د امریکا د نرم ځواک راتلونکی – جوزف نای
لیکوال: جوزف نای
ژباړه: عنایت الرحمان عازم
منبع: پراجیکټ سانډیکیټ
ځواک یا قدرت هغه وړتیا ده چې څو نور کسان دې ته اړ کړي چې هغه څه وکړي کوم چې ته یې غواړې. دا کار له درېیو لارو تر سره کېدای شي: په زور «لرګي» تر سره کېږي. په تشویق او امتیاز «ګازرو» ترلاسه کېږي او په جذابیت او کشش «شاتو» په لاس راځي. لومړنۍ دوه لارې د سخت ځواک بڼې دي، خو جذابیت یا کشش د نرم ځواک برخه ده. نرم ځواک د یو هېواد له کلتور، سیاسي ارزښتونو او بهرنیو سیاستونو څخه سرچینه اخلي. په لنډ مهال کې سخت ځواک زیاتره وخت له نرم ځواک څخه اغېزناک وي، خو په اوږد مهال کې نرم ځواک ډېر وخت غالب کېږي. جوزف سټالین یوه ورځ په مسخره ډول پوښتلي و: “پاپ لا څومره لښکرې لري؟” خو نن هم د پاپ نظام ژوندی دی، په داسې حال کې چې د سټالین شوروي اتحاد له منځه تللی دی.
کله چې ستا شخصیت، سیاست یا هېواد جذاب وي، نو ته کولی شې چې پر زور (لرګي) او انعام (ګازرې) لږه تکیه وکړې. که متحدین تا مهربان او د باور وړ وګڼي، نو هغوی اماده وي چې ستا خبرې ومني او ستا مشري تعقیب کړي. خو که هغوی تا بې باوره او زورواک وبولي، بیا ښايي له همکارۍ ډډه وکړي او تر خپله وسه د خپلواکۍ هڅه وکړي. د سړې جګړې پر مهال يې د اروپا حالت ښه بېلګه ده. یو ناروېژي تاریخپوه اروپا په دوه برخو ویشلې وه: یوه برخه د شوروي تر واک لاندې او بله د امریکا تر اغېز لاندې، خو یو مهم توپیر موجود و: د امریکا تر نفوذ لاندې برخه “د بلنې امپراتورۍ“ په نوم یاده شوې وه، یعنې هېوادونه خپله امریکا ته نږدې شوي وو، نه د زور له لارې. دا توپیر هغه وخت ښه څرګند شو، کله چې شوروي اتحاد اړ شو څو په ۱۹۵۶ کې بوداپست ته او په ۱۹۶۸ کې پراګ ته پوځ واستوي. برعکس، ناټو نه یوازې دا چې پاتې شوه بلکې د هېوادونو غړیتوب یې په خپله خوښه زیات هم شو.
د ځواک او قدرت سم درک دا دی چې دواړه اړخونه (سخت او نرم ځواکونه) تر پام او غور لاندې ونیول شي. ماکیاولي ویلي چې له یو شهزاده څخه باید خلک وویرېږي، نه دا چې مینه ورسره ولري. خو تر ټولو غوره دا ده چې دواړه ځانګړتیاوې ولري. نرم ځواک یوازې په خپله بسنه نه کوي، ځکه چې د هغه د اغېزو څرګندتیا وخت ته اړتیا لري. له همدې امله ډېر وخت سیاسي مشران هڅه کوي څو د زور یا انعام (یعنې سخت ځواک) لارې وکاروي. خو کله چې سخت ځواک یوازینی انتخاب شي بیا نو ډېر مصرف پرې راځي. د برلین دیوال په توپونو ړنګ نه شو، بلکې د هغو خلکو له لوري ړنګ شو چې خپل باور یې په کمونیزم له لاسه ورکړی و او د لویدیځ ارزښتونو ته یې میلان موندلی و.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا تر ټولو پیاوړی هېواد و او هڅه یې وکړه چې خپل ارزښتونه د یو “ازاد نړیوال نظم” په چوکاټ کې اساسي کړي. دا نظم د ملګرو ملتونو، د برېتن وډ اقتصادي ادارو او نورو څو اړخیزو بنسټونو له لارې رامنځته شو. البته، امریکا تل د خپلو ارزښتونو مطابق عمل نه دی کړی او د سړې جګړې دوه قطبي جوړښت دا نظم یوازې نیمایي نړۍ ته محدود کړی و. خو که د محور ځواکونه (نازي آلمان، جاپان، ایټالیا) د جګړې ګټونکي وای، نو له جګړې وروسته نړیوال نظم به ډېر متفاوت وای.
که څه هم د امریکا پخوانیو ولسمشرانو د لیبرال نړیوال نظم ځینې برخې نقض کړي دي، خو ډونلډ ټرمپ لومړنی ولسمشر و چې دا یې و نه منله چې نرم ځواک په بهرنۍ پالیسۍ کې ارزښتناک دی. هغه چې کله دویم ځل واک ترلاسه کړ، نو په خپلو لومړنیو اقدامونو کې یې د پاریس د اقلیم تړون او د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې د امریکا وتل اعلان کړل. سره له دې چې اقلیمي بدلون او وباګانې ښکاره ګواښونه رامنځته کوي.
کله چې یو امریکایي حکومت له نرم ځواک لاس واخلي نو بدې پایلې یې د وړاندوینې وړ دي. د دیموکراتو متحدینو لکه ډنمارک یا کاناډا ځورول د متحدینو تر منځ اعتماد کموي. پاناما ته ګواښ کول په لاتینې امریکا کې د امپریالیزم پخوانۍ وېرې راژوندۍ کوي. د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې یا یو ایس ایډ کمزوري کول – چې د جان ایف. کینډي له خوا په ۱۹۶۱ کې رامنځته شوه – د امریکا د مهربانۍ شهرت ته زیان رسوي. د امریکا غږ راډیو بندول مستبدو سیالانو ته ډالۍ ورکول دي. د ملګرو پر توکو مالیات لګول د بې اعتمادۍ نښه ده. په کور دننه د بیان ازادي محدودول د امریکا باور ته زیان رسوي. دا لېست نور هم اوږدېدلای شي.
چین د امریکا لوی سیال ګڼل شوی او له ۲۰۰۷ کال راهیسې په نرم ځواک پانګونه کوي، کله چې د هغه وخت ولسمشر هو جینتاو د کمونیست ګوند ته وویل چې هېواد باید نورو ته ډېر جذاب ښکاره شي، خو چین په دې برخه کې له دوه لویو خنډونو سره مخ دی. لومړی: له ډېرو ګاونډیو سره پر خاوره شخړې لري او دویم: کمونست ګوند پر مدني ټولنې سخت کنټرول لري. د دغو تګلارو زیانونه یا لګښتونه د نړیوالو نظرپوښتنو له لارې څرګند شوي دی. هغه نظر پوښتنې چې له خلکو پوښتنه کوي. کوم هېوادونه ورته د پام وړ یا جالب ښکاري؟ خو جالبه دا چې که ټرمپ د امریکا نرم ځواک کمزوری کړي، نو دا ډول نظرپوښتنې به په راتلونکو کلونو کې څه ډول پایلې ولري؟
له شک پرته چې د امریکا نرم ځواک د کلونو په اوږدو کې هسکې ټیټې درلودلې دي. د ویتنام او عراق د جګړو پر مهال امریکا په ډېرو هېوادونو کې محبوبیت نه درلود. خو نرم ځواک یوازې د حکومت له کړنو څخه نه، بلکې د یو هېواد له ټولنې او کلتور څخه هم سرچینه اخلي. ان د ویتنام د جګړې پر مهال کله چې په ټوله نړۍ کې خلک د امریکا د پالیسیو پر ضد واټونو ته راووتل، هغوی د امریکا د مدني حقونو مشهوره ترانه “We Shall Overcome” (موږ به بریالي شو) زمزمه کوله . یوه خلاصه ټولنه چې خلکو ته د اعتراض اجازه ورکوي، کولی شي پر نرم ځواک پانګونه وکړي. خو پوښتنه دا ده: ایا د امریکا کلتوري نرم ځواک به د حکومت د نرم ځواک له احتمالي کمزورۍ سره سره راتلونکو څلورو کلونو کې ژوندی پاتې شي؟
امریکايي ولسواکي ښایی د ټرمپ څلور کلنه دوره وزغمي. دا هیواد پیاوړی سیاسي کلتور لري او فدارالي اساسي قانون یې د واکونو توازن تضمینوي. ممکن دیموکراتان به د ۲۰۲۶ کال انتخاباتو کې بېرته د استازو جرګه ترلاسه کړي. سربېره پر دې مدني ټولنه لا هم پیاوړې ده، محکمې خپلواکې دي او ډېرو سازمانونو د ټرمپ د کړنو پر ضد دعوې ثبت کړې دي. بازارونو هم د ټرمپ اقتصادي پالیسیو ته منفي غبرګون ښودلی دی.
د امریکا نرم ځواک یا نرمه ځواکمني د ویتنام او عراق له جګړو وروسته او همدارنګه د ټرمپ د لومړۍ دورې له کمزورۍ وروسته بېرته خپل ځواک ترلاسه کړ. خو کله چې باور له منځه ولاړ شي، بېرته یې تر لاسه کول اسانه نه وي. روسیې چې کله پر اوکراین یرغل وکړ، خپل لږ پاتې نرم ځواک یې هم له لاسه ورکړ، خو چین هڅه کوي هغه تشې ډکې کړي چې ټرمپ یې رامنځته کوي. د چین د ولسمشر شي جین پینګ په وینا، ختیځ د لویدیځ پر وړاندې راپورته کېږي. که ټرمپ فکر کوي چې د امریکا د متحدینو د باور له منځه وړلو سربېره به وکولی شي له چین سره سیالي وکړي، نو دا د امپریالیزم هیلې څرګندوي. ټرمپ یوایس ایډ له منځه وړي، د امریکا غږ غلی کوي، د هېواد دننه قوانین ننګوي او د ملګرو ملتونو له ادارو څخه وځي، نو ډېر امکان شته چې ناکامېږي به. هغه څه چې نوموړي ویجاړ کړي، بېرته رغول یې ناشوني نه دي، خو خورا زیات لګښت به ولري.
پای