نړیوال نظم څنګه بدلون مومي؟ – جوزیف نای
لیکوال: جوزیف نای – د پراجیکټ سانډیکیټ مجله
ژباړه: احمد بلال خلیل (د جیوافغانیکا د آی آر مرکز)
متني سمون: ضیاءالاسلام شیرانی
په ۱۹۸۹ کال کې د برلین دېوال له نړېدلو وروسته، د امریکا ولسمشر جورج ایچ. ډبلیو. بوش د “نوي نړیوال نظم” اعلان وکړ. په ۲۰۲۵ کال کې، د ډونالډ ټرمپ له ولسمشرېدو یوازې دوه میاشتې وروسته، د اروپایي ټولنې لوړپوړې ډیپلوماتې کاجا کالاس وویل چې له ۱۹۴۵ کال راهیسې نړیوال نظم تر ټولو لوی بدلون تجربه کوي. خو پوښتنه دا ده چې دا نړیوال نظم اخر څه شی دی، څنګه ساتل کېږي او یا هم له منځه ځي؟
په ورځنېو چارو کې، نظم د څیزونو، دندو او یا هم اړیکو یو ثابت ترتیب ته اشاره کوي. په داخلي چارو کې د یوې منظمې ټولنې او حکومت لپاره استعمالېږي. خو په نړیوالو چارو کې کوم مرکزي حکومت نه وي چې د ټولو دولتونو پر سر ودرېږي. دغه راز د دولتونو ترمنځ تړونونه او جوړښتونه هم تل د بدلېدو وړ وي، له همدې ځایه او پر همدې منطق، نړۍ تر ډېره خپلسرې (انارشي) ګڼل کېږي.
خو انارشي د ګډوډۍ په مانا نه ده. نظم د درجې خبره ده او له وخت سره بدلون مومي. په کورنېو چارو کې، یوه باثباته اداره او حکومت په یو شمېر سیمو کې د تاوتریخوالي باوجود دوام کولای شي. په ډېرو هېوادونو کې په منظمه او نامنظمه توګه جرایم پېښېږي. خو که تاوتریخوالی ډېر لوړ شي، نو دا بیا د ناکامو دولتونو یوه نښه ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، سومالیا سره له دې چې یوه ژبه او یو قوم لري، له ډېرې مودې راهیسې په قبیلوي جګړو کې ښکېل دی. د موغادیشو مليحکومت یوازې تر پلازمینې محدود دی.
د جرمني ټولنپوه ماکس ویبر؛ مدرن دولت د هغې سیاسي ادارې په توګه تعریفوي، چې د مشروع زور کارولو انحصار ولري. خو له مشروع واک څخه زموږ درک د هغو مفاهیمو او اصولو پر بنسټ ولاړ دی چې د وخت په تېرېدو بدلون مومي. له همدې ځایه، یو مشروع نظم نه یوازې دا چې د نورمونو د پياوړتیا په تړاو له قضاوتونو بلکې د دولت دننه د تاوتریخوالي د ماهیت او اندازې په تړاو له ساده توضیح هم سرچینه اخلي.
کله چې د نړیوال نظم خبره کوو، موږ کولای شو د قدرت او سرچینو د وېش تغییرات اندازه کړو، او همداراز دا هم معلومولی شو چې نړیوال اصول او قوانین څومره مراعاتېږي. هو همغه اصول او مقررات چې مشروعیت رامنځته کوي. سربېره پر دې، موږ کولای شو د تاوتریخوالي د تکرار او شدت کچه هم اندازه کړو.
د دولتونو ترمنځ د قدرت یو باثباته وېش ډېری مهال د جګړو له لارې رامنځته کېږي. خو د جګړو د مشروعیت په اړه نظریات د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي. د بېلګې په توګه، په اتلسمه پېړۍ کې، د پروشیا پاچا لوی فریدریک غوښتل چې د سیلیزیا ولایت له ګاونډي اتریشه ونیسي، ده پرته له کومه قانوني ملاحظې دا کار ترسره کړ. خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، دولتونو د ملګرو ملتونو سازمان جوړ کړ، او دې سازمان بیا یوازې دفاعي جګړې مشروع وبللې (الا دا چې د امنیت شورا ورته اجازه ورکړي).
کله چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین یرغل وکړ او د دې هېواد ځینې سیمې یې ونیولې، نو نوموړي ادعا وکړه چې دی هر څه د ځان د دفاع او ختیځ لوري ته د ناټو پراخېدو په غبرګون کې کوي. خو د ملګرو ملتونو ډېری غړو هېوادونو د روسیې دا ډول چلن وغانده، او هغو هېوادونو چې داسې یې ونه کړل لکه چین، شمالي کوریا او ایران، نو دا بیا له روسیې سره د امریکايي ځواک پر وړاندې د توازن رامنځته کولو په تړاو د دوی د ګډو ګټو له کبله دي.
که څه هم دولتونه کولای شي، چې د نړیوالو محکمو له لارې د یو بل پر وړاندې شکایتونه وکړي، خو دا محکمې د خپلو پرېکړو د پلي کولو په تړاو ځواک نه لري. همداراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم کولای شي، چې دولتونو ته د ګډ امنیت د پلي کولو اجازه ورکړي، خو داسې څه بیا ډېر کم پېښ شوي. د امنیت شورا پنځه دایمي غړي (بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه، او متحده ایالات) د ویټو حق لري، او دوی بیا د یوې لویې جګړې خطر نه مني. ویټو د یو بریښنایي فیوز یا سرکټ په څېر کار کوي: غوره دا ده چې برېښنا ولاړه شي نه دا چې کور وسوځول شي.
د دې ترڅنګ، نړیوال نظم د درېیو عواملو له کبله ممکن قوي او یا هم کمزوری شي. لومړی: ټکنالوژیکي بدلونه چې نظامي او اقتصادي وېش بدلوي. دویم، په داخلي ډګر کې ټولنیز او سیاسي بدلونونه چې د یو مهم دولت بهرنۍ چارې بدلوي. درېیم او وروستی، د افکارو او یا هم انقلابي خوځښتونو په څېر هغه فراملي قوتونه، چې د یوې جغرافیې له محدودیت څخه وتلی شي او د نړیوال نظم د مشروعیت په تړاو د خلکو ادراک ته تغیر ورکوي.
د ۱۶۴۸ کال د وستفالیا له سولې وروسته، چې د اروپا مذهبي جګړو ته یې د پای ټکی کېښود، د دولتونو حاکمیت د نړیوال نظم یوه اساسي برخه وګرځېده. خو د مشروعیت د اصولو تر څنګ، د قدرت د سرچینو وېش هم د وخت له تېرېدو سره بدلون مومي. لا به لومړۍ نړېواله جګړه پېل نه وه، چې د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد وګرځېد، او امریکا ته یې د دې وړتیا ورکړه، چې د نظامي مداخلې له لارې د جګړې برخلیک په خپله وټاکي. د امریکا ولسمشر ووډرو وېلسن هڅه وکړه، چې د ملتونو ټولنې په جوړولو سره، نړیوال نظم ته یوه نوې بڼه ورکړي، خو د امریکا داخلي سیاستونو؛ امریکا د انزوا پر لور ټېل واهه. همدې بیا د ۱۹۳۰مو کلونو پر مهال محوري ځواکونو ته زمینه برابره کړه څو خپل نظم پلي کړي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا د نړیوال اقتصاد نیمايي برخه جوړوله؛ خو په نظامي برخه کې شوروي اتحاد د امریکايي ځواک توازن ساته او د ملګرو ملتونو ځواک بیا کمزوری و. کله چې په ۱۹۹۱ کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو، امریکا د یوې لنډې مودې لپاره د یو قطبي قدرت له شېبې خوند واخیست؛ خو په منځني ختیځ کې یې ځان ډېر ښکېل کړ او دغه راز د مالي سېستم ناسم مدیریت ته یې هم اجازه ورکړه چې دې بیا پای په ۲۰۰۸ کال کې مالي بحران ته لاره هواره کړه. روسانو او چینایانو فکر کاوه، چې امریکا په زوال کې ده او له همدې مخې یې خپلو تګلارو ته بدلون ورکړ. پوتین پر ګرجستان برید وکړ او د چین شي جین پینګ د ډينګ زو پیان محتاطې بهرنی تګلارې ته د پای ټکی کېښود او پر ځای یې قاطع چلن خپل کړ. په ورته مهال کې، د چین غښتلې اقتصادي ودې د امریکا او چین ترمنځ واټن راکم کړ.
په نسبي توګه د چین په پرتله د امریکا قدرت کم شوی؛ خو بیا هم په نړیوال اقتصاد کې د امریکا برخه اوس هم شاوخوا ۲۵ سلنه پاتې ده. تر څو چې امریکا له جاپان او اروپا سره قوي اېتلافونه ولري، نو دا به د نړیوال اقتصاد نږدې نیمایي برخه جوړه کړي. په داسې حال کې چې د روسیې او چین برخه په ګډه ۲۰ سلنه هم نه ده.
ایا د ټرمپ اداره به د امریکا د دوامداره قدرت تر شا ولاړه سرچینه [یعنې نړیوال نظم] وساتي، او که د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ مسولې کایا کالاس بیا ریښتیا وايي چې موږ د یو تاریخي بدلون په پړاو کې یو؟ د ۱۹۴۵، ۱۹۹۱ او ۲۰۰۸ کلونه بدلون پېښوونکي کلونه وو. که چېرې راتلونکي مورخین د ۲۰۲۵ کال هم په دې کتار کې اضافه کړي، نو دا به یوازې د امریکايي پالیسي او پخپله د ځان خوږونکي ټپ له کبله وي نه د کوم نړیوال پرمختګ له کبله.
پای