ایا د اتومي وسلو کارول لا هم تابو (ناروا عمل) دی؟ – نینا تاننوالډ
لیکواله: نینا تاننوالډ
ژباړه: احمدبلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
متني سمون: ضیاءالاسلام شېراني
[ژباړن: مخکې له دې چې د نینا تاننوالډ د لیکنې ژباړه پيل کړو، اړینه ده چې د ډيټرېنس تیورۍ په اړه لنډ معلومات ولرو. ډيټرېنس د نړېوالو اړیکو یوه تیوري ده. د دې تيورۍ له مخې، دوه اتومي دولتونه هېڅکله نه له یو بل سره جګړه کوي او نه یې لا تر اوسه کړې ده. هغه یوازیني اتومونه چې د دویمې نړیوالې جګړې په وروستيو کې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي وکارول شول، هغه مهال جاپان اتومي وسلې نه درلودې (اوس یې هم نه لري). دا نظریه پر دې بنسټ ولاړه ده، چې دولتونه هم د انسانانو په څېر عاقلانه چلن کوي؛ ځکه خو دوه اتومي دولتونه چې د يوه د اتومي برید په ځواب کې بل د اتومي غبرګون ښودلو وړتیا ولري، هېڅکله به هم د یو بل پرضد اتومي وسلې ونه کاروي. ځکه په دې کې دواړه تاوان کوي او له ډېر ناوړه برخلیک سره يې مخوي. دغه حالت د ډيټرېنس په نامه یادېږي، یعنې د مخامخ دولت/لوبغاړي هغه وړتیا ده، چې تاسو له دا ډول کړنې راګرځوي. دلته دا وړتیا د مخالف په لاس کې د اتومي وسلې له شتونه او د اتومي برید په ځواب کې د اتومي برید کولو له وېرې رامنځته کېږي. خو نینا تاننوالډ نه یوازې دا تیوري ننګوي، بلکې په عموم کې دا پوښتنه هم ځوابوي چې له ۱۹۴۵ کال تر اوسه ولې بیا چا اتومي وسلې نه دي کارولي؟ نوموړې په خپل مشهور کتاب «اتومي تابو» کې دا هر څه د اخلاقي نورمونو له کبله ګڼي، نه د ډيټرېنس له کبله. خو د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته، تاننوالډ په فارن پالیسي کې په خپله یوه لیکنه کې وايي چې نورمونه ماتېدای هم شي.]
د ۱۹۹۰ کال په مارچ کې، نیویارکر مجلې د جیک زېګلر په لاسونو جوړ یو کارټون خپور کړ. دې کارټون د سړې جګړې د پایښت په اړه خوشبیني ښودله. په دغه انځور کې یو اجرایوي مدیر په خپل دفتر کې د مېز تر شا ناست وي او یو کارګر له یوې لاسيکڅوړې سره، چې یو لوی بم پکې وي، دفتر ته راننوځي. اجرایوي مدیر کارګر ته غږ کوي: “ټامه! دا د هایدروجن بم دلته راوړه او زما د ‘سفر بکس’ کې یې کېږده!” کارګر ځواب ورکوي: “ښه صاحب!”
هغه مهال دې کارټون دا پیغام ورکاوه، چې د اتومي وسلو د ګواښ په کمېدو سره نړۍ یوه نوي پړاو ته دننه کېږي. هغه مهال د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ د اتومي جګړې وېره کمه شوې وه او له همدې امله دا تمه کمېده، چې که څه هم اتومي وسلې به پر خپل ځای همداسې پاتې وي، خو دا به په نړیوال سیاست کې د تېر په څېر ډېر اساسي رول ونه لوبوي. په همدې تړاو، د ۱۹۹۱ کال په جون کې د شوروي اتحاد وروستي مشر میخایل ګوربچوف وویل: “نور نو د نړيوالې اتومي جګړې ګواښ نيژدې له منځه تللی دی.”
خو له ۳۰ کلونو وروسته اتومي بمونه یو ځل بیا د نړیوال سیاست اساسي موضوعات ګرځېدلي دي. د روسیې او متحده ایالاتو ترمنځ د اتومي جګړې وېره بېرته راپورته شوې ده. د روسیې د یو شمېر چارواکو له لوري په اوکراین کې د اتومي وسلو د کارولو ګواښونو نړۍ یو ځل بیا د۱۹۸۰مو کلونو هندارې ته ودروله، چې پکې په لوی لاس او یا ناپامۍ د اتومي وسلو د کارولو احتمال ډېر و.
د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه یو ځل بیا د اتومي ډیټرېنس محدودیتونه ښيي. له همدې امله، ممکن تر اتومي وسلو دودیزې (نااتومي) وسلې ډېر خوندیتوب رامنځته کړي. دغه راز، د یوه ناورين پرمهال ډيټرېنس زیانمنونکی وي، سملاسي کارنده او تطبیقونکی نه. له همدې کبله ډېر کله دا چانس ډېر وي چې ډيټرېنس له ناکامۍ سره مخ شي.
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د امریکا پر ډېرو نظامي او سیاسي مشرانو سربېره نورو هم دا انګېرله چې د اتومي وسلو بیا کارول ممکن دي. د هیروشیما او ناګاساکي تجربو ټول وېرولي وو. په امریکايي ټولنه کې دا تصور پراخ شو چې اتومي جګړه هر وخت پېښېدای شي. د سړې جګړې پرمهال ډېری جوړو شويو ودانيو، په تېره ښوونځيو، هوایي ډګرونو او ان هوټلونو له اتومي بریده د خوندي پاتېدا لپاره په تلخونو کې پټنځایونه درلودل. د پروت او ځانپټونې ښوونیز پروګرام خلک هڅول چې د اتومي برید پرمهال باید ځانونه پټ کړي، نه دا چې له کړکیو د چاودنې لور ته وروګوري. دا هر څه د امریکا د ملکي دفاع د تمریناتو برخه شوه او د ښوونځیو د ماشومانو په ګډون يې ټول امریکایان ورته تشویق کړل.
د ۱۹۵۹ کال On the Beach فلم تر اتومي جګړې وروسته د یوې ویجاړې نړۍ انځور وړاندې کړ. د هرمن کان، چې وروسته د سټانلي کوبرېک په کومیډي فلم «Dr. Strangelove» کې پر یوه کرکټر بدل شو، په څېر د امریکا نظامي ستراتيژېستانو استدلال کاوه چې موږ باید د ناانګېرلي (غیر متصور) حالت په اړه هم فکر وکړو؛ د بېلګې په ډول، موږ باید پر دې هم فکر وکړو چې په یوه اتومي جګړه کې څرنګه وجنګېږو او څرنګه وپايو. د کیوبا د میزایل ناورين پرمهال دا ډول وېرې رښتيا کېدای شوې. د ۱۹۶۲ کال په اکتوبر کې نړۍ ۱۳ ورځې تر بل هر وخته اتومي جګړې ته ډېره نيژدې شوې وه. هغه مهال د نړۍ ډېرو خلکو فکر کاوه چې نړۍ به ډېر ژر د مرخېړیو په ورېځو کې (د اتومي بم کارولو ته اشاره ده) پای ته ورسېږي.
هو پر دې ټولو وېرو سربېره د نړیوال سیاست په ډګر کې نوي نرخونه رامنځته شول. د بېلګې په توګه، «اتومي تابو» چې د اتومي وسلو د کارولو پر ضد یو قوي اخلاقي نورم دی؛ دې نورم دولتونه پر ستراتیژیکو ګټو سربېره هم د اتومي وسلو له کارولو منع کړي دي. ملګرو ملتونو او نااتومي دولتونو په ګډون د اتومي وسلو پرضد نړیوال خوځښت اتومي وسلې د ډلهییزو وژنو د وسلو په توګه غندلې دي. د کیوبا د میزایل تر بحران وروسته متحده ایالاتو او شوروي اتحاد د وسلو د کنټرول د تړونونو له لارې د وېرې کچه راټيټه کړه. په پای کې د دغو نرخونو په مټ د ۷۷ کلونو له تېرېدو وروسته هم اتومي وسلې بیا ونه کارول شوې. همدا زموږ د اوسني اتومي پېر تر ټولو مهمه ځانګړنه ده.
خو اوس د وسلو د کنټرول دا ډول تړونونه مات شوي او اتومي دولتونه یو ځل بیا د وسلو په ډېره لوړبيه سیالۍ کې بوخت دي او موږ د اتومي وسلو د راکمولو پر ځای د اتومي وسلو د ډېرښت او پراختیا په پړاو کې یو. ځکه خو هر څوک همدا یوه پوښتنه کوي: آیا د روسیې مشران اوس هم د اتومي وسلو د نه کارولو نرخ مني؟ او آیا د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین به د اوکراین په جګړه کې اتومي وسلې وکاروي؟
پوتین په ښکاره غواړي چې نړۍ په تېره بیا امریکا لږ تر لږه دا اندېښنه ولري چې ښايي روسيه دا وسلې وکاروي. پوتین چې پر اوکراین د ځانګړيو نظامي عملیاتو اعلان وکړ، نورو هېوادونو ته يې هم ګواښ وکړ: “هر څوک چې په دې جګړه کې د مداخلې هڅه وکړي، نو له داسې پایلو سره به مخ شي چې په تاریخ کې یې ساری نشته”. ډېرو کارپوهانو دا د پوتین له لوري د اتومي برید له پټ ګواښ سره تشبیه کړ. پر دې سربېره، د روسیې نورو چارواکو هم دې ته ورته څرګندونې وکړې.
تر دې دمه داسې برېښي چې د روسیې له لوري دا ډول ګواښونه په ریښتیا هم د اتوميوسلو د کارولو پر ځای یوازې د ناټو د مخنیوي (ډيټرېنس) لپاره دي. که څه هم روسیې د خپلو اتومي وسلو د چمتووالي کچه نه ده لوړه کړې، خو په دې تړاو د یو ډول مخابراتي سېستم د فعالولو راپورونه شته، چې د اتومي برید د امر د لېږد وړتیا لري. د روسیې چارواکي پر دې ښه پوهېږي چې که دوی اتومي وسلې وکاروي، نو دا به د پراخ نړیوال غبرګون سربېره د روسیې او پوتین لپاره پر یوه غميزه هم بدل شي. د ۲۰۲۲ کال په مې کې د امریکا لپاره د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل: “له تېرو څو کلونو راهیسې همدا روسیه وه چې په وار وار یې امریکا ته دا ويل چې اتومي جګړه هېڅ ګټیالی نه لري او له همدې امله باید هېڅکله پېښه هم نه شي. “خو له دې سره سره، د پوتین له خوا د اتومي وسلو د کارونې خطر بیا هم بشپړ صفر شوی نه دی. څومره چې د اوکراین جګړه اوږدېږي، د اتومي وسلو د کارولو احتمال هم ورسره زیاتېږي.
امریکا او ناټو بيا د روسیې له لوري د اتومي ګواښونو پر وړاندې ورته ګواښونه نه دي کړي. خو پر ځای یې امریکا له اوکراین سره د دودیزو وسلو پراخې مرستې کوي او وسره دا ژمنه هم کوي، چې روسان به د خپلو جنګي جرمونو ځواب وايي. که څه هم په اوکراین کې د هوايي حریم د تړلو غوښتنه ډېره وشوه، خو د بایډن ادارې دا په ډېره ځیرکتیا رد کړه. ځکه چې د روسیې د الوتکو په نسکورولو سره به دا ډول کړنه ښايي د درېیمې نړیوالې جګړې اور بل کړي.
خو څومره چې جګړه اوږدېږي، همغومره به متحده ایالات په یوه لويه او خطرناکه جګړه کې ښکېلېږي. د روسیې کمزوري پوځي فعالیت ته په کتلو، د امریکا یو شمېر نظامي مشرانو هڅه وکړه، چې د اوکراین د ماتې د مخنیوي پر ځای د روسیې کمزوري کول خپل هدف وګرځوي. په همدې تړاو د امریکا د دفاع وزیر لایډ آسټن د اپرېل پر ۲۵مه وویل: “زموږ هدف د روسیې کمزوري کول دي”. د امریکا پخوانيو نظامیانو او د ناټو ملاتړو په ګډون د بهرنيو چارو یو شمېر شنونکي استدلال کوي، چې امریکا بايد د اتومي جګړې له ګواښ پرته، هم له اوکراین سره تر دې زیاتې مرستې وکړي او هم دې په بشپړه بریا (د روسانو ماتولو) پسې شي.
د امریکا د نړیوالې واکمنۍ د بیاترلاسي لپاره پر جګړه ټينګار یوه خطرناکه لوبه ده. داسې برېښي چې خلک د اتومي جګړې له ګواښ سره نااشنا دي. د سړې جګړې پر مهال امریکايي مشران پر دې پوهېدل چې له یوه اتومي ځواک سره مخامخ کېدل خپل محدودیتونه لري. کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۵۶ کال کې هنګري او په ۱۹۶۸ کال کې چکوسلواکیا ونیول، په غبرګون کې يې امریکا له نظامي ځواب ورکولو ډډه وکړه. خو د نن ورځې نسل نوی دی؛ دوی ته د سړې جګړې ويرجنې شېبې او د پروت و ځانپټونې تمرینونه یوازې د تاریخ پاڼې ښکاري؛ دوی هېڅکله هم دا پېښې نه دي ليدلي. د تاریخپوه ډینیل ایمرواهر په وینا: “دا لومړنۍ لسیزه ده چې د اتومي دولتونو مشران پکې له هیروشیما بېخبره دي”.
له اوکراین سره د روسیې جګړې د اتومي جګړې ګواښ بیا راژوندی کړ چې یوازې د اتومي ډیټرېنس ګټې نه، بلکې ورسره تړل شوي لوی خطرونه او محدودیتونه یې هم راپه ډاګه کړي. ښايي روسيه د ډيټرېنس له امله د پولېنډ او رومانیا په څېر د ناټو غړيو هېوادونو ته د دې جګړې په پراخولو کې پاتې راغلې ده. همدارنګه د روسیې د اتومي وسلو له امله هم ناټو نېغ په نېغه په دې جګړه کې ښکېل نه دی؛ خو ترڅنګ یې دغو وسلو روسیې ته دا وړتيا هم نه ده ورکړې، چې د اوکراین پراخې سیمې ونیسي یا وساتي او یا هم کیف تسلیمۍ ته اړ کړي. تر ټولو مهمه دا، چې دا جګړه موږ ته راښيي چې د جګړې د توندوالي پايله اوس هم ښکاره نه ده. که اتومي وسلې وکارول شي نو موږ نه پوهېږو چې څه به وشي؟
دا جګړه موږ ته راښيي چې نرخونه ماتېدای هم شي. له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری هغه نرخونه زيانمن شوي دي چې موږ پیاوړي ګڼل. په امریکا او نورو ځایونو کې د ډیموکراسۍ نرخونه تر محاصرې لاندې دي. په نړېواله کچه یو شمېر هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا، څواړخیزتوب، د اتومي وسلو د کنټرول او بشردوستانه قوانینو په څېر نرخونه تر پښو لاندې کړي دي. که څه هم د اتومي وسلو د نهکارولو نرخ یا تابو، چې په پراخه کچه منل شوی، تر نورو نرخونو ژر ماتېدونکی دی، ځکه ډېره لږه سرغړونه یې له منځه وړلای شي.
ځینې ممکن دا استدلال هم وکړي چې د اتومي وسلو د کارولو پر وړاندې تابو او ډیټرېنس لا هم قوي دی؛ ځکه هېڅ عاقل مشر به هېڅکله هم د اتومي جګړې پېلولو ته زړه ښه نه کړي. د نړیوالو اړیکو نامتو ریالېست کېنېټ والتز استدلال کاوه، چې دا وسلې د خپلو قوی انګېزو له کبله مشران دې ته هڅوي چې په مسوولانه ډول یې استعمال کړي؛ خو ستونزه دا ده چې دا خبره ممکن په ځینو وختونو کې سمه وي، خو تل تر تله ریښتیا نه ده. ممکن ټول مشران نه عاقلان وي او نه هم بامسوولیته. اتومي جګړه یوازې د عقلاني پرېکړو پر بنسټ نه پیلېږي، بلکې د ورانپوهاوي، تېروتنې، یا تصادفي پېښې له امله هم پېښېدای شي. لنډه يې دا چې اتومي تابو او ډيټرېنس تل له خطر سره مله وي.
دا موږ بېرته پوتین ته راګرځوي. په ۱۹۹۹ کال کې پوتین د روسیې د لومړي وزیر په توګه واک ترلاسه کړ او په چیچنیا کې یې د دویمې بېرحمه جګړې رهبري وکړه. له هغه راهیسې، روسیې د پوتین تر مشرۍ لاندې مهم نړیوال نرخونه مات کړي، لکه د یو شمېر سیمو نیول (کریمیا او اوکراین) او ملکیان په نښه کول. په اوکراین کې روسیې د اروپا ترټولو لویه اتومي بټۍ زاپورېژا (Zaporizhzhia) وویشته، چې له امله یې هلته اور ولګېد او دا یوه ډېره خطرناکه کړنه وه. دا ډول بریدونه د اتومي جګړې له ګواښ سره مله وي.
د روسيې چارواکي د اوکراین ملي هویت او شتون د روسیې لپاره ګواښ ګڼي. له همدې امله دوی د خپلې جګړې د توجیه لپاره وايي چې دوی اوکراین له نازیانو پاکوي. د بوچا، خیرسون، او ماریوپول په څېر ښارونو کې د روسیې جنګي جنایتونه په نسلوژنه کې د دوی د ښکېلتیا احتمال زیاتوي. هغه مشران چې د نسلوژنې لپاره تیار وي، ښايي د اتومي وسلو له کارولو هم ډډه ونه کړي.
موږ نه پوهېږو چې پوتین پر څه او څرنګه فکر کوي؛ خو که چېرې د جګړې وضعیت د روسیې لپاره خراب شي، پوتین ښايي د ناهیلۍ له کبله هم د “تاکتیکي اتومي وسلو” کارولو ته زړه ښه کړي. دا وسلې که څه هم د لویو اتومي وسلو په پرتله کوچنۍ دي، خو بیا هم خورا ویجاړونکې وسلې دي او د هیروشیما د بم په څېر ویجاړوونکې اغېزې هم لري.
په دې جګړه کې د امریکا او اوکراین موخې یو ډول نه دي. امریکا باید له یوې داسې پراخې جګړې ډډه وکړي چې د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د مخامخ جګړې شونتيا زیاتوي. د تاریخ تر ټولو یو مهم درس دا هم دی چې د اتومي جګړې ګواښ هېرول به د ټولو لپاره ډېر زیانمنونکی وي.
پای