دوه هېوادونه، یوه مخینه؛ په هند کې ولې د پاکستان په پرتله ډيموکراسي ده؟
لیکوال: سمیت ګنګولي
ژباړه: شیرزاد خان (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه پاکستان او هند، د برتانيې له هندي امپراتورۍ څخه د ازادو او خپلواکو دولتونو په توګه را څرګند شول.
دا پوښتنې ځکه مهمې دي چې د ډېرو ناوړو حالاتو سربېره بیا هم په هند کې دیموکراسۍ ژورې ريښې وکړې. له خپلواکۍ او وېش وروسته، د هند د وګړو د سواد کچه یوازې شاوخوا ۱۷ سلنه وه، خلک بېوزلي وو، او ټولنيز او قومي درزونه ډېر ژور. خو د هند تجربه دا نظریه رد کړه، چې دیموکراسي د منځنۍ طبقې شتون ته اړتیا لري. برعکس، پاکستان سره له دې چې د ۱۹۵۰مو او ۶۰مو کلونو کې یې پیاوړی اقتصادي وده درلوده، خو دیموکراسۍ ته یې بریالی انتقال و نه کړ. ان کله چې ملکي حکومتونه واک ته ورسېدل هم، نو ډېر وخت يې دوام و نه کړ.
هند د نوي دولت په توګه له ګڼو ستونزو سره مخ و؛ خو د هند ملي کانګرس، هغه ګوند چې د ازادۍ مشري یې کړې وه، داسې ادارې او کړنلارې رامنځته کړې چې دیموکراتیکې وې. په دې کې د پوځ تر ملکي واک لاندې ساتل ډېر مهم و. خو برعکس، د پاکستان اصلي ملي ګوند، مسلم لیګ، دغو کارونو ته چمتو نه و. حالات هغه مهال لا بدتر شول، کله چې د لوېديځ او ختيځ پاکستان تر منځ کورنۍ جګړه وشوه او دا جګړه د هند په مداخلې سره په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان او بنګلهدېش په جلا دولتونو جوړېدو سره پای ته ورسېده.
مایا ټیودر هغه څېړونکې ده، چې هڅه کوي د هند او پاکستان د سیاستونو بېلو لارو ته نوي دلایل وړاندې کړي. هغې د خپل کتاب له لارې دا استدلال کړی چې دا توپير د دواړو ملتپالو ګوندونو، یعنې د کانګرس او مسلم لیګ، د جوړښتونو، تنظیمونو او ایډیالوژیو له امله دی. دا دلیل که څه هم نوی نه دی، خو ټیودر د اصلي سرچینو پر بنسټ دا مسئله په واضح او قوي ډول بیان کړې ده.
کانګرس په ۱۸۸۵ کې د یو معتدل او لوړ پاړکي ګوند په توګه رامنځته شو، چې هدف یې یوازې د نماینده حکومت له پاره لابي کول و. دا ګوند له پېله لېبرال و. خو د شلمې پېړۍ له پیل سره کانګرس خپله لمن پراخه کړه او کلیو ته یې خپل فعالیتونه وغځول. ټیودر په دې تړاو مهاتما ګاندي ته د بېوزلو او بېواکه خلکو په راټولولو کې د هغه پر رول ډېر ټينګار کوي ان هغه دا هم وايي چې ګاندي غوښتل یو برابر اجتماعي نظم رامنځته کړي.
له تاوتریخوالي پرته مدني نافرمانۍ کول، د ډيموکراسۍ ریښې نورې هم مضبوطې کړې. په دې تړاو، هغه درې مهم کمپاینونه چې کانګرس د خپلواکۍ لپاره پیل کړل، د ټول هند په کچه ټولنیزې او اقتصادي ستونزې په ګوته کړې. د دې کمپاینونو له جملې څخه دویم او تر ټولو مشهور یې د ۱۹۳۰م کال د مالګې لاریون و، چې مهاتما ګاندهي یې مشري کوله. دا حرکت د بریتانیا د ناعادلانه مالیاتو او د یوه ضروري توکي (مالګې) د انحصاري کنټرول پر ضد یو ساده، سولهییز او مستقیم اعتراض و. د دې ترڅنګ دا یو داسې حرکت و چې د هند ټول خلک، ان بې وزلي او بېتعلیمه وګړو هم درک کولی او پکې یې ګډون کولی شو.
کله چې د کانګرس ډلې هڅه کوله چې د هندي ټولنې د بېلابېلو ډلو استازولي وکړي، د ګوند دننه د بحث، مناظرې، او جوړجاړي عادتونه رامنځته شول. دا عادتونه هغه مهال لا پیاوړي شول چې کانګرس د پارلماني دیموکراسۍ روحیه خپله کړه. کله چې هند خپلواکي ترلاسه کړه، نو ډېرې شخړې موجودې وې، خو کانګرس داسې ژورې مشورتي سرچینې درلودې چې له دې ټولو ستونزو سره په آرامۍ د مقابلې او تفاهم ته د رسېدا لپاره اماده وه. د کانګرس دې دموکراتیک ذهنیت د هند سیاست ته بڼه ورکړه.
په مقابل کې، مسلم لیګ په ۱۹۰۶ کې د یوه مذهبي اقلیت د ګټو د دفاع له پاره رامنځته شو. مسلمان اشراف اندېښمن وو، چې ان د کانګرس د استازولۍ محدوده حکومتي اجنډا به د دوی امتیازونه له ګواښ سره مخ کړي. دوی د خپلو امتیازاتو د ساتنې لپاره، له استعماري چارواکو د غیرې متناسبې استازولۍ غوښتنه وکړه. مسلم لیګ په دې لاره کې خپله لومړۍ بریا هغه مهال ترلاسه کړه چې په ۱۹۰۹ کال کې د مسلمانانو او نامسلمانانو لپاره جلا انتخاباتي حلقې جوړې شوې. دې ګام د یوه واحد هندي ملتپالنې ته زیان ورساوه.
مسلم لیګ غوښتل د ټولو هندي مسلمانانو ګټې وساتي. خو د دې ګوند ډېری غړي لوړ پاړکي وو، او د متحدو ایالتونو (اوسنی اوتارپردېش) له ځمکوالو سره یې نږدې اړیکې درلودې. له همدې ځایه د دوی د استازیتوب حدود محدود شول. د استعماري دورې امتیازات ساتنه د ډیموکراتیکو اصلاحاتو پر وړاندې مقاومت ته وده ورکړه. شته طبقاتي ګټو ته ژمنتیا؛ د لیګ د واکمنۍ پر مهال او ان له هغه وروسته ورسره همداسې پاتې شوه. دې بیا د نوي پاکستاني دولت دننه د مختلفو طبقو، سیمو، او فرقو تر منځ د یووالي هڅو پر وړاندې ممانعت کاوه.
د لیګ غړو د قدرت له هر ډول شراکت سره دښمني ښودله او له همدې امله بیا دې ګوند دا توان پيدا نه کړ چې د کانګرس په څېر پراخ ولسي ملاتړ خپل کړي. یوازې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، کله چې بریتانیا هندوستان په جګړه کې ښکېل کړ نو کانګرس په ډلهییز ډول له خپلو دولتي چوکیو استعفا ورکړه، نو لیګ یوازې هغه مهال وکولای شول خپل نفوذ پراخ کړي. خو، لکه څنګه چې ټیودر ښيي، دا پراخوالی د رښتیني ولسي سیاست پر بنسټ نه و، بلکې د عامه احساساتو د پارولو له لارې ترلاسه شوی و. مسلم لیګ پر کانګرس توندې نیوکې کولې چې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو په حلولو کې پاتې راغلې او له همدې ځایه یې بیا دا استدلال کاوه: په داسې هند کې چې له بریتانوي واکه وروسته به د کانګرس تر کنټرول لاندې وي، مسلمانان به د هندوانو تر رحم او کرم لاندې وي. همداراز، لیګ د بنګال او پنجاب له ځايي مسلمانو ګوندونو سره همکاري وکړه او هغوی ته یې ژمنه ورکړه چې د ټولو مسلمانانو ګټې به خوندې کوي.
د ټیودر په وینا د مسلم لیګ مشرانو د خپلو طبقاتي امتیازونو ساتلو ته دومره لیواله وه چې له خپلواکۍ وروسته یې د حکومتدارۍ لپاره هېڅ واضح پلان نه درلود. کله چې بریتانیا د جنوبي آسیا له مستعمرو لاس واخیست او سیمه یې په پاکستان او هندوستان وویشله، لیګ ته پکې پاکستان ورسېد، خو مسلم لیګ بیا د دې اداره کولو لپاره کوم خاص فکر نه درلود. تر دې هم بده دا چې د لیګ لخوا د بحث او جوړجاړي هنرونو ته ناپامي د مخالفو د نه زغملو او نورو ته د امتیازاتو له ورکولو څخه د انکار لامل شو. دا هېڅ د حېرانۍ خبره نه ده چې له یو داسې سختدریځه فکر سره دې د اساسي قانون جوړولو پروسه ټکنۍ شي.
ټیودر که څه هم د خپل تحلیل پر وخت دا مني چې کانګرس هم ځينې تېروتنې کړي؛ خو بیا هم دا ګوند د دیموکراتیکو ارزښتونو مدافع پاتې شوی. برعکس، مسلم لیګ هېڅکله د دیموکراسۍ اصولو ته ژمن نه و.
دا کتاب د هند او پاکستان د تاریخ د پوهېدو لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي، ځکه دا ښيي چې څنګه دوه هېوادونه، چې د یوې استعماري تجربې له خېټې راوتلي، دومره بېلې سیاسي لارې غوره کړې.