د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (دویمه برخه) – جان میرشایمر
لیکوال: جان میرشایمر
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
په تېر پسې…
د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (لومړۍ برخه) – جان میرشایمر
د یو سیمهییز هژمون ګټې
د یو ستر ځواک له پاره تر ټولو غوره حالت دا دی چې په خپله سیمه کې هژمون یا تسلط ومومي. یعنې خپل شاوخوا هېوادونه تر خپل سیوري لاندې راولي او ډاډه شي، چې کوم بل منځنی یا ستر ځواک په ځان کې دا توان پيدا نه کړي چې دی وننګوي. امریکا د دې منطق غوره بېلګه ده. دې هېواد د اتلسمې او نولسمې پېړیو په اوږدو کې په پرلپسې توګه هڅه وکړه، چې په لوېدیځه نیمکره کې هژموني یا تسلط ترلاسه کړي. بیا یې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د جرمنيانو امپراتورۍ، جاپانیانو امپراتورۍ، نازي جرمني او شوروي اتحاد ته دا اجازه ور نه کړه چې په اروپا او یا هم په اسیا کې پر یو سیمهییز هژمون بدلون ومومي.
د هر دولت لومړنۍ موخه بقا ده. که یو دولت بقا و نه مومي، نو د اقتصادي سوکالۍ او یا هم د یوې ایډیالوژۍ خپرولو په څېر نورې موخې نه شي تعقیبولی. په همدې تړاو، ستر ځواکونه کولی شي چې له یو بل سره همکاري وکړي، خو یوازې په هغه حالت کې چې دا یې د قدرت پر توازن منفي اغېزه و نه کړي. د بېلګې په توګه، د سړې جګړې پر مهال امریکا او شوروي له یو بل سره په ۱۹۶۸ کال کې د اتومي وسلو نه خپراوي تړون (NPT) لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې و چې د دواړو تر منځ سیالي لا موجوده وه. بل خوا، له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې د اروپايي ځواکمنو هېوادونو تر منځ پراخې اقتصادي راکړې ورکړې روانې وې، خو تر څنګ یې د دوی تر منځ امنیتي سیالۍ هم موجودې وې، چې وروسته بیا پر لومړۍ نړیوالې جګړې منتج شوې. دا بېلګې ښيي چې د سترو ځواکونو تر منځ همکاري تل د امنیتي سیالۍ او رقابتونو تر سیوري لاندې ترسره کېږي.
ځینې انتقاد کوونکي وایي چې ریالیزم د نړیوالو ادارو ارزښت نه مني. د دوی په وینا، دا ادارې د یو قانون محوره نړیوال نظم رامنځته کولو له پاره کلیدي ګڼل کېږي. خو دا نظر ناسم دی. ریالیستان مني چې نړیوالې ادارې د امنیتي رقابتونو له پاره مهمې دي، په تېره بیا په یوې متقابلې تړلې نړۍ کې. لکه څرنګه چې د ناټو او وارسا تړون د سړې جګړې پر مهال وو او همداراز، د اقتصادي او سیاسي همکارۍ له پاره، لکه د نړیوالې سوداګرۍ سازمان او ملګري ملتونه. خو ریالیستان ټینګار کوي چې ستر ځواکونه د دې نړیوالو ادارو اصول د خپلو ګټو پر اساس جوړوي او که یو اصل د دوی امنیت ته خطر پېښ کړي، نو دوی یا دا اصول ماتوي او یا یې هم له خپلو ګټو سره سم بدلوي.
له همدې ځایه دا منطق له هغه عام لوېدیځ لیدلوري سره په ټکر کې دی چې وایي، لیبرالې دیموکراسۍ له استبدادي دولتونو سره توپیر لري او په نړیوال سیاست کې د دوی چلندونه بېل وي. دوی استدلال کوي چې استبدادي رژیمونه د قانون محوره نظم له پاره اصلي ګواښ دی. خو زما په اند دا ډول لیدلوري د نړیوال سیاست له واقعیتونو سره برابر نه دي. د دولتونو د رژیم بڼې ډېر ارزښت نه لري، ځکه په یوه داسې نړیوال سیستم کې دولتونه د بقا له پاره تل په وېره کې وي، چې نور یې مرستې ته نه رادانګي او یوازې په خپله خپل امنیت تضمینوي. امریکا د لیبرالې ډیموکراسۍ نمونه ده، خو مشرانو یې په ناقانوني توګه پر نورو بریدونه کړي: په ۱۹۹۹ کې یې پر یوګوسلاویا، په ۲۰۰۳ کې یې پر عراق او د ۱۹۸۰مو په لسیزه کې یې د نیکاراګوا پر ضد پټې جګړې وکړې. دا ښيي چې هر ستر ځواک، که لیبرال وي او یا نه، چې کله یې خپلې مهمې ګټې په خطر کې شي، نو په ډېره بې رحمۍ سره چلند کوي.
ځینې پوهان دا استدلال هم کوي چې له اتومي وسلو وروسته د ریالیزم تېورۍ خپل ارزښت بایللی دی. دوی وایي، اتومي وسلې د یو ستر ځواک بقا تضمینوي، ځکه کوم بل هېواد نه شي کولی پر کوم اتومي هېواد برید وکړي. سربېره پر دې، دا نظر هم شته چې د اتومي جګړو د وېرې له امله شونې ده، چې دوه اتومي هېوادونه له یو بل سره و نه کړي. خو په دې تړاو موږ داسې هیڅ شواهد نه لرو، چې له مخې یې وویلی شو چې سترو ځواکونه دې منطق ته غاړه ایښې ده. د سړې جګړې پر مهال، شوروي او امریکا په سلګونه میلیارده ډالر د قدرت پر سر سیالۍ ته ځانګړي کړي وو. نن سبا، چین، روسیه او امریکا هم همداسې کوي. سره له دې چې اتومي وسلې د جګړې امکان کموي، خو خطر لا هم شته او له همدې امله ده چې زه وایم د ریالیزم تېوري لا هم اغېزناکه ده.
امریکا باید چېرته جګړه وکړي؟
د ریالیزم د تیورۍ له مخې، د یو ستر ځواک له پاره له خپلې سیمې پرته یوازینۍ سیمې چې دوی ته په واقعي توګه ستراتیژیک ارزښت لري، هغه سیمې دي چې یا په کې نور ستر ځواکونه موجود وي او یا هم مهمې طبیعي سرچینې ولري، چې د نړیوال اقتصاد له پاره حیاتي وي. د سړې جګړې پر مهال به امریکايي ریالیستانو ویل چې له لوېدیځې نیمې کُرې بهر یوازې درې سیمې د جګړې له پاره ارزښت لري: اروپا، شمال ختیځه اسیا (چېرته چې شوروي و) او د خلیج د تېلو څخه غني سیمې.
له همدې امله، ریالیستانو د ویتنام له جګړې سره مخالفت وکړ، ځکه دا جګړه د سویلي ختیځې اسیا په یوه ناستراتیژیکه سیمه کې ترسره کېده. هغه مهال دې سیمې امریکا ته ډېر ستراتيژيک ارزښت نه درلود، خو اوسمهال دا سیمه د چین له راپورته کېدا سره د امریکا له پاره سترايژيک ارزښت لري. همدا لامل دی چې امریکا له تایوانه ملاتړ کوي.
خو د لیبرالیزم تیوري بیا د سیمو تر منځ توپیر نه کوي. د دوی اصلي موخه د دیموکراسۍ او کاپیټلیزم پراخول دي. که څه هم د لیبرالیزم تیوري د جګړې پر ضد خبرې کوي، خو دوی تل له ډېرو جګړو ملاتړ کړی دی. د بوش دوکتورین یې یوازې یوه بېلګه ده. د دې دوکتورین موخه د منځني ختیځ دیموکرات کول وو. د ۲۰۰۳ کال د عراق جګړه د نیو کانزرویټانو (نویو محافظه کارانو) طرحه وه او ډېری لیبرالان یې ملاتړي وو، خو ریالیستان بیا له دې جګړې سره مخالف وو.
دا د ډېرې هېښتیا وړ ده چې لېبراله بهرني سیاستونه په خپله نالېبراله ځانګړنې لري. لېبرالېزم پر زغم باور لري. ځکه ټول افراد به هېڅکله هم په دې همغږي نه شي چې دوی باید د واکمنۍ کوم سیستم ولري. له همدې امله لېبراله ټولنې هڅه کوي چې دا ډول خلکو او ډلو ته د خپلو باورونو په رڼا کې د فعالیتونو له پاره اجازه ورکوي، خو کله چې لېبرالېزم بهرني سیاست ته راشي، نو دوی په یقین سره دا باور لري چې د هېوادونو له پاره کوم ډول رژيم ښه دی. دوی غواړي چې نور دې هم د لوېدیځ په څېر شي او په همدې موخه دوی هر ډول ګامونه اخلي. د لېبرالانو دا نالېبراله چلند تل له ناکامۍ سره مخ کېږي. ځکه ډېری هېوادونه د ایډیال سیاسي سیستم په تړاو اجماع نه لري، بلکې د ریالیزم له منطق سره هم ټکر لري. دولتونه خپلواکه دي او له خپلو ګټو دفاع کوي، په تېره بیا چې کله یو دولت وغواړي د هغوی د نظام بڼه وربدله کړي.
کله چې په ۱۹۹۱ کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو، د سړې جګړې د مهال دوه قطبه نظام له منځه ولاړ او پر ځای یې د امریکا پر مشرۍ یو قطبه نظام رامنځته شو، خو دا یوقطبه نظام هم د ۲۰۱۷ کال په شاوخوا کې پر څو قطبه نظام بدلون وموند. دا تر ډېره د چین د قدرت او د روسیې د بیا احیاء له امله و. که څه هم امریکا لا هم تر ټولو ځواکمنه ده، خو چین یو جدي سیال دی. روسیه بیا په دې ډله کې تر ټولو کمزورې ده. په اوسني څو قطبه نظام کې دوه نوي رقابتونه روان دي او هر یو د ریالیزم له بېلو منطقونو سره پر مخ روان دي. د سړې جګړې پر مهال د امریکا او شوروي تر منځ د رقابت په څېر د امریکا او چین تر منځ سیالي هم د سیمهییز تسلط له پاره ده او د سړې جګړې په څېر دا سیالي نړیوال ابعاد هم خپلولی شي. بل خوا، د امریکا او روسیې تر منځ اوسنی رقابت بیا په دې نه دی چې روسیه به اروپا ونیسي، بلکې دا د امریکا د تهاجمي چلند له کبله راپارېدلې ده.
دوام لري…