LOADING CLOSE

د افغان-ټرانس پروژه ولې مهمه ده؟ – ولادمیر نوروف

د افغان-ټرانس پروژه ولې مهمه ده؟ – ولادمیر نوروف

لیکنه: ولادمیر نوروف (د ازبکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر)

ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز)

موږ یوې مهمې مرحلې ته داخلېږو، ځکه روسیه او ازبکستان د افغان-ټرانس رېل پټلۍ د پروژې د پلي کولو پړاو ته داخلېږي. دا پروژه یو بدلون رامنځته کوونکې زبربنايي پروژه ده، چې موخه یې له سویلي اسیا او عربو‌ بحیرې سره د منځنۍ اسیا نښلول دي.

د ۲۰۲۴ کال د توافقاتو پر بنسټ، د روسیې او ازبکستان د ترانسپورت وزارتونو په ګډون د رېل ملي شرکتونو (د ازبکستان تِمیر یوللری او د روسیې ریل لارې) تر منځ رسمي سندونه لاسلیک شول. په ۲۰۲۵ کال کې به د روسیې او ازبکستان تخنیکي او اقتصادي کارپوهان د دې نوې ترانزیتي لارې تخنیکي او اقتصادي توجیه پیل کړي.

په دې تړاو دوه احتمالي مسیرونه په پام کې نیول شوي دي:

  1. مزارشریف – هرات – دلارام – کندهار – چمن
  2. ترمز – نایب‌اباد – لوګر – خرلاڅي

د دې پروژې لومړنۍ څو اړخیزه ناسته به د ۲۰۲۵ کال د مۍ په ۱۵–۱۶ نېټه په قازان کې د “روسیه – اسلامي نړۍ” فورم په ترڅ کې ترسره شي. په دې ناسته کې به افغانستان او پاکستان هم ګډون وکړي.

دا پروژه ولې مهمه ده؟

دا پروژه د پینځو عواملو له امله مهمه ده:

لومړی؛ ستراتیژیک اتصال: افغان-ټرانس پروژه یوازې یوه رېل‌پټلۍ نه ده، بلکې دا د دودیزو سمندري مسیرونو د بدیل په توګه یوه نوې سوداګریزه لاره ده، چې روسیه او منځنۍ اسیا به د عربو بحیرې له لارې له نړۍ سره ونښلوي. دا لاره کولی شي د اوراسیا د لوجستیک نقشه ور بدله کړي.

دویم؛ اقتصادي پوتنشیل: د شاوخوا پینځه میلیارد ډالرو او تر ۲۰ میلیونه ټنه کلني ظرفیت په لرلو سره دا پروژه کولی شي سوداګري زیاته، د لېږد لګښتونه راکم او د ازبکستان په څېر په وچه ایسارو هېوادونو ته سمندر او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی اسانه کړي.

درېیم؛ سیمه‌ییز ادغام او ثبات: که چېرې دا پروژه بریالۍ شي، نو دا به په افغانستان کې اقتصادي فعالیت ته وده ورکړي او په تاریخي لحاظ به دې ویشل شویو سیمو ته د همکارۍ نوي فرصتونه هم برابر کړي.

څلورم؛ خطرونه او واقعیتونه: د دې پروژې د بریا له پاره امنیت، په تېره بیا په افغانستان کې، لا هم ستر خنډ دی. سیاسي اراده، نړیوال ملاتړ او مؤثره همغږي د دې پروژې د دوام له پاره حیاتي بلل کېږي.

پینځم؛ جیوپولیټیکي بدلون: دا دهلېز د روسیې له پاره له نړیوالو بندیزونو څخه د وتلو او نړیوالې سوداګرۍ په متغیراتو کې د بدلون پر وړاندې یو ستراتيژيک ځواب دی او تر څنګ یې روسیه له دې لارې کولی شي، له سویلي او منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې نورې هم ژورې کړي. 

په لنډه توګه، د افغان-ټرانس رېل پټلۍ پروژه یوه لویه او ستراتیژیکه پروژه ده. که چېرې دا پروژه په هوښیارۍ سره پلي شي، نو دا به سیمه‌ییزې سوداګرۍ، اتصال او جیوپولیټیک ته یوه نوې بڼه ورکړي. 

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!