LOADING CLOSE

د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (وروستۍ برخه) – جان میرشایمر

د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (وروستۍ برخه) – جان میرشایمر


د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (لومړۍ برخه) – جان میرشایمر
د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (دویمه برخه) – جان میرشایمر

 

لیکوال: جان میرشایمر

ژباړه: احمد بلال خلیل

 

د امریکا او چین تر منځ سیالي

په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې چین یو ستر ځواک نه بلل کېده. که څه هم چین ډېر نفوس درلود، خو اقتصادي ځواک یې بیا دومره پیاوړی نه و، چې یو قوي پوځ جوړ کړي. دغه حالت هغه مهال بدلون وموند کله چې چین د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې په اقتصادي توګه راپورته شو. اوسمهال چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد لري او تر  څنګ یې د نوې ټکنالوژۍ د پراختیا وړتیا هم لري. لکه څرنګه چې اټکل کېږي بیجینګ خپل پوځ‌ د خپل اقتصاد پر مټ جوړوي.

په دې تړاو د چین موخه دا ده چې د اسیا تر ټولو پیاوړی هېواد شي او د وخت په تېرېدو سره د امریکا پوځ له ختیځې اسیا وباسي، څو په دې سیمه کې د سیمه‌ییز هژمون (یعنې د برلاسي ځواک) په توګه ځان ثابت کړي. چین همداراز یوه بحري وسله‌واله قوه هم جوړوي. دا ښيي چې چین خپله ځواکمني نړیواله کېدل غواړي. چین په اصل کې د امریکا تقلید کوي، ځکه د دوی له پاره تر ټولو غوره لاره دا ده چې یو هېواد دې د یو بې‌نظمه نړیوال سیستم دننه خپل امنیت خوندي کړي. د دې تر څنګ، د چین مشران یوه بله موخه هم لري: دوی د ملتپالنې له مخې خپلې یو شمېر سیمې بېرته ترلاسه کول غواړي، لکه تایوان او سویل سمندرګی. دا هغه مهال ممکنه دي چې چین د سیمې هژموني ترلاسه کړي.

له ۲۰مې پېړۍ راهیسې امریکا په پرلپسې هڅه کوي،‌ چې په دې سیمه کې کوم بل ځواک سیمه‌ییزه هژموني ترلاسه نه کړي. همدا لامل دی چې امریکا اوسمهال د چین د مهارولو او یا هم منحصرولو تګلاره تعقیبوي،‌ څو چین و نه شي‌کولی پر اسیا خپل کنټرول وساتي. دا هڅې هم پوځي اړخ لري او هم اقتصادي.

په پوځي برخه کې، واشنګټن هغه اېتلافونه بیا فعاله کړي چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جوړ شوي وو او اوس یې د چین پر ضد له سره تنظیموي. په دې کې د اوکوس (استرالیا، بریتانیا او امریکا) او کواډ (څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ چې په کې امریکا، استرالیا، جاپان او هند شامل دي) په څېر نوي امنیتي تړونونه جوړول او یا هم د دوی پیاوړي کول شامل دي.  همداراز، امریکا له جاپان، فلیپین او سویلي کوریا سره خپل دوه‌اړخیز اېتلافونه هم لا زیات پیاوړي کوي.

د ټرانس‌اتلانتیک په اېتلاف کې درز

په اقتصادي برخه کې واشنګټن هڅه کوي چې د نوې ټکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې پر چین محدودیتونه ولګوي، څو امریکا د دې مهم سکتور مشري وساتي. دا اقتصادي سیالي کیدای شي د امریکا او اروپایي هېوادونو تر منځ درز رامنځته کړي، ځکه اروپا له وړاندې له روسیې سره د اقتصادي اړیکو د پرې کېدو له امله زیانمنه شوې او همدا لامل دی چې اوس غواړي له چین سره خپل اقتصادي بازار پراخ کړي.

چین او امریکا د ځواک پر سر په یوې ډېرېدونکې سیالۍ کې ښکېل دي. دا سیالي به د امنیتي کړکېچ له مشهورې اصطلاح (امنیتي معضلې) هم اغېزمنه شي. د دې اصطلاح له مخې که یو اړخ د خپلې دفاع له پاره څه وکړي، نو بل اړخ به دا په خپل تاوان ګڼي. د دوو نورو لاملونو له امله به دا سیالي نوره هم خطرناکه شي.

لومړی: دا شخړه د تایوان پر سر ده، چې نږدې هر چینایی تایوان خپله مقدسه خاوره ګڼي او په دې باوري دي چې چین یې باید تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو په بل اړخ کې امریکا هڅه کوي چې تایوان د یو خپلواک او اېتلافي هېواد په توګه وساتي.

دویم:که چېرې د امریکا او چین تر منځ کومه جګړه نښلي، نو دا به تر ډېره د چین د ساحلي اوبو پر ټاپوګانو وي او په دې کې به تر ډېره هوايي، توغندیز او بحري ځواکونه وکارول شي. د دا ډول سناریو تصور اسانه دی ځکه ان تصادفونه هم جګړو ته په دې سیمه کې لاره پرانیستلی شي. خو د چین په پراخه وچه کې به جګړه ډېره وژونکې وي او له همدې امله یې احتمال هم کم دی. هو همغسې چې د سړې جګړې پر مهال د ناټو او وارسا تر منځ د اروپا په لویه وچه کې کومه جګړه و نه شوه. له همدې امله د اسیا په لویه وچه کې د دا ډول جګړو امکان کم دی،‌ خو سربېره پر دې بیا هم د دواړو اړخونو ډيپلوماسۍ ته په کار ده چې له داسې یو حالت څخه ځان وساتي. 

امریکا د ریالیزم اصولو ته د شا کولو له امله په خپله دا خطرناکه سیالي رامنځته کړې. په ۱۹۹۰مو کلونو کې امریکا هېڅ رقیب نه درلود او چین په اقتصادي توګه وروسته پاتې و. د لیبرالیزم له مخې، امریکايي مشرانو د چین د ښکېلولو سیاست غوره کړ. له همدې امله دوی د چین اقتصادي وده اسانه کړه او تر څنګ يې دوی هڅه وکړه چې چین د نړيوال نظم برخه وګرځوي. دوی فکر کاوه چې یو بډای او شتمن چین به مسوول شریک وي او په تدریجي توګه به پر یوې لېبرالې دیموکراسۍ بدلون ومومي. یعنې، یو پیاوړی خو دیموکرات چین به یو سوله‌ ییز چین وي، چې د امریکا پر وړاندې به خطر نه جوړوي.

خو دا یوه ستراتیژيکه تېروتنه وه. که امریکايي سیاستونو د ریالیزم پر منطق عمل کړی وای، نو دوی به هیڅکله د چین وده چټکه کړې نه وای او همداسې به یې د واشنګټن او بیجینګ تر منځ د قدرت واټن ساتلی وای، نه دا چې کم کړی یې وای.

بلخوا، د لویدیځ وتلې نظریه دا ده چې په اروپا کې روسیه هماغسې چلند کوي لکه په اسیا کې یې چې چین کوي. په دې تړاو ویل کېږي چې پوتین د پخواني شوروي اتحاد په څېر د “لویې روسیې” د جوړولو خوبونه لري او دی غواړي چې د وارسا تړون پخواني غړي هېوادونه بېرته د روسیې تر کنټرول لاندې راولي او له همدې امله اروپا ګواښل کېږي. د دې نظر له مخې، د پوتین لومړی هدف اوکراین‌ دی، خو دا به یې وروستی هدف نه وي. دوی دا هم وايي چې ناټو په اوکراین کې د روسي ځواک مخه بندوي، لکه څرنګه چې یې د ساړه جنګ پر مهال شوروي پر ټولې اروپا له واکمنېدو راګرځولې وه.

خو دا کیسه، که څه هم چې ډېره تکرارېږي، خو بیا هم یوازې یوه افسانه ده. هیڅ داسې شواهد نشته چې له مخې یې وویلی شو چې پوتین غواړي ټول اوکراین د روسیې برخه وګرځوي او یا هم د ختیځې اروپا نور هېوادونه ونیسي. سربېره پر دې، روسیه دومره پوځي ځواک هم نه لري چې دا هدفونه ترلاسه کړای شي، او نه هم د دې چانس لري چې د اروپا هژمون شي.

هو، دا خبره سمه ده چې روسیې پر اوکراین برید کړی، خو دا هم روښانه ده چې دا شخړه امریکا او اروپایي متحدینو یې هغه مهال راوپاروله کله چې‌ دوی وغوښتل اوکراین د لویدیځ پر یوې کلا بدل کړي. دوی هڅه کوله اوکراین د ناټو او اروپایي ټولنې غړی کړي او له همدې امله یې دا هېواد‌ یو لیبرال او لویدیځ پلوی هېواد وګرځوه. خو په بل اړخ کې، د روسیې مشرانو په وار وار ویلي چې دا پالیسي د مسکو له پاره یو وجودي ګواښ دی او له همدې امله دوی ته د منلو وړ نه ده. موږ نه شو کولی چې د روسانو دا خبرې نادیده ونیسو.  

په ۲۰۰۸ کال کې په مسکو کې د امریکا سفیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کندولیزا رایس ته یو لیک واستوه. په دې لیک کې راغلي وو :”په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د روسيې مشرانو ته تر ټولو لویه سره کرښه ده (نه یوازې د پوتین له پاره). ما له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې له مهمو روسي مشرانو سره خبرې کړي، خو ما تر اوسه داسې څوک نه دي موندلي چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د روسیې د ګټو له پاره مستقیم ګواښ و نه ګڼي.”

بلخوا، انګیلا مېرکل هم د خپلې صدراعظمۍ پر مهال په ناټو کې د اوکراین له غړیتوب سره مخالفت وکړ او په دې تړاو یې وویل: “زه مطمئنه وم… چې پوتین به هېڅکله دا خبره دومره ساده و نه ګڼي. د هغه له نظره، دا به د روسیې پرضد د جګړې اعلان وي.”

د اوکراین شخړه

د ۲۰۱۴ کال فبرورۍ میاشت وه چې اوکراین کې شخړه پېل شوه. دا وروسته له هغه چې ناټو اعلان وکړ چې اوکراین به د دوی غړی شي. پوتین وروسته هڅه وکړه چې دا شخړه د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي او غوښتل یې امریکا په دې قانع کړي چې اوکراین په ناټو کې شامل نه کړي. خو واشنګټن د پوتین دا غوښتنه رد کړه او پر ځای یې دوی د اوکراین د پوځ د مسلح کولو او روزلو تر څنګ د ناټو په نظامي تمریناتو کې هم شامل کړ.  روسیې ته ویره پیدا شوه چې اوکراین د ناټو د غړیتوب لور ته روان دی. همدا لامل دی چې مسکو د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۱۷مه، ولسمشر بایډن او ناټو ته لیکونه واستول او له هغوی یې وغوښتل چې روسانو ته لیکلې ژمنه ورکړي چې اوکراین به د ناټو برخه نه جوړېږي او ناپېیلتوب به غوره کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۶مه روسیې ته په لنډو ټکو کې ځواب ورکړ، هیڅ بدلون به نه راځي او نه هم کوم بدلون راتلی شي. یوه میاشت وروسته روسیې پر اوکراین برید وکړ.

د ریالیزم د تیورۍ له مخې، د ناټو د پراخېدو پر وړاندې د روسیې غبرګون د یو خطرناک ګواښ پر وړاندې د توازن رامنځته کولو یو ښکاره بېلګه ده. پوتین ژمن دی چې د نړۍ تر ټولو قوي هېواد په مشرۍ به په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب مخه نیسي. په حقیقت کې، د روسیې دریځ د امریکا د مونرو دوکترین ته ورته دی، چې له مخې یې امریکا په خپل ګاونډ کې د هر ډول ستر ځواک له پوځي‌ حضور سره مخالف دی.  دا چې دیپلوماسۍ و نه شوای کولی د روسانو اندېښنه حل کړي او په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د روسانو له پاره یو وجودي ګواښ و،  نو پوتین جګړه پیل کړه، څو اوکراین له ناټو لرې وساتي. مسکو دا جګړه د ځان دفاع بولي، نه د فتحې کومه جګړه. خو اوکراین او ګاونډیان یې دې موضوع ته له بل لیده ګوري. موږ نه دا جګړه توجیه کوو او نه یې هم غندوو،‌ بلکې زموږ اساسي موخه دا ده چې دا ځواب کړو ولې دا جګړه ونښته؟

که چېرې دا افسانه ومنو چې ګواګې پوتین د پرلپسې فتوحاتو اراده لري، نو یو څوک ښايي‌دا فکر هم وکړي چې د ناټو پراختیا هم د ریالیزم پر منطق ولاړه ده. یعنې امریکا او متحدینو یې غوښتل روسیه محاصره کړي. خو زما په اند دا لید هم ناسم دی. د ناټو د پراختیا پریکړه د ۱۹۹۰مو کلونو په نیمايي‌ کې وشوه. هغه مهال روسیه په پوځي لحاظ ډېره کمزورې وه او امریکا دا توان درلود چې خپلې پریکړې پر مسکو ومني. دلته باید متوجه شو چې د نړیوال سیستم په چوکاټ کې کمزورتیا څومره خطر لري. روسیه په ۲۰۰۸ کال کې د اروپا له پاره ګواښ‌نه وه. له همدې امله نه هغه مهال د روسیې د محاصره کولو اړتیا وه او نه هم اوس. برعکس، د امریکا ژورې ګټې په دې کې وې چې خپل پام له اروپا څخه ختیځې اسیا ته وګرځوي او روسیه د چین پر ضد د اېتلاف برخه کړي،‌ نه دا چې له هغوی سره په ختیځې اروپا کې په یوې جګړه کې ښکېل شي او هغوی د چینایانو لاسونو ته وروغورځوي.

لکه څنګه چې له چین سره د ښکیلتیا پالیسي ناسمه وه، همداسې د ناټو پراختیا هم د لیبرالې هژمونۍ د پروژې یوه برخه وه. د دې تګلارې موخه دا وه چې ختیځه او لوېدیځه اروپا له یو بل سره مدغمه کړي او له امله یې ټوله اروپا د سولې یوه ستره حوزه جوړه شي. د جورج کینان په څېر ریالیستان د ناټو له پراختیا سره مخالف و، ځکه دوی پوهېدل چې دا به روسیه وګواښي او له همدې امله به له ځان سره یو ناورین هم راوړي.

اروپا به د نن په پرتله تر دې ښه حالت کې وای، خو که چېرې د ریالیزم منطق عملي کړای شوی وای، ناټو ختیځ ته نه وای غځېدلې او په تېره بیا له اوکراین سره دا ژمنه نه وای شوې چې دوی به د ناټو غړی کېږي. خو اوس اوبه له ورخه تېرې دي. یو قطبه نظام پر څو قطبه نظام بدلون موندلی او امریکا او متحدین یې اوسمهال له دواړو، چین او روسیې، سره په جدي جیوپولیتیکي‌ رقابتونو کې ښکېل دي. نوې سړه جګړه د پخوانۍ سړې جګړې په کچه خطرناکه ده او ښايي‌تر هغې زیاته هم وي.

 

پای


ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!