ایا موږ به د اتومي وسلو د لا خپرېدو شاهدان واوسو؟ – جوزیف نای
لیکوال: جوزیف نای
ژباړه: احمد بلال خلیل
سرچینه: پراجیکټ سنډیکیټ
نږدې اته لسیزې وړاندې په لومړي ځل اتوم په جګړه کې استعمال شو. خو نړۍ تر اوسه په حېرانوونکي ډول د اتومي جګړو پر ځای اتومي ثبات ته رسېدلې. دغه راز سره له دې چې ډېرو هېوادونو اتومي ټېکنالوژیو ته لاسرسی پيدا کړی، خو بیا هم ډېرو کمو هېوادونو د دې ټېکنالوژۍ پر مټ وسلې جوړې کړي دي. دا ځکه چې نړۍ د اتومي وسلو د نه خپراوي له یوه داسې اغیزمن رژیمه ګټه پورته کړې چې د قوانینو، نورمونو او ادارو یوه ټولګه ده او د اتومي وسلو د خپریدو مخه یې نیولې، خو په ځنډ او نیمګړتیاوو سره دغه کار شوی دی. خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا رژیم کولی شي د چټکو نړیوالو جیوپولیټيکي بدلونونو په دې روانه دوره کې بقا ومومي او که نه؟
په ۱۹۶۰مو کلونو کې، د امریکا ولسمشر جان ایف. کینیډي وړاندوینه کړې وه چې تر ۱۹۷۰مو کلونو پورې به نږدې ۲۵ هېوادونه اتومي وسلې ولري. خو نن ورځ یوازې ۹ هېوادونه اتومي وسلې لري. ځکه حکومتونو د اتومي وسلو د خپرېدا پر وړاندې ګامونه پورته کړي دي.
په ۱۹۶۸ کال کې، دغو هېوادونو د اتومي وسلو د نه خپراوي تړون (NPT) پر سر خبرې اترې وکړې. د دغو خبرو اترو له مخې پینځه هیوادونه، چې وار دمخه یې اتومي وسلې درلودې، په رسمي توګه وپېژندل شول، خو له نورو هېوادونو بیا ژمنې واخیستل شوې چې دوی به اتومي وسلې نه جوړوي. له لسیزو راهیسې، په ویانا کې میشت د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان (IAEA) هغو هیوادونو ته، چې اتومي انرژي تولیدوي، خپل تفتیشي پلاوي په دې موخه لېږدوي څو دوی ډاډه شي چې دغه هېوادونه یوازې د ملکي موخو له پاره دا انرژي کاروي.
همدا راز په ۱۹۷۰مو کلونو کې، د امریکا ولسمشر جیمي کارتر د اتومي وسلو د خپراوي تمولو ته لومړیتوب ورکړ، په تېره بیا د نوې جوړې شوې اتومي عرضهکوونکو ډلې له لارې، چې غړو هېوادونو یې د حساسو غني کولو او بیا پروسس کولو ټېکنالوژیو پر صادراتو د محدودیت وضع کولو ژمنې وکړې.
د اتومي وسلو د نه خپراوي رژیم د نړیوال نظم یوه مهمه برخه ګرځیدلې، خو بیا هم د ځینو شنونکو په باور دا له نویو ګواښونو سره مخ دی. ان د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رییس رافایل ماریانو ګروسي هم د دې رژیم راتلونکي ته اندېښمن دی. په دې تړاو تر ټولو څرګند ګواښ او ننګونه د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام دی، چې تر ۶۰ سلنه ډېر یورانیم غني کوي. دا ملکي استعمال ته له ځانګړي شوي حد څخه تجاوز دی. ګروسي اټکل کوي چې ایران کولی شي د څو میاشتو دننه بم جوړ کړي، نه په کلونو کې او که چیرې ایران اتومي وسله جوړه کړي، نو سعودي عربستان به وايي چې دوی به هم ورته کار وکړي او د اتومي وسلو د نه خپراوي له تړونه به بهر شي. په بل اړخ کې، اسراییل او متحده ایالات ګواښ کوي چې دوی به د ایران د مخنیوي له پاره له زوره هم کار واخلي، ان په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران د ایران د اتومي پروګرام د محدودولو په اړه په نویو خبرو اترو کې ښکیل دي.
خو د منځني ختیځ له دې سیمه ییز ګواښ څخه ور هاخوا یو بل نړیوال ګواښ هم شته. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، جرمني او جاپان له امریکا سره د اېتلاف له امله خپل اتومي پلانونه محدود کړل. ځکه د امریکا د اتومي ډیټرینس اعتبار د دوی د امنیت له پاره کافي و. همدا خبره د ناټو او ختیځې اسیا د لسګونو نورو هیوادونو له پاره هم صدق کوي. خو اوس چې د ټرمپ اداره دا اېتلافونه کمزوري کوي، نو دې د امریکا لهخوا غځېدلی ډيټرینس هم کمزوری کړی دی. له همدې امله به دا نور هېوادونه اړ کړي چې د خپلو اتومي وسلو ترلاسه کولو په فکر کې شي. دا هېوادونه ښه پوهېږي چې د شوروي له دورې پاتې اتومي وسلې چې د اوکراین په خاوره کې ځای پر ځای شوې وې، کیف پریښودې، خو وروسته پرې د روسیې لهخوا برید وشو (سره له دې چې روسیې د ۱۹۹۴ کال د بوداپېست په تړون کې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ضمانت ورکړی و).
یو شمېر شنونکي وايي چې موږ باید په دې تړاو کومه اندیښنه و نه کړو، ځکه د اتومي وسلو خپراوی به پر نړیوال سیاست ګټورې اغېزې وکړي. د دوی په باور لکه څنګه چې د سړې جګړې پر مهال اتومي وسلو د امریکا او شوروي تر منځ په اړیکو کې احتیاط رامنځته کړی و، نو ممکن هماغه ډول دا وسلې نن ورځ د سیمهییزو ځواکونو تر منځ هم توازن رامنځته کړي.
خو دا چلند به یوازې هغه مهال د منلو وړ وي چې په ټولو ځایونو کې یې سیاسي شرایط هم ورته وي. دا نظریه د دې پر بنسټ ولاړه ده چې د اتومي وسلو د قوماندې او کنټرول سیسټمونه باید ثابت او خوندي وي. جدي کورنۍ جګړې یا بېثباته کوونکي عوامل (لکه د تاریخي سیمو د بیرته نیولو احساساتي هڅې) باید موجودې نه وي او هېوادونه باید د کړکیچ په لومړیو پړاوونو کې د لومړي ګذار په تړاو ځان کنټرول کړي، ځکه دغه مهال د نویو اتومي وسلو ظرفیت نرم او زیانمنونکی وي.
خو زما په آند دا ډول انګیرنې د نړۍ په ډیرو برخو کې واقعیت نه لري. د امنیت له ښه کولو ورهاخوا په ډیری شرایطو کې د اتومي وړتیاوو ترلاسه کولو لومړۍ اغیزې ممکن د یو چا زیانمن کېدل او ناامني زیاته کړي. سربیره پر دې، ان یو محلي اتومي تاکتیکي برید به ۸۰ کلنه اتومي تابو هم ماته کړي.
همداراز، موږ باید د نادولتي ډلو د بې ثباته کوونکو رولونو په تړاو هم غور وکړو. هغه بې ثباته کوونکي رولونه هم باید په پام کې ونیول شي چې غیر دولتي لوبغاړي یې لوبولی شي. ان که د یوې تروریستي ډلې له خوا د اتومي وسلو د ترلاسه کولو امکان کم هم وي، نو بیا هم همدا کم امکان جدي ننګونې رامنځته کولی شي. دا حقیقت، چې د وسلو د کارونې وړ مواد ښايي له تور بازار څخه په غلا او یا پر سرکشو دولتونو وپلورل شي، دا معنا لري چې د نادولتي ډلو ګواښ یوازې د اتومي وسلو پر تخنیکي وړتیاوو پورې محدود نه دی. همداراز، ننني ستر ځواکونه هم له دې اغېزو خوندي نه دي. که اتومي وړتیاوې په پراخه او یا چټک ډول خپرې شي، نو دا به د نړۍ ستراتیژیک توازن او د سولې او عدالت پر بنسټ د نړیوال نظم راتلونکی هم زیانمن کړي.
په څرګنده توګه به سیاسي او تخنیکي تمایلات بدلون ومومي. خو بیا هم تر ټولو مهمه پوښتنه به د متحده ایالاتو له اېتلافونو او د پراخه ډیټرینس له راتلونکي سره تړاو ولري. دا چې د اتومي وسلو خپریدا بې ثباتي رامنځته کوي او د دغو وسلو ترلاسه کول به د هېوادونو جیوپولیتیکي دریځ پیاوړی نه کړي او نه یې هم زبرځواکونه په بشپړه توګه له اغېزو ځان خلاصولی شي، نو له همدې امله باید د اتومي وسلو د نه خپراوي رژیم د ساتلو په تړاو نړیواله لېوالتیا زیاته شي.
د اوسنیو شرایطو له مخې، ډېری هېوادونه د وسلو د نابرابرۍ منلو ته چمتو دي، ځکه چې بدیله لاره يې، چې یوه بېنظمه (انارشۍ) مساوات ده، تر ټولو خطرناکه ده. تر هغې چې هېوادونه د بم درلودو په پرتله د بم نه درلودو له کبله په ښه وضعیت کې وي، نو د اتومي وسلو د ټېکنالوژۍ د خپرېدا د مخنیوي تګلاره به پر یو پیاوړي بنسټ تکیه وي. اړینه نه ده چې خلک دې په کامله توګه د یو نړیوال نظم او رژیم اطاعت وکړي. خو که یو ځل د اصولو او ادارو کمزوري کېدل پیل شول، نو بیا به یې درول اسانه نه وي.
پای