړاندې مرسته وکړي، چې خپله د پاکستان د امریکا ضد پالیسیو له امله رامنځته شوي. خو سربېره پر دې بیا هم دا ډول حالت له تصوره لرې هم نه دی.

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر د خپل هېواد د ستراتیژیکې مغالطې ایینه ده. دی د یو اسلامپال په توګه له افغان رژیمه غواړي چې د مهربانه او ورور اسلامي هېواد په پرتله ټي‌ټي‌پي ته لومړیتوب ور نه کړي. خو همدغه جنرال یو مهال دا هم ویلي و چې کله د یو پاکستاني د امنیت خبره راشي،‌ نو ټول افغانستان ترې جارولی شي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ کړکیچونه یوازې د پولې هاخوا ترهګرۍ پورې محدود نه دي، بلکې دا کړکیچ د ځمکې پر سر ادعاوو او متقابله ملي هویتونو کې ريښې لري. د افغان طالبانو له خوا د TTP ملاتړ او د ډیورنډ کرښې پر سر پرلپسې لانجې، د پاکستان هغه وېرې زیاتې کړي چې ښايي افغانستان د پاکستان تر لاس لاندې خپلې سیمې بیا ترلاسه کړي. د پاکستان حکومت د طالبانو په مشرۍ جوړ حکومت لا په رسمي توګه نه دی پېژندلی. په داسې حال کې چې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې ترې د عملي ګامونو غوښتونکی دی، ځکه دغه ډله د پاکستان د ثبات او د پوځ د حاکمیت پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.

د پاکستان او افغانستان تر منځ کړکیچ چې تاریخي ریښه لري، د ناسمو تګلارو او د ایډيالوژيکي اختلافاتو له کبله پیاوړی شوی او په ډېرې چټکۍ سره نور هم ژورېږي. افغانستان اوس د پاکستان له پاره ستراتیژیک فرصت نه، بلکې یو دروند بار ګرځېدلی. هند باید انتظار وباسي او وګوري چې دا ډرامه، چې د دوی په لویدیځ کې روانه ده، پر کوم لوري درومي. 

پای


ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!