د اتکاء تیوري؛ ولې ځینې هېوادونه پرمختللي او نور وروسته پاتې دي؟
لیکنه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
تېره میاشت د اکسفام ادارې یو راپور خپور کړ، چې په هندي او انګلیسي رسنیو کې یې یوه غوغا جوړه کړه. د دغه راپور له مخې، د ۱۷۶۵ کال څخه تر ۱۹۰۰ کال پورې، انګلیسي امپراتورۍ له هند څخه نږدې ۶۴.۸ تریلیون ډالره ایستلي وو. دغه راز د انګوس ماډیسن د کتاب له مخې، په ۱۷۰۰ کال کې، په نړیوال ناخالص داخلي تولید کې د هند برخه ۲۵ سلنه وه؛ خو په ۱۹۴۷ کال کې، چې انګلیسي امپراتورۍ سیمه پرېښوده، د هند برخې ۴ سلنې ته نزول کړی و. دا د پرمختللي لویدیځ یوازې د یوې امپراتورۍ کیسه ده. نور هم له دې مستثنی نه وو.
دا چې ولې ځینې هېوادونه پرمختللي او ولې نور وروسته پاتې دي؟ ایا ټول هېوادونه یوازې د یو ماډل (نمونې) په تعقیبولو پرمختګ کولی شي؟ دا ډول پوښتنې له کارل مارکس او لیننه رانیولې د ماډرنایزیشن، اتکاء او تر اوسنیو معاصرو تیوریو پورې ډېرو مفکرینو ځواب کړي دي. په دې لیکنه کې موږ له دغو نظریو څخه د اتکاء تيورۍ ته لنډه کتنه وکړو. دا تیوري تر ډېره د جوړښتي بدلون نظریو په کټګورۍ کې بسته بندي کېږي.
د اتکاء د تیورۍ له مخې، په هغو ځایونو کې چې پرمختګ نشته، دا په مستقیمه توګه له استعمار سره اړیکه لري. استعمار له خپلو مستعمرو څخه د شتمنيو په لوټلو خپله شتمني او سرمایه زیاته کړې. همدا لامل دی، چې اوسمهال ځینې هېوادونه شتمن دي او نور بې وزلي. د دې تیورۍ پلویان دا هر څه د استعماري دورې له ختمېدو سره ختمه نه بولي، بلکې د دوی په ګومان دا له استعماره وروسته هم، د مرکز-حاشیې په میکانیزم کې، چې په دې لیکنه کې ورته د میټروپولیس (مرکز) او پيرو په نامه ورته اشاره شوې (ځکه اندرې فرانک یې په همدې نامه یادوي) پر مخ ځي.
موږ به په دې لیکنه کې یوازې د درېیو مفکرینو د درېیو لیکنو په رڼا کې د اتکا تیوري بیان کړو. لومړۍ لیکنه د اندرې فرانک، دویم د سمیر امین او درېیمه د فرنانډو کوردوسو ده. دا لیکنې په ماخذ کې په نښه شوي.
د اتکاء تیورۍ پېلامه
کارل مارکس په اقتصادي پرمختګ کې د کار وېش مهم ګڼي. د ده په وینا، کله چې صنعتونه له زراعت څخه بېلېږي، نو د ښارونو او کلیوالو سیمو تر منځ کړکېچ رامنځته کېږي. دغه راز، د کار د وېش له امله د کارګرانو او مالکانو تر منځ هم شخړې رامنځته کېږي. هغه دا هر څه د سرمایې د حرکت په پینځو قوانینو کې تشریح کوي. په لومړي قانون کې سرمایه په تدریجي ډول د ګټې او تولید زیاتېدو سره زیاتېږي. په دویم قانون کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره د ګټو فیصدي کمېږي (د کارل مارکس په وینا یوازې کارګر د ریښتینو ګټو لامل دی). په درېیم قانون کې د ګټو له کمښت سره کوچني شرکتونه له صحنې وځي او ځای یې انحصاري شرکتونه نیسي. د کارل مارکس په وینا، دغه مهال سرمایه د لږو خلکو په لاسونو کې وي. په څلورم قانون کې د کارګرو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. په وروستي قانون کې، بحران رامنځته کېږي، چې دا بیا سوسیالیزم ته لاره هواروي. له همدې ځایه، د کارل مارکس په وینا، کپیټلیزم (پانګوالي) په خپله د خپلې نابودۍ لامل دی.
کله چې په اروپا کې د کارل مارکس د دې تیورۍ په اساس هېڅ هم و نه شول. نو لینن د خپلې استعماري تیورۍ پر مټ دې حالت ته ځواب ورکړ. د لینن په وینا، کپیټلیستي نړۍ له دې قوانینو د مستعمرو او غلامۍ د سوداګرۍ له امله نجات وموند. په دې ډول یې نور هېوادونه پر ځان متکي کړل.
وروسته چې کله په نړۍ کې مستعمرو خپلواکي ترلاسه کړه، نو په ۱۹۴۹ کال کې هانس سینګر او رال پریبیش دوه مقالې ولیکلې. په دې مقالو کې دوی استدلال وکړ، چې د وخت په تېرېدو سره د خامو موادو نرخونه کم شول، له بلې خوا، د صنایعو د تولیداتو نرخونه پورته لاړل. دا کار د بې وزله هېوادونو په زیان و، ځکه دوی تر ډېره خام مواد صادروي، ځکه یې ګټه هم لږه وي. خو بډایه هېوادونه بیا صنعتي تولیدات صادروي او له همدې ځایه ډېره ګټه کوي. له همدې امله دا پر شتمنو هېوادونو د بې وزله هېوادونو اقتصادي اتکاء ته لاره هواروي.
د انډرې ګوندر فرانک د اتکاء تیوري
اندرې ګوندر فرانک د ماډرنایزیشن تیوري تر نیوکو لاندې ونیوله. د ده په وینا، که چېرې موږ له تاریخه ناخبره یو، نو موږ نه شو کولی چې د اقتصادي پرمختګ په تړاو کومه تیوري وړاندې کړو. دی له وروسته والي څخه پرمختګ ته انتقال یوه طبیعي پروسه نه ګڼي. ځکه ټول دا ډول مرحلې نه تجربه کوي. د ده په اند، دا اصلن استعمار و چې وروسته والی یې رامنځته کړ. خو په بل اړخ کې، پرمختللو هېوادونو هېڅمهال هم دا مرحله تجربه کړې نه ده، ځکه دوی هېڅمهال هم مستعمره شوي نه وو.
خو پوښتنه پیدا کېږي چې د مستعمرو له خپلواکۍ وروسته بیا هم دغه هېوادونه ولې بې وزله پاتې شوي؟ دی په دې تړاو د میټروپولیس (مرکز) او پیرو میکانیزم ته اشاره کوي، چې له کبله یې اوس هم وروسته پاتې هېوادونه په پرمختللو هېوادونو متکي دي. دی وايي، چې د نړیوال کاپيټلیستي اقتصاد جوړښت داسې جوړ شوی چې بې وزله هېوادونه په پرمختللو هېوادونه متکي دي. په لاندې انځور کې انګریزي ایم د کاپیټلیستي نړۍ (امریکا او اروپا) مرکز دی، چې وسایل او شتمني کنټرولوي. ایس بیا پيرو هېواد دی او په دې کې ټول بې وزله هېوادونه شامل دي، چې تر ډېره خام مواد صادروي. دلته د یوې خبرې یادونه اړینه ده، چې دا بې وزلۍ یا د مرکز پيرو هېوادونه خپل مرکزونه هم لري، چې په انځور کې د انګریزۍ په وړوکي ایم حرف کې ورته اشاره شوې. دوی بیا د مرکز د پيرو هېوادونو پيرو دي. دوی د پيرو هېوادونو د پيرو او نړیوال مرکز تر منځ د یو منځګړي رول هم لوبوي او له همدې امله دوی تر ډېره د نړیوال مرکز ملګري هم وي. همدا لامل دی، چې ځینې خلک په لاتینه امریکا کې له دیکتاتورانو د امریکا ملاتړ له همدې کبله ګڼي، چې امریکا به ورسره راکړه-ورکړه په اسانۍ وکړای شي او که چېرې په دغو هېوادونو کې دیموکراسي وای، نو مرکز ته به بیا ستونزمنه وه چې د پيرو مرکزونه د نړیوال مرکز په ګټه وکاروي. دا ځنځیر یوازې د یو هېواد تر ملي حکومت پورې محدود نه دی، بلکې دا همداسې تر سیمهییزو، ولایتي او د ولسوالیو حکومتولیو پورې غځېدلی دی.
د اندرې فرانک فرضیې
د اندرې فرانک لومړۍ فرضیه دا ده، چې ملي او نور پيرو مرکزونه د نړیوال مرکز په پرتله کم پرمختګ کوي. دی په دې تړاو په بوینس ایرس او ساو پولو کې هغو پرمختګونو ته اشاره کوي چې په ۱۹مه پېړۍ کې د صنعتي کېدو له امله رامنځته شول، خو دی دې پرمختګ ته محدود پرمختګ وايي چې پر نورو متکي وو.
په دویمه فرضیه کې اندرې فرانک وايي، پيرو هېوادونه هغه مهال ډېر پرمختګ کولی شي، چې کله یې له نړیوال مرکز سره اړیکه تر ټولو کمزورې وي. د ده په وینا، په پيرو سیمو کې هغه مهال پرمختګ راتلی شي، چې کله نړیوال مرکز له بحرانونو سره مخ وي، خو کله چې دا بحرانونه پای ته ورسېږي، نو هغوی بیا د پيرو سیمو پرمختګ مخه ډبوي. دی د خپلې دې فرضیې په تړاو پینځه داسې مرحلې یادوي چې هغه مهال لاتینې امریکا پرمختګ تجربه کړی و. لومړی، په ۱۷مه پېړۍ کې چې کله په اروپا کې اقتصادي بحران رامنځته شو، د ناپیلیون جګړې، لومړۍ نړیواله جګړه، د ۱۹۳۰مې لسیزې اقتصادي بحران او دویمه نړیواله جګړه.
د اندرې فرانک درېیمه فرضیه دا ده: هغه سیمې چې اوسمهال تر ټولو ډېرې وروسته پاتې دي یو مهال له نړیوال مرکز سره تر ټولو ډېرې نږدې اړیکې درلودې. د ده په وینا، چې کله وسایل ختم شي، نو نړیوال مرکز سیمه پرېږدي. دی په دې تړاو د بولویا د سپینو زرو، د ویست انډیز د شکرې او په بنګال کې صنعتي خامو موادو ته اشاره کوي.
آیا دا فرضیې ریښتیا هم سمې دي؟
ډېرې داسې بېلګې شته، چې د اندرې فرانک له دغو فرضیو سره په ټکر کې دي. د بېلګې په توګه، شانګهای او سینکاپور چې د پيرو هېوادونو مرکزونه دي، دمګړۍ د بشري پرمختیا په شاخص کې یو له پرمختللو سیمو څخه ګڼل کېږي. په دې شاخص کې د شانګهای نومرې په نړیواله کچه د ۳۲ نمبر هېواد سره برابرې دي، خو د سینګاپور نومرې بیا د نړۍ له ۹ نمبر هېواد سره برابرې دي.
دغه راز د جاپان، سویلي کوریا، چین او ختیځو اسیايي هېوادونو بېلګې هم د اندرې فرانک له فرضیو سره په ټکر کې دي. دلته به یوازې د چین د بېلګې یادونه وکړو. په ۱۸۲۰ کال کې، په نړیوال ناخالص داخلي تولید کې د چین برخه ۳۲.۹ سلنه وه. د چین دومره لویه برخه د دوی د نفوس له امله وه، خو د اپیمو له جګړو وروسته، په ۱۸۷۰ کال کې دغه برخه ۱۷.۱ سلنې ته راکمه شوه او په ۱۹۵۰ کال کې بیا د چین برخه یوازې ۴.۶ سلنې ته ورسېده. له ۱۹۷۸ کال وړاندې، چین له نړۍ او په تېره بیا له نړیوال مرکز سره هېڅ اړیکه نه درلوده، خو بیا هم بې وزلی و او هم یې اقتصادي وده کمه وه. دا یوازې له ۱۹۷۸ کال وروسته د ډینګ زیوپانګ د اصلاحاتو او په نړیوال کاپیټلیستي سیستم کې د ادغام له امله شوني شول چې چین پرمختګ وکړي. د یوې څېړنې له مخې، په چین کې د بهرنۍ پانګونې له ۱ سلنې زیاتېدو سره د چین ناخالص داخلي تولید ۰.۶ سلنه زیات شوی و او همدا رنګه د ۱ سلنې ناخالص داخلي تولید له زیاتېدو سره په چین کې بهرنۍ پانګونه هم ۱.۷ سلنه زیاته شوې وه.
د سمیر امین د اتکا تیوري
سمیر امین مصری سوسیالیستي مفکر دی. دی د اتکاء تیوري په تړاو وايي: وروسته والی یو طبیعي پدیده نه ده. له استعماره وړاندې افریقا د عامه تصور برعکس منزوي او کمزورې نه وه. خو افریقا له صنعتي انقلابه وړاندې ولوټل شوه او له همدې ځایه دی د لینن برعکس ادعا کوي چې استثمار یوازې د کاپيټلیزم تر وروستۍ مرحلې محدود نه دی. دی د افریقا په تړاو خپله مقاله په څلورو برخو ویشي:
لومړۍ مرحله؛ له سوداګرۍ وړاندې مرحله تر ۱۷مې پېړۍ: د سمیر امین په وینا، په دې دوره کې افریقا وروسته پاتې نه وه. او نه هم کمزورې او منزوي وه. دغه مهال افریقا د اوږد واټن سوداګرۍ له مخې له ټولې نړۍ سره نښتې وه، خو کله چې د اوږد واټن سوداګرۍ لارو بدلون وموند، نو دا سیمه له زوال سره مخ شوه. دی د سوداګرۍ د لارو بدلون له اروپاييکاپيټلیزم سره تړلې ګڼي. ځکه له مدیترانې یې سوداګرۍ د اتلانتیک سمندر ته واړوله او دا هغه مهال و چې د غلامانو سوداګري پېل شوې وه.
دویمه مرحله؛ د غلامانو سوداګري (له ۱۷مې پېړۍ تر ۱۸۰۰کال پورې): د سمیر امین په اند، د خامو موادو په پرتله د غلامۍ سوداګري د افریقا پر ټولنې ناوړې اغېزې وښندلې. د دې سوداګرۍ له امله ټولنې بې ځایه او ټوټې شوې او پای یې د نفوس کمښت هم رامنځته کړ. افریقایانو د دې وضعیت پر وړاندې مقاومت وښود، خو ډېره پایله یې ورنکړه. له همدې امله دغه حالت د افریقا پر وروسته والي ډېره اغېزه وکړه.
درېیمه مرحله؛ په کاپیټلیستي سیستم کې بشپړ ادغام: د سمیر امین په وینا، کله چې اروپا له سوداګرۍ څخه صنعتي کاپيټلیزم ته داخله شوه، نو له افریقا به یې خام مواد لکه (صمغ، شکر، تمباکو) واردول. دغه مهال د افریقا او اروپا تر منځ راکړه ورکړه په نابربراۍ ولاړه وه، چې وروسته یې بیا همداسې دوام وکړ.
څلورمه مرحله؛ مستعمرې: د سمیر امین په وینا، په دې مرحله کې افریقا په ډېرو برخو ووېشل شوه. د اروپایانو یوازینۍ موخه دا وه چې ارزانه کارګرو او خامو موادو ته لاسرسی ومومي.
سمیر امین یو ډېر انقلابي مفکر ګڼل کېږي. له همدې امله دی وايي، چې لویدیځ په پینځو برخو کې انحصار لري: د پراخو ویجاړونو وسلو ته لاسرسی، د ډلهییزو ارتباطاتو سیستمونه، پولي او مالي سیستم، عالي ټکنالوژي او د نړۍ تنګیو په ګډون طبیعي سرچینو ته لاسرسی. د سمیر امین په وینا، تر څو چې لویدیځ په دې برخو کې نه وي ننګول شوی، نو نړیوال نظم به یې همداسې پاتې وي. دی د اتکاء ماتېدنه له جلاکېدنې یا Delinking سره تړلی بولي.
آیا په افریقا کې ریښتیا هم همداسې پېښ شول؟
ناتن نون په ۲۰۰۷ کال کې د هارورډ پوهنتون د اقتصاديپرمختګ ژورنال کې یوه مقاله خپره کړه. په دې مقاله کې ناتن استدلال وکړ، چې د افریقا تاریخ د افریقا پر اوسني پرمختګ اغېزه کړې. دی وايي افریقا له اروپايانو سره له اړیکو وړاندې پرمختللي قوانین، کنوانسیونونه، اخلاق او د جرګو میکانیزمونه درلودل. هغه ټولنې چې ډېرې مرکزي وې، رسمي سیاسي جوړښتونه یې هم جوړ کړي وو. ناتن د اکیموګلو، چې تېر کال یې د نوبل جایزه هم واخیسته، د ښاري نفوس شاخص له مخې استدلال کوي، چې هغه مهال افریقا له اروپا مخکې وه. د ده په وینا، افریقا په نړۍ کې د ښاري نفوس دویمه لوړه سلنه درلوده. په زیمبابوې کې دا سلنه ۱۵ سلنه، په مالي کې ۱۲.۷ سلنه، په موریتانیا کې ۶.۷ سلنه، په نایجریا کې ۴.۸ سلنه، په پرتګال کې ۵.۸ سلنه، په هند کې ۱.۸ سلنه، په پیرو او میکسیکو کې په ترتیب ۲.۵ سلنه او ۶.۵ سلنه وو.
خو د غلامانو د سوداګرۍ پرمهال، د ۱۶مې او ۱۹مې پېړیو تر منځ، نږدې ۱۲ میلیونه افریقایان د غلامانو په توګه امریکا ته ولېږدول شول. له همدې امله یو شمېر افریقایان په افریقا کې په ناوړه فعالیتونو کې هم بوخت شول. هغه مهال تر ټولو ښه روزګار د غلام کېدو په پرتله د نورو غلامول وو. د دې ترڅنګ، په افریقا کې دغه مهال کلنی ټیکس د کال ۳۰ ورځو سره برابر وو او همدارنګه جبري روزګار هم زیات وو. د بېلګې په توګه، په کانګو کې بومي خلک دې ته اړ کېدل څو هره میاشت نږدې ۴۰ ساعتونه په ربړ راټولونه کې مصرف کړي، خو په یوګانډا کې بیا بومي خلک مجبوره وو، چې په کال کې نږدې ۳۰ ورځې د سړکونو په جوړولو ولګوي.
د ناتن نون په وینا، له اروپایانو سره له اړیکې وروسته، د ۱۸۰۶ کال څخه تر ۱۸۲۱ کال پورې، د غلامانو صادرات ۲۴۰ سلنه زیات شول. تر ټولو مهمه دا چې، په دغه مهال کې د وریجو او غنمو صادرات په ترتیب سره ۸۸ او ۹۵ سلنه کم شول. له همدې امله، ډېری خلک بیا یا له بغاوتونو سره یوځای شول او یا هم لوټمار شول. ځکه له جبري روزګار او غلام کېدو ورته دا تر ټولو غوره کار و.
د فرنانډو کوردوسو د اتکاء تیوري
فرنانډو کوردوسو د برازیل مفکر او وروسته بیا د دغه هېواد رییس جمهور هم شو. د ډېرو په اند دی د سمیر امین او فرانک په پرتله تر ډېره منځلاری دی.
هغه مهال چې ده د اتکاء تیوري وړاندې کړه، په لاتیني امریکا کې یو شمېر پرمختګونه ولیدل شول چې تر ډېره د فرانک د اتکاء له نظریې سره په ټکر کې وه. د ده په وینا دوه ډوله بدلونونه رامنځته شوي وو:
لومړی؛ د کاپیټلیستي سیستم دننه بدلونونه: د کوردوسو په وینا، د بانکي او مالي سکتور په پرتله، ګڼ ملتي شرکتونه دمګړۍ پر کاپیټلیستي سیستم واک چلوي. دوی پر بانکونو او مالي سکتور متکي نه دي. دغه راز، نظامي صنعتونه او فلاحي دولتونه بل بدلون و، چې د دې سیستم دننه رامنځته شوی وو. د کوردوسو په وینا، پخوا به کاپیټلیستي سیستم پر مستعمرو او امپریالیزم متکي و، خو اوس پر نظامي صنعتونو یا به بله معنی د جګړې پر اقتصاد ولاړ دی. د دې ترڅنګ، دا سیستم د خپلو خلکو د بهبود په تړاو پر یو شمېر پروګرامونو هم لګښتونه کوي.
دویم؛ د مرکز-پيرو تر منځ بدلېدونکي محرکات (انحصاري پرمختیا): کوردوسو په خپله مقاله کې د احصایو له لارې ښيي، چې د نړیوال مرکز او پيرو هېوادونو تر منځ یو شمېر محرکاتو بدلون موندلی دی. د ده په وینا، په لاتینه امریکا کې (چې د مرکز پيرو دی) د خامو موادو په پرتله د صنعتونو په برخه کې بهرنۍ پانګونه زیاته شوې. دی زیاتوی، چې د معدنونو په سکتور کې د اقتصادي مالکیت یوه نوې بڼه د ګډې پانګونې په توګه رامنځته شوې. توکي هم یوازې د همدغو پيرو هېوادونو په داخل کې تولیدیږي او بیا هملته مصرفېږي. همدا لامل دی چې کوردوسو دغه حالت ته انحصاري پرمختګ وايي. دی د تېرو دوو مفکرینو برعکس دا مني چې په پیرو هېوادونو کې پرمختګ رامنځته کېږي. خو د ده په وینا دغه هېوادونه یوازې د ټکنالوژۍ په برخه کې پر نړیوال مرکز متکي دي. د استحصال په برخه کې، دی بیا هم په دې ټینګار کوي چې اوسمهال یې یوازې شکل بدلون موندلی دی. دمګړۍ ګڼ ملتي شرکتونه خپلو هېوادونو ته پیسې لېږدوي او همدارنګه نړیوال بانکونه او ادارې هم پورونه له یو شمېر شرطونو سره تړلي بولي.
کوردوسو د پيروو هېوادونو لپاره حللاره په دې ټکو سره کوي:
«د سویلي هېوادونو باعزته راتلونکی یوازې هغه مهال ممکن دی، چې هلته ډېرې زده کړې، غوره دولت، له بشري پانګې اغېزمنه ګټه رامنځته شي او د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی ګامونه واخیستل شي. همدا راز، یوه دیموکراته ټولنه او دولت هم اړین دی.»
د اتکاء پر تیورۍ څو نورې ملاحظې
که څه هم پورته د اتکاء پر تیورۍ یو شمېر ملاحظې یادې شوې، خو دلته به له هغو پرته یو شمېر نورې ملاحظې هم بیان شي.
لومړۍ؛ سمیر امین په خپله مقاله کې استدلال کوي، چې له استعماره وړاندې افریقا پرمختللې وه، خو دی د اوږد واټن سوداګرۍ له یادونې پرته نور څه نه یادوي او نه هم د سوداګرۍ په تړاو کوم ارقام وړاندې کوي. ځکه نو دا ستونزمنه ده چې درک شي هغه مهال څه ډول پرمختګ و؟!
دویم؛ د فرانک د اتکاء نظریه تر ډېره د انزوا سپارښتنه کوي، خو له بشپړې انزوا سره ستونزې نورې هم زیاتېږي. تاسو یو ځل د شمالي کوریا او ایران بېلګې وګورئ، چې نړیوالو بندیزونو یې څومره اقتصادي پرمختګ اغېزمن کړی دی.
درېیم؛ په نړیوال سيستم کې ادغام د پرمختګ له پاره ښه دی. د بېلګې په توګه، صادرات د اقتصادي پرمختګ یو له بنسټیزو لاملونو څخه دی. د ختیځې اسیا هېوادونو اقتصادونه د واردات محوره صنعتونو په پرتله صادرات محوره صنعتونه رواج کړل. د دې ترڅنګ، د اسیا پراختیايي بانک د یو راپور له مخې، د عرضې په نړیوال زنځیر کې ورګډېدل مولدیت هم زیاتوي.
څلورم؛ دا تیوري تر ډېره پر بهرنیو لاملونو ټینګار کوي، خو پر داخلي فکتورونو هېڅ هم نه وايي.
پینځم؛ دا تیوري د ډېرو بېلګو له مخې ناسمه ثابتېږي. د بېلګې په توګه، ځینې هېوادونه مستعمره وو (چین، هند، اسیان هېوادونه) خو اوس شتمن دي. بل خوا، نور هېوادونه چې هېڅمهال هم مستعمره نه وو (د بېلګې په توګه افغانستان) لا هم بې وزلي دي. د دې ترڅنګ، د شماليکوریا، ایران او روسیې بېلګې هم شته چې له دې تېورۍ سره په ټکر کې دي.
ماخذونه:
Aiyar, S. S. A. (2023). Indian Nationalism and the Historical Fantasy of a Golden Hindu Period (Policy Analysis No. 951). Cato Institute. https://www.cato.org/policy-analysis/indian-nationalism-historical-fantasy-golden-hindu-period
Amin, Samir. 1972. “Underdevelopment and dependence in Black Africa: Origins and Contemporary Forms,” Journal of Modern African Studies. 10(4): 503-524.
Cardoso, Fernando Enrique. 1972. “Dependency and development in Latin America.” New Left Review 74 (July/August):83-95.
Frank, A. G. (1978). Development of Underdevelopment or Underdevelopment of Development in China. Modern China, 4(3), 341–350. JSTOR. http://www.jstor.org/stable/188950
Ghosh, B. N. (2019). Dependency Theory Revisited. Routledge. https://doi.org/10.4324/9781315187389
Maddison, A. (2007). Contours of the World Economy 1-2030 AD: Essays in Macro-Economic History. Oxford University Press.
Nunn, N. (2007). Historical legacies: A model linking Africa’s past to its current underdevelopment. Journal of Development Economics, 83(1), 157–175. https://doi.org/10.1016/j.jdeveco.2005.12.003
Zebregs, H. (2003). Foreign Direct Investment and Output Growth. In W. S. Tseng & M. Rodlauer (Eds.), China: Competing in the Global Economy (p. ch006). International Monetary Fund. https://doi.org/10.5089/9781589061781.071.ch006