افغانستان څه ډول د چين له پانګونې ګټه پورته کولی شي؟ – همایون خان
ليکوال: همايون خان*
که څه هم چين تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو رژیم په رسميت نه دی پېژندلی، خو بيا هم چين له ياد رژيم سره د خپلو اړيکو د پياوړي کولو کوښښ کوي. چین په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د خپلو دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پياوړي کولو هڅې کړې دي.
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۲۴مه نېټه، په کابل کې د چين سفير په افغانستان کې د پانګونې له پاره ليوالتيا څرګنده کړه او د افغانستان پر صادراتو يې د تعرفې د معافیت ژمنه وکړه. ورپسې، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۳۰مه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو سره د غونډې پر مهال، چينايي ديپلوماتانو ژمنه وکړه چې په کابل، تخار او بدخشان کې به درې عصري سړې خونې جوړوي. یاد تاسیسات به د شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه ظرفيت په لرلو سره د کرنيزو محصولاتو د ساتنې او سوداګرۍ د پراختيا په برخو کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان د کرنې سکتور د ودې له پاره د چين ژمنتيا د پام وړ ده. دليل يې دا دی چې کرنيز سکتور د افغانستان د اقتصاد اساسي ستون دی. که څه هم داسې اندېښنې شته چې افغانستان ممکن د چين د پورونو په دام (debt trap) کې ولوېږي، لکه څنګه چې انګولا، زامبيا او کينيا له یادې ستونزې سره مخ شوي. خو د ځينو فکتورنو له امله له افغانستان سره د چين ستراتيژيک تعامل د يادو هيوادونو له حالت سره توپير لري.
په غیر ضروري پورونو کې د افغانستان د ډوبېدو امکان لږ برېښي، ځکه د افغانستان ځانګړی جيوپوليتیک موقعيت او پراخه طبيعي زېرمې داسې فرصتونه برابروي چې له امله یې دواړه هېوادونه کولی شي د متقابله اقتصادي ګټو له پاره له يو بل سره ستراتيژيکه همکاري وکړي. مثلا که چيرې شفاف تړونونه وشي، د مالي چارو ښه مديريت وشي او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې زيربنايي پروژې پلي شي، افغانستان کولی شي، پرته له دې چې د چين د پورونو په دام کې ولويږي، د چين له پانګونې څخه د خپلې اقتصادي ودې له پاره ګټه واخلي.
د اقتصادي همکارۍ له لارې د انزوا مخنيوی
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدلو راهيسې، افغانستان د نړۍ له زياتو هېوادونو سره خپلې ديپلوماتیکې او اقتصادي اړيکې له لاسه ورکړي او له امله يې افغانستان په نړيواله کچه له شديدې انزوا سره مخ دی. په همدې توګه د چين په څېر له سيمه ييزو مهمو هيوادونو سره د افغانستان ستراتيژيکې اړيکې، په ځانګړي ډول د “يو کمربند، يو سړک نوښت” (BRI) او د زيربناوو د پانګونې له لارې، افغانستان ته دا فرصت ورکوي چې بېرته د خپلې اقتصادي ودې له پاره په نړيوالو سياسي او اقتصادي تعاملاتو کې ځان ښکيل کړي. د BRI له لارې افغانستان کولی شي د صنعتي پراختيا د پيل له پاره اړينې پانګونې راجلب کړي، څو خپلې زيربناوې او سوداګريزې اړيکې بيا فعاله کړي.
د چين – پاکستان اقتصادي دهليز یا سيپیک (CPEC)، چې د BRI مهمه پروژه ده، ښيي چې څه ډول د چين پانګونه کولی شي سيمه ييز اتصال او اقتصادي ادغام پياوړی کړي. چين په پاکستان کې د سړکونو، بندرونو او نورو زيربناوو په جوړولو ميلياردونه ډالر پانګونه کړې، او پاکستان يې يو ډول د سيمه ييز ټرانزيټ مرکز ګرځولی دی. افغانستان هم کولی شي د CPEC له تجربې ورته درس واخلي او د واخان دهليز له لارې د BRI پروژو سره ځان عيار کړي. همداراز، له شانګهای همکارۍ سازمان سره تعامل افغانستان ته دا موقع ورکوي چې د سيمه ييزو اقتصادي چوکاټونو برخه شي او په راتلونکي کې د خپلې احتمالي اقتصادي او سياسي انزوا څخه ځان وژغوري.
د BRI له لارې، چې تر اوسه يې نږدې ۱ ټریلیون ډالر پانګونه راجلب کړې، افغانستان ته د پرمختګ، سيمه یيز اتصال او پراختيا بې ساري فرصتونه برابرېدای شي. د واخان دهليز د سوداګريزو لارو پراختيا به نه يوازې افغانستان او چين سره مستقيم وصل کړي، بلکې د سيمه ييزې سوداګرۍ د بهيرونو چټکتيا، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د ځايي خلکو اقتصادي وده به هم تضمين کړي.
د افغانستان د طبيعي زيرمو اهميت
په دې وروستيو کې چين په مسلسله توګه افغانستان ته د خپل ستراتيژيک شريک په سترګه کتلي. دا د دې له پاره چې افغانستان له چين سره ځمکنۍ پوله، په داخل د هيواد کې پراخه طبيعي سرچينې او د نړيوالو سوداګريزو لارو له پاره د څلور لاري اهميت لري. د افغانستان دا موقعيت د چين “يو کمربند، يو سړک” نوښت له پاره ځانګړی اهميت لري.
افغانستان د نوې انرژۍ د سکتورونو لکه د اوبو برېښنا د پراختيا له پاره هم ستر ظرفيت لري. د بندونو او اړونده تاسيساتو جوړول د افغانستان د برېښنا د توليد لپاره اړين دي او په همدې اساس چين کولی شي د خپلې انجينري او تخنيکي وړتياوو له لارې په افغانستان کې دا پروژې عملي کړي.
د افغانستان طبيعي زېرمې، لکه د شبرغان د ګازو زېرمې، د لوګر د مسو کان او د ليتيم، اوسپنې او سکرو کانونه، چې د چين د صنعتي ودې له پاره حياتي ارزښت لري، د چين او افغانستان تر منځ په ستراتيژيکي همکارۍ کې رول لوبولی شي. په دغه همکارۍ کې به چین يادې سرچينې په مؤثر ډول استخراج کړي او بل اړخ ته به افغانستان وکولی شي د دغو منابعو له لارې خپل اقتصاد پياوړی کړي. سربېره پر دې، د چين او ورته نورې سيمه ييزو همکاريو له لارې افغانستان کولی شي خپل امنيتي وضعيت هم ښه کړي، هغه څه چې د سيمې د ثبات له پاره خورا مهم دی.
د ستراتيژيک تعامل له لارې د ثبات تامين
تروريزم او سيمه ييزه بې ثباتي د افغانستان له پاره تر ټولو جدي ننګونې دي. په همدې اساس چين هم غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د ترهګريزو فعاليتونو، په ځانګړي ډول د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ به د افغانستان له لارې چين ته ګواښ نه جوړوي.
چين په منځنۍ اسيا کې خورا تجربه لري او پوهېږي چې څه ډول د اقتصادي پانګونې له لارې د ځان او سيمې د ثبات له پاره زمينه برابره کړي. چين په تېرو درېيو لسيزو کې په منځنۍ اسيا کې د ۶۴ ميليارده ډالرو پانګونه کړې، چې موخې يې زيربنا، کاري فرصتونه او طبيعي سرچینې وې، څو هغه اقتصادي او سياسي کمزورۍ له منځه یوسي چې ترهګرې ډلې ترې ناوړه استفاده کولی شي.
په افغانستان کې هم د همداسې يو ستراتيژيک ماډل (نمونې) په تطبيقولو سره به د افغانانو ټولنيز او اقتصادي حالت ښه شي او هم به په سيمه کې د ترهګرۍ خطر کم شي. دا کار به په افغانستان کې د چين د پانګونې ساتنه او په ښه توګه تطبيق تضمين او باوري کړي.
افغانستان کولی شي له چين سره د ستراتيژيکې همکارۍ او پانګونې له لارې د خپلې اقتصادي ودې، سيمه ييز ادغام او ثبات له پاره د پورونو په دام کې له لویدلو پرته ګټه واخلي. خو د دې کار د بريا له پاره اړينه ده چې شفاف سوداګريز او اقتصادي تړونونه او د مالياتو د مديريت قوي څارنه وشي. افغانستان بايد خپل سوداګريز تړونونه متنوع کړي، تر څو له يو اړخيزې تګلارې څخه ډډه وشي. د سيمه ييزو سازمانونو لکه SCO او د BRI نوښتونو سره د همکارۍ له لارې افغانستان کولی شي خپل اقتصاد پياوړی کړي او ځان په سيمه کې د يو مهم لوبغاړی په حيث ثابت کړي.
*همایون خان د “The Death Within” کتاب لیکوال، او خپلواک څېړونکی دی. ښاغلی همایون دمګړی په جورج واشنګټن پوهنتون کې په نړیوالې سوداګرۍ کې ماستري کوي او د هندوستان له آی کی ګوجرال پوهنتونه یې د مالیې په برخه کې هم ماستري ترلاسه کړې ده.