د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (لومړۍ برخه) – جان میرشایمر

د سترو ځواکونو سیالۍ په اړه د ریالیزم لیدلوری (لومړۍ برخه) – جان میرشایمر

لیکوال: جان میرشایمر

ژباړه: احمد بلال خلیل

نږدې درې لسیزې وړاندې، د لویدیځ ډېری کارپوهانو باور درلود چې تاریخ پای ته رسېدلی او د سترو ځواکونو تر منځ جګړې د تاریخ برخه ګرځېدلي دي. خو اوس نور دا وهم مات شوی. نړۍ اوس یوازې د دوه سترو ځواکونو له سیالۍ سره مخ نه ده، لکه د سړې جګړې پر مهال چې د شوروي‌ اتحاد او امریکا متحده ایالاتو تر منځ وه، بلکې متحده ایالات اوس همهاله له دوه سترو ځواکونو سره په سیالۍ کې ښکېله ده: په ختیځې اروپا کې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې تر منځ سیالي او په ختیځې اسیا کې د تایوان پر سر د امریکا او چین تر منځ‌سیالۍ روانې دي. دا دواړه امنیتي سیالۍ د دې وړتیا لري چې ډېر ژر په تودو جګړو هم بدلې شي.

په اصل کې، په نړیوال سیاست کې د یو لوی بدلون شاهدان یو، چې دا د لویدیځ له پاره بد خبر دی. خو پوښتنه دا ده چې کومې تېروتنې وشوې؟ دا بدلون ولې رامنځته شو او نړۍ په کوم لوري روانه ده؟ د دې پوښتنو ځوابولو له پاره موږ د نړیوالو اړیکو یوې تیورۍ ته اړتیا لرو: یو داسې عمومي چوکاټ چې موږ ته دا راوښيي چې هېوادونه ولې هغسې چلند کوي، چې کوي یې او له مخې یې موږ څه ډول کولی شو د نړۍ پېچلی او نامعلوم برخلیک تشریح کړو؟

په دې تړاو د نړیوال سیاست د درک کولو له پاره ریالیزم تر ټولو غوره تیوري ده. د ریالیزم په تیورۍ کې دولتونه بنسټیز لوبغاړي ګڼل کېږي او په یوې داسې نړۍ کې له بل سره راکړه ورکړه کوي، چې د دوی د دولتونو له پاسه کومه بله اداره نه وی، چې دوی له یو بله خوندي کړي.  د نړیوال سیاست دا حالت دولتونه اړ کوي چې د ځواک توازن ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دوی ښه پوهېږي چې کمزوري کېدل یې له خطر سره مخ کوي، نو له همدې امله، دولتونه د قدرت له پاره سیالۍ کوي. که څه هم، کله ناکله چې د دولتونو ګټې‌ له یو بل سره همغږې شي، نو دا دولتونه له یو بل سره ګډ کار هم کوي، خو بیا هم د دولتونو تر منځ اړیکې — په تېره بیا د سترو ځواکونو تر منځ — له سیالۍ ډکې وي. 

د دې ترڅنګ، د ریالیزم تیوري دا هم مني چې جګړه د سیاست یوه مشروع وسیله هم ده او ځینې وختونه دولتونه د خپل ستراتیژیک موقعیت د پياوړي کولو له پاره جګړې هم پیلوي. لکه څرنګه چې کلاوزوېتس ویلي، “جګړه د سیاست دوام دی، خو په یوه بله بڼه.”

ولې په لویدیځ کې د ریالیزم تیوري نه خوښول کېږي؟

د ریالیزم تیوري په لویدیځ کې د خلکو نه خوښېږي، ځکه هلته جګړه یو بد عمل ګڼل کېږي. جګړې یوازې د ځان د دفاع په موخه د منلو وړ دي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په منشور کې ترې یادونه شوې. په لویدیځ‌ کې جګړه د سیاست وسیله نه ګڼل کېږي. دا تیوري له دې امله هم د خلکو نه خوښېږي چې هیله بښونکې نه ده. د دې تیورۍ له مخې، د سترو ځواکونو تر منځ‌ سیالي یو حقیقت ګڼل کېږي‌ او ډېری مهال دا ډول سیالۍ ناورینونو ته لاره هواروي. د دې ترڅنګ، د ریالیزم تیوري دا هم وايي چې ټول دولتونه — ان که لیبرال دیموکرات هم نه وي — د همدې منطق له مخې عمل کوي. خو په لویدیځ کې خلک په دې باوري دي، چې د رژیم ډول ډېر مهم دی: لیبراله ډیموکراسي “ښه خلک” دي او مستبد حکومتونه د جګړو اصلي لامل ګڼل کېږي.

طبیعي ده چې د ریالیزم بدیله تیوري لیبرالیزم په لویدیځ کې تر ډېره مهمه تیوري ګڼل کېږي. خو له دې سره، امریکا تقریباً تل د ریالیزم له اصولو سره سم عمل کړی، خو خپل چلندونه یې د اخلاقو په الفاظو کې پټ کړي دي. امریکا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له ستالینیستي شوروي اتحاد سره اتحاد وکړ او د سړې جګړې پر مهال یې له ډېرو ظالمو واکمنانو ملاتړ وکړ — لکه په چین کې له چیانګ کای شېک، په ایران کې له محمد رضا پهلوي، په سویلي‌کوریا کې له سنګمان ری، په زایر کې له موبوتو سیسه سېکو، په نکاراګوا کې له اناستاسیو سوموزا او په چیلي کې له اوګوستو پینوشېت.

په دې کې یوازینۍ استثنا د “یو قطبي شېبه” وه (۱۹۹۱–۲۰۱۷). په دې دوره کې د امریکا دیموکراتو او جمهوري غوښتونکو حکومتونو د ریالیزم اصول پرېښودل او هڅه یې وکړه چې یو داسې نړیوال نظم جوړ کړي، چې د قانون حاکمیت، بازاري  اقتصادونو او بشري حقونو په څېر د لیبرالې دیموکراسۍ ارزښتونه په کې محور وي او دا هر څه د امریکا تر مشرۍ لاندې رامنځته شي. خو دا تګلاره، چې لېبراله هيژوموني‌ ورته ویل کېږي، تقریباً ناکامه شوې. له همدې امله په نړۍ کې په ۲۰۲۳ کال کې ډېر کړکېچونه رامنځته شول. که چېرې امریکايي سیاستوالو د سړې جګړې له پای وروسته ریالیست بهرنی سیاست غوره کړی وای، نو نن به نړۍ دومره خطرناکه نه وای.

د ځان‌ساتنې نړۍ

د ریالیزم د تیورۍ بېلابېلې بڼې شته. نومیالی سیاسي عالم هانس مورګنتاو باور لري، چې د انسان فطرت دولتونه دې ته اړ کوي چې د قدرت په لټه کې شي. دی وایي چې مشران یو ډول د تسلط حېواني غریزه لري، یعنې دوی یو داسې فطري‌ تمایل لري چې نور تر خپل تسلط لاندې راولي. خو زما د تیورۍ پر بنسټ، د دولتونو د چلندونو اصلي محرک د نړیوال سیستم جوړښت دی. دا جوړښت دولتونه — په تېره بیا ستر ځواکونه — دې ته اړ کوي چې په بې‌رحمۍ سره د قدرت له پاره سیالي وکړي. په بل عبارت، دولتونه د اوسپنیز قفس دننه بند دي.

زموږ لومړنۍ فرضیه دا ده چې موږ باید ومنو، چې دولتونه په یوه بې مرکزه یا انارشۍ کې فعالیت کوي. د دغو دولتونو له پاسه کوم بل داسې ستر ځواک نشته چې کله یو څوک بل ته ګواښ جوړ کړي‌، نو دوی یې مرستې ته ورودانګي. له همدې امله باید هر دولت په خپله خپل امنیت تضمین کړي. یعنې موږ په یوې ځان‌ساتې نړۍ کې اوسېږو.  خو داسې کول هغومره اسانه هم نه دي. دا د نړیوال سېستم د دوه ځانګړو عواملو له امله دي. ټول ستر ځواکونه تهاجمي نظامي‌ وړتیاوې لري — ځینې ستر ځواکونه یې ډېر او نور یې لږ لري — او د همدې توانمندۍ له امله ده چې دوی یو بل ته جدي زیان رسولی شي. دویم،‌ موږ د نورو دولتونو نیتونه په یقیني توګه نه‌ شو معلومولی، ځکه چې نیتونه د سیاستوالو په ذهنونو کې پټ وي، نه د هغوی په وسلو او یا هم د پوځونو په کچه کې. د دې نیتونو معلومول هغه مهال نور هم سختېږي چې یو دولت به په راتلونکې کې څه وکړي، ځکه موږ هېڅ نه پوهېږو، چې په راتلونکي کې به څوک مشري کوي او د دولتونو نیتونه هم د حالاتو له بدلېدو سره بدلېږي.

د ځان‌ساتنې په یوه داسې نړۍ کې، چې هر دولت ممکن له یو زورور دښمن سره مخ شي، طبیعي ده چې دولتونه له یو بله وېرېږي — که څه هم دا وېره د هېوادونو په کچه توپیر لري. له همدې ځایه، یو عاقل دولت باید هڅه وکړي چې د نورو دولتونو په پرتله ډېر ځواکمن شي او هېڅکله کمزوری پاتې نه‌ شي. د چین تاریخ (د ملي سپکاوي پېړۍ، ۱۸۳۹–۱۹۴۹) موږ ته دا را ښيي چې کله یو هېواد کمزوری وي، نو نور زورور هېوادونه به حتماً له دې حالته ګټه پورته کوي. په نړیوالو اړیکو کې غوره دا ده چې تاسو زورور زمری واوسئ، نه دا چې کمزورې او معصومه هوسۍ وئ.

شاید دلته به یو څوک اروپايي ټولنه یوه استثنا وګڼي، خو زما په اند واقعیت داسې نه دی. دا ټولنه د امریکا تر امنیتي چتر لاندې رامنځته شوې وه. همدا لامل دی چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو تر منځ یې جګړه ناممکنه ګرځولې او تر څنګ یې دوی له دې اندېښنو هم خلاص کړي چې له یو بله وډار شي. دا یو مهم حقیقت دی او له همدې مخې، اروپايي مشران — که چپ لاسي‌ وي او که ښي لاسي— له دې وېره لري چې امریکا به د اسیا پر لور خپله پاملرنه زیاته کړي او اروپا به شاته پرېږدي.

په لنډه توګه، د سترو ځواکونو سیاستونه په ناختمېدونکې امنیتي سیالۍ کې خلاصه کېږي. دولتونه نه یوازې دا چې د نسبي قدرت د لاسته راوړلو له پاره د فرصتونو په لټه کې وي،‌ بلکې تر څنګ یې دا هڅې هم کوي، چې د قدرت توازن د ځان په ګټه بدل کړي. دې حالت ته تعادل رامنځته کول وایي. دا یا د خپل قدرت د زیاتولو له لارې رامنځته کېږي او یا هم د دښمن پر وړاندې له نورو دولتونو سره د اېتلافونو له لارې. په ریالیسته نړۍ کې قدرت زیاتره د دولت د پوځي توان په معنا دی — چې دا له پرمختللي اقتصاد او ډېر نفوس سره تړاو لري.

دوام لري…

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!