د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوالې موافقې: بریاوې او ناکامۍ

د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوالې موافقې: بریاوې او ناکامۍ

لیکنه: لینډسي میزلینډ او کلارا فونګ

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)

پېژندنه

له تېرو څو لسیزو راهیسې حکومتونو په ګډه ژمنې کړي چې د نړۍ تودوخه به ځنډنۍ کوي. خو سره له دې چې د اقلیم  ساتنې په موخه نړیوالې هڅې زیاتې شوي، نړۍ وار دمخه د اقلیمي بدلون له بدو عواقبو سره مخ ده او تمه کېږي چې دا عواقب به لا پسې ډېر شي.

د کیوټو پروتوکول او پاریس تړون له لارې هېوادونو منلې، چې د شنو خونو غازونو (greenhouse gases) اخراج به کموي، خو په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ کچه مخ پر زیاتېدو ده او دا بیا د ځمکې د تودوخې لامل کېږي. ساینسپوهان ګواښ کوي، که چېرې د ځمکې تودوخه همداسې دوام وکړي، نو دا به په نړۍ کې یوه داسې ستره چاپېریالي فاجعه رامنځته کړي، چې د سمندرونو د سطحې بې‌ساری لوړوالی، د ځنګلونو ویجاړوونکي اورونه، د باران په کچه کې بې‌ساری بدلون (وچکالي او سېلابونه) او په پراخه کچه د ژویو ورکېدنه به په کې شامل وي. 

له ۲۰۱۵ کال راهیسې د پاریس تړون ۱۹۵ لاسلیک کوونکو هېوادونو خپلې اقلیمي ژمنې پیاوړې کړي دي. په دغو ژمنو کې نه یوازې دا چې د شنو ‌خونو غازونو د اخراج کمونه، بلکې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مبارزې په موخه له کمزورو هېوادونو ملاتړ هم شامل دی. دوی دا هر څه د ملګرو ملتونو د اقلیم په کلنۍ غونډه (COP – Conference of the Parties) کې کوي. که څه هم د پاکې انرژۍ  په برخه کې څرګند پرمختګ شوی، خو لا هم د نړۍ سترو اقتصادي هېوادونو ته ستونزمنه ده چې د کاربن د اخراج کمولو په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي. د بېلګې په توګه، د امریکا متحده ایالاتو د ډونلډ ټرمپ د ادارې پر مهال د فوسیلي سون توکو تولید زیات کړ، چې دا د نړۍ تودوخه لا پسې زیاتوي. ټرمپ اقلیمي بدلون ته ډېره کمه پاملرنه کوي او امریکا یې دوه ځله د پاریس له تړونه وویسته.

د اقلیمي بدلون په تړاو مهمې نړیوالې موافقې کومې دي؟
د مونټریال پروتوکول (۱۹۸۷)

که څه هم دا موافقه په مستقیم ډول د اقلیمي بدلون په تړاو نه وه، خو بیا هم دا د چاپېریال ساتنې په تړاو لومړنی تاریخي تړون و، چې وروسته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د راتلونکو ډيپلوماسیو له پاره پر یو ماډل (نمونه) بدل شو. د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو دا تړون تصویب کړی. د دې تړون موخه د اوزون د طبقې ساتنه وه. ټولو ژمنه کړې وه چې د کلورو فلورو کاربن (CFCs) او نورو زیان پېښوونکو موادو تولید به بندوي، ځکه دا د اوزون طبقې له منځه وړلو ته خطر پېښوي. دا یوه بریالۍ موافقه وه، ځکه د دې تړون له امله اوزون طبقې ته د زیان‌ پېښوونکو ۹۹ سلنه موادو استعمال بند شو. په ۲۰۱۶ کال کې د “کیګالي تعدیل” له لارې هېوادونو بیا ژمنه وکړه، چې د هایډرو فلورو کاربن (HFCs) کمولو ته به هم ژمن پاتې شي. چې دا د اقلیمي بدلون له پیاوړو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو چوکاټ (UNFCCC – 1992)

د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو چوکاټ د نړۍ ۱۹۷ هېوادونو منلی دی. دا لومړنی نړیوال تړون و، چې په ښکاره د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کوي. دې د COP کلنۍ غونډې رامنځته کړې، چې په فضا کې د شنو خونو غازونو د کمښت په تړاو په نړیواله کچه بحث کوي. دغه راز دغو غونډو د کیوټو پروتوکول او پاریس تړون هم رامنځته کړل.

د کیوټو پروتوکول (۱۹۹۷)

د کیوټو پروتوکول چې په ۱۹۹۷ کال کې ومنل او په ۲۰۰۵ کال کې پلی شو، د اقلیم لومړنی او بشپړ قانوني‌ تړون و، چې هېوادونه یې پر دې مکلفول چې د شنو خونو غازونو اخراج کم کړي. دې تړون پرمختللي هېوادونه مکلف کړل چې دا ډول اخراج په اوسط ډول ۵ سلنه کم او د ۱۹۹۰مې لسیزې کچې څخه کم کړي. دغه راز، په دې برخه کې يې د هېوادونو د پرمختګ په تړاو د څارنې له پاره یو ځانګړی سیستم هم جوړ کړ. خو په بل اړخ کې، دې تړون د چین او هند په ګډون پر مخ تلونکو هېوادونو ته په دې تړاو کوم مکلفیت و نه سپاره. دا په داسې حال کې چې هند او چین د کاربن لوی تولیدوونکي هېوادونه ګڼل کېږي. امریکا دا پروتوکول په ۱۹۹۸ کال کې لاسلیک کړ، خو دا یې هیڅکله تصویب نه کړ او وروسته یې ان خپل لاسلیک هم لغوه کړ.

د پاریس تړون (۲۰۱۵)

د پاریس تړون د نړۍ تر ټولو مهم اقلیمي تړون دی. دا تړون د نړۍ ټول هېوادونه مکلفوي چې د شنو خونو غازونو اخراج کم کړي. دې تړون د NDCs (Nationally Determined Contributions) یا  د اقلیم په تړاو د ملي ژمنو سیستم معرفي کړ، چې هر هېواد په کې د اخراج د کمولو په تړاو خپل هدفونه ټاکي. د دې موخه دا ده چې د ځمکې د تودوخې کچه په اوسط ډول له ۲ سانتي ګراد څخه زیاته نه شي او که ممکنه وه، نو دا کچه تر ۱.۵ سانتي ګراده محدوده وساتي. د دې ترڅنګ، نړۍ باید د دې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د شنو خونو غازونو اخراج صفر کچې ته ورسوي، یعنې څومره چې نړۍ غازونه اخراجوي باید په هماغه کچه له فضاء څخه لرې کړای شي. 

د امریکا متحده ایالات، چې د کاربن دویم لوی تولیدونکی دی، په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د پاریس له تړونه وتلی دی. امریکا په لومړي ځل له دې تړونه د ټرمپ د ادارې پر مهال ووتله. وروسته يې د جو بایډن له ولسمشر کېدو سره یو ځل بیا دا تړون لاسلیک کړ. خو په ۲۰۲۵ کال کې ټرمپ د دویم ځل ولسمشر کېدو سره امریکا بیا له دې تړونه وویسته. تر اوسه درېیو هېوادونو دا تړون په رسمي توګه نه دی تصویب کړی: ایران، لیبیا او یمن. 

ایا د اقلیمي بدلون په تړاو ساینسي اجماع موجوده ده؟

هو! د اقلیمي بدلون په تړاو په ساینسي حلقو کې پراخه علمي اجماع موجوده ده. خو سربېره پر دې بیا هم ځینې خلک، په تېره بیا د امریکا یو شمېر سیاستوال، اقلیمي بدلون یوه بې ارزښته مسله ګڼي او یا یې بیخي له شتونه انکاري دي.

د کلېفورنیا پوهنتون د نړیوالو اړیکو پروفیسر ډیوېډ ویکتور وایي: “کله چې د اقلیم په تړاو په نړیوالو کنفرانسونو کې مذاکراتي ډلې سره راټولې شي، نو د دوی اختلافات او بحثونه پر اقلیمي بدلون د شک پر ځای د خپلو لومړیتوبونو پر سر وي.” 

که په ساده ټکو يې ووایو، د اقلیمي بدلون اساسي ساینس په لاندې ډول دی:

      1. د ځمکې د تودوخې اوسط کچه په بې‌ساري توګه د زیاتېدو په حال کې ده؛
      2. انساني فعالیتونه، په تېره بیا د فوسیلي سون توکو (coal, oil, natural gas) استعمال د دې تودوخې د چټکۍ لامل کېږي.
      3. که د نړۍ تودوخه په همدې کچه دوام وکړي، نو دا به په پراخه کچه نړۍ ته زیانونه واړوي.

د انترکتیکا د منجمدو یخونو څېړنې ښیي چې د ځمکې اوسط تودوخه د تېرو ۸۰۰ زرو کلونو په پرتله اوسمهال په چټکۍ سره د زیاتېدو پر لور روانه ده. ساینسپوهان وایي چې په تېرو ۱۵۰ کلونو کې دا بدلون د انساني فعالیتونو له کبله رامنځته شوی دی، په تېره بیا د فوسیلي سون توکو سوځولو او د ځنګلونو د پرېکولو له کبله. دا فعالیتونه په فضاء کې د شنو خونو غازونه، په تېره بیا د کاربن ډای اکسایډ کچه ډېروي، چې دا د ځمکې د تودوخې اصلي لامل ګرځي.

ولې هېوادونه د تودوخې زیاتوالی له ۱.۵ سانتي ګراده کم ساتل غواړي؟

له کلونو راهیسې ساینسپوهانو ګواښ کړی وو، که د ځمکې د تودوخې زیاتوالی په اوسني سرعت دوام وکړي، نو دا به یوه ستره چاپېریالي فاجعه رامنځته کړي. د اقلیمي بدلون د بین الحکومتي پېنل (IPCC) د ۲۰۲۳ کال ارزونه ښیي، چې له صنعتي انقلابه مخکې وخت په پرتله، د ځمکې اوسط تودوخه نږدې ۱.۱ سانتي ګراده لوړه شوې. دا راپور، چې د ۶۰ هېوادونو د ۲۰۰ ساینسپوهانو په مرسته لیکل شوی وو، وړاندوینه کوي: ان که هېوادونه ژر تر ژره د غازونو اخراج کم هم کړي، نو بیا به هم په راتلونکو دوه لسیزو کې د نړۍ تودوخه له ۱.۵ سانتي ګراده زیاته شي. په دې تړاو ځینې اټکلونه ښیي چې موږ په ۲۰۲۴ کال کې وار دمخه دې حالت ته رسېدلي یو. 

دلته پوښتنه راپورته کېږي، که چېرې د نړۍ د تودوخې زیاتوالی ۱.۵ سانتي ګراد ته ورسېږي، نو دا به څه پایلې ولري؟

شدیده ګرمي:

د نړۍ د ډېری سیمو ۱۴ سلنه خلک به په هرو پینځو کلونو کې یو ځل د شدیدې ګرمۍ څپه وویني. 

وچکالي او سېلابونه:

سیمې به له وچکالۍ او سېلابونو سره مخ شي، چې دا به کرنه ستونزمنه کړي او له کبله به یې د فصلونو د حاصل له کمېدو سره د خوړو لږوالی رامنځته شي.

د سمندرونو د سطحې لوړوالی:

په راتلونکو لسیزو کې به د نړۍ ساحلي سیمې، چې د لسګونو میلیونو خلکو کوربه دي، تر اوبو لاندې شي. کوچني ټاپو‌وزمه هېوادونه به تر ټولو ډېر زیانمن شي. 

د سمندرونو دننه بدلون:

نږدې ۹۰ سلنه مرجاني صغرې (coral reefs) به له منځه لاړې شي او له امله به یې سمندرونه تیزابي شي. دا به د نړۍ کب‌نیونې صنعت اغېزمن کړي.

د قطبي سیمو د یخ ویلي کېدنه:

نږدې په سلو کلونو کې به یو ځل شمالي قطب له سمندري یخ پرته اوړی تجربه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوه زرو کلونو کې داسې څه نه دي پېښ شوي. دغه راز، د دې پېړۍ تر پای پورې به د شمالي قطب ۴۰ سلنه منجمد کنګلونه هم ویلي شي.

د ژوو ورکېدنه:

ډېرې حشرې، بوټي او ژوي به د ورکېدو له خطر سره مخ شي.

که چېرې دا حد ۲ سانتي ګراد ته ورسېږي، نو پایلې به یې له دې هم ویروونکې راووځي. الیس هیل چې د CFR د انرژۍ او چاپېریال مشر څېړونکی دی وايي :”که چېرې ډېر ژر اقدام و نه کړو، نو پرته له شکه موږ د یوې فاجعې پر لوري روان یو.”

اقلیمي بدلون؛ څوک ملامت او څوک سلامت دي؟

د دې پوښتنې ځواب ساده نه دی. مهمه دا ده چې دا پوښتنه له چا کوئ او د کاربن اخراج څه ډول اندازه کوئ؟ د ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې، له کله چې اقلیمي بدلون پر سر خبرې اترې پېل شوې، چارواکي دا بحثوي چې په دې تړاو باید څوک ډېر ملامته شي (پرمخ‌تلونکي او یا هم پرمختللي هېوادونه) او له همدې ځایه څوک باید د شنو خونو غازونو د کمولو مسوولیت تر ډېره په خپله غاړه واخلي.

پرمخ‌تلونکي هېوادونه استدلال کوي چې پرمخ‌تللو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو ډېر د شنو خونو غازونه اخراج کړي دي. د دوی په وینا، له همدې ځایه باید پرمخ‌تللي هېوادونه تر ټولو ډېر د بار پورته کولو مسوولیت واخلي، ځکه دوی د هر ډول محدودیت پرته خپل اقتصادونه پراخ کړي وو. یقیناً چې په دې تړاو متحده ایالات د تاریخ تر ټولو لوی تولیدوونکی دی او ورپسې اروپايي ټولنه ده.

خو اوسمهال چین او هند په کلني ډول د نړۍ تر ټولو ډېر کاربن تولیدوونکي هېوادونه دي. له همدې ځایه، پرمخ‌تللي هېوادونه استدلال کوي چې چین او هند هم باید اوس د اقلیم ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د دې بحث په شالید کې، د چاپیریال په تړاو عمده تړونونه پر همدې څرخېدل چې د کاربن اخراج به څه ډول کمېږي. د بېلګې په توګه، د کیوتو پروتوکول یوازې پرمختللي هېوادونه مکلف کړل، چې د شنو خونو غازونو اخراج کم کړي. خو په بل اړخ کې، د پاریس تړون بیا د چاپېریالي بدلون ستونزه یوه ګډه ستونزه وبلله او پر ټولو هېوادونو یې غږ وکړ چې په دې تړاو خپل هدفونه وټاکي.

د پاریس له تړون راهیسې هېوادونو څه کړي؟

په هرو پینځو کلونو کې هیوادونه باید د دې تړون د پلي کولو په تړاو د خپل پرمختګ ارزونه وکړي. د دې پروسې لومړی راپور، چې د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې خپور شو، حکومتونو ته ګواښ کړی و، چې نړۍ “د پاریس تړون د اوږدمهاله موخو د بشپړولو په موخه پر یو سم لوري روانه نه ده.”

سره له دې چې یو شمېر هیوادونو د ملګرو ملتونو د اقلیم په کلنیو غونډو کې یو شمېر پرمختګونه کړي. یو له دغو مهمو پرمختګونو د زیان او تاوان صندوق جوړول و، چې د مصر په شرم الشیخ کې د COP27 غونډې پر مهال پرې موافقه وشوه. دا صندوق د اقلیمي بدلون د نابرابرۍ په مخاطبولو له بېوزلو هېوادونو سره مالي مرستې کوي. ځکه دوی د نړۍ د غازونو د اخراج په تړاو تر ټولو کم مسوول دي، خو د اقلیمي ناورینونو څخه تر ټولو ډېر کړېږي. په COP28 کې پریکړه وشوه، چې دا صندوق به د نړیوال بانک لخوا اداره کېږي او امریکا، جاپان، برتانیه او د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو تر ۴۳۰ میلیونه ډالرو پورې له دې صندوق سره ژمنې وکړې. وروسته د COP29 په غونډه کې پرمختللو هیوادونو ژمنه وکړه چې د پرمختلونکیو هېوادونو له پاره به د اقلیمي مالي مرستو کچه تر ۲۰۳۵ کال پورې درې برابره کوي، په داسې حال کې چې کلنی هدفه به نږدې ۳۰۰ ملیارده ډالر وي.

په دې وروستیو کې، د میتان غاز د اخراج کمولو له پاره نړیوالې هڅې زیاتې شوي، ځکه دا غاز تر ټولو ډېر د نړۍ د تودوخې باعث ګرځي. د ساینسپوهانو په وینا، دا غاز په لومړیو څو لسیزو کې د ډېرې تودوخې وړتیا لري. د امریکا او اروپايي اتحادیې له خوا د میتان په تړاو نړیواله ژمنه (Global Methane Pledge) د COP26 په غونډه کې وړاندې شوه، چې موخه یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلونو تر منځ د میتان غاز ۳۰ سلنه اخراج کمول وو. په COP28 کې د تیلو شرکتونو هم ژمنه وکړه چې د خپلو څاګانو او برمه‌کاریو څخه به د میتان غاز خپرېدنه تر ۸۰ سلنه کموي. خو د فوسیلي سون توکو د له منځه وړلو په تړاو ژمنه د COP29 په غونډه کې بیا له سره نوې نه شوه.

ایا د پاریس تړون ژمنې کافي دي؟

د ډېرو کارپوهانو په وینا د هېوادونو ژمنې کافي نه دي او له همدې مخې به دا ژمنې د نړۍ تودوخه د ۱.۵ سانتي ګراد څخه لاندې و نه ساتي.  د جرمن مېشتو غیر انتفاعي موسساتو د اقلیمي کړنو څار له مخې، تر ۲۱۰۰ کال پورې به د پاریس تړون لاسلیکوونکو تګلارې د نړۍ تودوخه تر ۲.۷ سانتي ګراد پورې وساتي. 

د CFR (د بهرنیو اړیکو شورا) کارپوه هیل په دې تړاو وايي :”د پاریس تړون کافي نه دی. ان د مذاکرو پر مهال دا منل شوې وه، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په تړاو به دا تړون بسنه و نه کړي. دا په حقیقت کې یوازې یو لومړنی ګام و او تمه کېده چې د وخت په تېرېدو سره به هېوادونه د غازونو د اخراج کمولو په تړاو لا ډېرې ژمنې وکړي.”

له ۲۰۱۵ کال راهیسې، لسګونو هېوادونو (په تېره بیا د نړۍ تر ټولو زیات کاربن تولیدوونکو) خپلې ژمنې پیاوړې کړي دي. د بېلګې په توګه، د امریکا ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې اعلان وکړ چې دغه هېواد به د ۲۰۳۰ کال تر پای پورې د کاربن اخراج، د ۲۰۰۵ کال کچې ته په کتو، له ۵۰ تر ۵۲ سلنه کم کړي. دا ژمنه د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ژمنې په پرتله دوه ځله زیاته ده. په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا کانګرس د یو قانون په تصویبولو دغه هېواد د دې هدف ترلاسه کولو ته نږدې کړ.  دغه راز ،اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې د ۱۹۹۰ کال د کچې په پرتله به د ۲۰۳۰ کال تر پایه د کاربن اخراج ۵۵ سلنه راکم کړي. چین ویلي چې دا به له ۲۰۳۰ کال څخه وړاندې د غازو د اخراج لوړ حد ته ورسېږي او له هغه وروسته به یې بیا کم کړي.

خو ان که دا ژمنې پلي هم شي، نو د نړۍ اوسط تودوخه به بیا هم د ۲۱۰۰ کال تر پای پورې له ۲ درجې سانتي ګراد (۳.۶ درجې فارنهایټ) څخه زیاته وي. که له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو څخه چې د خالص صفر (Net Zero) غاز اخراج ژمنې لري، خپلې ژمنې عملي کړي، نو د اقلیمي کړنو څارونکی راپور وړاندوینه کوي چې تودوخه به ۱.۸ درجې سانتي ګراد (۳.۲ درجې فارنهایټ) پورې محدوده پاتې شي.

د پاریس تړون بدیلونه کوم دي؟

ځینې کارپوهان باوري دي چې د اقلیم په تړاو تر ټولو ارزښتناک ګامونه په نورو نړیوالو فورمونو کې ترسره کېږي. د ییل پوهنتون اقتصادپوه ویلیم نوردهوس وایي، چې د پاریس تړون په څېر خالص داوطلبانه نړیوال تړونونه د مفتې سورلۍ  (Free-riding) ستونزه رامنځته کوي او له همدې امله له ناکامۍ سره مخ کېږي. دی وايي د کاربن د اخراج په تړاو تر ټولو غوره لاره دا ده چې حکومتونه د کاربن بیې په تړاو یوې نړیوالې موافقې ته ورسېږي، نه دا چې د هېوادونو د غازو اخراج له پاره محدودیتونه وټاکل شي. ځینې نور کارپوهان په دې تړاو سپارښتنه کوي، چې نوي ځانګړي تړونونه دې (په یو شمېر سکتورونو او یا هم د غازونو اخراج ډولونو په تړاو) رامنځته شي، چې دا تړونونه به د پاریس تړون بشپړ کړي.

په دې وروستیو کلونو کې اقلیمي دیپلوماسي تر ډېره په کوچنیو څو اړخیزو ډلبندیو کې ترسره کېږي. د شلو سترو اقتصادي هېوادونو ډله (G20)، چې د نړۍ د ۸۰ سلنه شنو خونو غازونو د اخراج مسوولیت لري، ژمنه کړې چې د ډبرو سکرو پر مټ چلېدونکي برېښناکوټونو تمویل به پای ته رسوي. دغه راز، دې ډلې ژمنه کړې چې د دې لسیزې تر پایه به د تجدید وړ انرژۍ ظرفیت هم درې چنده لوړ کړي. خو دې ډلې تر اوسه د فوسیل سون توکو د ختمولو له پاره کومه نېټه نه ده ټاکلې. په ۲۰۲۲ کال کې له نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) سره تړل شویو هېوادونو ژمنه وکړه چې د ۲۰۵۰ کال تر پایه به د تجارتي الوتنو د کاربن اخراج صفر کوي. دغه راز، لوی ښارونه هم په دې تړاو خپلې ژمنې کوي. په امریکا کې، له ۶۰۰ ډېر محلي حکومتونه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په موخه تفصیلي پلانونه لري، چې په دوی کې د غازونو کموالی هم شامل دی.

صنعتونه د کاربن د اخراج تر ټولو سترې سرچینې دي. په همدې تړاو ګڼ شمېر شرکتونو هم ژمنه کړې چې خپل اخراج به راکموي او یا به هم کاربن ناپېیلي (Carbon Neutral) یا کاربن منفي (Carbon Negative) پاتې شي، یعنې په فضا کې به د کاربن تر خپراوي زیات کاربن جذبوي. پر ساینس ولاړ د موخو ابتکار، چې د شرکتونو د کاربن بېطرفه پلانونو د ارزونې له پاره د “طلایي معیار” په توګه پېژندل کېږي، تر اوسه د ۳۰۰۰ شرکتونو پلانونه تصدیق کړي دي. دوی غواړي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې دا شمېره درې چنده زیاته کړي، خو د یو شمېر څېړونکو په وینا لا هم یو شمېر ستونزې شته. 

پای

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!